د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دعلم ډيوه

naimtullah
22.12.2008

سلطان محمود غزنوي د سبګتګين پاچا زوى ؤ ، هغه يو زړور سرتيرى،تجربه کارجنرال، انصاف خوښونکى پاچا او رښتنى مسلمان ؤ ،هغه به د عالمانو زيات قدر کولو لوى لوى عالمان به د هغه په دربار کې راغوڼد و.
محمود پدې وخت کې د کم عمر ؤ يو شپه د کوم کار لپاره له شاهي محل څخه د باندې تللى وپه هغه وخت کې په سړکونو او لارو کې برقي څراغونه نه وؤ.
يواځي په لويو لويو څلور لارو کې به په کمبو باندې څراغونه ځوړند و، کله چې هغه دباندې وتلو دشاهې محل يو خادم هم ورسره څراغ واخيست او له ده سره روان ؤ چې يو ځاى يې څه وليدل چې په يو ځاى کې تر کمبې لاندې څراغ ځوړند و او تر هغه لاندې يو هلک ولاړ ؤ کتاب يې ويلو.
محمود هغه طرف ته ولاړ او ور څخه يې پوښتنه وکړه : ته څوک يې؟ هغه هلک په ډير ادب سره ځواب ورکړ ((حضور، زه يو زده کونکى يم. محمود غزنوي بيا تر پوښتنه وکړه ((پدې وخت کې دلته ولې ولاړ يې؟)) .
هلک ځواب ورکړو (( حضور، زما مور او پلار ډير غريبان دي، زما لپاره دچراغ خرچ نشي براداشت کولاى. ځکه نو زه دلته راځم او تر سرکاري چراغ لاندې درس زده کوم.
محمود چې کله دا واوريدل نو خپل خادم ته يې وکتل او هغه ته يې وويل (( ته له دې هلک سره ولاړ شه دا چراغ او د يوه کال د تيلو خرچ د ده کورنۍ ته ورکړه)).
خادم چراغ واخيست او له هلک سره کور ته ولاړ چراغ او د هغه د يو کال د تيلو بيه يې ورکړه.
په هغه شپه چې کله محمود ويده شو په خوب کې يې يو بزرگ وليد هغه ورته وويل ((محموده ! تا د يو غريب طالب العلم په کور کې د علم ډيوه روښانه کړه، الله تعالى به په دې شان ستا نوم روښانه کړي)).
کله چې محمود غزنوي پاچا شو ، په هندوستان يې ١٧ حملې وکړي او د اسلام نوم يې وځلاوه، او دې ده نوم هم په تاريخ کې د ډيوې په څير روښانه شو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more