د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

پښتو به چيرته وي؟

ابو جرير
23.05.2009

قدرمنو سلامونه
مخكې به مې له ټول افغان څخه پښتو كيبورډ او پښتو فونټونه خپل كمپيوټر ته ښكته كول، اوس له څه مودې راهيسې ټول افغان خپله دتخنيك څانګه وربنده كړې ده نو كله چې دپښتو تورو ليكلو ته اړ كيږم نو له ستونزو سره مخامخ يم.

نو كوم بل ويبسايت شته چې پښتو كيبورد ورڅخه په وړيا توګه ډاونلوډ كيدى شي؟
ستاسو د مرستې په هيله


رښتینی
23.05.2009

http://www.hewad.com/pashto/

دپښتو تخنیکی ستونزی له عنوان نه یی ډونلوډ کړئ
او په دعا کی به مو نه هیروئ


ابو جرير
24.05.2009

حامد صيب ډيره مننه،
خداى مو كامياب لره!

په درنښت


ابو جرير
06.09.2009

دا دپښتو دكيبورډ ستونزه مې حل نه شوه. حامد صيب چې كوم پيوند راښوولې وو دومره ګټه يې وكړه چې اوس دپښتو ليكنې او ويب پاڼې په صحيح بڼه لوستلى شم خو دليكلو په برخه كې زما ستونزه نه ده حل كړې او دپښتو توري دماوس په مرسته ليكلم او يابه يې زه په سمه طريقه انستالولو نه يم پوه شوى.
لنډه يې دا چې زه غواړم پښتو نېغ په نېغه دكيبورډ په ذريعه وليكلى شم او له دې لانجې خلاص شم چې عربي توري په كيبورد ليكم خو چې دپښتو تورو وار راورسيږي نو ماوس ته لاس كړم. كه مرسته راسره وكړئ ثواب به وګټئ.

دټول افغان په لومړي مخ كې پخوا دتخنيك په نامه يوه څانګه وه چې كار به مې پرې جوړ وو او ډير په اسانۍ به پښتو كيبورډ انستاليده خو اوس يې ترې لېرې کړې ده.


naimtullah
06.09.2009

محترم له لاندي لينک څخه استفاده وکړه کيداى شي ستونزه دي حل شي او که دي پشتو کوم مشخص پونټ دي پکار وي دي هغه نوم وليکه زه به يې درته په ايمل کې وليږم.
http://larawbar.com/data/download/font/pa_win_xp_files.exe


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more