تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
په ip address دسايټ خلاصول
naimtullah
27.01.2009
Convert URL to Ip Address
دټول افغان محترمو لوستونکو ! السلام عليکم
نن ورځ به زده کړو چې څنګه يو URL په Ip Address بدلوو ؛ ددې لپاره کوم سافټ وير ته اړتيا نشته ؛صرف تاسو تر ټولو لومړى
١. Dos Prompt خلاص کړئ.
٢.C:\>ping URL of sit بيا انټر (Enter) ووهئ.
٣. پدې سره به ستاسو ته د هغه سايټ Ip Address پيداشي.
مثال مونږ غواړو د ياهو سايټ www.yahoo.com Ip Address معلوم کړو نو داسې به ورته ليکو.
C:\>ping www.yahoo.com
له دې څخه وروسته به مونږ ته لا ندې نتيجه پر لاس راشي.
Pinging www.yahoo.akadns.net [209.131.36.158] with 32 bytes of data:
بيا د Yahoo ياهو سايټ په Ip Address داسې خلاصولاى شو.
http://209.131.36.158
له دې سره به ياهو (Yahoo) سايټ خلاص شي.
محمد احمد حمي
11.02.2009
السلام عليكم
ډير ګټور معلومات دي وړاندي كړيدى ، نعمت الله جانه خداى دي دير لوى اجر درلره دركړي .