د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا ملي څواکونه بايد د طالبانو وروڼو، خلقيانواو پرچيانو، سره د ملي پخلاينې غوښتنه وکړي ؟

نقاد
06.02.2004

[color=blue:41cdae731b]که د کرزي صيب حکومت ملي صبغه ولري ، آيا د سولې او ملي وحدت د خوندي کولو په خاطر بايد د طالبانو وروڼو سره دملي روغې جوړې او ملي پخلاينې له پاره بيدرېغه هلې ځلې ونکړي؟؟ تاسو درنو لوستونکو په دې اړه څه نظر لري؟؟ [/color:41cdae731b]


N
08.02.2004

دسيا سي څانګي ومينه والوته سلامونه اوښي چاري.
ښاغلي پاڅونوال صيب ډيره په زړه پوري خبره راپورته کړيده.داوس لپاره خوزه
د**افغانستان دملي وحدت تحريک**چي دعمل په ډګرکي ئي ښاغلئ عزيزالله
واصفي ﻻرښوونه په غاړه لري اود**افغان ملت **ګوندچي دښاغلي أنورالحق
أحدي ترﻻرښووني ﻻندي , په کاراوفعاليت اخته دي,پرته بل ملي ځواک په هيواد
کي نه وينم.نوري ډلي ټپلي په يو نه يوډول دبهر تراغيزي ﻻندي بريښي.
که چيري دښاغلي کرزي حکومت ملي بڼه هم ولري اودطالبانوسره هم دملي
پخلايني کړنلاره هم غوره کړي, نودابه څومره شوني وي چي طالبان دي هم ودي
کارته زړه ښه کړي.؟
هغه څه چي اوس په هيوادکي پلي کيږي , دطالبانو په اند ناروادي, طالبان دألقا-
عده سره اړيکو باندي وياړي . ښاغلي انګارصيب دخبرونو په برخه کي دطالبا-
نو ويوي ناکامه هڅي ته چي غوښتل ېې دهلمند وﻻيت دکجکي اولسوالۍ پر
بريښناکوټ باندي ددووتوغنديو په ويشتلو سره دهيواد دغه ستربند له مينځه
يوسي اوپه سلګونوزره خپل وطنوال دکجکي څخه بيا ترايران پوري , تراوبوﻻ-
ندي کړي , هم ګوته نيولي ده.
پداډول يوچاپيريال کي ايا دملي پخلايني خبري شوني بريښي؟
په درناوي.


hotak
08.02.2004

سلامونه اوښي چاري!
كوم ملي ځواكونه يادوي؟؟؟ دملي ځواك تعريف او پيژندنه خو وكړي بيا له هغو نه دملي چارو په اړه اښتني پوښتني كوي.
زماپه فكر ملي ځواك هغه دي چي دملت له منځ نه يي نشأت كړي وي نه داچي دامريكا دډنډه پنج په زور هيواد ته راغلي وي.نيلوجانه(كه چيري ريښتيا هم ميرمن وي) خور هسي خوشي لگيا ده چي وايي افغان ملت او ديووالي ټولنه ملي ځواكونه دي او دانور يي نو يو هم كه طالبان دي يا بل څوك له بيروني اغيزي نه ندي خلاص. داهسي چټي خبري دي.نيلو خو دطالبانو دجناياتو په باره كي ډيرژر دانگار صيب خبر دثبوت په بڼه وړاندي كړي خو دي ته يي پام ندي چي همدغه انگارصيب بيا دښاغلي احدي په اړه تردي هم بوږنونكي خبر وركړيدي او هغه داچي احدي له ډاره دامريكي په سفارت كي شپي تيروي.يوڅوك كه په خپل ملت ډاډه وي هغه هيڅكله هم دامريكا ياشوروي په سفارتونو كي شپي نه تيروي بلكي هغه له خپل ملت سره په كيږۍ كي ناست وي.
پاتي شوه دنيلوجاني داخبره چي طالبانو دهيوادوالو دډوبولو او دښارونو دتياره كولو لپاره دكجكي بند دالوزلو هڅه كوله نو داهم پخداي چي ښكره ور درواغ دي.نيلوجاني ته بايد دافكر هم وكړي چي دكجكي بند وروسته له هغه چي له غلو او داړه مارانو نه دطالبانو په لاس كيوت نو هغوي ورباندي نه ميليونه ډالره خرڅ كړل او له سره يي ودان كړ.دانو بيا څنگه امكان لري چي هغوي دي داملي شتمني له منځه يوسي؟؟؟
يوكه داوي چي دنيلوجاني خور هسي خوشي طالبانو غريبانانو ته گړنگ ځگ كوي هغه نو بيله خبره ده.
هغه دپښتومتل دي وايي چي غريب مي وليدي نو سپي مي دروشاړه.
نو نيلو خوري ملي ځواك يوازي طالبان دي ځكه خپله دطالب پديده يوه ملي پديده ده.اوپاتي شو دا احدي صاحب وغيره نو داغريبانان د دوو ورځو ميلمانه دي په سبا چي داسي لږټكه ټوكه شي نو بيا يي په قران كه په وطن كي وويني. مينه مينه مينه مينه مينه مينه مينه مينه مينه مينه. نصيراحمد هوتك،


Azad Nazer
08.02.2004

پوښتنه دی پرځای ده خو عملي کول يې ګران برېښي او هغه په لاندينيو دلا يلو:

:idea: دطالبانو پر راټوکېدوپښتانه ځکه خوښ وو چې فکر يې کاوه چې د بد اخلاقو ، غلو ، ظالمو ، بې غېرتو ، قاتلو او ځنګلي تش په نامه اسلامي تنظيمونو څخه به وژغورل شي اودغه کار په پېل کی وشو خو کله چې دغه بې هويته او د پردو د امر تابع ډله وپېژندل شوه چې نه دپښتنو په نوم راپاڅېدلي او نه دافغانستان ، نو ملي ملاتړ يې کمزوری شو او کله چې پو ه شو چې دپښتنو ملاتړ هم له لاسه ورکوي نو دهېواد چارې يې پنجا بيانو ، عربانواوځينوددوی انډيوالانو ته وسپارلی اودوی د ملت دغولونې لپاره په سمبوليکه توګه په لوړو عهدو پاتی وو ٠ دوی په ځانونو -نوي نومونه ايښي وو ، مطبوعات ، خپرونې ، تلوېزېون او انځورونه ددې لپاره نه ووبند شوي چې رښتيا هم حرام وو بلکه ددوی دبادارانو په امر غېر اسلامي اعلان شول چې له يوې خوا دکورني اعتراضاتو مخه ونيسي او له بله پلوه د پرديو افراطيونو او فراريا نو دشته والي ثبوتي وسايل لمنځه يوسي ٠ دوی داسلام په نامه چې په مطلق ډول يې څوک مخالفت نه شي کولای ، بې تجربې تنکي پښتانه بې لارې کول او هغوی ته يې داسې روحيه ورکوله چې که مړشو بې له سوالو جوابه- به جنت ته ځي او که په جګړو کی يې فتح وکړه دلوی مجاهد او غازي مقام به ګټي ٠ کوم تنکي پښتانه ځوانان چې دچنګېزي ګيلم جمو په لاس وژل شوي ، رتيا هم شهيدان او غازيان دي خودهغوی دمرګ پړه په ملا عمر هم اچول کيږي ځکه چې هغه هم دخپل بادار او خوسر-ځوم دخوښۍ لپاره دغسی کول ٠ دغه ړوند ملا چې دبن لادن هم خوسر او هم زوم کېده ، پښتانه د مرګ کندی ته وغورځول خو دملت او ملي ګټو او ارزښتونو يې هيڅ پروا نه درلوده ، ځکه خو يې اقرار کاوه چې دبن لادن لپاره که ټول افغان ملت تباه هم شي ، دې به پرې پروا ونه کړي ٠
دغه ړوند ملا په پښتنو ورتپل کيږي خو وګورۍ چی هغه دپښتو ژبې او پښتون ملت لپاره څه کړي ؟ کوم سړک يې ورته جوړ کړې ، کوم روغتون يې جړکړې ، کومه ښوونځۍ يې جوړه کړې ، دعايد کوم پلان يې عملي کړې ، دپښتو ژبې او مرهنګ لپاره يې څه کړي ، دملت د بدني روزنې لپاره يې څه کړي ، کوم صنعتي يا ساينسي خلاقيت يې رامنځ ته کړې او که دانسان طبيعي او قانوني حقوق يې افغانانوته ورکړي ؟
کوم شي يې دافغانانو اوافغانستان لپاره بنيادي ګټه او اهميت درلود؟
دافغانستان کوڅې اودېوالونه هسې هم د خلقي ،پرچمي او جهادي افرطيونو له لاسه د افغانانو په وينو سره وو ، دوی پرې ولمبول ٠ ورزشي ستېديمونه نور د بدني روزنې نه بلکه دبشري سپکا وي وسيلې وګرځېدې ٠ دافغانستان ملي موزيم چې درباني او شورای نظار دسمي اودولتي غلوله لاسه لا پخوا تر طالبانو لوټ شوې وو اونايابه ملي اثاريې په اسيايي ، اروپا يي او امريکايي مارکيټونو کې خرڅ شوي وو ،پاتی ملي اسار دطالبانو لخوا ترابده لمنځه يوړل شول ٠ درباني دحکومت رسمي غلو او دشورای نظار خاصو غلو دغه له شرمه ډک کار د وجداني کمزورۍ ا وخائن عادت لمخې وکړ خوطالبانو دمطلق جهالت او ځانګړي مذهبي ليونتوب لمخې ٠ په دواړو کی يو شې مشترک وو او هغه ددوی خارجي مشاورين وو چې نه يې په افغانستان ، نه ددغه هېوا د په وګړو اونه ددوی په ملي شتمنيو زړه سوې اويا پېرزوينه درلوده ٠
کله چې دطالبان په هکله قضاوت کيږي ، داغلطي او ګناه بايد ونشي چې دد دوی د جنايتونودپه ډاګه کولو سره جهادي خاينانو ته کرېدت او بخښنه ورکړل شي ٠ دابه نو داسې معنا ولري لکه څوک چې له بارانه څخه ناوې ته ودرول شي ٠ که دواړه شرېدلی ډلی داسلامي فرايضو او احکامو په رڼا کی وڅېړل شي ، داړو ګاهګانې کړي او داسلامي احکامو اوفرايضو څخه يې سرغړونه کړی ٠ داسلامي لارښوونې لمخې هر هغه مسلمان چې له فرايضو انکار وکړي ، کافردې ٠ له فرايضو څخه انکار کفر دی مګر له سونتو څخه انکار کفر نه دی اودداړو ترمنځ توپير موجوددی ٠ سونۀ يا سونت عادت ، کردار او رواج ته وايي چې په بنده ګانو پوری اړه لري خو دفرايضو وضع دخدای له لوري شوې ٠
له ډېرو فرايضو څخه يوه فريضه (( علم )) دی چې په ښځه او نر يورنګ فرض دی ٠ طالبان ددغې فريضې پرخلاف وو ځکه خو ددوی ماډل اسلام نه يواځې يوه نوې لاره وه بلکه په ډېرو بنيادي مسايلو کی دمنلو وړ هم نه وه ٠
څنګه کولای شي سړې هغه څه ته بيا غاړه کېږدي چې نتيجه يې سمه نه وي ؟

چې نه ملي بنسټ لري ، نه مذهبي پېژندګلوي ، نه په واقعي اوحقيقي ستنوولاړه وي ، نه تری رتلونکې کومه توقع کېدای شي او په مطلق زور عقيده لري ، داسې ډلوته با يد هيڅکله موقع ورنه کړای شي چې دافغان اولس پر سر دبې عدالتۍ ، جهالت ، زور ، مطلقيت او مذهبي ليونتوب ميخونه ټک وهي ٠

ازاد نظر



طالب خان
08.02.2004

استغفرالله واعوذبالله من كل شيطن مارد.
وَعِبادُالرحمن الذي يمشون على الارض هونااذاخاطبهم الجاهلون قالوا سلاما_ الاية
او(غوره دي) دخداي هغه بندگان چي په زمكه باندي په عجز سره گرزي(او)كله چي جاهلان ورسره (جاهلانه بحث) اوخبري پيل كاندي نو دوي ورته وايي چي سلاما.يعني موږ ته دنرمي امرشويدي او موږ پدي نه يو مكلف چي ځانونه دومره سپك كړو.
وروڼو دخداي لپاره لږپام كوي.له چاسره سياسي عقيدوي او فكري اختلاف يوڅه دي او ديوچا په ذات باندي تيري كول او هغه ته سپكي سپوري ويل او هغه په سپك نامه يادول بيخي بل څه.
انسان بايد دومره پستي ته راټيټ نه شي.دچادنومونو ديادولو په مهال بايد ډيرله احتياط نه كارڅ واسختل شي ځكه كيداي شي هغه دچا ايډيل وي دهغه به خوا پري بديږي.
څومره به غوره واي چي كه محترم ازادنظرصاحب دجملو او كلمو په كارونه كي يوڅه له انصاف نه كار اخستي واي.دافلاطون يوه مقوله ده چي وايي دروند سړي هغه دي چي خپل دښمن په درانه نامه ياد كړي ځكه چي ددښمن ديادولو پرمهال انسان په خپل عقل باندي غلبه اوتسلط له لاسه وركوي.دغوسي په حالت كي پرعقل باندي كنترول راوستل دانسان په داخلي ظرفيت باندي دلالت كوي او دافلاطون په وينا څوك چي ظرفيت ولري هغه نو دروند انسان دي.
محترم ازادنظر صاحب دي لطفا خپل ځان دخداي او درسول نه بلكي دافلاطون پدغه هنداره كي وگوري او بيا دي قضاوت وكړي چي دپورتنيو شخصياتو ديادولو په مهال دوي له انصاف نه كار اخستي او كنه؟؟؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چي جسماني عيب دهيچا دپيغور باعث نشي كيدلاي.ځكه دغه عيب پخپله دخداي پاك دخلقت يوه نمونه ده او دخداي په خلقت پوري خندا كول دكفر په زمره كي راځي.خداي جل جلاله دي موږټول دكفر له غلاظته وساتي امين.
داخو دطبيعي عيوبو خبره وه پاتي شوه دهغه عيب خبره چي له خپل دين،خاوري او هيواد نه ددفاع په لاره كي چا دخپل گران بدن كوم غړي قرباني كړي وي ايا هغه دداسي سپك نامه مستحق گڼل كيداي شي؟؟؟
نه هيڅكله نه. راغله هغه دخوسر اوزوم خبره نو كه تاسي ته معلومه وي ما له ښاغلي غيرت صاحب سره ديوه بحث په مهال داخبره روښانه كړي وه كه تاسي ته زحمت نه وي يو واري هغه موضوع وگوري چي اصل حقيقت درته په ډاگه شي.
زه يي ځكه دلته نه ليكم چي هسي تكرار راځي اوتكرار شنيع كاردي.
زه دلته مصلحتا ستاسي دنورو اظهاراتو له ځواب نه هم ډډه كوم كنه ستاسي ټولي خبري په خورا كمزوري بنسټ ولاړي دي. والصلوة والسلام على نبيه محمد واله وصحبه اجمعين. ورور موطالب خان



ع کريم حليمي
08.02.2004

بسمه تعالی وﻻ تلمزوا أنفسکم و ﻻ تنابزو بالالقب بئس اﻻسم الفسوق بعدا ﻻيمن ومن لم يتب فأولئک هم الظلمون
سورت الحجرات
ګرانو دوستانو ،وړونو ٠ هروخت چه څوک خبری يا ليکنه کوی ٠ هيڅ انسان ته داسی القاب استعمال نه کړی کڅه هم په 10000 نفرو کی ديوه انسان نوی خوښ ٠ تر هر څه دمخه الله فرمايی چه مسخری ،عيب جوئی يو پر بل مه کوی٠ اوبل ملی مشکلات په عيب جوئی نه خلاصيږی ٠ بی حجابه الفاظ ښه هم نه معلوميږی ٠ که فکر وکړو بی خونده ګوناه ده ٠ (يعنی خوندهم نلری ) او د ليکنی اخلاق هم ندی !
وسلام


م ن غروال
08.02.2004

درنو او عزتمنو لوستونکو سلامونه عرض کوم
ما په تېر بحث کی هم يو ځل يادونه کړې وه چه په طالبانو وروڼو کی داسی سياستوال وؤ چه د طالبانو د سياست د تغير موندلو ته په انتظار وؤ، اما راغلو اوسنيو حالت ته، ولې بايد هغه طالبان چه د هېواد دسولې او بيا رغونې لپاره غواړي کار وکړي ورسره روغه جوړه ونشي٠ دا به بې انصافه وي چه په ټولو طالبو سياستوالو باندې د بطلان خط راوکاږل شي يا يې هم راوکاږو٠ د طالبانو په ليکو کي خورا وطنپرسته ايمانداره او په وطن مين د هېواد اصيل بچيان وؤ چه نن له بده مرغه دفقر او اوارګئ شپې تېروي٠ نبايد په هر طالب د تروريست يا القاعده ټاپه ولګيږي٠ دا اوسنۍ بعضی چاودنې يا ويشتل هم زما په اند د طالبانو کار بايد نه وي٠ دښمن غواړي چه په هېواد کی دسولې خنډ وګرزي او د پښتنو سيمي د بمباريو خولې ته ورکړي٠ د طالب په نوم ٠زه د داسو طالبو لوړ چارواکو خوشې کولو شاهد يم چه د امريکايې قواؤ لخوا نيول شوي وؤ٠ هيڅ امکان به ونلري چه دغو طالبو وروڼو د ١١ سپتمبر حمله په نيو يارک کي نه وي غندلې٠ او يا هم د طالب حکومت اخرۍ سياسي تګلاره يې نه وي سمه بللې وي، که نه خوشې کول يې ماته محاله ښکاري٠ نو که چيرته د طالب په نوم څوک اوسني حکومت سره سياسي ملګرتيا رسمأ اعلان کړي نو د هغو خلکو خوله به نوره دا جواز ونلري چه ګواګي د کجکي بند طالبانو غوښتل والوزوي او يا داسی نور ٠٠٠
بل څه چه ما ته اهميت لري چه بايد ويې ليکم هغه دا دی چه طالبان نو په هيڅ صورت نشي کيدای د جنرال فهيم يا د قانوني يا الخصوص د دوستم (( مشهور په ګلم جمع )) په پرتله بد خلک شي٠ دا چه څوک د زرګونوپه اسلام مينو تنکي طالب ځلميانودشهادت مسئوليت بايدولري يا دداسو نورو سياسي نيمګړتياؤ، هغه بل اړخ د موضوع دی٠ اما اصليت بيا بل شئ دی چه سړۍ يې بايد تل په پام کي ولري٠
په درناوې


Azad Nazer
09.02.2004

طالب جانه که ته دملا عمر غوندی ملي مجرم ته سجده کوې ، هغه په تا پورې اوستاپه شخصيت پورې اړه لري اوماته ملي ارزښتونه او زورېدلي افغا ني ښځې او سړي چې په وېښتو ، کاليو او خپلو انساني حقوقو به په بې رحمۍ په کوڅو ، سړکونو اوبازارونو کی وهل او ټکول کېده او زندانونو ت ه به غورځول کېده ٠ ستانه به کومه طاليبي چوکۍ له لاسه تللی وي اويا به ورته انتظار لرې مګر زه دحق طرفدار يم اوهغه څه وايم چې ثبوت يې مو جود وي ٠ دډېر تأسف خبره خوداده چې ځانته پخپله برأت ورکوې او دنيا درته نه ښکاري چې څه نظر لري ٠ افغانان هروخت دداسې مجرمانو قبلولو ته مجبور کړای شوي دي خواوس دصبرکاسه له مورګو اووختې او هرچا ښه او بد پېژندلي په اوتو باوتو نور نه غوليږي٠ ما له دې نه انکا ر نه دی کړی چې په طالبانو کی به پاک خلک نه وو ٠ ددې ترڅنګه داهم بايدووايم چې ښه خلک په هره ډله کی شته او هغوته پوره احترام لرم ٠ ښه افغانان يواځې دستاينې وړدي ٠ زه دچا عقيده ترهغه وخته نه انتقادوم چې دټولنې دکړاوونو سبب شوې نه وي خوچې څوک مو ستاسو غوندی خپلی عقيدې ته مجبوروي نودداسې زورګيرو سره مقاومت کوو ٠
زه دی نه ملامتوم ځکه چې عادت په بسم الله نه اوړي ، ته هم هماغه سوټې په لاس طالب يې چې خللک به يې په بې معنی شيانو زورول او شکنجه کول خو دومره په يادوساته چې انسانان تاسو نه دي پيدا کړي چې دهرڅه واک يې ولرۍ ٠ ما چې څه ستا په رهبر پسې ليکلي يوڅو مساله دي چې نړۍ يې شاهده ده خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چې ځان دی بې ځايه ستړی کړې ، کوم منطقي او حقيقي دليل درسره نه وو چې قناعت دی چاته ورکړې وای ٠

ازاد نظر
نهنه


Mazloom
09.02.2004

ګرانووروڼو سلامونه مي ومني . ګران پاڅونوال څومره ښه موضوع ليکلي خو ازاد نظر څومره بي خو نده کړي ازادنظره وروره دا خبره بايد ومني چي طالبان يو حقيقت و او دي اووي به له هغوي څخه سترګي پټول دلمر په دوګوتو پټولو معنا لري طالبان ځمونږ مسلمان عالمان په هيواداودين مين وروڼه و مونږ ياني افغانان دهغوي دټولو شرعي کارونو په کلکه ملاتړ او له هغوي څخه دفاع خپل فرض بولو . په نن زمانه کي دامريکا دښمني د هغوي د حقيت اوسپيڅلتيا لوي دليل دي بله داچي طالبان طالبان دي هغوي دقران اوحديث په رڼا کي داسلام دښمنان پيژني موږ اوتاسي خودړندو چرګانومثال لرو بس له اوله تر اخيره همدا ملايان او طالبان موږ ته ښه او بد راپيژني چي پيدا شو په غوژ کي دالله اکبر چغه همدا طالبان راکوي او چي مړه شو په جنازه کي مو اخيري الله اکبر همدا ملا اوطالب راکوي اوس وواياست چي څنګه هغوي بددي او موږ ښه . نه نه هغوي ښهدي اوموږ بديو .


mahboob
09.02.2004

ټولوګلونوتۀ ا حترامونۀ طالبان ښۀ نه و ځکۀ هغوي ا فغاني ښځي پۀ عفت کړي ز نايي بندۀ کړه غربز دګانو ازادنظروتۀ د خرمستيوا جاز ه نه و ه د سرو شرابوپيا ليا نه و ي د شپي د کلبوګډاوي نۀ و ي د انګريزانود سپوو ينځل نه ؤ نوځکۀ طالبان ښه نۀ و ز موژ خؤ بي د ي شي نوګزارۀ نه کيژي ځکۀ موژ ا زاد ناظري يو ا فسوس ستاپۀ ليکنۀ ازاد نظری ......................؟؟؟؟؟


N
09.02.2004

ډيروښاغلو لوستونکو !
ستاسو دليکنوڅخه داسي څرګنديږي چي خبره بيخي بلي خواته وﻻړه او
اوس دي پولي ته رارسيدلي ده چي څوک دطالبانو پلوي کوي اوڅوک ئي
نه کوي.
خو اصلي خبره بيخي بل څه وه اوهغه دپاڅونوال صيب هغه لنډه لبکنه ده.
ماپرهغي ليکني خپل نظرورکړاوخپل اند مي دملي ځواکونو په هکله څر-
ګندکړ. دپخلايني په هکله مي دطالبانوچمتووالي پوښتنه وکړه اوهغه څه
چي دوي ته نسبت ورکول کيږي ديوه خبر په رانقلولو سره ترنيوکي ﻻندي
ونيول.تاسو ښه وګورئ ماو هيچاته سپکه خبره نده ليکلي.
زما دليکني په جواب کي چي وښاغلي پاڅونوال ته متوجه وه, ښاغلي
هوتک خپله **ليکنه**وړاندي کړه اوما ته ئي وليکل چي **داچټيات او
ښکرور درواغ دي....اوداسي نور**.
زه دښاغلي هوتک ليکني لولم , دحليمي صېب سره دده دليکنو ډيره برخه
دوطنمل صيب لخوا ړنګه شويده, نوځکه به ما هيڅکله ځوابي ليکنه نه
واي کړي.هرڅومره چي دده خوښه وي سپکي دې و ليکي.
زه پداسي حال کي چي دسپکو تورو کارولو پلوي نه کوم دښاغلي ازادنظر
څخه چي زما په ننګه ئي دښاغلو طالبانو سره شخړه پيداسوي اوسپکي
سپوري رامنځ ته شويدي, دزړه له کومي بخښنه غواړم.
غواړم يوه خبره وټولو طالبانو ته په ډاګه وکړم اوهغه داچي هرڅوک زه, ازاد
نظر اونور هم حق لرو چي خپل نظردمفکوري او ځواکونو په هکله څرګند
کړو اوهغه څوک چي راته سم ښکاره سي دهغه پلوي وکړو.
موږ ټولو ته دزړه صبراوزغم دلوي څښتن څخه غواړم.
په درناوي.


Azad Nazer
09.02.2004

زيا ګل تاته او ستا ساده انددود ته مې سلام دی او بس !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(( زه پداسي حال کي چي دسپکو تورو کارولو پلوي نه کوم دښاغلي ازادنظر
څخه چي زما په ننګه ئي دښاغلو طالبانو سره شخړه پيداسوي اوسپکي
سپوري رامنځ ته شويدي, دزړه له کومي بخښنه غواړم.
غواړم يوه خبره وټولو طالبانو ته په ډاګه وکړم اوهغه داچي هرڅوک زه, ازاد
نظر اونور هم حق لرو چي خپل نظردمفکوري او ځواکونو په هکله څرګند
کړو اوهغه څوک چي راته سم ښکاره سي دهغه پلوي وکړو. ))

دقدروړ نيلي !
ډېره مننه ، زه ستاسو په خبرو کی زياتوالې نه کوم ځکه چې همدغه ما هم ويل ٠ څه چې می دجهالت اودقرون وسطادلښکر په هکله ليکلي ، يوازې زما نظر نه دی بلکه دنړۍ دهرهېواد په کتابخانو ، ارشيفونو ، مستند فلمونو ، شاهدانو ، دبشر دحقوقو د ادا رو په رپورټونو ، دملګرو ملتونو دسازمان په رپورټونو ، دنړۍ په مشهورو ورځپاڼو ، مجلو اورسالو کی په فوق ا لعاده تفصيل سره درج شوي دي ، اودټولو نه زياته دخجالت خبره خو داده چې دطالبانو دامارت درې مخلص انډيوالان پاکستان ، صعودي عربستان او عربي عماراتو شپږ کاله په رسميت پېژندل خو چې خبره دهغوی ګټو ته ورسېده نو شپې دشپې يې تری لاس واخيست ، دغو غربي دواتشه طالبانو ته ووايه چې دخپلو انډيوالانو نه پوښتنه وکړي چې پېژني يې که نه ٠

سلام په حق وويونکو او حق پرستو
تل دی وي انسانيت ، عدالت ، صلح ، دبيان او نظرازادي او هراړخيز پرمختګ
ازاد نظر
----------------------------------------------------------
يوازې خدای په يو حال دی نور هرڅه تغير مومي


نقاد
11.02.2004

ګرانو خويندو او ورونو ، سلام پرتاسې او ډيره مننه ستاسې د نظر څرګندونو څخه !
طالبان له طالبتوب څخه مخکې هم زمونږ ورونه وو او له طالب څه وروسته هم زمونږ ورونه دي او وي به . دوی د زور له ﻻرې د سياسي واکمنۍ په طلب کې شول او په اوسط ډول يې د اسلام څخه صرف هغه څه زده کړل چې په زور سره د سياسي قدرت د غصبولو له پاره ضروري بريښيده . د زور په وسيله چې څوک قدرت ته رسيږي نو په زور به ترې را پرځيږي هم ، دا د هدف او وسيلې ديالېکتيک دی ، ځکه نه يواځې هدف دی چې وسيله ټاکي، بلکې وسيله هم د هدف ټاکونکې ده او بي وسيلې هدف هيڅکله هم څوک نه ټاکي . زور په زور له منځه وړل له قدرت له ګدۍ څخه د داود خان ، خلقيانو ، پرچميانو او شورويانو ، مجغدينو او د طالبانو را پرځولو وښودل ، او په نوره دنياکې هم همدغسې د زور حاميت په زور له منځه ځي، او ديموکراتي حکومتونه هم د ديموکراسۍ له له ﻻرې له يوې ديموکراتي سياسي ډلې څخه بلې ديموکراتې سياسي ډلې ته بدليږي . فرق يې همدومره دی چې يوه د زور زياتي مرګ ، تباهۍ او ديکتاتورۍ ﻻر ده او دابله د سولې ،ابادۍ، پرمختګ او ديموکراسۍ ﻻر ده . نو ټول هغه افغانان چې د زور زياتي ﻻر پريږدي او د خپلې هغې سياسي ﻻرې سره چې په زور زياتي يې تکيه کړې وه د زړه له کومي ﻻس واخلي ، نو په دې توګه له ولس دوښمن او افغان دوښمن حالت څخه وځي او افغاني ورور ولۍ ته شامليږي . په دې ډول خلقيان ، پرچميان، (( مجا هدين)) او طالبان ټول له خلقيتوب ، پرچميت، زور واکۍ او طالب توب له ناوړه سياسي ماضي څخه راوځي او د خپل اولس تر څنګ د افغاني ورونو په توګه دريږي . ددغه ډول پخوانو خلقيانو ، پرچميانو او طالبانو سره پخلاينه يوه ملي پخلاينه ګڼم او د وطن د ابادۍ اړينه ﻻر ده . ما يواځې د طالبانو سره د ملي پخلاينې په نامه دا برخه پرانيستله ، خومشت نمونۀ خروار، دا دټولو زورواکه سياسي ډلو له پاره اعتبار لري، کومې چې له خپلې پخوانۍ ﻻرې څخه واوړي او يواځی ملت او د ملت له خوا ټاکل شوي استازي د ملي حاکميت خاوند وبولي ، نو هله هره يوه ډله بايد په ملي پخلاينه کې شامله او د وطن په سياسي سرنوشت او راتلونکې په جوړونه کې له ديموکراتيکوﻻرو څخه ونډه واخلي .
[color=red:8004f73245]نو ګرانو لوستونکو، ستاسو په نظر د خلقيانو او پرچميانو سره له چپې خوا او د طالبانو سره له ښي خوا ملي پخلاينه څنګه ده، آيا دا د افغانستان د ټولو وګړو له پاره يو عيني ضرورت نه بولئ ؟ والسلام .[/color:8004f73245]


ABUL KHALIQ SAFI
08.03.2004

د ټول افغان د پاڼی درنو لوستونکو ته سلامونه او نيکی هيلی وړاندی کوم او ټولو ته د ژوند خوږی شيبی غواړم.
د ملی ځواکونو پخلاينه د طالبانو،خلقيانو،پرچميانو سره داهغه پوښتنه ده چه بايدپه ډير غور وشی.
که چيری مونږ دهيوادد سياسی حزبونو او خوځښتونو تاريخ ته پام وکړو نو دا به جوته شی چه ټول خزبونه اوخوڅښتونه د ټولنی د وخت او زمان د غوښتنو پر بنياد، د نړيوالو او سيمه ايزو سياستونو د نسبی ګټو د تاءمين تر سوری لاندی منځ ته راغلی( د شلمی پيړی دڅلورمی لسيزی) را په دی خوا.ددی خزبونو غړی په مطلق اکثريت سره زمونږ د وياړلی هيواد ملی څواک جوړوی زما په اند قوی ملی څواک وجود لری د هغو را ټولول د ملی مشرتابه
دنده ده چه ښاغلی او منلی ورور پاڅونوال ورته ګوته نيولی.زما په اندهر وخت چه زمونږ په هيواد کی د ملی مشرتابه خبری راپورته شوی نړيوال او سيمه ايزو څواکونو دا بهير په ټکه درولی مثال امانی دوره او يا هم اوس.
د ملی مشرتابه جوړيدل دا معنی لری چه بهرنی ځواکونه دی افغانستان پريږدی ايا امريکايان دا کار په خپله خوښه کوی؟ نه هڅکله.يواځی افغان پراخ سياسی او چريکی مقاومت به دی ته زمينه برابره کړی چه ملی مشرتوب داپوزسيون په وجود کی را منځ ته شی او دا کار هغه وخت کيدونکی دی چه پخوانی تربګنی په ملی مصلحت حل شی بياخلقی،پرچمی،افغان ملتی او طالب او........... کولای شی يوه خوځنده کاری ماشين و ګرځی او که ددی ګروپونو د مشرانو وښکی بيا هم د پر دو په لاس وی بيا دی خدای په دی ملت رحم وکړی.


نقاد
08.03.2004

[quote:f773bf7dd3="ABUL KHALIQ SAFI"]
١ــ زما په اند قوی ملی څواک وجود لری د هغو را ټولول د ملی مشرتابه دنده ده .زما په اندهر وخت چه زمونږ په هيواد کی د ملی مشرتابه خبری راپورته شوی نړيوال او سيمه ايزو څواکونو دا بهير په ټکه درولی مثال امانی دوره او يا هم اوس.

٢ــ الف :د ملی مشرتابه جوړيدل دا معنی لری چه بهرنی ځواکونه دی افغانستان پريږدی ايا امريکايان دا کار په خپله خوښه کوی؟ نه هېڅکله نه.
ب : نو يواځی افغان پراخ سياسی او چريکی مقاومت به دی ته زمينه برابره کړی چه ملی مشرتوب داپوزسيون په وجود کی را منځ ته شی او دا کار هغه وخت کيدونکی دی چه پخوانی تربګنی په ملی مصلحت حل شی بياخلقی،پرچمی،افغان ملتی او طالب او........... کولای شی يوه خوځنده کاری ماشين و ګرځی .
ج ــ او که ددی ګروپونو د مشرانو وښکی بيا هم د پر دو په لاس وی بيا دی خدای په دی ملت رحم وکړی.[/quote:f773bf7dd3]

دروند ساپي صيب ښې چارې، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ. سر بېره پردې راتګ مو ټول افغان ته نيکمرغي بولم او هرکلی درته وايم . ستاسو کوانده ونډه مې خوښه شوه او د خپل ارزښتمن نظرله څرګندونې څخه مو مننه کوم .
د ١ ــ په اړه: رښتيا هم همداسې وه او ده. خو له يوې خوا تاريخي شرايطو بدلون موندلی او له بلې خوا هم د خپل
تاريخ په لمنه کې تجربې او مثالونه لرو او هم د نورو هيوادونو د ورته تاريخي تجربو شاهدان يو ، که مونږ له خپلو ترخو تاريخي تجربو څخه د عبرت ا خيستلو معنوي ځواک ولرو او د نورو هيوادونو په ورت پيښو و تجربو کې د هغوی له بري څخه د پند اخيستلو لوښه ولرو ، په يو متحد و غښتلي ملي څواک سره به د لوی خدای په مرسته وتوانيږو چې مونږه هم په خپل ټول تا ريخ کې ديوه لومړي ځل له پاره خپله ملي سرنوشت بيړۍ له توپان څخه د ژغورنې ساحل ته وباسو . داماني دوري افراطيت د ملي آزادۍ د ګټنې د ستر ملي نقلاب تر څنګ د تاريخ د فلسفې ستر فيلسوف جورج ويلهلم هيګل دا وينا را يادوي چې : (( سترې تاريخي پېښې دوه ځله بيا هم تکرريږي، لومړی څل د د يوې غميزې او تراژيدي په شکل ، او دويم ځل د ملنډو او تشې رسوايۍ په شکل )) د اماني دورې ستر پيښه د غميزې په توګه د خلقيانو دغويي د ښکروې کودتا په شکل تکرار شوه او ناوړه پايلې يې ﻻ اوس هم ختمې شوې نه دي . کله چې د غويانو د ښکرورې کودتا او د هغې له مقدماتي دورې څخه د مخه د ملي آزادۍ، امنيت ، ديموکرسۍ او پرمختګ سطحې ته بيرته ورسيږو ، نو د ملي تراژيدي پايلې به هم نورې ختمې شوي وي . خو که سره ددې هم څوک پيدا شي چې د خلقيان او پر چميانو د شرميدلو کارنامو پيښي هم وکړي، له رسوايۍ ، شرم او ريشخند کيدلو پرته به ورته نور څه په ﻻس ورنشي . خو که هم د اماني دورې د ملي آزادۍ پاڅون د سترې تاريخي پيښې په توګه د پښتنو کارنامه وبولو ، لکه چې وه هم، نو يو ورته تکرار يې د غويي دکودتا په شکل هم د پښتنو تراژيديکه پيښه وه ، او طالبان يې بيا دوهم تکرار و چې د پښتنو د شرم، رسوايۍ، ريشخنديدلو او حجالت نه پرته يې بل هيڅډول بعد او کمال نه ﻻره . پښتانه دې خدای په خپل فضل سره ژر تر ژره نور له هغې تورې تيارې څخه چې د طالبانو تور سيوري پرې غورزولې وه، د ملي وحدت او ملي پرتم سپينې رڼا ته راوباسي. په دې هدف هم له طالبانو څخه اوهم د خلق او پرچم له ډلو څخه غواړو، څو د وطن و ملت په ګټه د خپل تير او منفور سياسي هويت سره بيخچنه خدای پاماني وکړي او دقام وطن او ملت د خدمت متحدې جبهې ته راودانګي . که ټول ملي ځواکونه سره ﻻس ورکړي او سره متحد شي ، پله ملي رهبري به هم بيا په آسانۍ سره وټا کي ، خو خبره لومړی داده چې د آيا طالب، خلقی او پرچمی په نومړي شرط ملي وحدت ته تياری او چمتو ولی لري او که د خپلې ماضي په کر غېړنه لومه کې ﻻ بند پاتې دي .

د ٢ ــ په اړه : ملي قوتونه بايد د ملي ورورۍ او ديموکراسۍ پربنسټ سره راټول شي ، د سولې او د ديموکراسۍ هر غټ او کوچنی چانس او ا مکان بايد په دغه ﻻره کې وکارول شي او يو واقعي ملي او ديموکراتيک غورځنګ رامنځته کړي او په نه ستړې کيدونکې توګه سوله ييزي سياسي مبارزې ته دوام ورکړي . بايد ووايم چې د ملي غورڅنګ هدف به د لويديځوالو سره دوښمني نه ، خو د هغوی ويستل او دخپلې خاورې آزادي او ملي خپلواکي ضرور وي . ملي غورځنګ بايد ورته عملأ وښيي چې له افغانستان څخه ددوی وتل زمونږ او ددوی دواړو په ګټه او د دوستۍ د ادامې يواځينی شرط او يواځينی امکان دی . غورځنګ بايد هم وښۍ چې کولی شي ، د مجبوريت په صورت کې هر خارجي څواک له هيواد څخه بهر وغورځوي . مونږ وينو چې د آلان ملت له دوهمې نړيوالې جګړې څخه راهيسې ټول متحدين هيوادونه په څه ډول او دمارشال پلا په چوکاټ کې د څومره مرستو اخيستنو په شمول بيا هم له خپل هيواد څخه رخصت او ويشل شوی هيواد يې هم بيرته سره متحد کړ . که مونږ نورد اوسني حالت د خټو او پلنديو څخه د وحشت د پسو ښکرونو ، ماتو مټوپښو او پريکړو لکيو له وچ زور څخه کار وانخلو ، بلکې ددې پرځای د ملي وحدت ، عقل او سياست له زور او ځواک څخه ار واخلو ، څو په بري سره د آزادۍ، ملي خپلواکۍ، ابادۍ ، پرمختګ سولې او ديموکراسۍ منزل ته ورسيږو .

. ٢ ـ الف په اړه : د چريکيت ﻻره مخکې له مخکې ټاکل د يو ملي سياسي غورځنګ پر صلاحيت پښي ايښودل ښاري ، ځکه دا د ټاکټيک خبره ده فيصله يې دشرايطو د تحليل پر بنسټ د يوه پاخه شوي ، متنفذ او ځواکمن ملي غورځنګ د سياسي صميم پورې تړلی بريښي . داچې پښتانه يې د جنګ پر ميدان ګټي او د سياست پر ميدان يې بايلي، دا بايد داسې بدلون وخوري چې لومړی بايد د سياست ډګر وګټو او تر هغې ګټې وروسته د جګړې ډګر هم وګټو . ملي جهاد هم د جمع لمانځه ته ورته دی ، اذان، راټوليدل، اودسونه کول ، امام ټاکل ، قامت ويل او نيت تړل هرڅه غواړي . خو مونږ تل بي اوداسه ، بي نيت تړلو د هر ايجنټ ملا او جوﻻ پسې په پټو سترګو دريدلي او جهاد مو کړی دی ، څکه يې نتيجه يا سياسي محصله تل شرميدلې او زمونږ پر ضد وي .

ـ ج په اړه : د اوسنيو ګروپونو جنايتکار مشران به په يوه ملي غورحنګ کې نه اوسي ، هغوی به په فردي توګه د خپلو محاکمه کيدنو په غم کې ښکيل پاتې وي او هيڅوک به هيڅکله نور نشي اخلالولی . والسلام


نقاد
14.03.2004

[quote:6aa27eacc7="zia"]....طالبان ښۀ نه و ځکۀ هغوي ا فغاني ښځي پۀ عفت کړي ز نايي بندۀ کړه غربز دګانو ازادنظروتۀ د خرمستيوا جاز ه نه و ه د سرو شرابوپيا لي نه و ي د شپي د کلبوګډاوي نۀ و ي د انګريزانود سپوو ينځل نه ؤ نوځکۀ طالبان ښه نۀ و ، ز موژ خؤ بي دد ي شينوګزارۀ نه کيژي .....؟؟؟؟؟[/quote:6aa27eacc7]

ټولو خويندو اوورونو ته سلامونه ٠

دا پورتنۍ څومره ښې خبرې دي ، خو که بې مورده وکارول شي ، څومره بدې نتيجې ورکوي او څومره بدې پا يلې زيږوي.
دپاړسو يو متل وايي ، چې ( ازموده را ازمودن خطا ست ): په افغانستان کې جهاد بريالی شوی و، مجاهدينو قدرت نيولی و، روسن وتلي او کمونستان ختم وو ، اسلامي شرعه نافذ شوې وه ، اعدامونه او د ﻻسونو پريکول هم جاري وو ، نو پوښتنې دادي چې :

ـ آياد مجاهدينو يا مجاهد او لس ښځې بې عفته وې ؟
ـ آيا مجاهدين يا مجاهد اولس زنا کار و ؟
ـ آيا مجاهدين آزادمنشه خرمستان وو ؟ يايې خرمستيو ته اجازه ورکوله ؟
ــ ايا مجاهد افغان اولس د شپې د کلپونو ، شرابو او نڅاګانو په لهو لعب بوخت و؟ چې طالبان راغلل او دا ټول يې پر مجاهدينو او مجاد افغان اولس باندې بند کړل ؟
په دې نامه قدرت نيو ل بې مورده بريښي او پايلې يې هم وينو٠
هو ، مجاهدين او طالبان د يو باناموسه ، باعفته او غيور افغان اولس سره مخامخ وو ، دغه راز کمونستان څه چې عرب هم کله چې د اسلامي فتوحاتو په ترڅ کې يې د افغان په تيره بيا پښتون اولس سره سرو کار شو نو يو باعفته ، با ناموسه او راسخ اولس سره يې مخه شوه ، ځکه خو اسلام دمنلو او پذيرش په وخت کې دافغانانو لپاره بيا يوه پردۍ او بيګانه خبره نه وه . چوره بيځايه خبره بريښي چې يوه ډله په دې نامه پر افغانانو حکومت کول غواړي ،څو ددغسې يو غيور ، باعفته دروند او ناموس ساتونکي اولس ناموس او عفت دوی وساتي ؟
برعکس د حکومت نوم او ناموس ، عفت او پاکوالی بايد اولس وساتي ، کنترول يې کړي او څارنه يې وکړي .
دا د اولسواکۍ دنده ده او په اولسواکۍ کېږي، نه د طالبواکۍ کار دی او نه د مجاهدينو په سوټکراسۍ کيږي .
څومره به پر ځای وای چې طالب او مجاهدينو دغسې غوښتنې د ځان له پاره د سياسي قدرت نيلی نه بللی او
د اولس تر څنګ يې تل د ديموکراتيک ا پوزيسيون سنګر ګرم ساتلای او له دې ﻻرې څخه يې د اسلام او مسلمان اولس خدمت کولای. په دې توګه به يې د حکومتي او اداري فساد او چټليو څخه هم ځان ليرې او پرهيز ساتلی وای او نوم به يې دومره نه بديدای لکه د قدرت په مرداريو کې يې چې نومبد شو ، او هم به يې د حکومت اغيزمنه څارنه او کنترول کولای . آيا دابه ددوی له پاره تر ټولو ښه ﻻر نه وي ؟ والسلام .


mahboob
14.03.2004

سلا مونه ګرانوو روڼواوخويندو . بيا وايم چي طالبانو ريښتيا هم داهرڅه کړي وو خو هيوادته دعفت دراتلو معنا هيڅکله دانه ده چي هغه خلک پخپله بي عفته وو بلکه افغانان بي عفته کړل شوي وو ايا د هغه وخت داړه مارانو ((چي په اوس مهال کي بيا په لويو څوکيو سپاره کړل شوي دي )) به دافغانانو پيغلي لوڼي د ټوپک په زور نه بوتلې ??? ايا دا بي عفته کسان نه و او ښځي به يي نه بيعفته کولې چي طالبان يي په ضد راپورته شول او د همدي بي عزته شوو او بي عفته شوو ښځو په سر يي د عزت او عفت پړو مي ور واچول دا يو داسي روڼ حقيقت دی چي هيڅوک تري انکار نشي کولاي طالبا ن دعوامو نه بلکه دعوامو ددشمنانو دشمنان ول په غرب کي پرتو ډالر خوړو نکو خو يي هيڅ غم ونه خوړ همدا طالبان و چي د عوامو په غم وغميدل او له هر ډول خطرونو سره يي ځان مخامخ کړ او هيواد يي يو موټې او يو اواز کړ لوبه لاروانه ده راځۍ چي وګورو چي دغرب غلامان هيواد کوم لوري ته بيا يي تر اوسه خو يي لا امن ندي راستې نور خو لا پريژده حال داچي امن راوستل په شپه شپه کي د طالبانو د اسي کارنامه ده چي غربي مطبوعاتو يي هم په وار وار اقرار کړې اي......کاشکي افغانان يو اواز او يو ځان واي بس په يوه او بل پسي مو رالګولي چي ته طالب يي ته مجاهد ته ډيمو کراټ ته ........ته........................ دشمن رلا څخه پاتي ده او موژ اوتاسي د يوه اوبل په غيبتونو نه مړيژو موژ اوتاسي ټول مسلمانان يو دچاايمان ليژ ډير قوي دچا ليژ کم راځۍ چي وعده سره وکړو چي په يوه بل به کار نلرو راځۍ چي دشمن راټينګ کړو او ګران هيواد په ګډه له کفارو او د هغوي له ګوډاګيانو خلاص کړو ا و ګوډاګيان چي په هره جامه کي چي وي دخپل ناوړه عمل په سزا بايدورسول شي .



طالب خان
15.03.2004

محترم وروره ضياء جانه جزاك الله على حفظك على موقفك الاسلامي.تفضل واحفظ عليه.
حفظك الله ورعاك.اظن انك رجل يناسب التعامل مع هولاء.لاّني لا استطيع ان اتعامل معهم لاّجل بعض المسائل.


نقاد
17.03.2004

[quote:da56bef39e="zia"]امن راوستل په شپه شپه کي د طالبانو د اسي کارنامه ده چي غربي مطبوعاتو يي هم په وار وار اقرار کړې اي......کاشکي افغانان يو اواز او يو ځان واي بس په يوه او بل پسي مو رالګولي چي ته طالب يي ته مجاهد ته ډيمو کراټ ته ........ته........................ دشمن رلا څخه پاتي ده او موژ اوتاسي د يوه اوبل په غيبتونو نه مړيژو موژ اوتاسي ټول مسلمانان يو دچاايمان ليژ ډير قوي دچا ليژ کم راځۍ چي وعده سره وکړو چي په يوه بل به کار نلرو راځۍ چي دشمن راټينګ کړو او ګران هيواد په ګډه له کفارو او د هغوي له ګوډاګيانو خلاص کړو ا و ګوډاګيان چي په هره جامه کي چي وي دخپل ناوړه عمل په سزا بايدورسول شي .[/quote:da56bef39e]

سلامونه او درناوی ، اونيکې هيلې مې ومنئ، او بيا دومره عرض کوم ، چې دا پورتنۍ خبرې حق او حقيقت لري او په وړانديز کولو مو برکت شه ، ځکه که هر څوک نه وي نو په سلو کې (٩٠ )افغانان د وطن آزادي، وداني، ديموکراسي او پرمختګ غواړي . همدغسې ټول شکر مسلمانان دي ،او پخپله د خپل اسلام ساتنه غواړي او څوک ترې اسلام نشي اخيستلای . افغانان چې څه نه غوا ړي ، هغه همدغه يو ټکی دی چې تاسو ورته پورته ډيره ښه ګوته نيولې ده، خدای دې وکړي چې سهوأ مو نه وي ويلي چې دا بايد نور پريږد چې (( ته طالب يې، ته ديموکرات يې او ته ملتپال يې ، ته داسی، بل هغسې او بل بل رنګ .........دی )) ، بلکې د يو افغان ، او الحمد ل الله د مسلمان افغان په نامه په يو آواز راپورته شو. ماشاألله ، څومره ښکلې ، په زړه پورې خبره ، مسلم حقيقت او زمونږ ورځنی ضرورت دی . که کمونست له کمونيزم ، طالب له طالبيزم، او هر ګروپ له خپل ګروپيزم او افراطيزم څخه تير شي او صرف د ساده افغان او مسلمان په توګه يو بل ته د ورورۍ ﻻس ورکړي ، نو هر څه سميږي : څومره چې ددغه وحدت دايره او کړۍ پراخيږي نو په همغه انازه به القاعده ورکه شي، طالب به ورک شي، د مجاهد په نامه تجارن به ورک شي، کمونستان ، دوستميان ،ستميان او داسې نور ...به ټول ورک شي، نو پاتې به شي متحد افغانان چې هم تر ټولو ښه مسلمانان ، هم وطنپالونکي، هم ديموکراتان ترقي غوښتونکي دي . آيا په دغسې افغانستان کې بيا امريکايان او اروپايان پاتې کيدای شي؟ او که پاتې کيږي د څه له پاره به پاتې کيږي ؟ د هغوی به دې کار ته څه ضرورت وي او مونږ به هغوی ته څه ضرورت ولرو ؟ او آيا ددغسې يو متحد افغانستان څخه د بهرنيانو ويستل بيا څو چنده يو اسانه او لږتلفه کار نه دی؟ هو اسلاميت ، وطنپالنه ، ازادي غوښتنه ، ديموکراسي او افغانيت د هر افغان له پاره عامې غوښتنې دي او هيڅکله په دې نومونو ډلې ټپلې يو د بل پر ضد منلی نشي ، او هر يو او هر څوک بايد دا ټول ضرورتونه يو دبل سره تړلي او په نه بيليدونکې توګه سره تړلي درک او په رسميت ومني . دآزادۍ او خپلواکۍ، اسلاميت او ديموکراسۍ، وطنپالنې او پرمختګ غوښتنې ټولې حق او اړينې غوښتنې دي او يو دبل سره بايد په ټيکاو او آن په ارګانيک وحدت کې پلې او عملي شي . هو دا په ړندو سترګو او اتوماتيکه توګه نه کيږي ، دا ډير نظري او عملي کار او جدو جهد غواړي ، او له دې ﻻرې څخه پرته بله هره ﻻر باطله بريښي. والسلام .


Re: آيا ملي څواکونه بايد د طالبانو وروڼو، خلقيانواو پرچيانو، سره د ملي پخلاينې غوښتنه وکړي ؟

لونګين
22.05.2004

نقاده وروره ور ځ د ښه او خوشاله اوسې ، ستا دواړه مضامين مې ولوستل او زوړ وخت مي را په ياد شو.
زه لنډ درته وايم : که طالبان يو ملې حرکت وي ولي نه او که له بلي خوا څخه اداره کيږ ي نو خداي پاک د هدايت ورته وکړي او د افغانستان له مظو م ملت څخه د ى لري گرزي. د باميا نو بوت څه کړي وو ؟؟

په درناوي لونگين

[quote:1b93f5b4c3="نقاد"][color=blue:1b93f5b4c3]که د کرزي صيب حکومت ملي صبغه ولري ، آيا د سولې او ملي وحدت د خوندي کولو په خاطر بايد د طالبانو وروڼو سره دملي روغې جوړې او ملي پخلاينې له پاره بيدرېغه هلې ځلې ونکړي؟؟ تاسو درنو لوستونکو په دې اړه څه نظر لري؟؟ [/color:1b93f5b4c3][/quote:1b93f5b4c3]


نقاد
22.05.2004

ښاغلي لونګين ورور ته سلامونه او نېکې هيلې.
له بده مرغه زمونږ په ټاټوبي کې ولسواکو سياسي ډلو نه، بلکې زورواکو ډلو واکمني کړې ده. داچې په زورواکۍ کې صلاحيتونه او مسوليتونه له ښکته څخه پورته خواته نه، بلکې له پاسه څخه ښکته خواته ټاکل کيږي ، نو د سياسي فسد او جناياتو مسووليت هم يواځې او يواځې سياسي رهبرۍ او مشرتابه ته راجع کيږي. په کمونستي ډلو (خلق او پرچم) کې له انقلابي شورا څخه نيولې د مرکزي کمېټې تر ټولو غړو پورې د خپلو دورو د ټولو سياسي اداري او نظامي جناياتو مسوول دي. د پرچيانو د ناحيوي منشيانو پورې د شورويانو سره د
کی جي بي په جهنمي سازمان کي غړيتوب ﻻره، نو تر دوی پورې په سياسي مسووليت کې ښکيل دي. دغه راز د مجاهدينو او طالبانو هم سياسي مشرتابه مالومه وه، چې د خپلو دورو د نوړه سياست، ظلمونو او ناخوالو له مسووليت څخه ځانونشي خلاصولی. ددوی د يو سره هم ګډ کار او فعاليت جواز نه لري او بايد چې د افغانانو ټول ملت يې محاکمه کړي. خو پاتې شول له سياسي مشرتابه نه ﻻندې نور ټول بايد د ملي پخلاينې په بهير کې
سياسي همکارۍ او مرستي ته راوبلل شي . که د کومي ډلې سياسي رهبري د کوم بهرني هيواد څخه اداره کيږي ، هم، نو په ملي پخلاينه کې به وار له مخه د هغوی مخه نيول شوي اوسي. هغوی به يواځې همدومره فرصت ولري چې په محآکمه کې خپله دفاع وکړي او بس . والسلام


لونګين
24.05.2004

نقاده وروره ورځ دي ښه، ستا ليکنې زما دزړه دواوى دي ،کله چې زه ستا په ليکنه کې ځيني ډير زاړه سينونومونه (Synonyms) وينم او لونم ئي. خو زه يو بل شى درته وايم کله چې زمونږ او تاسو وروڼه په قدرت راشي نو ددوي د لمړي ځل لپاره سياسي شعور صفر شي ( دا نو ډيرپارا مترونه لري ) نو يو ه اکستريموم مسئله ور څخه جوړه شي چې حل ئي مينيموم او يا مکسيموم حرکت او عمل غواړي. ته کمونستانو ته گوره چې حتا په خپل ورور ،ملگري او خپل کلتور بند او واز نوو او ته بيا دې طالبجان ته گوره چې هغه څه نخرې وکړې ،ژبه مو ورته وچه شوه خو دى له خپل پا کستاني خره ځخه را کښته نشه او هغه هم په پاى کې ښه لغته ور کړه.
دا سي سړى پيدا نشه چې هغه يو مناتوني سياست غوره کړي او د خپل ملت خوشي دنورې نړۍ په خوښې کې وغواړي. زما دا ليکنه په عمومي ډول سره شايد تکرار وي خودزړه درد به با سو او ځان به اخته کوو.
په ډير درنښت
لونگين

[quote:ed54e0d0d0="نقاد"]ښاغلي لونګين ورور ته سلامونه او نېکې هيلې.
. په کمونستي ډلو (خلق او پرچم) کې له انقلابي شورا څخه نيولې د مرکزي کمېټې تر ټولو غړو پورې د خپلو دورو د ټولو سياسي اداري او نظامي جناياتو مسوول دي. د پرچيانو د ناحيوي منشيانو پورې د شورويانو سره دکی جي بي په جهنمي سازمان کي غړيتوب ﻻره، نو تر دوی پورې په سياسي مسووليت کې ښکيل دي. دغه راز د مجاهدينو او طالبانو هم سياسي مشرتابه مالومه وه، چې د خپلو دورو د نوړه سياست، ظلمونو او ناخوالو له ام[/quote:ed54e0d0d0]


hotak
25.05.2004

[quote:59ec3ac2e9]او ته بيا دې طالبجان ته گوره چې هغه څه نخرې وکړې ،ژبه مو ورته وچه شوه خو دى له خپل پا کستاني خره ځخه را کښته نشه او هغه هم په پاى کې ښه لغته ور کړه[/quote:59ec3ac2e9]
گرانه لونگين خانه داڅه خر خر دي خيژي ؟؟؟لكه چي يوازي طالبان دي خواران وليدل.هغه دپښتو متل دى وايي خوار مي وليدى نو مي ................درته ...................شو.ته هم اوس پدى پوهيږى چي طالبان لكه دكونډي زامن سره توش په تاره شوي او كه هرڅه ليكم يا يى وايم نو څوك به مي څه مخه ونيسي.خو گوره ته بايد پدى پوه شى چي دغه فورم په اصل كي حاجي ملاهيواد شيرزاد اخند جوړكړى.او ملاخالدجان حيدري خو دطالبانو داطلاعاتو او كلتور دوزارت رسمي مشاور پاتي شوي دى.شيرزاد به هم خامخا پټه يوه دنده منده پكي درلوده خو هسي غږ نلري.هغه شملې ته يى نه گورى والله كه دطالبانو دامر بالمعروف وزير هم دومره شخه تړلي وي.دانقاد وغيره هم راته په اصل كي دهمدغي ډلي خلك ښكاري.كه نه هم وي خداى دى له هغوي حساب كړي.پاتي شول داطالب خان صيب طالب جان صيب اسلام دوست او نور هغه خو دپارسي وانانو په اصطلاح چراغ بدسته طالبان دي.كار به دي كه خداى كول دروكړي :lol: :lol: :lol:
هوريشتيا خاټول جانه مي له ياده وتلي وه.ياره كه داوار له خيره سره دمشر ملاصيب حكومت راغى نو داخاټول به يى دبالمعروف وزيره او زما دترور لور سلماگۍ :wink: به يى ياخو مرستياله وي او يابه هم دملاترابي صاحب علمي مشاوره وي.اوداخبره ځكه كوم چي اوس طالبان هغه طالبان ندي اوس هوښيارشوي دښځو حق اوحقوق يى ښه پيژندلي دي.
دملايانو كاردى زه پدى ډاريږم چي هسي نه ټول حكومت ميرمنو ته وسپاري. :lol: :lol: ددوي خو اول هم له وسه ورته تيره وه خو هسي وچي پښتو نيولي وو.اوداچي دوي تركومه بريده دپاكستان په خره سپاره وو دابه وخت او تاريخ په ډاگه كړي.خو دشكر ځاى دادى چي دوي دپاكستان په خره سپاره وو :lol: :wink: :lol: :wink: طالب جان صيب :!: :!: :!: تاسي لا ورته گورۍ؟؟؟ياره زه خو كه ستاپه ځاي واى نو يوه لونگينه فتوا به مي لا ان دمخه ورويشتلي وه.اوكه ستاسي له وسه څه نه كيږي نو بيا غږ وكړۍ چي دپښ كندي ملاروزي خان پرى خبركړم.په قران هغه چاري خو به ورباندي وكړي چي تاسي به هم حيران پاتي شۍ. :lol: :lol: :lol:
طالبان كه دپاكستان په خره سپاره وو خو نه به پوهيدل.دا اوسني دانشمندان خو ټول يا پروفيسران دي او ياهم دكتوران.داخو پوهيږي.دوي ولي دامريكا په يابو :wink: :wink: :wink: سپاره دي؟؟؟
خرخو چي مرورشي بيچارگى لغته غورزوي.يابوچي مرورشي سړي ته مرداري هم ورشيندي.


لونګين
25.05.2004

هوتکه وروره سلا مونه او نيکې هيلې !
ستا امج ( image) پر ما ډير گران دي او ډير کلونه مې جنگونه هم پري کړي او منډي مي
هم ورته وهلي دي او نورې منډي به هم ورته ووهم.
گرانه هوتکه ! ستا مضمون زما له سويه ډير جګ دي اوزما لپاره داسي سخت دي لکه
دري ابعاده توپولوگي. رشتيا وايم پري پوه نشوم.
نه لېوه يم نه ګيدړ او نه کوم بل حيوان خو کله چې دسترګو ليدلي حال را په ياد شي نو
خوب راشي او فکري ستړي شم نو ځکه کله کله خر خر هم کوم.
خداي دوکړي چې تاسو بخښنه راته وکړي د کشر او مشر ورور ناز فرض دي.
په ډير درنښت لونگين

uote="hotak"][quote:2f1036b19b]او ته بيا دې طالبجان ته گوره چې هغه څه نخرې وکړې ،ژبه مو ورته وچه شوه خو دى
له خپل پا کستاني خره ځخه را کښته نشه او هغه هم په پاى کې ښه لغته ور کړه[/quote:2f1036b19b]
گرانه لونگين خانه داڅه خر خر دي خيژي ؟؟؟لكه چي يوازي طالبان دي خواران وليدل.هغه دپښتو متل دى وايي خوار مي وليدى نو مي ................درته ...................شو.ته هم اوس پدى پوهيږى چي طالبان لكه دكونډي زامن سره توش په تاره شوي او كه هرڅه ليكم يا يى وايم نو څوك به مي څه مخه ونيسي.خو گوره ته بايد پدى پوه شى چي دغه فورم په اصل كي حاجي ملاهيواد شيرزاد اخند جوړكړى.او ملاخالدجان حيدري خو دطالبانو داطلاعاتو او كلتور دوزارت رسمي مشاور پاتي شوي دى.شيرزاد به هم خامخا پټه يوه دنده منده پكي درلوده خو هسي غږ نلري.هغه شملې ته يى نه گورى والله كه دطالبانو دامر بالمعروف وزير هم دومره شخه تړلي وي.دانقاد وغيره هم راته په اصل كي دهمدغي ډلي خلك ښكاري.كه نه هم وي خداى دى له هغوي حساب كړي.پاتي شول داطالب خان صيب طالب جان صيب اسلام دوست او نور هغه خو دپارسي وانانو په اصطلاح چراغ بدسته طالبان دي.كار به دي كه خداى كول دروكړي :lol: :lol: :lol:
هوريشتيا خاټول جانه مي له ياده وتلي وه.ياره كه داوار له خيره سره دمشر ملاصيب حكومت راغى نو داخاټول به يى دبالمعروف وزيره او زما دترور لور سلماگۍ :wink: به يى ياخو مرستياله وي او يابه هم دملاترابي صاحب علمي مشاوره وي.اوداخبره ځكه كوم چي اوس طالبان هغه طالبان ندي اوس هوښيارشوي دښځو حق اوحقوق يى ښه پيژندلي دي.
دملايانو كاردى زه پدى ډاريږم چي هسي نه ټول حكومت ميرمنو ته وسپاري. :lol: :lol: ددوي خو اول هم له وسه ورته تيره وه خو هسي وچي پښتو نيولي وو.اوداچي دوي تركومه بريده دپاكستان په خره سپاره وو دابه وخت او تاريخ په ډاگه كړي.خو دشكر ځاى دادى چي دوي دپاكستان په خره سپاره وو :lol: :wink: :lol: :wink: طالب جان صيب :!: :!: :!: تاسي لا ورته گورۍ؟؟؟ياره زه خو كه ستاپه ځاي واى نو يوه لونگينه فتوا به مي لا ان دمخه ورويشتلي وه.اوكه ستاسي له وسه څه نه كيږي نو بيا غږ وكړۍ چي دپښ كندي ملاروزي خان پرى خبركړم.په قران هغه چاري خو به ورباندي وكړي چي تاسي به هم حيران پاتي شۍ. :lol: :lol: :lol:
طالبان كه دپاكستان په خره سپاره وو خو نه به پوهيدل.دا اوسني دانشمندان خو ټول يا پروفيسران دي او ياهم دكتوران.داخو پوهيږي.دوي ولي دامريكا په يابو :wink: :wink: :wink: سپاره دي؟؟؟
خرخو چي مرورشي بيچارگى لغته غورزوي.يابوچي مرورشي سړي ته مرداري هم ورشيندي.[/quote]


hotak
26.05.2004

گرانه وروره لونگين خانه سلامونه مي ومنه!
وروره هك حيران دي كړم چي ته پدى فورم كي زما په ليكنه پوه نشوى :!: :!: :!: زه خو يوساده پټان يم او ساده ليكل كوم.ماغوښتل چي ستا اودنقادصيب ترمنځ داجدي بحث يوڅه درخوږكړم.هغه څه چي مي ليكلي وو يوه برخه خو يى ټوكه وه خو يوڅه تريخ حقيقت هم پكي نغښتى وو.ماويل غوښتل چي دافغانانو بدبختي داده چي چارواكي يى تل ديوه چا نه ديوه چا په خره سپاره وي.ترپرونه كه كمونستان دشوروي په خره سپاره وو نو جهادي مشران هم والله كه دومره پاكي فرشتى وى.هغوي بيا هريوديوه يوه ځانگړي هيوادپه خره سپاره وو.مزاري دايران په خره سپور وو او په هيواد كي يى دمتروك اومنسوخ شيعه ازم دجرړو ټينگول غوښتل.دهغه ټوله نظريه اومفكوره ترباميانو او غرب كابل پوري محدوده وه.دلويديځ كابل له جواليانو او پيت پزو ياجوجو ماجوجو پرته والله كه څوك ورته هډو دسړي زامن ښكاريدل.
سياف بيا دوهابيزم په جال كي ځان گير كړى وو.داځانته خبره ده چي عربان پخپله دوهابيزم په نامه كوم مشخص مسلك اومشرب نلري.خو دغه دپغمان ټګ زموږ دخلكو دغولولو لپاره دغه فورمول گټور بللى وو.
پروفيسررررررررر رباني بيا دلوى تاجيكستان پلوي وو.پيردشراب خورو او سگ شويانو مشر وو.
له هغه وروسته طالبان ستاسي په وينا دپاكستان خلك وو.خو دا اوس هم كوم مستقل خلك خو په واك ندي ناست.داخوهم هماغه زاړه ټګان دي.چا دلته په امريكا كي سپي مينځل او چا په المان كي دسگريټوغرفه لرله.پخپله دكاليفورنيا دبيورلي هيلز له سيمي يو ډم تللى دى.دلته په يوه بار كي ويټر وو او هلته دلوړو او مسلكي زده كړو په وزارت كي رييسسسسسسسسسسسسسس دى.دغه رقم په سلگونو نور حراميان دي دلته يى چا په گوز پسي نه خندل او چي كابل ته ورشى نو تري پيس سوټ به يى اغوستي وي اوداسي خرامانه به روان وي والله لكه دولس مشر بوش سكه تربور چي وي او يا يى هم پلار په ټيكساس كي دبوش په رانچ كي دهقاني كړي وي....... :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more