د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د كاروان دا شعر چا اوريدلى؟؟؟؟؟

مسلم جان
02.07.2009

سلامونه مي قبول كړئ.

د حاجي پير محمد كاروان يو ښكلى شعر دى خو متاسفانه چې يو څو بيتونه يې رانه هير دي كه دچا پوره شعر په ياد وي هيله ده دلته يې راپوره كړي.

دحاجي صيب دشعر دري بيته چې زما په ياد دي هغه داسې دي چې:

دافغان دنظر بازه زړه ترې يوسه
راپه غاړه دشنو سترګو سره جنګ دى

پر غاصب دارام خوب دلته حرام دى
له مارانو اوبدل شوى دا پالنګ دى

دكاروان شعر به څه تلې نقاده
دجانان په قول يو موټى لونګ دى

په درنشت


عصمت الله
04.07.2009

سلامونه سلامونه ټولو لوستنکونه ته
مسلم جانه ورور که خدای کول زه به د کاروان صیب د شعر نور بیتونه هم درته پیدا کړم
تاسو یې اوس دغه شعر ولولی

لپې لپې لمر
تم پکې لښکرچې دغاټولودرېديوشي
دا خزان وطن دې بيا پاچا د پسرليو شي
نجونوترمنګيومنجيلې دکشماليوکړې
مست به دګودرچنارپه بوی دکشماليوشي
لپې لپې لمربه له اوبوسره ورواچوي
ډک به په ګودرکې تش منګي دجينکيوشي
نه به توغندي په هوا راشي دشاهين په شان
شور به بياپه څانګوکې دامن دمرغيوشي
مينه به مې زړه کې په ګډاګډا اتڼ کوي
درزبه دچمبې خيژي اوشرنګ به دبنګړيوشي
ژوندبه په شرنګااوپه مستۍ باندې قدم واخلي
ته وا لکه اوښ چې بارد زرو په ګونګريو شي
بندپه بندبه ووايي ټپې دملالۍ پکې
سربه سندرغاړي بلبلان په بګتيوشي
دادشپوحکومت به درڼاترجنډولاندې شي
ورو،ورو به روان پکې کاروان دډيوه ګيوشي

هرڅوکه افغانه نجلۍ خوب دځوانۍ وړې وي
ويښه به لمانځه ته په غچ غچ دتوتکيوشي
کله چې پرې ولګي دسولې دليلې پلو
تورکاڼي به ډک له تکوسرواوشنوغميوشي
لويه موربه وايي دوطن دآزادۍ سرود
زنګ به ځي له زړونونه،دوران به دخوښيوشي
هغه پورې غرچې يې ټټرؤپه ګولۍ سوری
ډک به يې هرزخم په ګلونوپه غوټيوشي
شنه پاڼه ګلپاڼه شي چې موسکه شين خالۍ ورته
پورته به وږمې ترې دلونګودځونډيوشي
تېربه پرښتې کاندي لاسونه ديتيم پرسر
کټ کټ به خنديږي تېربه دور دسلګيوشي
دانجلۍ چې لپه يې کاروان ته له دعاډکه
دابه که خدای کاندي ملکه دښاپېريوشي


تيموم

motakhel
01.09.2009

ده سهار لمونځ په تيمو م وكه :wink:
چي ده سرو شونډو خوند دي خوله كي پاته شينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more