د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مورجانه ! ايا کله مو دا سوچ کړي ؟

میوند ننګیال
25.11.2008

١: ته چه کله يوکلن وي پاک به يي ووينځلي اوخپلي سپيڅلي شيدي به يي در
کړي او تا به په بدل کي ټوله شپه ژړلي چه دورځي به هم ستړي وه درسره او د
شپي به يي هم خوب نه وه ٠
٢: کله چه ددووکالو شوي ستاد قدم وهلو لپاره يي ډير محنت کاوه چه وګرځي
اوچه کله به يي چه درته ناري کړي تا به تري منډه کړه٠
٣: کله چه ددرېو کالو شوي هر هغه شې چه ستا به په خوراک کي خوښ وه درکوه
اوتا به په بدل کې ورته کاسه او ديکي په ځمکه ويشتل٠
٤: کله چه د څلورو کالو شوي په ډيره مينه يي قلم درکړ تر څو دقلم سره اشنا شي
او تا به په بدل کي ورته ټول ديوالونه او با لښتونه په رنګ ولړل٠
٥: کله چه د پنځو کا لو شوي داختر لپاره به يي درته ښايسته کالي تيار کړل او
تا به وشکول٠
٦: کله چه دشپږو کالو شوي په ډيره مينه يي په ښوونځي کي داخل کړي خو تا
ژړل چه زه ښوونځي ته نه ځم٠
٧: کله چه د لسو کالو شوي مهرباني مور به په درواځه کي ستا انتظار کاوه تر
څو د ښوونځي نه راشي او ښکل دي کړي خو چه ته به راغلي نوپه منډه به خپلي
کوټي ته لاړي ٠
٨: کله چه د پنځه لسو کالوشوي خپل ځان يي هير کړي وه اوشپه ورځ به يي ستا د
د کاميابي لپاره دعا غو ښتله او تا به ورته ويلي چه زړه شوي يي ٠
٩: کله چه د شلو کالو وي ګراني مور به درنه وغوښتل تر څو ورسه د خپلوانو
پښتني ته لاړ شي خو تا به د ملګرو سره تر نا وخته نا سته خوښوله٠
١٠: کله چه بنځه ويشت کلن شوي دژوند دټولونه غټه خو شحا لي
چه د مور جاني ارمان وه هغه ستا واده خوتا چه کله واده وکړ لري تري لاړي او د
خپلي ښځي لپاره د مور نه لري اوسيدي٠
١١: کله چه ديرش کلن شوي نو ستا د اولاد په باره کي يي درته نصيحت کا وه او تا
به په بدل کي ورته ويلي چه زما او زما په بچيانو کي کار مه لره٠
١٢: کله چه پنځه ديرش کلن شوي نو درته يي وويلي چه ګرانه زويه يو څو دقي راسره کينه تا به په جواب کي ورته وويلي چه زه وخت نه لرم٠
١٣: کله چه څلويښت کلن شوي چا درته وويلي چه زړه سواندي مهربانه ګرانه مور
دي نا جوړه ده يو ځلي پوښتني ته ورشه تا ورته په جواب کي وويلي چه اوس هم
تري نه خلاصيږو٠
هغه مور چه دهغي د مبا رکو خپو لاندي جنت دي هغه مور چاچي ټول عمر ستا د
کا ميابي لپاره په نيمه شپه کي د تهجدو لمونځ کاوه او ستا لپاره يي د لا يزال رب نه دعا غوښتله هغه مور چه کوم وخت ددي دنيا نه رحلت کوي په والله چه دخپل ځان قيصه کي نه يي او په ځنکدن کي هم ستا لپره درب نه دعا غواړي هغه مور چه تر څو به ته نه وي راغلي کورته دشپي تر ناوخته به يي ستا انظار کا وه او ستا لاره به يي څا رله هغه مور چه په ژوند کي يي يو ځل خداي انسان ته ورکوي چه درب لايزال د ټو لو نعمتونو نه لوي او بي سارۍ نعمت دي راځي چه نن يوه پخه وعده وکړو چه د خپلو ګرانو مورګانو په خدمت کي يوه ثا نيه هم پا تي رانشو٠
ګرانو ورونو دا رسا له اول ما ځانته او بيا هر هغه چا ته چه د خپلي خوږي مور سره مينه لري ليکلي٠
٠ اللهم يا ذا الجلال و الإكرام يا حي يا قيوم ندعوك باسمك الأعظم الذي إذا دعيت
به أجبت! ! ! ، أن تبسط على والدتي من بركاتك ورحمتك ورزقك
اللهم ألبسها العافية حتى تهنئا بالمعيشة ، واختم لها بالمغفرة حتى لا تضرها
الذنوب ، اللهم اكفيها كل هول دون الجنة حتى تُبَلِّغْها إياها .. برحمتك
ياارحم الراحمين
اللهم لا تجعل لها ذنبا إلا غفرته ، ولا هما إلا فرجته ،
ولا حاجة من حوائج
الدنيا هي لك رضا ولها فيها صلاح إلا قضيتها, اللهم ولا تجعل لها حاجة عند
أحدغيرك
اللهم و أقر أعينها بما تتمناه لنا في الدنيا
اللهم إجعل أوقاتها بذكرك معمورة اللهم أسعدها بتقواك

اللهم اجعلها في ضمانك وأمانك وإحسانك
اللهم ارزقها عيشا قارا ، ورزقا دارا وعملا بارا

اللهم ارزقها الجنة وما يقربها إليها من قول اوعمل ، وباعد بينها وبين
النار وبين ما يقربها إليها من قول أو عمل ٠


N.Intezar
07.02.2009

ګرانه وروره سلامونه مې ومنه ! باور دې وشه چې ډيره ښکلې او په زړه پورې ليکنه مو کړې ده ما ته خو مو خپله ګرانه او د قدر وړ مورکې راياده کړه ٠
خدای ج دې دمور سيورې د چا د سره نه لرې کوې پوره څه د پاسه يو نيم کال کيږې چې ترې لرې يم او کله چې هم دمسافرې په دې تنګ ماحول کې تنګ شم نو ورته تليفون کوم او بيا مې زړه ښه وي د کوچنې ماشوم په شان خوشحاله شم ٠ لوې خدای ج تاسو ته ددې ليکنې اجر او ثواب درکړې ٠

د ټولو ځوريدلو ميندو د خوشحالې او نيکمرغې په هيله


رښتینی
08.02.2009

.
.
.
.
.
[color=blue:fec5d0fe60]عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : جاء رجل إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال : يا رسول الله من أحق الناس بحسن صحابتي ؟ قال (( أمك ، قال ثم من ؟ قال : أمك ، قال : ثم من ؟ قال : أمك ، قال : ثم من ؟ قال : ثم أبوك)) . رواه البخاري ومسلم [/color:fec5d0fe60]

ژباړ:
ابوهريره رضي الله تعالي عنه وايي :يوسړۍ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته
راغي او ورته ويي ويل :په خلكو كي له چا سره بايد ډيره ښيګړه او ښه ژوند
وكړل شي ؟
رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته ويل : له خپلي مور سره
هغه سړي وويل بيا ؟
رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل :له خپلي منور سره
هغه سړي وويل بيا ؟
رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل : له خپلي مور سره
هغه سړي وويل بيا ؟
رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل : بيا له پلار سره

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more