د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

Decreed


ع کريم حليمي
02.02.2004

ګرانو دوستانو سلام
دا د قضا او قدر ډير ضرور بحث دی غواړم چه دلته ئی په ځانګړی توګه وليکم چه دا بحث اصلأ د ايمان سره اړه لری
بسمه تعالی اناکل شی خلقنه بقدر
که څه هم په قرأن مجيد کښی د ايمان په سلسله کښی د قضا او قدر ذکر نسته مګر دا مسئله په قرأن مجيد ځای پر ځای بيا بيا په دومره ځايو کښی راغلې ده چې د دې مسئلې اهميت ددې خبری تقاضا کوی چه بايد دی شی ته هم
د ايمانياتو په څنګ کښی ځای ورکړه شی لکهپه ځينو صحيحو حديثونو کښی داسی د ايمانياتو ورستۍ کړۍ هم ګڼله سويده ، او دتوحيد په لړ کښی چهاسلام د الله تعالی د قدرت د وسعت او مطلقه مشتت کومه نقشه ليکلی ده
د هغی نقشی لازمی نتجه بايد هم داوي
ددې عقيدې ماحصل اولنډ مطلب دادی چه هر څه چه په نړيکښی تر نن ورځی پوری سويدی اوهر څه چی اؤس کيږی او هرڅه چه په راتلونکی وختو کی کيږی هغه ټوله د الله په سابق علم او ازلی فيصلی سره سم سوی او هم کيږی ٠ او وبه سی ، لکه څنګه چه مهندس د عمارت د ودانولو دمخه پر ټولو جزئياتو تر ډير غور او څړنی ورسته
له ټولو اول نقشه تياره وي او د دی تجويز سوی نقشی سره سم بنايان اومزدوران د ودانی چه جوړه ولو پيل کوی
همدغه راز د ازل مهندس او کائناتو خالق د کائناتو تر پيداکولو دمخه د دی نړۍ او ټولو کائناتو ټول اصول اوقواعد اونورمهم جزئيات برابر او د هر شی په نسبت ئی فيصله کړی ده ٠
او له همدی فيصلی سره سم دا کائنات او د دی کائناتو ټول حوادث او واقعات پای ته رسيږی ٠ موت او حيت، فقر او غنأ ، کاميابی او ناکامی ، غم او خوشحالی ، تکليف او هوسايۍ د هرشی فيصله وړاندی سويده او د هغې فيصلی سره سم ټول شيان څرګنديږی ٠
پخپله دا عقيده اسلام سرا مخصوصه نده کم شی چه اسلام پوری مخصوص دی هغه ددې عقيدی تکميلی تعلم دی
په تورات،زبور،انجيل کښی د دی عقيدی ښکاره او څرګند تعليم هم موندل کيږی ٠
او د روميانوپه کتابوکی د دی مسئلی بيان هم راغلی دی ٠ او تشريح ئی نه وه کړی مګر محمد ص او
خاتم النبيين عليه الصلام داسلام تعليم اول داکار وکړ چه د دی مسئلی دمجمل حقيقت توضيح او د هغه دحکمت
اومصلحت تشريح وکړه او بيا ئی دا کار وکی چه د تيرو مذهبو غوندی داکار وه نه کړ چه دغه شېته د ثابت
حقيقت تر ويلو ورسته دغه شی د خپل دفتر په يوه کونجک کښی کښيږدی ٠
الله ارشاد فرمايی بسمه تعالی لن يصيبنا الاماکتب الله لنا هومولناوعلی الله فليتوکل المؤمنون ..............توبه
ترجمه په موږ هيڅ کوم يو افت بيخی نه سی راتلای مګر کوم افت چه زموږ د پاره خدای ليکلی دی هغه زموږ
مولادی او دايمان خاوندان يوازی پر خپل خدای تکيه وکړی ٠
بسمه تعالی ٠ والشمس تجری لمستقرلها ذلک تقديرالعزيزالعليم ٠ ..................................يس
خلګ د دی پر ځای چه په عمومی ډول د جبر او قدر مسئله منځ ته راواچوی يعنی داچه انسان په خپل عمل او کار کښی مجبور دی که مختار؟ داغوته يوازی په ايمان خلاصيږی
نوره تشريح بيا



طالب جان
02.05.2004

گرانو محترمو مکرمو وروڼو او خویندو :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دقضا او قدر مساله خورا نازکه مساله ده ځکه نو په دی اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چي دقضا اوقدر له بحث څخه باید تر خپله حده ځان وژغورل شي . بس هرڅه خدای پیداکړي او په اندازه يي پیدا کړي دا زمونږ ایمان دی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more