د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان ملي لوبډله او کرکټ

و.افغان
08.04.2009

درنو وروڼو
سلام علیکم
راځۍ وروڼو دڅو شیبو لپاره له نورو ناخوالو لرې دافغان ملي لوبډلې دکرکټ لوبې په اړه
وغږیږو، له ډیرې مودې راهیسې افغان ملې لوبډله دلوبو په سنګر کې خپل افغان
ملت (نه ګوډاګې حکومت ته) ته کامیابۍ او ښه زیرې راوړي دي، پرله پسې بریاوې يي
لاسته راوړې، او نورې نړۍ ته يي وښوده، چې افغانان په هر انساني میدان کې هم
پيشوایان جوړيداي شي، خو دښمنان يي ساه اخيستو ته پريږدي.
خبره نه غواړم سیاست اړخ ته لاړه شي.
په هر حال، په وطن کې رنګارنګ ستونځو مونږ افغانانو ته دبې بنسټه شکونو رواني
ناروغۍهم را ډالۍ کړه، دکينيا، هالينډ، او اماراتو په وړاندې دافغان ملي لوبډلې دا
وروستۍ پرله پسې ماتو څه شکونه غوندې زړه ته راغوځولې.
داسې نه وي، چې دګوډاګې حکومت اداري فساد، دغې ملې لوبډلې ته لار نه وي
پيدا کړي.
دکرکټ دملې لوبډلې مسؤولين باید خپل هموطنانو په دی اړه ډاډګیرنه ورکړي.

ستاسو لوستونکو څه نظر دی.

په درنښت

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/04/090408_afghan_arab.shtml


N.Intezar
08.04.2009

محترم وهاج صيب سلامونه او نيکې هيلې مې و منه

دا خو ټولو ته څرګنده ده چې افغان ملې لوب ډله يو نوې ميدان ته وتلې لوب ډله ده او په تيرو درې مسلسلو پړاؤنو کې ېي چې کومې لوبې وګټلې نو نړيوال يې ګوته په غاښ کړل دا دې نن چې هر څنګه وه د 2011 نړيوال کپ د سياليو دوهم پړاؤ ته يې ځان ورساوه ٠
محترم وهاج صيب الله ج دې نکړې چې سياسې لاسونه دې په سپورت کې راته لاس وهنې وکړې په خپلو غريبو لوب غاړو وياړو چې په نشت اسانتياؤ کې يې تر دې پولې ځانونه ورسول ٠دوې چې له کومو لوب ډلو څخه ماتې وخوړې هغه لوب ډلې په نړيوالو لوبو کې لوبيدلې لوب ډلې دې ٠
د کينيا لوب ډله د ډير پخوا نه په نړيوالو لوبو کې لوبيږې چې د 2003 زږديز کال په نړيوال کپ کې تر نيمه پاي لوبې رسيدلې وه او همدارنګه هالينډ او امارات هم له ډير پخوا نه په نړيوالو لوبو کې لوبيږې نو که مونږ يادوشو لوب ډلو ته وګورو اوږدې تجربې هم لرې او بل دغه لوب ډلې چې کومې اسانتياؤي لرې زمونږ لوب ډلې ترې بې برخې دې حتې چې د تمرين لپاره مناسب لوبغالې هم نه لرې٠

زما په انداوس به زمونږ دلوب ډلې يو څه نيمګړتياؤې په ګوته کړو٠

1. دټولو نه غټه نيمګړتيا چې زمونږ لوب ډله ورسره اکثره لاس اوګريوان وې هغه د شراکت (Partnership) ده چې بايد په راتلونکو لوبو کې ورته پام وشې.
2. د وړيا (Extra) منډو ورکول دې چې يو څه کنترول شوې هم ده مګر بيا هم بايد ورته پاملرنه وشې٠
3.ستونزه زما په فکر د فيلډينګ ده بايد چې قوې يې کړې٠

د نورو ورونو څخه هيله کيږې چې د لوب ډلې په باره خپل نظرونه څرګند کړې ٠

د لوب ډلې برې په هيله


باتور
08.04.2009

ټولو ته سلام او احترام !

دا د کرېکټ مرض اوس بحثفورم ته هم راورسېد؟

نوري خواوي سر ته ورسېدې اوس به په کرېکټ کي را تاوېږو.

د ټول افغان په لومړی مخ کي هم تر نورو موضوعګانو کرېکټ ته لوړ ځای ورکړ شوی.

کېدای شي ډېر دوستان به ورنه خوند اخلي، لېکن زما په نظر يوه بې معنی لوبه ده او ورته کتل او پرې بحث کول د وخت بېځايه مصرف دی .

په درنښت


رښتینی
08.04.2009

دوهاج صیب او ښاغلی انتظار نه په اعتذار سره
محترم باتور زماد زړه خبر دی ټکی په ټکی بیان کړی ده

مننه سرلوړی اوسی


و.افغان
09.04.2009

ښاغلې حامد او باتور او نیازولی صاحبانو !
سلامونه مې ومنئ

ښاغلو تاسو خپل ذوق بیان کړ، خو چې په يوه لوبه کې دينې ممانعت نه وي موجود، نو
دنورو ذوقونو به ضرور په پام کې نیسئ.

موخو مې دوده ! که چیرته ښاغلې حامد او يا ښاغلې باتور صاحب مثلا دافغانستان داولمپيک
دشعبی مشران شي، نو که کرکټ يي خوښ وي او که نه، ضرور به دکرکټ ټولو لوبغاړو
ته پوره پوره پاملرنه کوي، ځکه چې وطن کې ډیر مينه وال لري، ځما خپل ځانې
له کرکټ څخه ډیر هغه دپښو بال (فوټبال) خوښ دی.

په درنښت


عبدالله صابر
09.04.2009

السلام عليکم
زه هم په خپل وار دښاغلي باتوراو ښاغلي حامد صاحب نظرملاتړکوم ،
وروڼوپه اوسنيوحالاتوکښ مونږ له ملي مقاومت پرته هيڅ شی ملي نه لرو ،نه ملي
اردو،نه ملي پوليس اونه ملي لوب ډله ، ځکه دهيواد اشغال په صورت کښ له
مقاومت پرته هيڅ شی ملي کيدای نه شي ،يواځي يی ګټه اشغالګرواوګوډاګيانو
ته رسي ،په اوس دخت کښ کرکټ لوب ډلې څخه تبليغاتي ګټه پورته کيږي خلک
مصروف اوپام يی بل خواته اړولوهڅه کيږي ٠

والسلام


momtaz
09.04.2009

دوستانو سلامونه!
هسې چې انسانان مختلف دي ذوقونه یې هم یوله بل څخه توپیر لری . هسې چې ځینې ګډونوال د خپلې خوښې عکسونه له هر ځایه دلته را کاپي کوي پرېږدﺉ چې د کرکټ مینه وال هم د خپل بحثونه کوي . که څوک یې نه خوښوي مجبور هم ندي چې په هغه بحث کې ګډون وکړي !

[quote:d6bf8ce954]وروڼوپه اوسنيوحالاتوکښ مونږ له ملي مقاومت پرته هيڅ شی ملي نه لرو[/quote:d6bf8ce954]
ګرانه دا خو ستا تعریف دﺉ حتمی ندﺉ چې نور یې ومني! ته ورشه یو وار له هغو مظلومو یتیمان او بې سرپرسته کونډو څخه وپوښته چې بې ګناه پلرونه یا مېړونه یې په ځانمرګي بریدونو کې وژل شوي دي، چې آیا دوی هم طالبانو ته ستا پشان ملی مقاومت وایي؟ هیځکله نه! دوی چې خپل یواځینئ سرپرست له لاسه ورکړﺉ دﺉ دوی ته حتماْ ترهګر یا ترورست وایي. هغه کسانو ته بې تفاوته ده چې د دوی پلار یا دکور خاوند د چا له خوا ووژل شو، دوی هرو مرو هغه کسانو ته که بهرنی ځواکونه دي که طالب نفرین وایي.

په درنښت


pattang
10.04.2009

نالت دخدای په داسې بې منطقه قضاوت ګر.
هغوی چې شعوري خلق لکه مچان وژني ټول ستا دادې زامن نورټول دميرې 
زامن٠ دانسانانووژنه ،بې ناموسې او اشغال هم ذوق دي ?
د خپلې خوشې عکسونه دلته را کاپي  کوي ...........................................
ايا خربه داسې خبره کوي او که دمنډيې دلال ?
نالت دداشغالګرو په مذدورانو ٠

[quote:b1bd378411="momtaz"]دوستانو سلامونه!
هسې چې انسانان مختلف دي ذوقونه یې هم یوله بل څخه توپیر لری . هسې چې ځینې ګډونوال د خپلې خوښې عکسونه له هر ځایه دلته را کاپي کوي پرېږدﺉ چې د کرکټ مینه وال هم د خپل بحثونه کوي . که څوک یې نه خوښوي مجبور هم ندي چې په هغه بحث کې ګډون وکړي !

[quote:b1bd378411]وروڼوپه اوسنيوحالاتوکښ مونږ له ملي مقاومت پرته هيڅ شی ملي نه لرو[/quote:b1bd378411]
ګرانه دا خو ستا تعریف دﺉ حتمی ندﺉ چې نور یې ومني! ته ورشه یو وار له هغو مظلومو یتیمان او بې سرپرسته کونډو څخه وپوښته چې بې ګناه پلرونه یا مېړونه یې په ځانمرګي بریدونو کې وژل شوي دي، چې آیا دوی هم طالبانو ته ستا پشان ملی مقاومت وایي؟ هیځکله نه! دوی چې خپل یواځینئ سرپرست له لاسه ورکړﺉ دﺉ دوی ته حتماْ ترهګر یا ترورست وایي. هغه کسانو ته بې تفاوته ده چې د دوی پلار یا دکور خاوند د چا له خوا ووژل شو، دوی هرو مرو هغه کسانو ته که بهرنی ځواکونه دي که طالب نفرین وایي.

په درنښت[/quote:b1bd378411]


pattang
10.04.2009

جګړه ساتي د سوله ساتو په نوم

سيد شاه سقيم
٢٠ / ١ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-09 13:25:00 م

له پرلپسې له څو ساعتونو بې بريښنا تېرولو وروسته چې څنګه هم د كوټې په مېنځ كې لګېدلى ګروپ ناڅاپي روښانه شو د ليوني غوندې مي په كمپيوټر ورمنډه كړه . د لګېدلو په تڼۍ مي يې زور ور وكړ تر څو روښانه شو. ها خوا پروت د ټلېفون مزى مي ورپسې ژر ژر په دې موخه وتاړه چې انټرڼيټ ورباندې كنيكڼت كړم .

له وروستيو پېښو څخه د ځان خبرولو د پاره مي تر ټولو لومړى د پژاواك خبري اژانس وېب پاڼې ته سر ورښكاره كړ .

له څو شيبې ځنډ وروسته وېب پاڼه خلاصه شوه خو چې سترګې مي پرې ولګېدې ورېږدېدم تر سترګومي ناڅاپه اوښكې توى شوې او د يو نااشنا درد احساس مي وكړ .

هو د وېب پاڼې پر لومړي مخ په لومړي سر كې د يو بېګناه ، سپېڅلي ، مينناك ماشوم عكس وو . چې له څنګه يې ليكل شوي وو .

((امريکايي ځواکونو د ملي اردو ديوه افسر دکورنۍ پنځه غړي
ووژل ))

لاندې يې ليكلي وو چې په وژل شويو كسانو كې يو د اوو شپو ماشوم هم شامل دى .

له دې خبرو سره مي نورد راپور ويلو توان په ځان كې وونه ليد . هسې د تش كالبوت غوندې د كمپيوټر مخ ته كښېناستم . زړه مي غوښتل تو څو د ياهو مسينجر له لارې پر ليكه شم او له چا څخه د چيټينګ په مرسته د پېښې په اړه نور مالومات واخلم خو په مغزو د زيات فشار له امله را څخه د خپلې اي ډي شيفرهم هېر غوندې شو . او همداسې لاس تر زنې د كمپيوټر مخ ته ناست وم .

سترګې مي د راپور په سرليك كې ښخې وې .

د خيال اسمان مي ځان په ډول ډول وېرونكيو ورېځو كې پټ كړاو زړه مي د ناهيلو كفن په سر راكش كړ .

اخېر سوله دې ته وايي ؟؟؟؟؟

ايا اوس امريكا زمونږ د هېواد د اوو شپو سپيڅلى ماشوم هم ترهګر بولي او وژل يې ځانته روا ګڼي .؟؟؟؟

زمونږ هغه مېندې چې د كور په دروازه كې د كور د سړي ټوخى واوري لا په اوومه كوټه ننوزي اوس د امريكا يي ځواكونه دا خبره رښتيا ده چې دغو ښځو په پرديو امريكايانو باندې ډزې وكړ ؟؟؟؟؟؟؟

كه څه هم دغه وخت غرمه وه خو زړه مي د نامېندۍ تورو لوخړو داسې په غېږ كې نيولى وو چې په كوټه كې رڼا ورځ راته توره تروږمۍ ښكاره شوه .

له كله نه مي د كمپيوټر سره راشه درشه پيل شوې په دې نږدې وخت كې دا دويم ځل دى چې د راپور په لېدلو مي له سترګو بې اختياره اوښكې روانې شي .

تر دې وړاندې د رحمان بابا په مزار كې د بمي چاودنو راپور ژړولى وم او اوس دغه راپور چې پكې د بابا د اووشپو لمسى د ترهګر په نوم شهيد كړاى شو .

وروسته له ډېره وخته مي ذهني كش مكش څه كم غوندې شو د بشپړ راپور لپاره مي د راپور په سر ليك كليك وكړ .

په راپور كې ويل شوي وو چې په وژل شويو كسانو كې په دغه بې ګناه ماشوم سربېره يوه ښځه چې هغه هم ښوونكې وه ، اتلس كلنه نجلۍ چې د لېسې زدكوونكې وه او دوه تنه نارينه هم وژل شوي

د خبر په زياتو لوستلو مي لا پسې د زړه درد ډېرېده .

لاندې بيا د امريكايي ځواكونو د وياند خبرې وې

هغه ويلي وو چې دغه عمليات يې د قوي استخباراتي راپور وروسته ترسره كړي دي . په لومړي سر كې پرې وسلوالو ډزې وكړې او بيا دوى په ځوابي ډزو كې څلور تنه وسلوال ووژل چې هغه هم د حقاني د ډلې وو .

د راپور له لوستلو وروسته مي لا سترګې وچې نه وې چې د لېوني غوندې را څخه بېواكه وخندل شول .

دې ته وايي سوله !
دې ته وايي رښتيا !
دې ته وايي سوله ساتي . !
او دې ته وايي زمونږ د راتلونكي تت ژوند څراغونه .

په داسې سوله خودي سر له همدا ننه اور پورې شي چې زما د هېواد هغه ماشوم چې لا يې د مور شيدې په مړه ګېډه نه وي رودلى ترهګر شي او په داسې بېرحمۍ وژل كېږي .

د اوو شپو د ماشوم پلار كېداى شي خپل زوى ليدلى هم نه وو . چې دسولې پتنګانو يې ورباندې ديدن د حضر ( ع ) ديدن كړ

د سولې دغه ټېكدران چې د اسمان له هاغه سره يې پايڅې رانغښتې او وايي تاسو ته سوله راولو . تاسو به هم له دې وروسته زمونږ غوندې په ډيموكراسۍ كې ژوند تېروۍ همدې ته سوله وايي .

سوله دا ده چې زمونږ په ورا باندې بمونه وولي ؟ زمونږ د ښوونځي ښځينه ښوونكې او زدكوونكې په ټوپك وولي ؟

ايا مونږ له ازله همداسې بدمرغه پيدا شوي يو چې له يوې خوا مو د پاكستان تورلېنګيان ښوونځي ورانوي ، ښځينه ښوونكې مو وژني او د زدكوونكيو په مخونو تېزاب پاشي . او له بلې خوا بيادغه سوله ساتي ځواكونه راته جګړه ساتي شي .

د سولې دغه فرښتې بيا خپله ملامتي هم نه مني او په سپينو سترګو كې وايي چې څلور وسلوال طالبان مو وژلي دي .

په پېښكې د دوو تنو وژل كېدل به لا يو څه د سړي زړه ته ولوېږي چې وژل شوي كسان به د حقاني د ډلې وو خو دغه دوې ښځې او د اوو شپو ماشوم هم د حقاني د ډلې وو . ؟؟؟؟

او بيا دا چې د ملي اردو د يو افسر كورنۍ د حقاني ډله وه ؟؟؟؟؟

په دې هېواد كې چې د ملي اردو د يو افسر د كور غړي هم د ترهګرپه په نوم وژل كېږي نو د هغو طالبانو به څه حال وي چې امريكا يې په منځلارو كې لا نه شمېري او توند لارې يې بولي .له هغوى سره امريكا خبري لا څه كوي سلام اچول هم ترهګري بولي

زما په خيال دوى فكر كړى دى چې د دېرشو كالو غميزو به د افغانانو ماغزه خراب كړي وي او اوس چې ورته مونږ هر څه وايو مني به يې .
هو مونږ مجبور يو چې منو به يې .
ډېر مجبور .

ځكه
چې مونږ په لوى لاس د هغه پير لاسنيوى كړى كوم چې خپله د سلو غلو يار دى

[quote:08319822c6="momtaz"]دوستانو سلامونه!
هسې چې انسانان مختلف دي ذوقونه یې هم یوله بل څخه توپیر لری . هسې چې ځینې ګډونوال د خپلې خوښې عکسونه له هر ځایه دلته را کاپي کوي پرېږدﺉ چې د کرکټ مینه وال هم د خپل بحثونه کوي . که څوک یې نه خوښوي مجبور هم ندي چې په هغه بحث کې ګډون وکړي !

[quote:08319822c6]وروڼوپه اوسنيوحالاتوکښ مونږ له ملي مقاومت پرته هيڅ شی ملي نه لرو[/quote:08319822c6]
ګرانه دا خو ستا تعریف دﺉ حتمی ندﺉ چې نور یې ومني! ته ورشه یو وار له هغو مظلومو یتیمان او بې سرپرسته کونډو څخه وپوښته چې بې ګناه پلرونه یا مېړونه یې په ځانمرګي بریدونو کې وژل شوي دي، چې آیا دوی هم طالبانو ته ستا پشان ملی مقاومت وایي؟ هیځکله نه! دوی چې خپل یواځینئ سرپرست له لاسه ورکړﺉ دﺉ دوی ته حتماْ ترهګر یا ترورست وایي. هغه کسانو ته بې تفاوته ده چې د دوی پلار یا دکور خاوند د چا له خوا ووژل شو، دوی هرو مرو هغه کسانو ته که بهرنی ځواکونه دي که طالب نفرین وایي.

په درنښت[/quote:08319822c6]


momtaz
11.04.2009

[quote:9a6881bad5="pattang"]نالت دخدای په داسې بې منطقه قضاوت ګر.
هغوی چې شعوري خلق لکه مچان وژني ټول ستا دادې زامن نورټول دميرې 
زامن٠ دانسانانووژنه ،بې ناموسې او اشغال هم ذوق دي ?
د خپلې خوشې عکسونه دلته را کاپي  کوي ...........................................
ايا خربه داسې خبره کوي او که دمنډيې دلال ?
نالت دداشغالګرو په مذدورانو ٠
[/quote:9a6881bad5]
پتنګ( باتوره) بویګنه، لکه چې قوض یې چې بیا دې ګندګي د خولې له لارې وځي !
[quote:9a6881bad5]د خپلې خوشې عکسونه دلته را کاپي کوي ...........................................
[/quote:9a6881bad5]
مردارخوره ، ته خو یو وار د [color=blue:9a6881bad5]( ستاسو خوښه ده که نه ؟ (نوي موضوع له يوه ښکلي انځور سره )) [/color:9a6881bad5]تر عنوان لاندې تصویرونو ته ځیر شه چې د بحث ګډونوال د خپلې خوښې تصویرونه را نقلوي او نور پرې دخپلې تبصرې کوي. نو چې د مثال په توګه د پوتین د پهلوانۍ اوکوریایي پوز پر تصویرونو خلک تبصرې کوي نو د افغان د کرکټ ملی لوبډلې پر تبصرو ولې دومره تنګ نظره یاست؟
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2762


Ghairat
11.04.2009

....................................................................................................................................................
...............................................................................................................................................
......................................................................................................................................................
.....................................................................................................................................
...............................................................................................................................
.................................................................................................................
......................................................................................................................................................


pattang
11.04.2009

دپښتون په جامه کې غلام بچه !
ستا عمل ما ژړوي هيڅ وخت تا هم د مفعول او راپوزي د زوی دولت محاکمه
نکړ اوهيڅ وخت دې صليبي اشغالګر ونغندل او برسېره پردې 
په سپينوسترګوهروخت لګيا يې داولس بام ته ډبرې واروې .
لکه په سر کې چې ګوذر وهلی يې دباتوراو پتنګ فرق نشي کولی .

[quote:04426e3679="momtaz"][quote:04426e3679="pattang"]نالت دخدای په داسې بې منطقه قضاوت ګر.
هغوی چې شعوري خلق لکه مچان وژني ټول ستا دادې زامن نورټول دميرې 
زامن٠ دانسانانووژنه ،بې ناموسې او اشغال هم ذوق دي ?
د خپلې خوشې عکسونه دلته را کاپي  کوي ...........................................
ايا خربه داسې خبره کوي او که دمنډيې دلال ?
نالت دداشغالګرو په مذدورانو ٠
[/quote:04426e3679]
پتنګ( باتوره) بویګنه، لکه چې قوض یې چې بیا دې ګندګي د خولې له لارې وځي !
[quote:04426e3679]د خپلې خوشې عکسونه دلته را کاپي کوي ...........................................
[/quote:04426e3679]
مردارخوره ، ته خو یو وار د [color=blue:04426e3679]( ستاسو خوښه ده که نه ؟ (نوي موضوع له يوه ښکلي انځور سره )) [/color:04426e3679]تر عنوان لاندې تصویرونو ته ځیر شه چې د بحث ګډونوال د خپلې خوښې تصویرونه را نقلوي او نور پرې دخپلې تبصرې کوي. نو چې د مثال په توګه د پوتین د پهلوانۍ اوکوریایي پوز پر تصویرونو خلک تبصرې کوي نو د افغان د کرکټ ملی لوبډلې پر تبصرو ولې دومره تنګ نظره یاست؟
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2762[/quote:04426e3679]


pattang
11.04.2009

ځوانه سلامونه !
که غلط پوه نيم :
کتابونه دريابونه ،خوشالونګين هم پکښې شته٠
څوک هسې څوک داسې ګټه يې هم داده !

[quote:126976a9ce="Ghairat"]....................................................................................................................................................
...............................................................................................................................................
......................................................................................................................................................
.....................................................................................................................................
...............................................................................................................................
.................................................................................................................
......................................................................................................................................................[/quote:126976a9ce]


میوند ننګیال
12.04.2009

سلامونه او نيكي هيلي !

محترمو يوه خبره درته كوم هغه دا چي دا لوبډله ټوله سفارشي يا خواستي لوبډله ده ډير داسي تکړه افغاني لوبغاړي شته چي نن د پا كستان په عامو نيټونويا کركټ ځاي كي لوبيږي او دا لاسپوڅي او خرڅ شوي حكومت والله كه پري سر هم ګرولي وي دا لوبډله ټوله په سفارش جوړه شوي د يو كور نه په كي يو وخت ٤ كسان ول هسي يو نوم يي وركړي مخكي به ګورو چي څه كيږي٠


momtaz
12.04.2009

[quote:0ec6391e91="pattang"]دپښتون په جامه کې غلام بچه !
ستا عمل ما ژړوي هيڅ وخت تا هم د مفعول او راپوزي د زوی دولت محاکمه
نکړ اوهيڅ وخت دې صليبي اشغالګر ونغندل او برسېره پردې 
په سپينوسترګوهروخت لګيا يې داولس بام ته ډبرې واروې .
[color=blue:0ec6391e91]لکه په سر کې چې ګوذر وهلی يې دباتوراو پتنګ فرق نشي کولی .[/color:0ec6391e91]
[/quote:0ec6391e91]

پتنګه ته خو هغه شیطان یې چې کله د پتنګ او کله د باتور تر نامه لاندې د خلکو په اغواکولو بوخت یې.
آیا له شاهین سره دتا ( باتور-پتنګ ) ناندره هېره شوه چې حامد صاحب بیا هغه لیکنې ړنګې کړې. خو تا قوخ وهلي شاهین دې ته مجبور کړ چې د( باتور - پتنګ ) لاسلیک شوې لیکنې کاپی یو ځل بیا را نقل کړي.
دومره سپینسترګیتوپ :?: :?: :?:

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4432&highlight=
اقتباس:
لېونی به په باتور د پتنګ شک کړي

این شک نیست ، ببین تو خوت خود را افشا کردِی:

pattang

دغړيتوب نېټه: 05 اګست 2004
ليکنې: 2124
ځای: Germany د ليکنې نېټه : ٣ شنبه فروري 17, 2009 9:30 pm عنوان :

________________________________________
ممتازه ته ولې سوځې لکه چې پنجي او دا نور پښتو خرڅونکي ملګري دي
له ډالرو لويږي ، غم يې مه خوره دوی په هره کاسه کې ډوډۍ خوړلې ده ٠
صليبي اشغالګر هر څومره نورعساکر چې راليږي هغومره به يې مرګ او ژوبله
زياتيږي٠ هر څومره چې تعداد په مساحت کې ډېريږي په هغه اندازه دويشتلو
اوله منځه وړلو احتمال زياتېږي٠
مرګ په صليبي اشغالګروچې نا حقه دترور په نوم زمونږ دين او کلتور
له منځه وړي٠

باتور
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ

یک حرف دیگر به جناب Admin :

اقتباس:
موږبايد دهر ليكوال ليكنواودخبرو منطق ته وګورو اوبي منطقه
ياجنجالي خبري دبحثفورم له عنوان سره مناسب ندي اودګډونو
الوترمنځ خوابدۍ رامنځته كوي

من با این الفاظ تان موافقم ولی میبینیم که این معیار بالای پتنگ تطبیق نمی شود زیرا نامبرده بطور متداوم دالر دالر گفته از بحث خارج میشود و به نویسندگانیکه همفکرش نباشند تعرض مینماید!
با احترام
_________________
بې همت وي چې له ژونده شکایت کړي
لېونئ وي چې د تېرو حکایت کړي
پهلوان وي چې د ژوند په معرکه کې
موانع لرې کوي او حرکت کړي


باتور
12.04.2009

پتنګ خانه !

دا د ممتازګل شک خو اوس په يقين بدل سوی، ما داسي سوچ واهه چي z.shaheen به هوښيار سړی يي، لېکن داسي معلومېږي چي ممتاز هغه ته د شکست ورکولو توان لري. . :wink:

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more