د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له افغان اولس سره مرستې چيرته غيبې شي؟!!!


مجيب انګار
14.02.2004

په دې کې شک نشته چې په تيرودوونيموکلونوکې افغانستان دنړۍ دپاملرنې سترمرکز و،په يوډول هيرشوي افغانستان په تيره ياده شوي موده کې ترهربل هيوادزيات په نړيوالو خبري رسنيوکې يادشو.
دنړۍ والې ټولنې ادعاده چې په تيرودوونيموکلونوکې يي په ملياردونوډالره مرسته کړې ده اودادی دراتلونکې مياشتې په اوږدوکې به يوځل بيا په المان کې دافغانستان په اړه يوه غونيه جوړه شي چې په هغه کې به دطالبانوله رانسکوريدووروسته پرهغولاسته راوړنوخبرې کيږي چې دنوې افغان ادارې اونړيوالې ټولنې په برخه شوي دي.
په دې کې هم شک نشته چې په تيرو دوونيموکلونوکې ځينې داسې کارونه شوي دي چې دافغانستان اولس پرژونداوراتلونکې يي له مثبتې اغيزې نه انکارنشي کيداي،خو که په مجموع کې موږ دنړيوالې پاملرنې اوهغوي مرستوپه تناسب چې ادعاکيږي له افغانستان سره شويدي دشويوکارونوجاج واخلوپه زغرده ويلاي شوچې متاسفانه له دغه فرصت څخه مناسبه ګټه نه ده پورته شوې.
په عام ډول دافغانستان په ژوندکې نوی نظام په ځينواړخونوکې متاسفانه دطالبانود
نظام ځاي نه دی نيولی ،دساري په توګه که طالبانواداري سيستم له منځه يووړدفتر،
اسناد،اودولتي نظام وجودنه درلودپه اولس کې بياهم ترډيره حده امن و،درشوت،غلا لوټ اوچورداسې پيښې نه وې ياډيرې لږوې چې ددوی نه پخوااويا وروسته دښاغلي کرزي په اداره کې شته.
پردې سربيره په مليونونه ډالره چې دنړيوالې ټولنې له لوري دافغانساتان سره دمرستوپه نامه ثبتيږي يادتيروخته جنس په بڼه راغلي دي يايي زياته برخه داين-جي-اوګانواوملګر
وملتونودنازولوکارکوونکيوډالري معاشونه ،لوکسې حويلۍ ،موټرونه کورني اوبهرني سفرونه خوري ډيرلږدکابل_کندهار دسرک په څيرپه داسې پروژولګيدلي دي چې دهيواد په سياسي اواقتصادي ژوندکې دې اغيزمن ثابت شي.
اوس المان په برلن کې چې کوم کنفرانس جوړيږي که هسې تشريفاتي بڼه نه لري نوبايدپردې بحث وکړي چې له افغانستان سره شوې اوياکيدونکې مرستې په داسې چارو ولګول شي چې سمدستي دمليونونوجګړه ځپليوافغانانوپرژوندګټوره اغيزه وکړي واقعيت دادی چې تراوسه ياله افغانستان سره دومره مرستې نه دي شوي لکه نړيوال يي چې تل افغان لولس ته پرمخ ورولي اوياپه داسې خرمستيولګيدلي دي چې عام اولس ورسره هيڅ تړاونه لري که نړۍ پرافغان اولس دمرستوداحسان بارږدي نوبايدددوي پرژوند نيغه اغيزه هم ولري.په دې کې دنړيوالې ټولنې او انتقالي اسلامي ادارې دواړو دروندمسوليت دی چې بايدادايي کړي.


درنولوستونکيو!!!!!
زماددې ويناپه اړه څه واياست؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more