د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دسګرټو څکول(smoking)

ډوکتر څپاند
13.03.2009

 انسانان له ډيرې مودی رهيسي پدی پوهيدلی چه دسګرټو څکول(smoking)
دمختلفو ناروغېو  باعث ګرزي٠ 
دويني درګونو تنګوالی او دهغو دجداريا "ديواله"دسختوالی او درګونو دبنديدو
عمده سبب سګرټ دي٠ ددي پايلې :
دزړه (heart)غوښی ته دويني جريان کم
يا قطع شي چه د زړه دحملې (heart attack)باعث کيږي٠ناروغ ممکن په ناڅاپي ډول مړ شي
او که مړ نشي نو ټول ژوند به دزړه دنارغۍ سره تيروي٠
مازغو (brain)ته هم دويني جريان قطع شي چه دمرګ يا د بدن ديوې
برخې دوچوالي يا فلج (paralysis)باعث ګرځي٠
دغه راز ،دجود د sex په اندام تاثير وکا او دسړي نارينتوب خورا ضعيف شی،
بډدوډوته دويني کموالۍ،دوخت په تيريدو سره دويني فشار پورته کړی اوهم 
دبډوډی  نور وظايف،چه دبدن څخه دغير ضروري شيانو اطراح ده،  متاثره شي٠دبدن نورو غړو ته دهغې جملې نه پښو ته دويني جريان کموالې دپښو
ددرد سبب ګرزي او کله دا حالت دومره شدېد شي چه ډاکټران مجبور شي چه
دناروغ پښه غوڅه کړي٠
که پدي لنډو معلوماتو اکتفا يا بسنه وکړو،اوس به دسګرټو او سرطان يا cancer دنارغی تر منځ اړيکي ته اشاره وکړو٠دانسان دوجود دتقريبا
ټولو برخو کانسر،دسګرټو دڅکولو سره اړيکه لري٠خاصتا دسږی (lung) کانسر
،دغه راز دشونډو،ژبې ،ستوني،مرۍ او نور کانسرونه،دسګرټ څکولو سره
سيخ ارتباط لري٠
دسږو دمزمن التهاب ناروغۍ (chronic bronchitis and emphysema) هم
دسګرټيانو دزاړه عمر بل ملګی دي چه ټوخله،بلغم او سالنډي ئی اساسي
علايم دي٠
دسګرټيانو خوله هميشه بد بوي لري چه د هغه ماندينه او خواشا خلک ور سره
په عذاب وي٠دسګرټو اقتصادي مصرف هم يو شمير خلکو ته زيان بښونکی دی٠

دسګرټ څکونکو دکورنۍ غړي هم دسګرت د دود (passive smoker) نه 
متضرر کيدای شي،چه په پورتنيو ناروغيو ئی دګرفتارۍ چانس زيات دی٠


خیریوسی
25.03.2009

ډاکتر صیب کور دی ودان څومره ښکلی لیکنه دی کړی
دادسکریټو دود دومره خطرناکه دی چې دمور په ګیډه کې وماشوم ته هم ضرر رسوی
سکریټ څکونکي باید دکور نه بهر سکریټ وڅکوی که نه نوماشومان خو به یې تر پیدا کیدو لا مخکی ناروغه وی
ډاکترصاحب کومه داسی لار به نه شی پید ا چې دسکریټو خرڅول په بازار کې بند شی چې زموږ کمکی ماشومان په سکریټو اخته نه شی

[img:9704ed82c1]http://img213.imageshack.us/img213/4333/cigarettesdl5.jpg[/img:9704ed82c1]


خیریوسی
27.01.2010

ترخې کونډری دسګریټ په خوشی کولو کې ښه رول لوبوی
که څوک غواړی چې سګریټ خوشی کړی دسکړیټ څکولو پر ځای یوه کوچني ټوټه
ترخې کونډری وخولی ته واچوی هغه ترخې اوبه یې تیری کړی او ژاولی یې وژویې
دری څلور ورځی دخوږو چایو او نورو خوږو خوړولو څخه پرهیزهم وکړی
دترخو کونډرودعلمی نوم Boswellia Carterii په عربی (کندر ،لبان ال‍ذکر ) په فارسی ( کندر ) په انګلیسی (oliban) نوموی
که علمی مسلکې څیړنه پر وشی زه امید لرم چې دسګریټ دخوشی کولو دیوه نوی درمل
په حیثیت به وپیژندل شی او ویاړ به دافغانستان دډاکترانو په برخه شی۰
دوه شیان لکه( الإفيدرا ) او ( لوبيليا )هم دسګریټو په خوشی کولو کې ډیره مرسته کوی زه یې خپله نه پیژنم
په درنښت


خیریوسی
28.01.2010

دسګریټو خوشی کولو دوهمه نسخه :
د چین دطبی څیړونومجلی په ډاګه کړی ښه لار دسګریتو دخوشی کولو دپاره
دجرجیر جوس څښل دی۰
سهار په تشه خوا یو کوچني ګیلاس دجرجیر جوس څښل دسګریټو په خوشی کولو
کې مرسته کوی )
دجرجیر جوس بدن دنیکوتین څخه پاکوی او دبدن ستستی له منځه وړی
کومه چې دنیکوتین له امله منځ ته راځی
جرجیر په عربی ( جرجیر ) په فارسی ( ) په انګلیسی ( Eruca sativa) په المانی ( Garten-Senfrauke ) په فرانسوی Roquette (plante) نوموی

دسګریټو خوشی کولودریمه نسخه:

که غواړی سګریټ په پنځو ورځو کې خوشی کړی لاندی لا تعقیب کړی :
لمړی به سکریټ څکونکی هوډ وکړی چې نور نو سګریټ نه څکووم
اوله ورځ :
* سهار دی دوه ګیلاسه اوبه وڅښی اوږده ساه دی کش کړی تر ساه کشولو وروسته دی پر رکوع شی
ساه دی بهر کړی بیر ته دی سر پورته کړی ښه دی وټوخي دا کار دی 1ـ 5 واره وکړی
• سهار وختی دی په عادی یا سړو اوبو 3 دقیقی ولامبی په لانده کیسه دی دځیګر چپ طرف او او چپ لاس ټو ل ښه وموږی چې سور شی وینه پکښی ښکاره شی تر لامبولو وروسته دی 500 متره تګ وکړی
اوبه دی ډیری څښی او دلیمبو او مالټی جوس دی هم وڅښی ماپښین به بیا دسهار په ډول ولامبی
ماخستن به بیا دوه ګیلاسه اوبه وڅښی اوږده ساه دی کش کړی تر ساه کشولو وروسته دی پر رکوع شی ساه دی بهر کړی بیر ته دی سر پورته کړی ښه دی وټوخي دا کار دی 1ـ 5 واره وکړی
سهار وختی دی په عادی یا سړو اوبو 3 دقیقی ولامبی په لانده کیسه دی دځیګر چپ طرف او او چپ لاس ټو ل ښه وموږی چې سور شی وینه پکښی ښکاره شی
دوهمه ورځ هم دتیری ورځی په څیر هغسی وکړی خو دځیګر راسته طرف به په کیسه ښه وموږی
دریمه ورځ دتیری ورځی په څیر هغسی وکړی خو نس به کیسه ښه وموږی
څلرمه ورځ: دتیری ورځی په څیر هغسی وکړی راسته اندام په په کیسه ښه وموږی
او پنځمه ورځ هم دتیر په څیر هغسی وکړی چپه اندام په کیسه ښه وموږی

خیر یوسې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more