د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پښتو ژبې دمعياري ليکدودپه اړه څو تاريخي پريکړې

زهيرشينواری
07.02.2004

[color=red:d5ef01722d]دپښتو ژبې د معياري ليکنې په اړه څو مهمې پريکړې [/color:d5ef01722d]

په هره ژبه کښې د يو متحد او معياري ليکدود موجوديت ډېر ضروري او لازمي دی ، ځکه چې په هره ژبه کښې ډېر ې زياتې لهجې موجودې وي او که د يوې ژبې هر ليکونکي د ليکنې پروخت خپله معياري لهجه او ليکدود په پام کښې و نيسي او د هرې لهجې ويونکي پخپله سيمه ايزه لهجه ليکنه وکړي، نو په ټولنه کښې د لوستنې او له هغې څخه د مطلوبې پوهېدنې په لړ کښې خامخا ډېرې ستونزې را منيځ ته کيږي.
پښتون اولس چې د جغرافيوي موقعيت له مخې خور ور پروت دی اود طبيعي او سياسي موانعو له امله يې ژبه (( پښتو)) زياتې لهجې لري چې ځينو ژبپو هانو يې د ژبنيو څېړنو په نتيجه کې د لهجو شمېره (٧٠) ښودلې ده. همدغه لهجوي توپير د ليکدود (رسم الخط) يووالي ته ډېر زيان رسولی دی. پښتو پوهانو او عالمانو په ځانګړې توګه په دې وروستيو پنځوسو(50) کلونو کښې د دې نيمګړتيا د لرې کولو او ديو داسی معياري او متحد ليکدود د رامينځته کولو پاره چې ټولو ته يو شان د منلو او پوهېدو وړوی، نه ستړې کېدونکې علمي او عملي هڅې کړي دي.

لومړنۍ پرېکړه ( فيصله )
په 1321 هـ ش کال د جوزا په مياشت کښې ( 1942 ع جون ) د پښتو ټولنې په غوښتنه د افغانستان ( 25 ) تنو ليکوالو او پوهانو په پښتو ټولنه کښې غونډه وکړه او په (31) اختلافي موادو باندې يې له بحث څخه وروسته فيصله وکړه چې دا لاندينې کلمې بايد داسې وليکل شي:
اختلافي صورتونه.................فيصله شوې صورت...........اختلافي صورتونه .............فيصله شوې صورت
[color=blue:d5ef01722d]شونډې – شونډان.........................شونډې............... .... ..... شته - سته ............................... شته
کښېناست – کښېنوست .............کښېناست............ ........... شی – سی ................................ شی
ټول خلق.. – ...ټوله خلق ..............ټول خلق ....................... لږه ډوډۍ – لږ اوبه............ لږه ډوډۍ – لږې اوبه
ټولې خبرې- ټوله خبرې...............ټولې خبرې........................ پاته – پاتې ..............................پاته
ښې خبرې – ښه خبرې................. ښې خبرې..........................................................................................
که راغلی وای ،که راغلی وی......که راغلی وای....... ........غږ- ژغ – غګ –غاګ ......................غږ- ژغ
لويه – لو..................................لويه .............................. ځنې وايی – ځينې وايی................... ځينې وايی
تويه – تو .................................تويه................................له ده ځنې – له ده ځينې................... له ده ځنې
مېړونه ،مړونه .........................مېړونه............................ چلوونکی – چلونکی ......................چلوونکی
وليد – وليدو ......................... وليد،وموليد...............( وليد) په ټولوماضي ګانو کښې
ښونکی – ښوونکی ...............ښوونکی...........................ښوونځی – ښونځی.......................... ښوونځی
کښې – کښ – کې، له منځه .دغه يو شـــکل غوره شـــــو........کښې
( پری – په ) په داسې مثالونو کې لکه : احمد سترګی لري مګر لار پرې نه ويني – ﻻ ر په نه ويني ، دلته، ﻻر پرې نه ويني سم دی .
لُڅ – لوڅ............................. لُوڅ ................................ويل – ويله .........................................ويل
وشو – وسو .........................وشو................................. ولاړ – لاړ ...........................................ولاړ
شوی – سوی....................... شوی.................................وکړ – وکی – وکه ................................کړ
وکړئ- وکئ........................وکړئ.................................زما- زمونږ- ځما – خمونږ .............زما ، زمونږ
مونږ – موږ........ ..............مونږ..................................زه – ځه...............................................زه[/color:d5ef01722d]________________________________________
يادونه: ورسته بيا د دريمي غونډې په فيصله کښې لومړۍ فيصله داسې تعديل شوه:
لومړۍ فيصله درېيمه فيصله ( تعديل )
پاته.................... پاتې
مونږ (مونږ – موږ ) دواړه صورتونه
لڅ .................... لوڅ ولاړ. ( ولاړ – لاړ ) دواړه صورتونه
و منل شول.
لڅ................... لوڅ

دويمه فيصله
په 1327 هـ ش کال د سنبلې په (8)م ( 1948 ع داګست 30 مه ) په کابل کښې د پښتو ټولنې په غوښتنه د لرې او برې پښتو نخوا (19) تنو پښتنو ليکوالو او پوهانو د پښتو د ليک د ځينو اختلافي موادو په باب داسې فيصله وکړه:
اختلافي صورتونه........... فيصله شوی صورت
[color=red:d5ef01722d]ڼ – نړ ...................................................................ڼ
زه ، ته، ده – زۀ، تۀ ، ده ....................................... ( زه ، ته ، ده ) بې همزې ټولو د غسې مثالونو
آورېدل – اخيستل – اورېدل، اخيستل.............. اورېدل – اخيستل ( بی مده )
وليد، وګوره ، اوليده ،اوګورهُ......................... وليد، وګوره ( بې الفه )
م- د ، پر ( زير سره ) ، لاندې، باندې .................... مې، دې، پرې، لاندې، باندې

لومړی، کوچنی، ګوډ، ګوته ، بوخت..................... لومړی، کوچنی، ګوډ، ګوته
لمړی، کچنی، بو خت.
چاپ، ګړۍ – چهاپ ، ګهړۍ........................... چاپ، ګړۍ
( ښ )...... اتوری به د (( ش )) او (( خ )) په ځای نه ليکو
( ږ ) دا توری به د (( ژ )) او ((ګ)) په ځای نه ليکو
(ځ) دا توری به (( تلل )) د مصدر
په حال فعل او د غسې نورو
افعالو کښې ليکو لکه : ځی ، راځی
ژوند، جوند، زوند.......... ژوند( په د غسې لغاتو کښې به له (( ژ )) نه کاراخلو
ځينې- ځنې............... د بعضې په معنا به ( ځينې ) او د ( از ) په معنا به ( ځنې ) ليکو
ويل – وی........... ويل ( يوازې په شعر کښې (( وی )) جايزدی )
کښې ، کښ................... کښې
د ماضي بعيد ضميرونه ( وم، وو ، وې ، ؤ ، وه ، و، وې ) يعنې د مفرد غايب لپاره يو ( و ) او د جمع لپاره دوه ( وو ) ليکل کېږی
د شول د مصدر مشتقات شوم- شوو- شوې – شوی –شول –شوه وليدل بايد داسې وليکو: وليد- وکوت – وکړ مګر وتاړه، وواهه بايد په اخره کښی (ه ) ولري.[/color:d5ef01722d]
دريمه فيصله
په 1337 هـ ش ( 1958 ع ) کال چې د پښتو ټولنې په بلنه د پېښور، او بلوچستان پښتانه ليکوال او پوهان کابل ته د خپلواکۍ د جشن په ورځو کښې راغلي وو، د سنبلې په پنځمه ( د اګست په 27 مه ) د پښتو ليک په باب مجلسونه او اد بي بحثونه شروع شول. وروسته له څو غونډو او ډېرو څېړنو او بحث څخه د ځينو اختلافي موادو په باب دا ډول فيصله صادره شوه:

[color=blue:d5ef01722d]مختلف صورتونه........... فيصله شوی صورت......... مختلف صورتونه........... فيصله شوی صورت
ځمکه-مځکه – زمکه....... ځمکه ...............سيوری-سوری............. سيوری
زمری – مزری – ځمری............... زمری ...........اخلم-اخلې-اخم،اخی-الم ، الې............ اخلم، اخلې
کښته – ښکته – خکته............... کښته............. بښل- بښنه =بخښنل= بخښنه ....... بښل-بښنه
پښه – ښپه – خپه........... .............پښه .ماسپښين-مازپښين-ماپښين.......ماسپښتن
کښلی – ښکل ( د ليکلو اوويستلو په معنا ) کښل ......کوم-کم.........................کوم
کښلی ( ښايست په معنا )... ښکلی ............اغږل- اخښل –اخل ...اغږل
ماسخوتن – ماخوستن............. ماسخوتن.......... نمړۍ-مړۍ-نوړۍ..................نمړۍ
ورځ – روځ ....................... ورځ............زوی، زامن = ځوی، ځامن ......زوی- زامن
موږی – ميږوی.................. موږی............... زېږېدل- -ځېږېدل........................... زېږېدل
لوېشت – ولېشت..................لوېشت – لوېښت..........زغستل – ځغستل............زغستل
ورک – روک ................. ....ورک .......................زلمی – ځلمی.............. زلمی
خسر – سخر ..................خسر...............سوځل، سېځل = سوزل ، سېزل .........سوځل - سېځل
خوسا – سخا.............خوسا.................خوځېدل – خوزېدل،،،،،،،،،،، خوځېدل
سکروټه – سروټکه – سکوروټه.......سکروټه.........غورځنګ – غور زنګ........ غورځنک
ورور- رور..........ورور.........................زغمل – ځغمل.............................. زغمل
وروڼه – روڼه............... ......وروڼه.........ژرنده – زرنده – جرنده.......... ژرنده
ورورولي – رورولي...........ورورولي ژبه – زبه – جبه ..........................ژبه
وروسته – روسته – روستو......... وروسته ........ژړا – زړا – جړا ...........ژړا
وروستی – روستی.............ورستی.............ژوند – زوند – جوند................ژوند
ژمی – زمی – جمی...............ژمی ..............اوبدل – اودل – اوبل.........اوبدل - اودل
ژوبل- زوبل –جو بل........ ژوبل ..............نښتل – مښتل ................نښتل
خيژي – خېزي – خيجی –خيژی....خيژي.... .بزرګان، ملکان = بزرګانان – ملکانان ...بزرګان - ملکان
ژۍ – زۍ – جه.............. ژۍ...................وزه – بزه –بيزه ................ وزه
ژور – زور – جور........... ژور ..........کارغه – قارغه – کارګه.................. کارغه
نژدې – نزدې – نږدې ....... نژدې ...........ڼ – ڼر.......................... ڼ
لمر – نمر – نور – مر – مير......لمر – نمر........کجير – قجير............. کجير
نمسی – لمسی – نوسی.......لمسی – نمسی .......ټوکه – پړک – چکړې ......ټوکه - پړک
لمونځ – نمونځ – مونځ ............ لمونځ ........ټوقه – پړق – چقړی ........چکړې
نمانځنه، لمانځنه – مانځنه......... نمانځنه – لمانځنه زړۀ – زړه....... زړه
پسرلی- سپرلی ..............پسرلی – سپرلی .............تۀ – ته ..... ته
ږغ – غږ – ژغ................ږغ – غږ.............. زۀ – زه – ځه..... .......زه
کنځل – ښکنځل ............کنځل – ښکنځل.............. لوی – لو......... لوی
مينځل – وينځل............مينځل – وينځل.............دوی-دوئ...... دوی
لامده- لانده.................. لامده- لانده..............هغوی – هغوئ.......... هغوی
جينۍ – نجلۍ – جلۍ – جيلۍ.......جينۍ – نجلۍ......لويديز- لوېديځ – لوئيديز .........لوېديز
لمبر – نمبر.......... لمبر.............................وويل – اووئيل ....................وويل
نولس – نونس.............. نونس ...................يو، اينده ، يؤ-ا ئينده .............يو - اينده
وېره – بېره – ايره .............وېره............................ } ې { ( مجهول يا )
ويبده – بيده – اوده......... ويده ...بې ځايه او د معروفۍ ياء په ځای استعمال نه شي
وياله – بياله – واله......... وياله[/color:d5ef01722d]
.
________________________________________

يادونه : دقيقه نيټه يې رانه هيره ده ، خو په غالب ګمان ويلی شم د ٥٠ لسيزې په کلونو کې پښتو ټولنی پريکړه وکړه : چې له دينه وروسته به داسې ليکو :
چه ............................ چې
کښې ........................... کې ( زهير شينواری )

د پښتو د متحد ليکدود او ليکلار لپاره
د (( باړه ګلۍ )) د غونډې متفقه پرېکړې ( فيصلې )
د پښتو ليکدو د په هکله د پښتو ټولنې د درېمي فيصلې څخه ( ٣٢ ) کاله وروسته يو ځله بيا د دې شرايط برابر شول چې د پښتو د يو متحد ليکدود د را مينځ ته کولو لپاره عملي هلې ځلې وشي. په دې لړ کښی د پېښور پوهنتون د پښتو ا کيډيمی په نوښت ( ابتکار ) او د صوبه سرحد د حکومت په سپار ښتنه د ١٩٩٠ م کال د جولای د مياشتی له ( ١٠ ) تر (١٢) پورې د سوات په (( باړه ګلۍ )) کښی يو درې ورځنی سيمينار چوړ شو چې پکښې د پښتو نخوا له ګوټ کوټ څخه تقريًبا سلو تنو اديبانو او ژبپو هانو ګډون کړی ؤ . دې غونډې په خپلی لومړنۍ ناسته ( نشت ) کښې د کار شل کسيزه کمېټه و ټاکله چې پکښې دغه ښاغلي شامل وو:
(١) پروفيسر سيد محمد تقويم الحق کاکا خيل (٢) پروفيسر جهانزيب نياز (٣) پروفيسر نصيرالدين (٤) حبيب الله رفيع ( ٥ ) منتظر بيټنی (٦) عبدالکريم بريالی (٧) همېش خليل (٨) ډاکتر محمد اعظم اعظم (٩) ډاکټر خالد خان خټک (١٠) محمد پرويش شاهين (١١) پروفيسر محمد افضل رضا (١٢) پروفيسر خوجه محمد سائل (١٣) نورشاه جهان انور (١٤) ډاکتر وردک ( اعزازي غړی ) ( ١٥) سيال کاکړ ( ١٦ ) سيد احمد مومند (١٧) ډاکتر مـحمد اقبال نسيم خټک (١٨)ډاکټر محمد اسرار ( ١ عزازی غړی ) (١٩) خيبر افريدی (٢٠)پروفيسر يار محمد مغموم.
د کار د کمېټی غړيو په درېوو ناستو کښې د پښتو ليکدود مشکلات ، کشالې او ګډوډۍ په هر اړخيزه توګه وڅېړلې، په ټولو يې په سړه سينه غور وکړ او په هره برخه کښې تر علمي بحث وروسته يوې نتيجې ته ورسېدل . کمېټی د خپل کار ورو ستي تنايج او پرېکړې په لويه غونډه کښې واورولې چې د ټولو تائيد او ملاتړ يې تر لاسه کړ، نو د پښتو متحد ليکدود په هکله پې خپلی وروستۍ متفقه پرېکړې داسې صادرې کړې:
1. هغه کلمې چې د عربۍ او فارسۍ نه پښتو ته راغلې دي او معنا يې هم هغه ساتلې ده هغه به پخپل اصل شکل کښې ليکلی شي، لکه قصه، قميص ، ضعيف. او هغه کلمات چې پښتو خپل کړي دي، معنا يا شکل يې بدل شوي دي ، هغه به په پښتو کښې په اوښتي شکل ليکلی کېږي، لکه تپوس ، پام . او د عربۍ مخصوص ټکي به د پښتو په کلماتو کښې نه ليکو – مثلاً: (( تورخم )) به په (( ت )) ليکو په (( ط )) به يې نه ليکو.
2. (( ڼ )) به د يو توري په شکل کښې د پښتو په ١ – ب –ت ، يعنې حروف تهجي کښې د (( ن )) نه وروستو ليکلی شي او نوم به يې (( نوڼ )) وي.
3. هغه کلمې چې په اخره کښی ( زور )) لري هغه به په ( ه ) ليکلی شي لکه : خوشحاله ( مذکر ) خوشحاله ( مونث ) او دغه ( ه ) به د تانيث مخصوص علامت نشي ګڼلی.
4. (( مد )) په پښتو کښې نشته.
5. مجهوله (( ی )) چې په قطبی پښتو نخوا کښې پرته ليکل کېږي، هغه په همداسې پرته ليکلی شي، لکه: سړی وغيره ، البته په افغانستان او سويلي پښتو نخوا کښې به د دوی د خپل ليکدود سره سمه د مخکښې په شان ليکلی شي.
6. مخصوصه ( ی ) به د کلمې پۀ مينځ کښې (( ېـــ ) او اخر کښی (( ې )) ليکلی شي لکه سړې او بۀ ، خېر و غيره. مجهوله يعنې پرته (( ېــ )) غوندې ليکلی شي.
7. د معروفې (( ي )) لۀ پاره به دوه څنګ پۀ څنګ ټکي (( ي )) ليکلی شي، لکه سړي ، زمري وغيره.
8. يای تانيث (( ۍ )) به پۀ اخر کښې د کش سره ليکلی شي لکه کرسۍ ، جينۍ وغيره.
9. د فعل د پاره به د مخکښې غوندې د (( ی )) د پاسه (( ء )) ليکو ، لکه : وخورئ ، وکړئ وغيره.
10. پۀ ضميره متصل او (( ئې )) کښې به پۀ (( ی )) باندې همزه ليکلی شي او مخصوصه ((ې )) ليکلی شي او يا به (( ی )) او مخصوصه (( ی )) ليکلی شي لکه پۀ (( يئ )) کښی به يوه (( ی )) او پۀ دويمه (( ی )) باندې همزه ليکلی شي.
11. پۀ داسې ((ه )) کښې لکه زړۀ – ښۀ ، پۀ کښې به د (( ه )) د پاسه (( ء ))وي په افغانستان او سويلي پښتو نخوا کښې به هم دغه رنګ ليکلی شي.
12. (( ګ )) به په کونډ ليکلی شي.
13. کښې ، کښېناستل، نخښه، بخښل او داسې نور ټکی به هم دغه رنګ ليکلی شي .
14. معدوله (( واو )) به د ټکونه نشي غورځولی، لکه : خولۀ ، خواړۀ ، ګوند ، غوندې وغيره.
15. هغه ټکي يا کلمې چې د عربۍ اوفارسي نه د (( پيش )) په حالت کښې راغلي دي په (( پيش ) به ليکلی شي يعنې پخپل رنګ کښې لکه ګل ، بلبل- هغه پښتو کلمې چې پيش لري هغه به په مجهوله (( واو )) ليکلی شي ، لکه : پوښتنه، مور اونور
16. معروف (( واو )) به د کلمونه نه غورځول کېږي او د پاسه به پيش ورکولی شي، لکه: نوُر – سوُر وغيره.
17. د پښتو مخصوص توري څ-ځ-ښ-ږ به همدغسې ليکلی شي.د کمېټې سفارش دی چې پښتو اکيډيمي دې د مرکزي او صوبايی حکومت پۀ مدد داستادانو او طالب علمانو د پاره يو رهنما کتاب تيارکړي چې د دې ټکسو په استعمال کښې اشتباه ختمه شي. ( د فيصلی په پای کپې (٢٠) کسيزې کمېټې د غړو لاسليکونه کړي دي ) .


نقاد
24.02.2004

درنو لوستونکو ، سلامونه اونېکې هيلې مې ومنئ. ښايي تاسوته به د ﻻندې پرېکړو په اړه داحساس پيدا شوی وي، چې دغه پريکړې د دوه وروستنيو کنفرانسونو د پريکړو په نسبت چې تر دې مخکي شوې وې ، يو پر شا تګ بريښي ، او زياتره برخې يې د منلو وړ نه دي . ددې وروسته تګ څرګند علت دادی چې د سوات د باړه ګلۍ کنفرانس رښتيا هم د لرې محکومې پښتونخوا د ژبپوهانو څخه جوړ شوی و، او له يو دوه تنو مهاجرو برو پښتنو څخه پرته پکې د افغانستان د پښتو ژبپوهانو ګډون نه درلود . دا حقيقت د برخه والو له ياد شويو نومونو څخه له ورا يه ښاره ځليږي . راځئ چې ځينو ټکو ته د ساري په توګه يوه ګډه کتنه وکړو :

[quote:c24cb83cfa]د پېښور پوهنتون د پښتو ا کيډيمی په نوښت ( ابتکار ) او د صوبه سرحد د حکومت په سپار ښتنه د ١٩٩٠ م کال د جولای د مياشتی له ( ١٠ ) تر (١٢) پورې د سوات په (( باړه ګلۍ )) کښی يو درې ورځنی سيمينار چوړ شو چې پکښې د پښتو نخوا له ګوټ کوټ څخه تقريًبا سلو تنو اديبانو او ژبپو هانو ګډون کړی ؤ . دې غونډې په خپلی لومړنۍ ناسته ( نشت ) کښې د کار شل کسيزه کمېټه و ټاکله چې پکښې دغه ښاغلي شامل وو:
(١) پروفيسر سيد محمد تقويم الحق کاکا خيل (٢) پروفيسر جهانزيب نياز (٣) پروفيسر نصيرالدين (٤) حبيب الله رفيع ( ٥ ) منتظر بيټنی (٦) عبدالکريم بريالی (٧) همېش خليل (٨) ډاکتر محمد اعظم اعظم (٩) ډاکټر خالد خان خټک (١٠) محمد پرويش شاهين (١١) پروفيسر محمد افضل رضا (١٢) پروفيسر خوجه محمد سائل (١٣) نورشاه جهان انور (١٤) ډاکتر وردک ( اعزازي غړی ) ( ١٥) سيال کاکړ ( ١٦ ) سيد احمد مومند (١٧) ډاکتر مـحمد اقبال نسيم خټک (١٨)ډاکټر محمد اسرار ( ١ عزازی غړی ) (١٩) خيبر افريدی (٢٠)پروفيسر يار محمد مغموم.[/quote:c24cb83cfa]
خبريال زياتوي چې:
د کار د کمېټی غړيو په درېوو ناستو کښې د پښتو ليکدود مشکلات ، کشالې او ګډوډۍ په هر اړخيزه توګه وڅېړلې، په ټولو يې په سړه سينه غور وکړ او په هره برخه کښې تر علمي بحث وروسته يوې نتيجې ته ورسېدل . کمېټی د خپل کار ورو ستي تنايج او پرېکړې په لويه غونډه کښې واورولې چې د ټولو تائيد او ملاتړ يې تر لاسه کړ، نو د پښتو متحد ليکدود په هکله پې خپلی وروستۍ متفقه پرېکړې داسې صادرې کړې:

[quote:c24cb83cfa]1. هغه کلمې چې د عربۍ او فارسۍ نه پښتو ته راغلې دي او معنا يې هم هغه ساتلې ده هغه به پخپل اصل شکل کښې ليکلی شي، لکه قصه، قميص ، ضعيف. او هغه کلمات چې پښتو خپل کړي دي، معنا يا شکل يې بدل شوي دي ، هغه به په پښتو کښې په اوښتي شکل ليکلی کېږي، لکه تپوس ، پام . او د عربۍ مخصوص ټکي به د پښتو په کلماتو کښې نه ليکو – مثلاً: (( تورخم )) به په (( ت )) ليکو په (( ط )) به يې نه ليکو[/quote:c24cb83cfa].
کميس او کيسه د قميص او قيصې راخپل شوی شکل دی او داصلي عربي شکل تلفظ يې په پښتو کې ډير پردی نا مأنوس او ناوړه بريښي . څوک چې په عربي ټينګار کوي ، هغوی دې په څکڼلې (محدوده) توګه يواځې د څان د پوهيدوله پاره زده کړي اوبس . بل، نه پوهيږم چې طورخم په عربي کې څه معنی لري او ايا دا نوم عربي دی او عربو پرې ايښی دی؟ که تورخم پښتو نوم و، وروسته عربو اړولی او طورخم کړی وي، نو بيا خو پورتنی مثال راوړل هم بيځايه دي . ځکه په دې صورت کې خو بيا عرب دي چې پښتو تورخم يې په طورخم اړولی، نه مونږ يو چې ګواکې طور خم مو په تور خم بدل کړی وي، بلکې خپل تورخم مو په خپل پخواني شک ساتلی دی او بس .

2. (( ڼ )) به د يو توري په شکل کښې د پښتو په ١ – ب –ت ، يعنې حروف تهجي کښې د (( ن )) نه وروستو [color=red:c24cb83cfa]ليکلی شي [/color:c24cb83cfa]او نوم به يې (( نوڼ )) وي.
دا ليکلی شي سم نه دی، او( ليکل کيږي ) به ليکل کيږي . نور داګڼه منل کيدای شي .

4. (( مد )) په پښتو کښې نشته.
چا ويل چې نشته، آن د حتی په معنی څنګه بې مده ليکل کيدای شي؟

5. مجهوله (( ی )) چې په قطبی پښتو نخوا کښې پرته ليکل کېږي، هغه په همداسې پرته ليکلی شي، لکه: سړی وغيره ، البته په افغانستان او سويلي پښتو نخوا کښې به د دوی د خپل ليکدود سره سمه د مخکښې په شان ليکلی شي.
6. مخصوصه ( ی ) به د کلمې پۀ مينځ کښې (( ېـــ ) او اخر کښی (( ې )) ليکلی شي لکه سړې او بۀ ، خېر و غيره. مجهوله يعنې پرته (( ېــ )) غوندې ليکلی شي.

دواړه ګڼې سره يو يو څه ټکر خوري: مجهوله ((يا)) په ٥ او مخصوصه (؟) ((يا)) په شپږمه ګڼه ، دواړو کې هم يو شان پرته ليکلکي[color=blue:c24cb83cfa]دای[/color:c24cb83cfa] شي، او هم يو شان ﻻندې باندې ټکي لري ، نو توپير يې خړ پړ شوی دی . او دا (( خېر)) څه ته وايي ؟ موجودخو صرف دوه شکله دي لکه خير په خيري او خيرن کې، او خير د شر په نقيض کې . وروستی خير په په (ې) ليکل له باران څخه ناوې ته تښتېدل دي. د (ې) په تعريف کې ويل شوي چې ترې مخکينی توری تل زېر(کسره) لري، ځال داچې په خير او شر کې د ((يا)) څخه د مخه توری (خ) زور يا فتحه لري او هيڅکله دغه ((يا)) ته دغه (ې) نشو ويلی . هو دا يوه نيمګړتيا ده ، چې بايد حل ورته ولټول شي، نه دا چې يوه بله ﻻ غټه ستونزه وزيږوي لکه په پورتني مثال کې .
هو پيښوريان (سړی) هم اصلأ (سړې) ، دی په دې او په دې توګه خير او شر هم [color=red:c24cb83cfa]خېر[/color:c24cb83cfa] او شر تلفظ کوي . د پيښور د نيمګړې پښتو نيمګړتياوې بايد د نسبتأ بشپړې افغاني پښتو په وړاندې نو داستاذۍ سبب نشي . ٧ او ٨ ماده څه نوی يغام نه لري . ٩ هم دغسې، خو داچې دوی يې هم تعميم ومانه، ديادولو وړده چې:

9. د فعل د پاره به د مخکښې غوندې د (( ی )) د پاسه (( ء )) ليکو ، لکه : وخورئ ، وکړئ وغيره.

10 . پۀ ضميره متصل او (( ئې )) کښې به پۀ (( ی )) باندې همزه ليکلی شي او مخصوصه ((ې )) ليکلی شي او يا به
(( ی )) او مخصوصه (( ی )) ليکلی شي لکه پۀ (( يئ )) کښی به يوه (( ی )) او پۀ دويمه (( ی )) باندې همزه ليکلی شي.

که مخاطبه جمع وي د (ياست) په معنی (يئ) کې وروستۍ ((يا)) طبعأ د قاعدې سره سم (ء) لري .

11. پۀ داسې ((ه )) کښې لکه زړۀ – ښۀ ، پۀ کښې به د (( ه )) د پاسه (( ء ))وي په افغانستان او سويلي پښتو نخوا کښې به هم دغه رنګ ليکلی شي.
دا فيصله د افغانستان له پاره نه په شکلي لحاظ دمنلو وړده (ځکه د پښتو د کافي شمير افغاني ژبپوهانو نه موجوديت په دغه ريکړه کې له دوی څخه د افغانستان په اړه د پريکړې صلاحيت سلب کړی دی) ، او نه د محتوا له مخې ددعه هدف له پاره د ( ه ) په سر حتمأ ( ء) ليکل تر ټولو معقول حل بلل کيږي. ستونزه خو له ( ه) نه د مخکيني توري په خوځښت کې ده، نه په (ه ) کې ، خو متل دی چې، پر تا مې زور نه رسيږي،مړ به دې پلار کم ! ، دوی هم د ( په ، نه او ښه) په تورو کې د ( پ،ښ،ن) پر ځای په غريبې ( ه) راباندې کړي دي .

13. کښې ، کښېناستل، نخښه، بخښل او داسې نور ټکی به هم دغه رنګ ليکلی شي .
دلته د مخکيني کنفرانسونو فيصلې بهترې او معتبرې دي .

16. معروف (( واو )) به د کلمونه نه غورځول کېږي او د پاسه به پيش ورکولی شي، لکه: نوُر – سوُر وغيره.
د پاسه پېښ بيځايه تکرار دی، دغه (و) پخپله د يوه اوږدهپيښ دنده لري ، او ډير استعماله غروف (و) دی، که يې د بل (و) سره توپيرول په شکل کې اړين وي، بايد هغه ته يوه نښه ورزياته شي، نه ده ته، ځکه د هغه بل واو استعمال کم دی، د نښې زياتوالی به يې ليکونکي ډېر ونه ځوروي. دلته هم د يو پر ځای په بل واو باندې بريد شوی دی .

درنو لوستونکو ددې پر ځای ښاغلي فرهاد زير راخيستې د ارواښاد خدای بښلي رښتين صيب ليکنه ولولئ . والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more