د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ماشوم دخپلو خوړو څخه دمسکین دپاره څه سپموی

خیریوسی
27.01.2009

لس کلن ماشوم دچای کافی په دکان کې ګڼه ګوڼه ولیده ماشوم هم ودکان ته ننوت
د دکان خدمتګار دماشوم څخه پوښتنه وکړه ورورکیه څه غواړی چای ، کافی که ایس کریم ؟
ماشوم ورته وویل ایس کریم
خدمتګار ویل څه رنګه ایس کریم درته راوړم دکاکاو که ساده
ماشوم ورته وویل دکاکاو ایس کریم په څو دی اوساده ایس کریم په څو دی ؟
خدمتګار وماشوم ته په غوسه وویل دکاکاو ایس کریم په پځه ډالره او ساده ایس کریم په څلور ډالره
ماشوم ورته وویل ماته ساده ایس کریم راوړه
خدمتګار هم ډیر ژر ایس کریم او دڅلورو ډالرو بیل پر میز وماشوم ته کښیښود ماشوم دبیل قیمت څلور ډالره وخدمتګار ته ورکړه ایس کریم یې وخوړئ
او یو ډالر یې وخدمتګارته پر میز باندی پریښودی او ددکان څخه بهرووت
کله چې خدمتګار دمیز وپاکولو ته راغلی که ګوری ماشوم یو ډالر پر میز ایښی دی خدمتګار چې ډالر ولیدی سترګې یې داوښکو څخه ډکې شوی پر خپل ځان یې ډیر افسوس وکړ چې ما وماشوم ته په درد جواب ورکاوه او دځان سره می دا ویل چې ماشوم به میز ټول په ایس کریم ولړي او هغه زما په فکر کې وچې زما دپاره دخپل خوراک څخه څنګه څه وسفموی
په درناوی


باتور
14.02.2009

ajaaza خانه محترمه !

ستا ټولي ليکني له ښې، له علمي محتوی ډکي اود قدر وړ دي . . هره يوه يې په شوق سره لولم . .

لېکن ددې ماشوم اصليت هم موږ ته را په ګوته کړه، چي په کومه ټولنه کي زېږېدلی دی، د پښتنو ماشومان خو د دې توان نه لري چي په څلور ډالره ځان لره آيس کريم واخلي او بيا يو ډالر بخشش هم پسې ورکړي، دا به ضرور د عربو د شېخانو اولاد وو . . .

په درنښت


خیریوسی
15.02.2009

باتور صاحب جوړ روغ اوسې
وروره وتاسو ته کور ودانئ وایم چې زما لیکلې کرښی مو خوښی شوی دی
کوم چې دډالر خبره ده کیدای شی چې کوم غربی هیواد وی

یوه وړه کیسه به بله هم وماشومانو ته ولیکم

دوه ملګرې توریالۍ او بریالۍ یو بل ته ډېر ګران وه کله چې به دمکتب څخه راستانه شوه نو به یې په بڼ کې لوبی کولی دتوریالي موټران ډېر خوښ وه دخټو او تختو څخه به یې موټران جوړول اود بریالي کرهڼهډېره خوښه وه څه به یې کرل
بریالي غوښتل چې ګلان وکري او دګلانو دپاره خاوری دبل ځای څخه راوړی نو به یې یو سطل دخاوروڅخه تر سره ډک کړي په ډېر تکلیف به یې وهغه ځای ته یووړي په کوم ځای کې چې ده غوښتل ګلان وکري
توریالي دبریالي څخه پوښتنه وکړه
هلکه یومن پومبه غټ دي که عقل ؟
بریالي وتوریالي ته وویل پومبه
توریالي وبریالي ته وویل نه نه داسی نه ده عقل ډېر غټ دی
که ته لږ څه دعقل څخه کار واخلې هغه دي یو بل سطل هم شته دیوه سطل خاوری په دوو سطلو کې وویشی په ډېره اساني سره به نوموړی کار وکړی او ته به هم ډېر نه ستومانه کېږي
بریالي هم داسی وکړه او دتوریالي ته یې وویل په رشتیا چې که سړۍ دعقل څخه کار واخلی نوبه سخت کارونه ډېر اسانه شی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more