د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تکفیر اود هغه ریښې څشی دی

نقاد
14.03.2009

د دین درنوعالمانو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!

نن پرون او نن سبا د طالبانو، ملایانواومجاهدینو په منځ کې د تکفیر سکالو ډیر زور اخیستی او دا هغه وسله ده چې مخالافین پرې سخت ځپل کیدای شي۰ نو پوښتنې دادي چې :

تکفیر څشئ ته وايي ؟

تکفیر او جهاد یو له بل سره څه اړیکې لري؟

ایا اخوانیزم له سیاسي تکفیرنه کار اخلي ؟

آیا د اسلام د پیغمبر (ص) په ژوندانه او وروسته د راشیدنوخلفاو په مهال څوک تکفیر شوي دي ؟

د مرحوم مولینا مودودي رول د نړیوال سیاسي تکفیر له پاره څنګه ارزوئ؟



ع کريم حليمي
18.03.2009

مکرم او دانشمند ورور نقاد صاحب ، السلام عليکم !
ستاسو راتګ دي بيا نېک مرغه سي ، بې اندازي د خوښۍ احساس کوم چه 
له تاسو سره بحث کوم 

مکرم نقاد صاحب !
دغه يوه ته کافر ويل او هغه ته کافر ويل ،نوې خبره نه ده ، زموږ د امام اعظم رضی اللہ تعالٰی عنه په زمانه کښي هم د تکفير خبرو زور اخستئ وو
امام صاحب مجبوره سو ،چه فقه اکبر ئې وليکله ، څو خلک نور يو پر بل 
د کفر ټاپې ونه وهي 

او دا اوس چه دا د تکفير ټاپې لګول کيږي ، دا د اهل الحديث او د صوفيانو 
جنګ دی ، داسي بريښي چه اهل الحديث دغه جنګ وګټلی ، اهل الحديث 
تصوف نه مني او خرافات او بدعت ئې ګڼي 

بعضي خلګ فکر کوي چه دا د پاکستان د حکومت ناکامي ده چه طالبانو شريعت
نافذ کړي ، که مدني کانون دی ،او که شريعت حکومت ته هيڅ خساره نسته 
دا چه شريعت پولي سو ، صوفيانو ناکامه سوه ، او په صوات کښي د صوفيانو
دربارونه ختم سوه ، يعني طريقت ،  پير او  مُريدانو ته مشکله سوه 
چه طريقت پر مخ موځي ، 

د اهل الحديث خلک طريقت سره هيڅ علاقه نه لري ، دوی د چستيه ،نقشبديه...
دا طريقې خارج د شريعت ګڼي او مولانا نو بيا بېخي د لاري اوښتی ګڼي 

او د وهابي مذهب فقها په دې باوردي 
هر هغه څوک که داسي ووايي چه " يا غوث الأعظم " شرک دي او دي 

که ئې غوښتنه او مدد  له غوث الأعظم غوښتئ !!

خو اما مُريد له پير څه ،څه نه غواړي ، دا ترې غواړي چه الصراط المستقيم
ښوونه ورته وکړي ، که پير نوي ، نو بيا ضرور ده چه ملا ته ورسي او 
زدکړي ترې وکړي ، 
د پير او ملا جنګ دي ، دواړه پر حق دي ، دا چه يو پر بل د کفر ټاپه لګوي 
دا هم کفر دی !!!!

درنښت  


و.افغان
15.04.2009

محترم نقاد صاحب:

نورې خبرې به پر سکالو بیا کوو، خو په يوه څیز ډیر افسوس راځي، چې ځمونږ هغه
حنفي علما او طالب العلمان چې دتکفیر او خروج له مفکوري څخه ډیر لري وو،
بلکه دتکفیريانو او دهغوي دفکرو کلک دښمنان وو، نن په هغوي کې دا قاتل مرض
داسي خوریږي، لکه اور چې په وچو وښو کې خوریږي.

او دا هر څه دمجرمې القاعدې او بدمخه ښکيلاګرو له لاسه.

زمونږ مولايانو او طالب العلمانو ټول وختونه په منطق، نحو او صرف کې ضايع کړي
دي، دخداي جل جلاله کتاب قرآن، او دپاک پيغمبر صلی الله علیه وسلم أحاديثو ته يي په
زده کړه کې هيڅ اهميت نه دی ورکړی.

نن ددی توان نه لري، چې دالقاعدي دتکفيري غړو دشبهاتو مخ ته ودریږي،
بلکه دوي هم پرې ورګډیږي، او دالقاعدي دسياسي لويو غیر معلن اهدافو ښکار کیږي،
کوم چې په ظاهر يو څه دي، خو ريښې يي ډیرې لرې غځيدلې دي، دالقاعدې دمجرمې
تکفيري ډلې هغه ښکته خلک هم په دې نه پوهیږي، چې لوبه څه روانه ده، او دچا لپاره
او دڅه لپاره څرخیږو، خو يواځې لکه دطوطيانو دخپلو سياسي مجرمو مشرانو غلط
شبهات او دلائل په خولو ضبطوي.

ددې تکفیري فکر وژل، او له منځه وړل به مونږ ته ډیر سخت تمام شي، او یو وار به بیا
افغان ولس ددی ګنده فکر دله منځه وړلو لپاره لويه بیه پريکوي.

خداي جل جلاله دې په خپل فضل او کرم ځمونږ علما او طالب العلمان له دی مردارې
بلا او دهغوي تباه کوونکو مفکورو څخه خلاص کړي.

په درنښت


و.افغان
20.04.2009

محترم نقاد صاحب:
دتکفيري مفکورې په اوږد تاریخ په تفصیل سره اوسمهال نشم غږيدی، خو دومره وايم
چې دتکفیري مفکورې ريښې علماوو آن دپيغمبر صلی الله علیه وسلم وخت ته رسولي
دي:

نبي کريم صلی الله علیه وسلم يوې غزا کې په خپلو صحابه وو غنيمتونه ویشل، نو دذو
الخويصرة په نوم يو کس، چې ژورې سترګې يي وی، وتلي اننګې يي وو، ګڼه ګيره يي وه
سر يي خرييلې وو، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته يي وويل: ( اتق الله، اعدل يا محمد
فانک والله لا تعدل) له الله وویریږه، عدل وکړه اۍ محمده، سوګند په الله چې ته عدل نه کوې.
دی و خت کې خالد بن الوليد رضي الله عنه دهغه دوژلو امر وغوښت، نو نبي کريم
صلی الله علیه وسلم هغه منعه کړ.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم په غضب شو، او ويي ويل: هلاک دی وي تا لره، که چیرته
زه عدل ونه کړم، نو څوک به عدل کوي؟، آيا تاسو ما امين نه ګڼئ؟، داسې حال کې چې
زه دهغه چا امين يم چې په اسمان کی دی، (اسمان څخه مراد العلو يا پورته والې دی).
څوک به دالله جل جلاله اطاعت وکړي، چې زه دهغه نافرماني وکړم؟؟!!
بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم داسې حال کې وفرمايل چې هغه کس په شاه شو، او
روان وو:
دده له نسله يا دده تر شا به داسې خلک وځي، چې
قرآن به لولي، خو له ستونې څخه به يي ښکته زړه ته نه کوزیږي، له اسلام څخه به داسې
وځي، لکه غشۍ چې له کمان څخه وځي، اهل اسلام سره به جګړه کوي، او اهل کفر به پر
ځاي پريږدي، که چیرته تر دغو خلکو مې عمر اوږد شو، نو لکه دعاديانو به يي ووژنم.

دغه ذو الخويصرة چې کله دنبي کريم صلی الله علیه وسلم له مجلس څخه وتلو: نو ويي
ويل: سوګند په الله، چې داسې ويشنه يي وکړه، چې دالله جل جلاله رضا يي په کې
مطلب نه وه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دويم ښکاره کيدل دخوارجو (اهل التکفير) دعثمان رضي الله عنه په خلافت کې وو، چې
دوي ديهودو له اړخه چې په سر کې يي عبد الله بن سبأ اليهودي وو، وهڅول شو، تر څو
يي ورته دا عقيده جوړه کړه، چې عثمان رضي الله عنه کافر او واجب القتل دی، او بيا ډير
يي په ظلم سره ذي النورين عثمان رضي الله عنه خليفة المسلمین په شهادت ورساوه، او
دفتنې يو لوي باب يي پرانيست.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دريم ښکاره کيدل ددی خلکو دعلي رضي الله عنه په صفونو کې وو، کله چې دعلي او
معاوية رضي الله عنهما تر منځ جنګونه وشول، او ډیر صحابه کرام په کې شهيدان شول،
نو دواړو صلحې ته غاړه کيښوده، دوه کسه حکمين يي وټاکل، چې يو ابو موسی
الأشعري رضي الله عنه وو، او بل عمرو بن العاص رضي الله عنه، معاوية او علي رضي
الله عنه، دواړو ته واک وسپاره، چې دمسلمانانو دروانی شخړې لپاره يو حل په ګډه
سره وګوري.

په پیل کې عمرو بن العاص ډیر کوښښ وکړ، چې أبو موسی الأشعري په دی قانع کړي،
چې معاوية رضي الله عنه دی دمسلمانانو خليفه پاتی شي، خو ابو موسی الأشعري دا
خبره ونه منله، بيا عمرو رضي الله عنه ورته وويل: چې زما ځوي عبد الله بن عمرو مشر
کړه، (عبد الله بن عمرو يو ډیر جلیل القدر زاهد او عابد صحابي تیر شوې دی)
نو ابو موسی الأشعري ورته وويل: سره ددی چی هغه ښه سړی دی، خو تا له ځان سره يو
ځاي ددنيا په فتنو کې لتاړ کړی دی.

ابو موسی الأشعري په عبد الله بن عمر بن الخطاب باندې دخلافت مسؤوليت وراچول
غوښتل، خو عمرو بن العاص ورسره نه منله،
آخر دواړه په دی سلا شو، چې اعلان کوو، چې نه علي رضي الله عنه مشر دی، او نه
معاوية، بلکه کار به دټولو مسلمانانو تر منځ شورا وي، تر څو دشورا له لارې بل دریم
خليفه تعيين شي.
دواړه خلکو ته لاړل.
ابو موسی الأشعري لومړۍ تقرير پیل کړ، ډیرې خبرې يي وکړي، په پاي کې يي وويل:
چې زه علي رضي الله عنه او معاوية رضي الله عنه داسې له خلافته باسم، لکه دا خپله
ګوتمه چې له ګوتې باسم، او ژر يي ګوتمه وويستله، خبرې يي پاي ته ورسیدې،
يو اړخ ته شو.
دې وخت کې عمرو بن العاص رضي الله عنه رامخ ته شو، او دمشورې خلاف يي وويل:
اۍ خلکو !
تاسو خو ولیدل چې ابو موسی الأشعري له خپل ملګري علي له بيعت څخه لاس واخيست،
او زه هم دهغه په شان دهغه دملګري له بیعت څخه لاس اخلم، او خپل ملګرې معاوية
رضي الله عنه خليفه تثبیتوم.

ځکه چې دی دعثمان رضي الله عنه دوينې ولي دی، دهغه دوينې پوښتنه به کوي، قاتلين
به يي غواړي، او محاکمه کوي به يي، او بله دا چې دا خو ډیره خطرناکه خبره ده، چې مسلمانان دی بی مشره پریښودل شي.
(نو دا دعمرو بن العاص اجتهاد وو، چې دا وخت مسلمانان بې امامه يا بې خليفه
پريښودل نه دي پکار).

په هر حال دا فيصله علي رضي الله عنه ته دمنلو وړ نه وه، دی وخت کې دعلي رضي الله عنه
له صف څخه ځينې خلک ووتل، او چيغي يي کړې، چې دواړه طرفين کافر دي، دعلي
ډله هم کافره ده، او دمعاوية ډله هم کافره ده، ځکه چې دوي دوه انسانان حَــكَــمَين
وګرځول، او خداي جل جلاله فرمايي:
ان الحکم الا لله.

په هر حال ددی خلکو ډیر کرته دعلي رضي الله عنه له ډلې سره جګړي راغلې، ترجمان
القرآن ومفسر القرآن عبد الله بن عباس رضي الله عنه څو څو کرته هغوي ته نصيحت
وکړ، په ځینو يي تأثیر وکړ، او بیرته دمسلمانانو صف ته راغلل، او ځینې يي دخپلو
خوارجو سره پاتی شول.

له دغه وخت څخه ديوه منظمې ډلې يا ټولګې په څیر دوي داسلام په تاريخ کې ثبت شول،
خو البته دوخت په تیريدو سره يي عقيدو نورو غلطو اړخونو ته تطورات هم وکړل.
دخارجي فکر والا اوس هم په منظم طور سره خپلی ټولنې، او ګوندونه لري، او کله کله
خپل زهرجن افکار دمسلمانانو پاکو ټولنو ته داخلوي.
علي رضي الله عنه به هغوي باغيان بلل. (اخواننا بغوا علینا).
البته وروسته يي عقيدو کې نور مشکلات هم پیدا شو، چې داهلسنتو علماوو دهغوي
په اړه څو نظرونه خپل کړل، يو دا چې دا خلک داسلام له دائرې څخه ووځي، ځکه
چې حرامي وينې حلالې ګڼې، حرام مالونه حلال ګڼې، او دمسلمانانو دتباهۍ سبب
ګرځي، او په دی حديث استدلال کوي:
يخرجون من الدين کما یخرج السهم من الرمية.

ځینې نور بيا هغوي باغي مسلمانان بولي، او ځينې نور بيا دحجت له قائمولو وروسته
په هغوي دکفر فيصله کوي، البته ضرور نه ده، چې په يوه کس کې دی دخوراجو ټولی
عقيدې راټولې وي، دهغوي هره عقيده ډیره خطرناکه ده، هره يوه يي چې دپاکو مسلمانانو
صفونو او ټولګيو ته لار پیدا کوي، نو له ځان سره تباهۍ راوړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دتکفيريانو په تاريخ اوسمهال دومره لیکنه کفايت کوي، البته داوسني تکفيريانو په فکر
غږيدل ډیر مهم دي، چې عین هماغه دمخکني تکفيريانو په څیر په قرآن غلط استدلالونه کوي.

مصادر او مراجع ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

صحيح البخاري م ت البغا/6 - (ج 3 / ص 1219)
3166 - قال وقال ابن كثير عن سفيان عن أبيه عن ابن أبي نعم عن أبي سعيد رضي الله عنه قال
: بعث علي رضي الله عنه إلى النبي صلى الله عليه و سلم بذهبية فقسمها بين الأربعة الأقرع بن حابس الحنظلي ثم المجاشعي وعيينة بن بدر الفزاري وزيد الطائي ثم أحد بني نبهان وعلقمة بن علاثة العامري ثم أحد بني كلاب فغضبت قريش والأنصار قالوا يعطي صناديد أهل نجد ويدعنا قال ( إنما أتألفهم ) . فأقبل رجل غائر العينين مشرف الوجنتين ناتئ الجبين كث اللحية محلوق فقال اتق الله يا محمد فقال ( من يطع الله إذا عصيت ؟ أيأمنني الله على أهل الأرض فلا تأمنونني ) . فسأل رجل قتله - أحسبه خالد بن الوليد - فمنعه فلما ولى قال ( إن من ضئضئ هذا أو في عقب هذا قوم يقرؤون القرآن لا يجاوز حناجرهم يمرقون من الدين مروق السهم من الومية يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان لئن أنا أدركتهم لأقتلنهم قتل عاد )
ــــــــــــــــــــ
صحيح البخاري م ت البغا/6 - (ج 4 / ص 1581)
4094 - حدثنا قتيبة حدثنا عبد الواحد عن عمارة بن القعقاع بن شبرمة حدثنا عبد الرحمن بن أبي نعم قال سمعت أبا سعيد الخدري يقول
: بعث علي بن أبي طالب رضي الله عنه إلى رسول الله صلى الله عليه و سلم من اليمن بذهبية في أديم مقروظ لم تحصل من ترابها قال فقسمها بين أربعة نفر بين عيينة بن بدر وأقرع بن حابس وزيد الخيل والرابع إما علقمة وإما عامر بن الطفيل فقال رجل من أصحابه كنا نحن أحق بهذا من هؤلاء قال فبلغ ذلك النبي صلى الله عليه و سلم فقال ( ألا تأمنونني وأنا أمين من في السماء يأتيني خبر السماء صباحا ومساء ) . قال فقام رجل غائر العينين مشرف الوجنتين ناشز الجبهة كث اللحية محلوق الرأس مشمر الإزار فقال يا رسول الله اتق الله قال ( ويلك أو لست أحق أهل الأرض أن يتقي الله ) . قلا ثم ولى الرجل . قال خالد بن الوليد يا رسول الله ألا أضرب عنقه ؟ قال ( لا لعله أن يكون يصلي ) . فقال خالد وكم من مصل يقول بلسانه ما ليس في قلبه قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( إني لم أومر أن أنقب قلوب الناس ولا أشق بطونهم ) . قال ثم نظر إليه وهو مقف فقال ( إنه يخرج من ضئضئ هذا قوم يتلون كتاب الله رطبا لا يجاوز حناجرهم يمرقون من الدينكما يمرق السهم من الرمية - وأظنه قال - لئن أدركتهم لأقتلنهم قتل ثمود )
ـــــــــــــــــــــــــــــ
صحيح البخاري م ت البغا/6 - (ج 4 / ص 1714)
4390 - حدثنا محمد بن كثير أخبرنا سفيان عن أبيه عن ابن أبي نعم عن أبي سعيد رضي الله عنه قال
: بعث إلي النبي صلى الله عليه و سلم بشيء فقسمه بين أربعة وقال ( أتألفهم ) . فقال رجل ما عدلت فقال ( يخرج من ضئضئ هذا قوم يمرقون من الدين )
[ ر 4094 ]
ـــــــــــــــــــــــــــــ
6995 - حدثنا قبيصة حدثنا سفيان عن أبيه عن ابن أبي نعم أو أبي نعم - شك قبيصة - عن أبي سعيد الخدري قال بعث إلى النبي صلى الله عليه و سلم بذهبية فقسمها بين أربعة
وحدثني إسحق بن نصر حدثنا عبد الرزاق أخبرنا سفيان عن أبيه عن ابن أبي نعم عن أبي سعيد الخدري قال
: بعث علي وهو في اليمن إلى النبي صلى الله عليه و سلم بذهبية في تربتها فقسمها بين الأقرع بن حابس الحنظلي ثم أحد بني مجاشع وبين عيينة بن بدر الفزاري وبين علقمة بن علاثة العامري ثم أحد بني كلاب وبين زيد الخيل الطائي ثم أحد بني نبهان فتغيظت قريش والأنصار فقالوا يعطيه صناديد أهل نجد ويدعنا قال ( إنما أتألفهم ) . فأقبل رجل غائر العينين ناتئ الجبين كث اللحية مشرف الوجنتين محلوق الرأس فقال يا محمد اتق الله فقال النبي صلى الله عليه و سلم ( فمن يطيع الله إذا عصيته فيأمنني على أهل الأرض ولا تأمنوني ) . فسأل رجل من القوم قتله - أراه خالد بن الوليد - فمنعه النبي صلى الله عليه و سلم فلما ولى قال النبي صلى الله عليه و سلم ( إن من ضئضئ هذا قوما يقرؤون القرآن لا يجاوز حناجرهم يمرقون من الإسلام مروق السهم من الرمية يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان لئن أدركتهم لأقتلنهم قتل عاد )
[ ر 4094 ]

ـــــــــــــــ
صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 2 / ص 741)
143 - ( 1064 ) حدثنا هناد بن السري حدثنا أبو الأحوص عن سعيد بن مسروق عن عبدالرحمن بن أبي نعم عن أبي سعيد الخدري قال
: بعث علي رضي الله عنه وهو باليمن بذهبة في تربتها إلى رسول الله صلى الله عليه و سلم فقسمها رسول الله صلى الله عليه و سلم بين أربعة نفر الأقرع بن حابس الحنظلي وعيينة بن بدر الفزاري وعلقمة بن علاثة العاشمري ثم أحد بني كلاب وزيد الخير الطائي ثم أحد بني نبهان قال فغضبت قريش فقالوا أتعطي صناديد نجد وتدعنا ؟ فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم إني إنما فعلت ذلك لأتألفهم فجاء رجل كث اللحية مشرف الوجنتين غائر العينين ناتئ الجبين محلوق الرأس فقال اتق الله يا محمد قال فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم فمن يطع الله إن عصيته أيأمنني على أهل الأرض ولا تأمنوني ؟ قال ثم أدبر الرجل فاستأذن رجل من القوم في قتله ( يرون أنه خالد بن الوليد ) فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن من ضئضئ هذا قوما يقرأون القرآن لا يجاوز حناجرهم يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية لئن أدركتهم لأقتلنهم قتل عاد

ــــــــــــــــــــ

صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 2 / ص 741)
144 - ( 1064 ) حدثنا قتيبة بن سعيد حدثنا عبدالواحد عن عمارة بن القعقاع حدثنا عبدالرحمن بن أبي نعيم قال سمعت أبا سعيد الخدري يقول
: بعث علي بن أبي طالب إلى رسول الله صلى الله عليه و سلم من اليمن بذهبة في أديم مقروظ لم تحصل من ترابها قال فقسمها بين أربعة نفر بين عيينة بن حصن والأقرع بن حابس وزيد الخيل والرابع إما علقمة بن علاثة وإما عامر بن الطفيل فقال رجل من أصحابه كنا نحن أحق بهذا من هؤلاء قال فبلغ ذلك النبي صلى الله عليه و سلم فقال ألا تأمنوني ؟ وأنا أمين من في السماء يأتيني خبر السماء صباحا ومساء قال فقام رجل غائر العينين مشرف الوجنتين ناشز الجبهة كث اللحية محلوق الرأس مشمر الإزار فقال يا رسول الله اتق الله فقال ويلك أو لست أحق أهل الأرض أن يتقى الله قال ثم ولي الرجل فقال خالد بن الوليد يا رسول الله ألا أضرب عنقه ؟ فقال لا لعله أن يكون يصلي قال خالد وكم من مصل يقول بلسانه ما ليس في قلبه فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم إني لم أومر أن أنقب عن قلوب الناس ولا أشق بطونهم قال ثم نظر إليه وهو مقف فقال إنه يخرج من ضئضئ هذا قوم يتلون كتاب الله رطبا لا يجاوز حناجرهم يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية قال أظنه قال لئن أدركتهم لأقتلنهم قتل ثمود

ــــــــــــ
صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 2 / ص 741)
145 - ( 1064 ) حدثنا عثمان بن أبي شيبة حدثنا جرير عن عمارة بن القعقاع بهذا الإسناد قال وعلقمة بن علاثة ولم يذكر عامر بن الطفيل وقال
: ناتيء الجبهة ولم يقل ناشز وزاد فقام إليه عمر بن الخطاب رضي الله عنه فقال يا رسول الله ألا أضرب عنقه ؟ قال لا قال ثم أدبر فقام إليه خالد سيف الله فقال يا رسول الله ألا أضرب عنقه ؟ قال لا فقال إنه سيخرج من ضئضئ هذا قوم يتلون كتاب الله لينا رطبا وقال قال عمارة حسبته قال لئن أدركتهم لأقتلنهم قتل ثمود

ــــــــــــــــــــ
سنن أبي داود مشكول - (ج 12 / ص 381)
4136 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ كَثِيرٍ أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ عَنْ أَبِيهِ عَنْ ابْنِ أَبِي نُعْمٍ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ
بَعَثَ عَلِيٌّ عَلَيْهِ السَّلَام إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِذُهَيْبَةٍ فِي تُرْبَتِهَا فَقَسَّمَهَا بَيْنَ أَرْبَعَةٍ بَيْنَ الْأَقْرَعِ بْنِ حَابِسٍ الْحَنْظَلِيِّ ثُمَّ الْمُجَاشِعِيِّ وَبَيْنَ عُيَيْنَةَ بْنِ بَدْرٍ الْفَزَارِيِّ وَبَيْنَ زَيْدِ الْخَيْلِ الطَّائِيِّ ثُمَّ أَحَدِ بَنِي نَبْهَانَ وَبَيْنَ عَلْقَمَةَ بْنِ عُلَاثَةَ الْعَامِرِيِّ ثُمَّ أَحَدِ بَنِي كِلَابٍ قَالَ فَغَضِبَتْ قُرَيْشٌ وَالْأَنْصَارُ وَقَالَتْ يُعْطِي صَنَادِيدَ أَهْلِ نَجْدٍ وَيَدَعُنَا فَقَالَ إِنَّمَا أَتَأَلَّفُهُمْ قَالَ فَأَقْبَلَ رَجُلٌ غَائِرُ الْعَيْنَيْنِ مُشْرِفُ الْوَجْنَتَيْنِ نَاتِئُ الْجَبِينِ كَثُّ اللِّحْيَةِ مَحْلُوقٌ قَالَ اتَّقِ اللَّهَ يَا مُحَمَّدُ فَقَالَ مَنْ يُطِيعُ اللَّهَ إِذَا عَصَيْتُهُ أَيَأْمَنُنِي اللَّهُ عَلَى أَهْلِ الْأَرْضِ وَلَا تَأْمَنُونِي قَالَ فَسَأَلَ رَجُلٌ قَتْلَهُ أَحْسِبُهُ خَالِدَ بْنَ الْوَلِيدِ قَالَ فَمَنَعَهُ قَالَ فَلَمَّا وَلَّى قَالَ إِنَّ مِنْ ضِئْضِئِ هَذَا أَوْ فِي عَقِبِ هَذَا قَوْمًا يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ يَمْرُقُونَ مِنْ الْإِسْلَامِ مُرُوقَ السَّهْمِ مِنْ الرَّمِيَّةِ يَقْتُلُونَ أَهْلَ الْإِسْلَامِ وَيَدَعُونَ أَهْلَ الْأَوْثَانِ لَئِنْ أَنَا أَدْرَكْتُهُمْ قَتَلْتُهُمْ قَتْلَ عَادٍ
ــــــــــــــــــ

سنن النسائي م ت عبد الفتاح أبو غدة - (ج 5 / ص 87)
2578 - أخبرنا هناد بن السري عن أبي الأحوص عن سعيد بن مسروق عن عبد الرحمن بن أبي نعم عن أبي سعيد الخدري قال : بعث علي وهو باليمن بذهيبة بتربتها إلى رسول الله صلى الله عليه و سلم فقسمها رسول الله صلى الله عليه و سلم بين أربعة نفر الأقرع بن حابس الحنظلي وعيينة بن بدر الفزاري وعلقمة بن علاثة العامري ثم أحد بني كلاب وزيد الطائي ثم أحد بني نبهان فغضبت قريش وقال مرة أخرى صناديد قريش فقالوا تعطى صناديد نجد وتدعنا قال إنما فعلت ذلك لأتألفهم فجاء رجل كث اللحية مشرف الوجنتين غائر العينين ناتئ الجبين محلوق الرأس فقال اتق الله يا محمد قال فمن يطع الله عز و جل إن عصيته أيأمنني على أهل الأرض ولا تأمنوني ثم أدبر الرجل فاستأذن رجل من القوم في قتله يرون أنه خالد بن الوليد فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن من ضئضئ هذا قوما يقرؤون القرآن لا يجاوز حناجرهم يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية لئن أدركتهم لأقتلنهم قتل عاد
ــــــــــــــــــــ

مسند أحمد م ت الأرنؤوط - (ج 3 / ص 92)
11666 - حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا عبد الرزاق أنا سفيان عن أبيه عن بن أبي نعم عن أبي سعيد الخدري قال : بعث علي وهو باليمن إلى النبي صلى الله عليه وسلم بذهيبة في تربتها فقسمها بين الأقرع بن حابس الحنظلي ثم أحد بني مجاشع وبين عيينة بن بدر الفزاري وبين علقمة بن علاثة العامري ثم أحد بني كلاب وبين زيد الخير الطائي ثم أحد بني نبهان قال فغضبت قريش والأنصار فقالوا يعطي صناديد أهل نجد ويدعنا قال إنما أتألفهم قال فأقبل رجل غائر العينين ناتئ الجبين كث اللحية مشرف الوجنتين محلوق قال فقال يا محمد اتق الله قال فمن يطع الله إذا عصيته أيأمنني على أهل الأرض ولا تأمنوني قال فسأل رجل من القوم قتله النبي صلى الله عليه وسلم أراه خالد بن الوليد فمنعه فلما ولي قال من ضئضئ هذا قوم يقرؤون القرآن لا يجاوز حناجرهم يمرقون من الإسلام كما مروق السهم من الرمية يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان لئن أنا أدركتهم لأقتلنهم قتل عاد
تعليق شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح على شرط الشيخين
ـــــــــــــــ

مسند الطيالسي م - (ج 1 / ص 296)
2234 - حدثنا أبو داود قال حدثنا قيس بن الربيع وسلام بن سليم عن سعيد بن مسروق عن عبد الرحمن بن أبي نعيم عن أبي سعيد : ان عليا بعث الى رسول الله صلى الله عليه و سلم بذهيبة في تربتها فقسمها رسول الله صلى الله عليه و سلم يومئذ بين أربعة بين عيينة بن حصن الفزاري وعلقمة بن علاثة الكلابي والأقرع بن حابس الحنظلي وزيد الخيل الطائي ثم أحد بنى هزان فغضبت قريش والأنصار وقالوا ايعطى صناديد أهل نجد ويدعنا فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم إنما أعطيتهم أتلفهم فقام رجل غائر العينين محلوق الرأس مشرف الوجنتين نأتي الجبين فقال اتق الله فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم فمن يطيع الله أن عصيته انا ايأمننى أهل السماء ولا تأمنوني فاستأذنه عمر رضي الله عنه في قتله فأبى ثم قال رسول الله صلى الله عليه و سلم يخرج من ضئضئ هذا قوم يقرؤون القرآن لا يجاوز تراقيهم يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان والله لئن ادركتهم لأقتلنهم مثل قتل عاد

ــــــــــــــــ

فتح الباري ۸/69
شرح النووي على مسلم 7/164.
الديباج على مسلم للسيوطي 3/154.
عون المعبود 13/158.
شرح السيوطي على النسائي 5/88
حاشية السندي على النسائي: 7/199.
نيل الأوطار للشوكاني 1/367.
البداية والنهاية لابن كثير: 10/574.

_______________________

په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more