tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

دګېډې يا دمعدې زخم (Peptic Ulcer)

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طبیعي علوم او ریاضیات
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ډوکتر څپاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 07 سپتمبر   2007
ليکنې: 247
ځای: Australia

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   06, 2009 2:41 am    عنوان   : دګېډې يا دمعدې زخم (Peptic Ulcer) Reply with quote

دګېډې يا دمعدې زخم (Peptic Ulcer)
دا ناروغی له ډيری پخوا زمانې راهيسي پيژندل شوی،او هر کال په نړۍ کی
په  ميلونو خلک پدی ناروغئ اخته او تداوي کيږي٠
ددی ناروغئ عمده عرض دګيډې دپورتنئ برخې خوږ يا درد دی چه ورته 
"دلسوزي"يا heart burn" هم ويل کیږي٠
په اکثر ناروغانو کی دمعدې درد په لوږه را پيداشي،دخوړو نه روسته درد ښه
مګر دوه دری ساعته (ګړۍ)روسته درد بيا را پيدا شي٠کله کله درد په نيمه شپه
ناروغ له خوبه را ويښ کاندي٠ځينی خلک ددرد سره  دزړه بدوالی او حتی کانګې هم لري،بعضی وخت په 
کانګه کی وينه ليدلی شي او ځيني وخت بيا خوږ يا در دونه دملا ياشا وخواته
احساس شي٠په ځينو خلکو کی دناروغۍ اعراض او علايم(signs and symptoms) واضح نه وي،يعني کيداي شي چه درد هيڅ موجود نه وی او
يا داچه خورا شديد وي چه د زړه دحملی،دپانقراس ،دصفرا دکڅوړې او ځني
نورو ناروغيو سره ئی فرق مشکل شي٠
دا ناروغي په هر سن وسال يا عمر کی واقع کیدای شي،خو اکثر ناروغان
د ٣٠ کالو شاوخواعمر لري٠

دمرض قطعي تشخيص د endoscopy په ذريه کيږی٠هغه داچه د هضمي جهاز
متخصص ديوی مخصوصي وسيلی په واسطه ،مری،معده او اثناعشر(چه دوړو
کولمو لمړنۍ برخه ده) ګوري،دزخم تشخيص کوی او دنوموړو غړو نه نمونئ
را اخلي چه روسته بيا په لابراتور کی دخطرناکو امراضو دنشتوالي او د يوه
خاص کوچني ژوندي موجود چه د Helicobacter pylori په نامه ياديږي،دتثبيت
لپاره، ترازموينی لاندی نيول کيږی٠

مخکی لدی چه د نوموړي ميکرب رابطه د معدی دالتهاب،زخم او سرطان
(cancer)سره وپيژندل شي،دمعدې دزخم ناروغانو به ،په کراتو او تکراري ډول
زخمونه پيداکول٠مګر کله چه دا رابطه وموندل شوه،اوس د ٧ ورځو دعلاج نه
روسته دميکروب له منځه ځي(٩٠ فيصده)٠

دا ميکروب يعني Helicobacter Pylori  په تيرو ٢٥ کلونو کی دمعدی د 
ډاکترانو د توجه وړ وګرزيد،چه په پايله کی يوه استرليائی ډاکتر دا ميکروب
پخپل ځان وازمايه،او دائی ثابته کړه چه ددی ميکرب د له منځ وړلو نه بغير
دPeptic Ulcer يا دګيډې زخم دتکرار چانس خورا زيات دی٠نوموړي ډاکتر
ته ددی ستر کشف په وياړ څو کاله پخوا،دنوبل جايزه ورکړی شوه٠

مګر پدی هکله زه يوه په زړه پوری خاطره لرم چه غوړم تاسو محترمو لوستونکو
سره ئی شريکه کړم٠
په 1983 ميلادی کال دکابل دطب پوهنځي د تاسيس ٥٠ کاليزه ونمانزل شوه٠
ددی کليزی په وياړ د پوهنځي محترمو استادانو خپل علمي اثار د يوه لوی
کنفرانس په ترڅ کی وړاندی کړل٠يوددی استادانو نه محترم ډاکتر اشرف ځلمی
وو چه هغه مهال ئی د علي ابادروغتون کی دنده درلوه٠ دده علمی تحقيقاتو
ښوولی وه چه يو زيات شمير ناروغان چه د ګيډې ددرد نه شکايت لری،کله
چه دوی دګيډي عکسونه (radiography with barium) اخستل کيږی،نو د
راډيولوژي پروفيسور،محترم عبدالرحمن سليم ،تبصره دا ده چه هلته په اثناعشر
کی التهاب ليدل کيږی چه ديوه ذره بيني ژوندی موجود،ميکروب يا پرازيت
پر موجوديت دلالت کوی : Shocked (هغه وخت په افغانستان کی دgastroscopy
وسايل موجود نه ول،شايد يو دوه په عسکري روغتونوکی )
دغه راز،زما سره په روغتون کی يو ملداوي ډاکتر،چه دمعدی متخصص وو،
همکاروو،چه هغه هم ورته نظريات لرل٠

مګر دنوبل جايزه چا ترلاسه کړه!

بالخره دPeptic Ulcer تداوي :
دنوی ګروپ دواګانو په جوړولو سره چه د PPI په نامه ياديږي،داناروغي په
٥تر ٦ اونيو کی دعلاج وړ ده٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
باتور
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 03 جون   2008
ليکنې: 777

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   مارچ   07, 2009 4:43 am    عنوان   : Reply with quote

بې صدا وروره کور دي آباد . .

که په دې شان کله نا کله يو څه ځان ته وخت او زحمت ورکې، نو هم به زموږ دردونه دوا سي او هم به ستا کور ودانی وسي . .

دومره تحصيلونه، زحمتونه چي زموږ وطنوالو (ستاسو په شمول )، په ځانو ګاللي، د هغو د نتېجو يوه وړه فيصدۍ که د خپل ولس په خدمت کي صرف کړي، نو ولس به سوکه سوکه د سوکالۍ په خوا ور درومي .


په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ډوکتر څپاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 07 سپتمبر   2007
ليکنې: 247
ځای: Australia

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه مارچ   08, 2009 3:48 am    عنوان   : Reply with quote

محترم او دعزت وړ افغان باتور صيب ته سلامونه،
دتشويق نه مو ډيره مننه٠که محترم دوستان،په کومه مشخصه طبي موضوع کی
دمعلوماتوغوښتونکی وي،زه به هيڅکله داخپل مات کوډ مالومات دچا څخه
دريغ نکړم٠
په درناوی،
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
خیریوسی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 01 ميئ   2005
ليکنې: 879
ځای: افغانستان

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   مارچ   10, 2009 11:13 am    عنوان   : Reply with quote

ښاغلئ ډاکتر صاحب السلام علیکم ورحمة الله
ستاسو مسلکی لیکونو دروغتیا وخونی ته ښکلا ورپه برخه کړه الله جل جلاله دی اجر درکړی چې نورو هم خپل هیوادوال په نورو لیکونو ونازوی
وروره موږ و اثنا عشره ته په پښتوکې کوم نوم نه لرو؟
ما خپله ددغه نوم له امله ډیر څه پریښودله
مینه اومننه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
ډوکتر څپاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 07 سپتمبر   2007
ليکنې: 247
ځای: Australia

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   مارچ   11, 2009 1:28 am    عنوان   : Reply with quote

محترم ورور ته زما سلامون او ښي هيلی٠
د"اثناعشر"کلمه،لکه تاسو ته چه بهتره څرګنده ده عربي کلمه ده چه دلاتين ژبی
 duodenum  نه ژباړ شوی دي٠پښتو معنی ئی  دولس (12) ده٠
اثناعشر دانسان دوړو کولمو هغی برخی ته ويل کيږی چه دمعدي په تعقيب يا 
امتداد کی موقعيت لري او اوږد والی ئی  ١٢ ګوتې دی٠
په نورو ژبو کی هم مشابه نومونه لري٠

که ستاسو خوښه وي تاسو ئی کولی شی چه د دولس ګوتيزي کولمی په نامه
وبلۍ٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
عبد السلام
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 اګست   2008
ليکنې: 415

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   مارچ   11, 2009 11:55 pm    عنوان   : Reply with quote

ډير دروند او محترم داکترصاحب فريد بېصدا ته سلام:
دګټورو ليکنو اوزحمته مو يوه نړی مننه دلوی څيښتن څخه درته پوره توفيق
برئ اوسرلوړی غواړم چې په نورو ګټورومعلوماتومو  لا نور هم ونازوئ٠
په درناوي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
..Ahmadzai
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 07 جنوري   2008
ليکنې: 484

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جون   18, 2009 4:23 am    عنوان   : Reply with quote

وروڼو

السلام عليكم

محترم ډاكټر صاحب فريد بې صدا
ډير په زړه پورې موضوع دې وړاندې كړې وه.

محترما دطب د مسلك له أصولو يو دا هم دې چې د بل ډاكټر د نظر أو طريقه كار إحترام به كوې أو په عام محضر به پرې نيوكې نه كوې.

نو وروره زما دغه ليكنه به ستا دليكنې تكميلي برخه وګڼو هيله من يم چې إجازه به دې وي.

چون زيات خلك به د PPI په معنا نه وي پوه سوي أو همداسې ورته نورې جمله، نو د ښاغلي بې صدا په خبرو به زه لږ رڼا واچوم ترڅو عام وګړي هم پرې پوه سي
.
PPI يعني proton pump inhibitors چې دا يو قوي ضد تيزابيت دوا ده (مطلب مي له تيزابو څخه د معدې ذاتي تيزاب دي).

له نورو تيزاب ضدو څخه د PPI قوت أو ښوالى په دې كې ده چې دا د معدې د تيزابو د جوړيدو پراسس په أوله مرحله كی نهي كوي ( د معدي تيزاب HCL د پاريشل په حجرو كې جوړيږي كومې چې د معدې په ديوال كې موقعيت لري) يعني PPI تيزاب مخكې له دې چې معدې ته راورسيږي دجوړيدو په كارخانه كې ېې جوړيدل په تعويق غورځوي نو تيزاب جوړيدل ډير كميږي .

پدې خو پوه سو چې PPI دتيزاب ضد دوا ده يعني Anti acid ده.

PPI خاندان كې مهم أو مشهور درملونه دا دي : اوميپرازول، لازينوپرازول او نوې ېې پنټوپرازول ده............

Helicobacter Pylori چې إختصار يي H-Pylori ده دا يو ډير وړوكې بكتيريا ده چې د هضمي جهاز پورتنۍ برخه كې زوند كولى سي أو د معدې د تيزابو مقاومه ده، أكثراً د معدې په داخلي ګونځو كې شتون لري، وجود ېې حتماً د معدې په زخم دلالت نه كوي ځكه چې په ډيرو روغو خلكو كې په سالم أميزه ډول موجوده وي , خو د معدې دزخمي كيدو په حالت كې 70 تر 90% پكې دخيله وي، د دې ميكروب تشحيص أكثراً د يوريا له لارې كيږې ځكه چې دا بكتيريا يوريا جوړي چې دګاز په بڼه د ناروغ له نفس سره خارجيږې أو قياس يا أندازه كيږې، تداوي لپاره يې أكثراً مركب combine antibiotic أنتي بايوتيكونه په كار أچول كيږې چې مهم يي أموكسيسيلين او ميترانيدازول دي .

د معدې د زخمي كيدلو ډير علتونه سته چې د هغو ذكر به ډاكټر بې صدا درته وكړي أو كنه كه وخت ووِ زه به ېې درته وكړم.

تداوي

د تداوي لپاره د H-Pylori د موجوديت په حالت كې دريګونې أو يا هم څلورګونې تداوي پرمخ بيول كيږي پدې معنى چې درې ډوله درمله په يو وخت كې إستعماليږي چې دوه ډوله أنتي بايوتيك وي أو يو ډول PPI أو نور إضافي درمل هم ورسره إستعماليږي أنتي بايوتك څه وخت وروسته قطع كيږي أو PPI د څو مياستو لپاره جاري ساتل كيږي.
تداوي بايد د ډاكټر د هدايت أو لارښونې سره وسي په خپل سره هيڅ درمل مه إستعمالوۍ ځكه چې درملونه ډير زيات جانبي عوارض ځان سره لري.

په درنښت
ډاكټر أحمدزى
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طبیعي علوم او ریاضیات    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.