د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د هېواد شېرزاد شعرونه


هيواد شېرزاد
10.02.2004

[color=brown:f2fa0edcbe][size=24:f2fa0edcbe]::::::::::::::::::::::: په پردېسۍ کې ...[/size:f2fa0edcbe][/color:f2fa0edcbe]

....... ....... زړګـــــــي مــــــې بيا وکـــــــړل دردونه
....... ....... څــوک به مـــــې واوري فــــــــريادونه
....... ....... پــــه پردېسۍ کـــــې عُمر ګـــــــران دی
....... ....... راځــــــنې بــــېل [color=green:f2fa0edcbe]افغـــــ[/color:f2fa0edcbe][color=red:f2fa0edcbe]انســـــ[/color:f2fa0edcbe]تان دی
..................÷÷÷...........÷÷÷...............÷÷÷.......
....... ........اوس په شته کور کـې مساپر ګرځيږو
............... پردي وطن کــــــې در په در ګــرځيږو
....... .........د چـــا نه سوال چانه خيرات ټـــــولوو
.... .......... چــانه خدای مال چانه ذکات ټولوو
......... .......مونږه په خلکو پاچــــــاهي کـــړې ده
................ نورو زمــــــــــونږه غــــــــلامي کړې ده
......... .......د افغانيت جګه شمله ټيــــــټه شــوه
................ زمـــــــونږ غرور او دبدبه ټيــــټه شوه
[color=darkblue:f2fa0edcbe]....... .........خـــــــــــــــراب زمونږ شول نصيبونه
......... .......څـــوک به مــــــــې واوري فريادونه
....... .........خـــــــدايه دا څه رنګه جـــــــهان دی [/color:f2fa0edcbe]
......... .......راځنــــــــې بېـــل [color=green:f2fa0edcbe]افغـــــ[/color:f2fa0edcbe][color=red:f2fa0edcbe]انســـــ[/color:f2fa0edcbe]تان دی
..................÷÷÷...........÷÷÷...............÷÷÷.......
....... .........نن د وطــــــــن مازديګری راياد شو
............... د نجونو سر باندې منګی راياد شو
......... ......په ګودرو کې به غوغــــــا ښکارېده
............... د هر چا خوله کې به خندا ښکارېده
........ .......هر مازديګر به شنه منګي ماتېدل
.............. د پېغلو ﻻس کې به بنګړي ماتېدل
.......... .....څنګـــه مېلې به په ګلــــــونو کېدې
............... څومره غــلاګانې به د زړونو کېدې
[color=darkblue:f2fa0edcbe]....... .......چا به يو بل تـــــــه ورکـــــــړل زړونه
....... .......څـــوک به مــــــــې واوري فريادونه
....... .......خــــــــــــاونده دا څنــــګه دوران دی [/color:f2fa0edcbe]
....... ...... راځنـــــــې بېـــــــل [color=green:f2fa0edcbe]افغـــــ[/color:f2fa0edcbe][color=red:f2fa0edcbe]انســـــ[/color:f2fa0edcbe]تان دی
..................÷÷÷...........÷÷÷...............÷÷÷.......
....... .......کاشکې چې يو ځل خپل وطن ووينم
............... هغـــــــه د ســــــــرو ګُلو چمـــــــن ووينم
....... .......يو ځل د سپينو غرو سرو ته ﻻړ شــم
.............. هلته شينوارو [color=darkblue:f2fa0edcbe]خــــــوګياڼو[/color:f2fa0edcbe] ته ﻻړ شم
........ .......زه يې د جګو غرو سرونو نه ځــــــــار
............... د ســــــــرو لاله غاټول ګلُونو نه ځــــار
....... .......خدايه وطــــــــــــن کله هيريږي زمـــــا
.............. نادان زړګـــــــــی کله صبريږي زمــــــا
[color=darkblue:f2fa0edcbe]....... .......کلـــــــه به يې وکـــــــــــــــړم ديــــدنونه
.............. څـــوک به مــــــــــــې واوري فريادونه
........ .......په ســـــــــــــــرو ګلُونو ګډ خــــزان دی [/color:f2fa0edcbe]
.............. راځنـــــــې بېــــــــــل [color=green:f2fa0edcbe]افغـــــ[/color:f2fa0edcbe][color=red:f2fa0edcbe]انســـــ[/color:f2fa0edcbe]تان دی
..................÷÷÷...........÷÷÷...............÷÷÷.......
....... ........که چېرې مړ شوم پردېسۍ کې ورونو
............... په بې کورۍ او غريبۍ کــــــــې ورونو
..... .........پردي وطــــــــــن کې ښخېدل نه غواړم
.......... .. عالي وقـــــــــــار مې ختمول نه غواړم
....... .......دا مـــې وصيت دی ما وطن ته يوسئ
............... هغه د پلار نيکه مسکن تـــــــه يوسئ
....... .......مـــــــــــــا به خپل ﻻس ښخـــــوئ يارانو
................خـــــــــاورې په مـــــا به اړوئ يارانــــــو
[color=darkblue:f2fa0edcbe]....... .......بيــــــــا مـــــــې په قبر ږدئ ګُلـــــــــــونه
..... ........ څــــــــوک به مــــــــــې واوري فريادونه[/color:f2fa0edcbe]
....... .......[color=Blue:f2fa0edcbe]هېواده[/color:f2fa0edcbe] [color=darkblue:f2fa0edcbe]دغــــــــــــــه مې ارمـــــــــــان دی [/color:f2fa0edcbe]
............... راځنـــــــې بېــــــــــل [color=green:f2fa0edcbe]افغـــــ[/color:f2fa0edcbe][color=red:f2fa0edcbe]انســـــ[/color:f2fa0edcbe]تان دی

................هېواد شېرزاد ـــ مالمو ــ سويډن ٢٠٠١=١٢=٢٢



هيواد شېرزاد
16.02.2004

::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: ای وطنه :::::::::::::::::::::::::::::::::::::::

.................... سر به ستا په نوم قربان کړو ای وطنه
........................................ څو چې لوړ داستا نښان کړو ای وطنه
................... زمونږ وينه کې همدومره زور پيدا کړه
............................................ چې نابود دې دُښمنان کړو ای وطنه
...................... ستا خوږه مينه مو زړه کې ده ساتلې
........................................... هر يو درد به دې درمان کړو ای وطنه
.................... ستا په پاکه سينه مونږ خاپوړې کړي
.............................................. ستا دښتونه به ګُلان کړو ای وطنه
................. ته مو مور يې مونږه واړه ستا بچيان يو
............................................ تا به لمر د شين اسمان کړو ای وطنه
.................( [color=darkred:e178dd25d5]هېواد[/color:e178dd25d5] ) لوړه کړي دا ستا په پاکه مينه
................................................ تا به بيا افغانستان کړو ای وطنه

................................................. مالمو = سويډن ٢٠٠٣ /٣ / ٢٥



هيواد شېرزاد
16.02.2004

::::::::::::::::::::::::::::::::: [color=blue:04fcec4df9]هغه شپې مې نه هيريږي [/color:04fcec4df9]:::::::::::::::::::::::::

........... عـــــــــمر تېــــر شو هـــــغه شپې مـــــې نه هيريږي
........................... د وطـــــــــن خــــــړې کوڅـــې مـــــې نه هــــيريـــږي
........... د بـــــــاران اوبـــــــــه به ﻻندې پکې ډنډ شــــوې
........................... هـــــغه تـار په تــــــار خـــــــيمې مــــــې نه هيريږي
........... باد بـــــاران به پــــــه هـــــــوا باندې کـــړې جګـــې
........................... په مــــــــزار د ورور جنـــــــډې مـــــــې نه هيريږي
........... خــــــوږ وطـــــــن يې راته ټول کـــــنډو کنډو کړو
........................... د بــــاروتو ســـــــــرې لـــمـــبـــې مـــــې نه هيريږي
........... چې يو ورور به په بــــــل ورور باندې ويشـــــتل
........................... د راکـــــــټو انــګـــازې مـــــــې نــــــه هــــيـريـــــږي
........... چـــــــې د پـــــلار د تودې غــــېـــږې په ارمان وو
........................... د يــتيم ها ســــترګــــــې ســــــرې مې نه هـــيريږي
........... ډېرې خويندې وريندارګانې مې شوې کونډې
........................... کــــــتارونــــه جــــــنازې مــــــــې نـــــــه هــــيـــريږي
........... څه ناسازې وې چې مــــــــونــــږ باندې ونه شوې
........................... د ســـــتم تــــــورې تــــيــارې مــــــــې نه هـــيريږي
........... ﻻ مـــــې غچ وربانــــدې پاتې دی ( [color=blue:04fcec4df9]هــــېــــواده[/color:04fcec4df9])
........................... د دښـــــمنو نـاکـــــردې مـــــــــې نــــه هـــيـــريـــږي
.
.



هيواد شېرزاد
16.02.2004

:::::::::::::::::::::::::: [color=blue:f7b7ffb858]وطنه بيا دا ستا په خوا درځمه [/color:f7b7ffb858]:::::::::::::::::::

........... په ژړا راغـــــــلم په خــــــــندا درځـــــــــــمه
.................................. وطـــــنه بيا دا ســــتا په خــــــوا درځـــــمه
........... سپوږمۍ که پټه شي د ورېځو منځ کــې
.................................. د مــــــــاتو ســـــتورو په رڼـــــا درځــــــمه
........... ډېرې مـــــــې تېرې کـــړې ناخوالې دلــته
.................................. اوس مــساپر کـــــــډه په شــــــــا درځــــمه
........... هــــــــره کوڅه کې مـــــــې پېغــور اورېدو
.................................. لـــــــــــه پــــېـــــغـــــــورونو راپــــنا درځمــه
........... خدای خو دې جوړه کړه زما جونــــګړې
.................................. دا ســــــتا له غېږې وم جـــــــــدا درځـــمـه
........... خيبر دې ژاړي که يې زړه خــــــــــوږيــږي
.................................. نه پاتــــــې کــــــــېږم خــــــــــــامخا درځمـه
........... ( [color=blue:f7b7ffb858]هيواد[/color:f7b7ffb858] ) دې کړي د جګو غرونو ارمـان
.................................. کــــــــه نن شو نن ــ کـــــــه نه سبا درځـــمه



هيواد شېرزاد
19.02.2004

......................................................................
..........................[size=28:4322d9d667] [color=green:4322d9d667]پــــ[/color:4322d9d667][color=red:4322d9d667]ښــــت[/color:4322d9d667]ــــو[/size:4322d9d667] ...............................
........... رانــــه پردۍ شوه کـــــــورنـۍ پښتو
.......................... شـــوه ګــــډه وډه مــــــورنـۍ پــــښتو
........... د نورو ژبـــــو ترقــــــــي وګــــــــــورئ
.......................... تر ټولو پاتې شوه وروستۍ پښتو
........... چا په ايران چا پاکستان خرڅه کړه
.......................... هـــم کابلۍ هــــــم پېښورۍ پــــښتو
........... بچــــي دې شول په نورو ژبو ميين
.......................... درته يـــې جـــــوړه کړه زندۍ پښتو
............که دا مــــو حال وي يو د بلــــه سـره
.......................... کلـــه به پاتـــې شـــي ژوندۍ پښتو
........... راځـــئ په ګډه ســـره جوړه کړو بيا
.......................... [color=blue:4322d9d667]هېــواده [/color:4322d9d667]! خپـــله پخـــــوانۍ پښـتو

.......................... مالمو ــ سويډن ، ٢٠٠٣ = ٣ = ٥



هيواد شېرزاد
26.02.2004

.
:::::::::::::::::::::::::::: لږ خواږه ډېر ترخه ::::::::::::::::::::::::

............ مـــــــا په دا کـــــم عُمر ډېر څــــه وليدل
......................... لږ مــــې خواږه ډېر مــــې ترخـــه وليدل
............ ډېــرو پـــــه خــــپـلـــــو نصـــــيبونــو ژړل
......................... ډېر ګــــرېوانونه مـــــې ﻻنده ولـــــــــيدل
............ هغه ځلميان چې ﻻر پرې ښه ښکارېده
......................... ډېر مــــې په وينو کـــــې پراته ولــــيدل
............ په څـــو پيسو چې خپل ايمان خرڅوي
......................... داســــې مــــې ډېر قسم خـــــواره وليدل
............ د ډېــــرو ﻻس مــــــې تر څنګلــــو پورې
......................... د سَکه ورور پـــه وينو ســــره ولـــــيدل
............ چـــې دُښمنان مو پرې وطــــــن ورانوي
......................... يو څو عظــمونه مـــــــــــــې پاخه وليدل
............ هــــر څوک کوي کاږه او ســـــــم کارونه
......................... دلـــته مــــې ټول شــــيان کاږه ولـــــيدل
............ [color=blue:fe8b0b0e31]هيواده[/color:fe8b0b0e31] خـــــدايږو دا وطن ابــــاد شـــي
......................... چــــې مــــې ځلميان پکې ويده وليدل

............................................. سويډن ٣=١٢=٢٠٠٠
.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more