د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

ډير كوچنى خو ډير ګټور او پوره كار كوونكى اينټي وائرس Anti Virus

محمد احمد حمي
11.02.2009

السلام عليكم
ټولو درنو زړه ته را تيرو ملګرو ته نيك سلامونه او پيرزويني وړاندي كوم
وروڼو دا يو اينټي وائرس پروګرام دى چي ډير كوچنى خو كه خداى كول ډير ګټور دى ، ځكه چي زه يې پخپله له دوو كالو راهيسي استعمالوم او وخت په وخت يې له ډيرو غټو غټو بلاوو څخه خلاص كړى يم ، دده دا خاصيت دى چي هركله ستا كمپيوټر ته يو داسي ويروس ننوزي چي غواړي ستا كمپيوټر ستا له كنټروله وباسي نو دى سمدستي اطلاع دركوي ، او هم يې ستا په اجازه سره ډيليټ كوي .
پروګرام رجسټرډ ورژن دى نوم او سيريل نمبر ورسره مل دى .
له انسټال كولو څخه وروسته يې ميني مائز كړئ ، ترڅو دى هميشه دډسك ټاپ په كُنج كي دتيار سئ په حالت كي وي ، او كله چي مو كمپيوټر لومړى سر روښانه شي نو دى پخپله سټارټ كيږي بايد بند يې نكړو بلكه ميني مائز يې كړو ، ان شاء الله دويروس دپاره ډيره زوروره توره ده ، زما تجربه پردې شاهده ده .
ددې پروګرام څخه سخت تاوان هله پېښيږي كه چيري موږ خپله دكمپيوټر سي ډرايو په ده باندي سكين كړو او بيا په سلهاوو ويروسونه راوباسي او هغه موږ ډيليټ كړو په دې ډول به مو دكمپيوټر يو پروګرام هم بيا كار ونكړي ، بلكه بې له سكينه تر انسټالولو وروسته دى خپل كار ته پرېږدئ ، چى دى په خپله ويروسونه او تورجنونه ډيليټ كړي .
پروګرام په لاندي پاڼه كي موجود دى:
http://rapidshare.com/files/196809743/Trojan_Guarder_v2.2.zip.html
په پروګرام باندي دكار كولو په وخت كي كه هر ډول پوښتنه پيښه شي ، كه خداى كول هم دلته به يې جواب دركوو .

مننه او كوروداني


ابومحمدحنفي
20.02.2009

جزاك الله ربي احسن الجزاء

الله جل جلا له دي په دواړه جهان كي كامياب كړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more