د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

پي ايچ پي په کوم پروګرام کشي جوړيږي ؟

زبير ساپى
02.03.2009

وروڼو!
زه غواړم په پي ايچ کښي ويب جوړ کړم.دا نه راته معلوميږي چي په کوم پروګرام کښي جوړيږي.او زده کړه يي په کوم ويب سايت کښي شته؟هيله په دي اړه معلومات راکړي.
د يادوني وړ ده چي زه کولاي شم له پښتو،فارسي،عربي،انګلش،اردو څخه استفاده وکړم.
نوکه په هر ژبه يي زده کړه درته معلومه وي هيله ده معلومات راکړي.
ډير مننه


شمشاد شينواری
03.03.2009

سلامونه ګرانه!
PHP کوم پروګرام نه دي، بلکې دا يوه ژبه ده لکه د HTML په ډول.
د PHP زده کړي لپاره پوهندوست بريښنايي پاڼي يو څه درسونه په پښتو ژبه برابر کړي دي. چې تاسو ښاغلې يې کولي شي چې د لاندي پيوند په کليک کولو سره ورشي.
[url]http://www.pohandost.com/forum/forumdisplay.php?f=14[/url]

نور لا زياتو معلوماتو لپاره لاندي سايټ وګوري
[/img][url]http://www.w3schools.com/php/php_intro.asp[/url]


زبير ساپى
03.03.2009

شمشماد صاحب!
ډير هډيره مننه الله تعالى دي ډير عمر در کړي.پوهندوست سايت مي هم وکوت ډير خوندور سايت وو خداي دي نور هم ښه کړي.


fida
09.03.2009

سلامونه قبول کړی...

ګرانه سلطان علی او نور ملګرو...

لکه څرنګه چی شمشاد صاحب وویل پی ایچ پی یو پروګرام نه دی چی ویب سایټ په جوړیږی..بلکی دا د کوډو یو مجموعه ده چی په یو طریقه سره یو ځای سی بیا ویب سایټ جوړه وی...

که مونږ نن پي ایچ پی ته کښینو او ټکی په ټکی یی زده کوو... دا به ډیر ستونزمن کار وی... او ډیر وخت به رانه واخلی..او په اخیر کی به بیا حیران یو چی دا کوډونه، شرطونه او جوابونه، صفونه او ډیټابیس او مختلف رنګه بلاوی څرنګه سره یو ځای کړو،، او څرنګه یو ښکلی پاڼه جوړه کړو...

مګر مګر...

د پی ایچ پی یوه غټه فایده دا ده چی دا یو اوپن سورس لینګویج دی... یانی هر څوک کولای سی چی ورباندی کار وکی او نوره ترقی ورکړی... داسی نه دی لکه مثلا ای ایس پی ډاټ نیټ ...

د اوپن سورس فایده دا را ووتله چی اوس تقریبا هر کوډر کولای سی چی پی ایچ پی ژبی ته نوی اصطلاحګانی او کوډونه ور اضافه کړی..او همدا وجه ده چی نن صبا پی ایچ پی مخ په ترقی روانه ده،، او ددنیا ویب سایټونه اوس اکثره په دی ژبه دی..

بله فایده یی دا وه چی د پی ایچ پی په مټ داسی د ویب سایټ جوړولو پروګرامونه جوړ سوه ... چی هغه هم اوپن سورس وه...

مثلا لکه :

جوملا

ډروپال

وورډ بریس

نیوک

مامبو

ایکسوفس

او نور مختلف...

دا ټوله پروګرامونه په دی ژبه جوړ دی او تقریبا د هر چا ضرورت پوره کوی...هغه که شخصی پاڼی وی که تجارتی او یا نور..

او دا ټوله پروګرامونه چندانی زده کړه نه غواړی...په ډیر اسانه سره په ویب سایټ یا ویب سپیس کی انسټالیږی...

مګر مونږ پښتانه یا د هغو ژبو خاوندان چی لیکنی د رستی خوا کوی...هغه تقریبا د اکثرو داسی پروګرامو سره په مشکل کی اخته وی... او ظاهره خبره ده، ددی مشکلاتو حل بیا اسانه نه وی هر چاته ...بلکی هغه سړی کولای سی چی دا مشکلات حل کړی... څوک چی لږ تر لږه په ایچ ټی ایم ایل او سی ایس ایس باندی تر یو حده پوه وی.. او یو وخت یی د پي ایچ پی په اړه یو څه نا څه مطالعه کړی وی....
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
بله خبره می دا کوله چی ګرانه سلطان جانه....او نورو دوستانو....

که غواړی چی د خپلو سوالو جواب تر لاسه کړی ... د هر څه له مخی سیرچ ته مخی کوی ...او په هغه ژبه سیرچ کوی چی تاسو په پوهیږی...

مثلا سلطان ورور په ډیرو ژبو پوهیږی او دا ټولی ژبی داسی ویب سایټونه لری چی ډیر خوندر معلومات پکشی دی...

د مثال په توګه که تاسو د جوملا په اړه معلومات غواړی ...
نو جوملا عرب ته ورشي...يا د جوملا خپل ویب سایټ ته ورسی...

http://joomlarab.net
http://joomla.org

mambo farsi

باندي سیرچ وکړی...

نیوک عرب باندی سیرچ وکړی...

مثلا او داسی نور...

تاسو په سیرچ کی لیکلای سی چی :

how to install joomla?
how to install mambo?
how to install nuke?

او آن که په یو تیوب کی سیرچ وکی ...ډیری ښی پایلی به تر لاسه کړی..او په عملی توګه به ووینی چی خرنګه خلګ دا پروګرامونه انستاله وی او څرنګه پری ویب سایټونه جوړه...

۰۰۰۰۰۰۰۰۰

نور وخت د لمانځه سو...

دخدای په امان..

فداء



طالب خان
26.09.2009

ګرانو او محترمو وروڼو،په تېره بیا محترم فدا صاحب، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
الله تعالی مو روغ رمټ اوپه خپلو ټولو رواچارو کې بريالي لره.
وروڼو! موږ غواړو چې دټول افغان،بېنوا،لروابرپه بڼه(البته دمحتوياتو له پلوه پوره اسلامي) وېب پاڼه پرليکه کړو. ستونزه مو داده چې په پښتوکې د داډول سمو،پوهو،مسلکي او وړ خلکو درک رانه ورک دی. مخکې موپه ايران اوپاکستان کې څو نمونې په بېلابېلو شرکتونو جوړي کړې خو په منځ کې به يې هماغه ستونزي راولاړي شوې چې نه به موږ سمولای سوای او نه هم ډیزاینرانو.ځکه کله چې به موږپښتو محتويات اپلوډ کړل نوهماغه دپښتو ستونزه به منځ ته راغله.
په پېښور کې ځينو ډیزاینرانو رانه ښايسته ډيري پیسې هم یوړې خوکاريې ونه کړ.ځکه نوموږ هم له آزمايشي بڼي داصلي هغې ته رانغلو.
آيا داسې څوک شته چې موږ ته دغه کاردحق الزحمې په مقابل کې وکړي؟
دوي دې ویب پاڼه ډیزاين کړي اوموږ ته دې شفرونه په لاس راکړي،نورمواد به موږ خپله ورپورته کړو.
که په دې کارکې راسره چا مرسته وکړه که خدای کول دمکې دحج هومره ثوابونه به يې په برخه سي. مننه


عبد السلام
29.09.2009

که په دې کارکې راسره چا مرسته وکړه که خدای کول دمکې دحج هومره ثوابونه به يې په برخه سي. مننه
_____________________________________________

که په دې کار کې چا راسره مرسته وکړه ، خدای دې دمکې دحج هومره ثوابونه 
ور په برخه کړي٠


محمد احمد حمي
30.09.2009

زبير جانه خداى به درسره مل شي ملا ورته وتړه

دا يوه سي ډي ده دپي ايچ پي پروګرام دټريننګ :
دا يې عنوان دى

[img:eca9eab56f]http://ecx.images-amazon.com/images/I/51G6YCTVQ6L.jpg[/img:eca9eab56f]

او دا لاندي يې دكښته كولو لينكونه دي :

http://www.filefactory.com/file/aa9278/__a2434bb__via_gigapedia.info__.html

http://www.filefactory.com/file/bf952d/__0e434bb__via_gigapedia.info__.html

http://www.filefactory.com/file/e6ceb4/__c7434bb__via_gigapedia.info__.html

http://www.filefactory.com/file/0fa257/__aa434bb__via_gigapedia.info__.html


محمد احمد حمي
30.09.2009

او دا هم يو بل كتاب دى دپي ايچ پي دزده كړي لپاره
له لاندي څخه يې كښته كولاى شي

http://www.rapidshare.com/files/120460087/Learning_PHP_and_MySQL_2006.chm


صديق اکرمان
01.10.2009

حميد صاحب ډيره مننه
ښاغلي زه يو بل شي کښي مشکل لرم هغه داچي د جمله (joomla.org)لپاره د تمپليت نه شم جوړولاي.له عربي سايتونو چي زه نور ډاونلوډ کړم هغه ډير درانه وي.زما داسي ټمپليت لکه دmorchal.com ،Benawa.com,larawbar.com پکار دي.که تاسو ته تمپليتونه او يايي هم د جوړولو طريقه در ته معلومه وي هيله ده را ويي ښياست.


محمد احمد حمي
01.10.2009

اكرمان صاحب خداى جل جلاله دي خوښ او خوشحاله لره :

له لاندي لينك څخه تيمپليتونه كښته كولاى شي :

http://www.rapidshare.com/files/97166675/Elemental___DarkMatter_-_June_07_Joomla_Templates.rar


محمد احمد حمي
01.10.2009

اوكه ډير تيمپليتونو ته دي ضرورت وي : نو دا لاندي درواخله :

http://www.rapidshare.com/files/121446113/Joomla-Templates-Collection.part01.rar

http://www.rapidshare.com/files/73847945/Joomla-Templates-Collection.part02.rar

http://www.rapidshare.com/files/73854481/Joomla-Templates-Collection.part03.rar

http://www.rapidshare.com/files/73862374/Joomla-Templates-Collection.part04.rar

http://www.rapidshare.com/files/73897119/Joomla-Templates-Collection.part05.rar

http://www.rapidshare.com/files/73870718/Joomla-Templates-Collection.part06.rar


محمد احمد حمي
01.10.2009

زبير جانه او نورو ملګرو ! السلام عليكم

تر څه پلټني وروسته مى دا لاندي ويډيو ټريننګ دپي ايچ پي دپاره پيدا كړئ چي په ښه ساده او واضحه انګليسي باندي پرى ږغيدلى ، شا اوخوا دوې 2 جيبي GB وزن لرونكى او ډير ښه ټريننګ دى ، په اصطلاح له A څخه تر Z پوري دپي ايچ پي په اړه هرڅه پكښى شته ، ما خپله هم كښته كړ او خوښ مي شو ، ځكه مي له تاسي سره هم شريك كړى.
ديادونى وړ ده چي دا پر شلو 20 برخو باندي ويشل سويدى چي هره برخه يې جلا جلا كښته كيږي ، خو دخوښى ځاى دادى چى كله يوه برخه كښته شي نو تاسي كولاى شى چي هغه دrar فارميټ څخه ايګزټركټ Extract كړئ او خپله زده كړه ورڅخه شروع كړئ ، ترڅو چي دوهمه برخه درته راكښته شي او بيا له هغې څخه زده كړه پيل كړئ او همداسي دريمه او څلورمه ... او نورى برخى درته راكښته كيږي .
دا فايلونه هيڅ ډول پاسورډ Password نه غواړي او پوره كار كوى .
خداى دى وكړى چي استفاده مو ورڅخه كړى وى.

دكښته كولو لينكونه يې په لاندي ډول دي :

http://www.rapidshare.com/files/149150334/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part01.rar
http://www.rapidshare.com/files/149150208/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part02.rar
http://www.rapidshare.com/files/149150271/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part03.rar
http://www.rapidshare.com/files/149150143/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part04.rar
http://www.rapidshare.com/files/149150405/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part05.rar
http://www.rapidshare.com/files/149150211/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part06.rar
http://www.rapidshare.com/files/149150319/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part07.rar
http://www.rapidshare.com/files/149151039/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part08.rar
http://www.rapidshare.com/files/149150300/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part09.rar
http://www.rapidshare.com/files/149150161/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part10.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153132/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part11.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153329/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part12.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153068/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part13.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153251/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part14.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153148/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part15.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153307/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part16.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153225/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part17.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153349/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part18.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153235/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part19.rar
http://www.rapidshare.com/files/149153450/Php-Video-Training-2008-v1.0_www.softarchive.net.part20.rar

ديادونى وړ ده چي كله مو يو فائل دركښته كړى نو سمدستى بل فايل نه شى كښته كولاى بلكه دپنځلس دقيقو 15 انتظار څخه وروسته بيا بل فايل دركښته كولاى شى .

:) :) :)
مينه او مننه


زبير ساپى
02.10.2009

محمد احمد حميدي صاحب!
ډيره مننه خداى دي په عمر برکت کړه.ښاغلي تاته به د افغانستان د نيټ سفيډ معلوم وي ډير کم دي.ما يي نن يوه مجموعه داونلوډ کړه پنځه نوي ايم بي وه.زما عرض دادي چي په دي کښي تاسو ته داسي نه دي معلومي چي کومي يي عربي دي.او يا هم د بينوا،لراوبر او مورچل په څير دي.تکليف معاف.په مينه


محمد احمد حمي
03.10.2009

زبير جانه دعاوي مو رب قبولي كړه.

ښه پوه نه شوم چي ستاسي مطلب ددې ليكني څخه څه دى، مهرباني به دي وي كه يې توضيح وكړي:

[color=blue:c34cd483e7](( چي په دي کښي تاسو ته داسي نه دي معلومي چي کومي يي عربي دي.او يا هم د بينوا،لراوبر او مورچل په څير دي.))[/color:c34cd483e7]

كيداى شي تر پوهيدو وروسته دخپل وس تر بريده مرسته درسره وكړم.

مننه


naimtullah
03.10.2009

محمد احمد صاحب په غالب ګومان د زبيرجان مطلب له دي څخه د جمله ټيمپليټونه دي.
دى وايې چې هغه ټيمپليټونه راته مشخص کړه چي کوم د عربي لپاره دي ، او د کومو څيرې د بينوا يا مورچل په څير وې.
بينوا خو په PHP کې جوړه شوې پاڼه ده فکر نه کوم چي په جمله کې دي هغه قسم ټيمپليټ پيدا کړي .


محمد احمد حمي
03.10.2009

نعمت الله جانه ! خو په مخكنيو ليكنو كي دجملې دټيمپليټونو غوښتنه صديق اكرمان صاحب كړيده زبير جان نه ده كړي .
خو بيا هم څه معلومات به وړاندي كړو :

لاندي لينك وګورئ:

http://arabic-template-joomla.blogspot.com/

ديادوني وړ ده چي دجمله پروګرام خپله بحث خونه (فورمونه) لري دا يې لينك دى:

http://forum.joomla.org/

دخوښى خبره لا بله دا چي همدا بحث فورمونه په عربي ژبه كي هم شته :

http://forum.joomla.org/viewforum.php?f=17

هيله ده چي يو څه مشكل مو پرې حل شوى وي.


صديق اکرمان
03.10.2009

حميدي صاحب
ډيره مننه زيات تکليف دي کړى دي.ددومره تمپليتونو موندل لوى غنمت دي.
زما خيال زبيرهم د عربي دري کالمه ټمپليتونه په لټه کښي دى.تاسويو وار morchal.comوګوري دا يي هم جمله کښي جوړ کړي.او يا هم Ghorzan.net زه له ډيره وخت په دا رقم ټمپليټونو پسي ګرځم.خو متاسفانه هيچيري مي پيدا نکړل.دلته زما يو ملګرى دي هغه ويل چي په جمله کښي مورچل په څير ټمپليټ نه شي جوړيداى.خو چي مورچل مي ورښکاره کړ.اوس هغه هم پسي ګرځي خو چيري يي نه دي پيدا کړي.بله پوښتنه دا چي په firefox باندي مونږ د کوم سايت تمپليت راخستلى شو کنه؟ما داسي واوريدلي چي فاير فوکس ته يو پلاګين ور انستاليږي.دهغو په مرسته مونږ کولاى شو چي د کوم ويب سايت تمپليت را وا اخلو.هيله ده په دي اړه هم معلومات راکړي.


محمد احمد حمي
15.10.2009

ګران زبير جان او محترم صديق اكرمان صاحب:
دا نوى معلومات مي درته پيدا كړيدى:
په لاندي پاڼه كي ساده او واضحه اردو ژبه باندي دډيرو پروګرامونو لپاره كورسونه شته مينه وال كولاى شي چي دخپلي خوښي شى ورسره شروع كړي:

http://www.itdunya.com/forumdisplay.php?f=27

دپي ايچ دكورس پاڼه يې دا لاندي ده چي تر اوسه پوري دوه ويشت 22 كورسونه پكښي وركړل شويدى:

http://www.itdunya.com/forumdisplay.php?f=101

ډير ګټور كورسونه دي چي ما خپله هم ډيره ګټه ورڅخه ترلاسه كړه ، په تېره بيا دايډوب فوټو شاپ كورسونه يې هم ډير خوندور دي.

ياده دي وي چي پښتانه كمپيوټر پوهان هم بايد خپلي ښووني په پښتو ژبه باندي دخپلو هيوادوالو دپاره وړاندي كړي.

مننه


زبير ساپى
16.10.2009

حميدي صاحب ډيره مننه!ډيره په زړه پوري ويب پاڼه ده.تا يادونه کړى وه چي پښتانه کمپيوټر پوهان دي دلته کورسونه شروع کړي.تاسو به ټول افغان بحث فارم د د کمپيوټر برخه مخکې نه وه ليدلي .تر اوس ډير ليکني پکښئ کيدلي.ډير ښه کمپيوټر پوهانو مخکي ليکني پکښي کولاي لکه شمشاد شنيوارى،عبدالرحمن فدا خو متاسفانه ليکنې به يي وکړې چا به يي ځواب نه ورکاوو هغه زړه توري شول. په دي برخه کښي نور هم ډير ياران وو لکه:ګلام خان يحى خيل،احمد ولي افغان،کټوازى،رحمت ف،پښتون زلمى،عارف افغان او داسي نور.هغه اوس يو هم نشته.حجره خالي ولاړه يي.


محمد احمد حمي
22.10.2009

محترمو دپي ايچ پي دزده كړي په اړه مي دا بل كتاب تر لاسه كړى ، دلاندي لينك څخه يې كښته كولاى سئ:

ټول مخونه: 487
| PDF | 8.13 MB

http://rapidshare.com/files/135062507/PHP_Solutions_Dynamic_Web_Design_Made_Easy.rar.html


مصطفى مهاجر
23.10.2009

محمد احمد حميدي صاحب ډيره مننه ښاد اوسي.زه له ډيره وخت دداسي کتاب په لټه کښي وم.


صديق اکرمان
24.10.2009

محمد احمد صاحب ډير مننه.زيات په زړه پوري کتاب دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more