د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

موږ ولی دخپل ځان سره بیباکي کوو

خیریوسی
16.03.2009

موږ ولی دخپل ځان سره بیباکي کوو

محترم ډاکتر فرید صاحب السلام علیکم ورحمة الله
یوه مقوله ده وایې هغه کورته چې لمر نه ورځی هغه ته ډاکتر ورځی
وروره که لږ مهربانی وکړی او تاسو یې لږڅه راته تشریح کړی
اوبل داچې موږ دبیوزلی له امله دحیواناتو مفضلات دډوډۍ دپخولو دپاره استعمالوو او یا په بنده کوټه( چې دود کښ نه لری ) پخلۍ کوو هغه دود وانسان ته څه ضرر نه پیښوی

مینه او مننه


ډوکتر څپاند
16.03.2009

محترم او قدردان ajaza صيب زما سلامونه او ښی هيلي ومنۍ ،

دلمر رڼا دلوی خدای (ج)دنعمتونو نه يو ډير ستر نعمت دی٠
دانسان وجودته دلمردوړانګو دنورور ګټو نه علاوه، VIT D (ويټامين ډي)هم دلمر د وړانګو په
مرسته دانسان په پوټکی کی جوړيږي٠ Vit D په حقيقت کی يو هورمون دی چه
دهډوکو او دبدن دنورو غړو په سلامتيا کی مهم رول لوبوي٠

دغه راز،دلمر وړانګې دځينیو مضرو ميکربونوپه له منځه وړلو کی مرسته کوی٠
دلمر تودوالی،دګندګیو يا کثافاتو دوچيدو باعث ګرځی٠دوچوالي له امله ددوی
غټوالی يا حجم کم شي او هم په وچوګندګيو کی دميکروبونو دژوند چانس 
کميږي٠طبيعی ده چه دلمر انرژی او تودوالی دانسان دوجود د تودالی په
ساتنه اوثبات کی عمده نقش لري٠دانسان دپوټکي ځیني ناروغۍ دلمر په وړانګو علاج مومي٠
دلمر فوايد او مثالونه يی ،زيات دی خو داوس لپاره به په همدی لنډی څرګدونی
بسی وکړو٠

لوګی دانسان تنفسي جهاز ته خورا مضر شی دی،مالومداره خبره ده چه دسګرټو
چرسواو چلم دوديالوګی تر هر بل دود مضر دی٠
هغه غريب او بيچاره هېوادوال، چه په خپلو خونو يعنی دژوند دتيرولو په 
اتاقونو(rooms)کي اور بل او دهغه لوګی ددوی په سترګو او پوزی او تنفسی
جهاز کی کته پور کيږي،ددوی په روغتيا ډيرې ناوړی اغيزې لري٠
دحيواناتو دفضله موداواو دسوند(سوخت)دنورو موادو دسوزیدو په موقع
مختلف زهری مواد(poisons)ددود په شکل شاوخوامحيط ته ازاديږي٠
دا زهري مواد دانسان دوجود په مختلفو برخولکه سږی،زړه،دماغ،لړمون،بډوډی
دويني جريان،سترګی،پوټکی او نورو،په سيخه يا ناسيخه توګه بد اومنفی
اثرات اچوي٠دسالنډۍ ناروغی خصوصا(chronic bronchitis and emphysema) چه دټوخ،بلغم او نفستنګئ سره ملګری وي،دسږو هغه ناروغي
ده چه دلوګي سره سيخ انډول لري٠
په هغه ښارونو کی چه خلک په خپلو کورونو کی دلوګي سره په مستقيم تماس
کی ندی،مګر که هلته غټی کارخانې او زاړه موټر زياد وي،نو ددی ښارو
اوسيدونکي بيا هم د لوګي د زياتی اندازی سره مواجه کيږی٠
په پاي کی بايد عرض کړم چه لوګی،لوګی دی او دحيواناتو دفضله موادو
او نباتاتو دسوخت،لوګی،مشابه زهری مواد لري٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more