د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

XP غوره ده كه Vista ? كارپوهان څه وايي ؟

محمد احمد حمي
11.02.2009

پروګرام جوړونکي وینډوز ایکس پي پر ویسټا غوره ګڼي

د جنوبی امریکا ډیر پروګرام جوړونکي اوس هم د وینډوز ایکس پی چلوونکی سیستم له پاره پروګرامونه جوړوی ځکه چې کارونکي د ویسټا دنیمګړتیاو له کبله دویسټا سره دومره مینه نه ښیي. د هغه سروې له مخې چې تېره اونۍ شوې دا په ډاګه کوي چې د پروګرام جوړونې په ډګر كي به د ویسټا پرمختګ په ۲۰۰۹ ز کال کي راشي.

د هغه سروې له مخې چې Evans Data Corp. کړې یواځې ۸ سلنه د ۳۸۰ څخه پروګرام جوړونکی ویسټا ته پروګرامونه جوړوی ، په داسې حال کې چې ۴۹ سلنه لا تر اوسه ایکس پی ته پروګرامونه جوړوي.

ښاغلی جان اندریوز د Evans Data Corp. رئيس وویل دهغه نیمګرتیاو له کبله چې په ویسټا کې شته ډیرى د پروګرام جوړونکو څخه مخکې له دې چې دویسټا له غوره والی نه ګټه واخلي او پروګرامونه ورته جوړ کړي غواړي چې صبر وکړي او وګوري چې څه بدلونونه به رامينځ ته شي.

سروې دا هم په ډاګه کوي چې ۲۹ سلنه د پروګرام جوړونکو ایکس پی، ۲۴ سلنه ویسټا ته او په ټولیزه توګه ۶۷ سلنه وینډوز ته او ۱۵ سلنه لینکس ته پروګرامونه جوړوي.

(دا ليكنه عبدالحلیم يوسفزی كړيده)
او ما له مشرق سافټ څخه رانقل كړه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more