د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ملي خاين ته...

ويښ ځلمی
12.09.2002

[color=white:9c1a75988b]مشهور سندرغاړی او شاعر اسماعيل اړم
..................................................... ملي خاين ته.....................................................
ملي خاين ته اوس لقب د قهرمان ورکوي
..............................................................يو گوډاگئ وينم چې بل ته دا فرمان ورکوي
دواړه ددې خاورې دښمن د شرق او غرب په لمسون
....................................................................د شهيدانو حق خاين ته خاينان ورکوي
هغه چې لوټ او ورور وژنې زمونږ ملک کې وکړې
.................................................................عالي تقدير دورور وژنې رهبران ورکوي
ولې افغان ولس ته حق د قضاوت نشته دی
................................................................دا ددوي کار دی او دغه بهرنيان ورکوي
د کونډو رنډو يتيمانو او وطن دښمن ته
.................................................که وخت ئې راغی سوک په خوله به افغانان ورکوي
اړمه پاڅېږه آواز د عدالت که پورته
......................................................حق به حقدار ته پدې ملک کې شاعران ورکوي[/color:9c1a75988b]



Shponkay
16.05.2003

اړم صيب څومره ښه شعر دې ليكلي_ ډير ښه، ستا شعرونه سرې سكروټې دې، لږ حوصله نوره هم وكړه دا سكروټې به اخير اخير ددې خاينانو كورونو ته اور واچوي .
اوس به چيرته د مسافرۍ ژوند تيره وي خو په هر ځاى كې چې وي خداى دې روغ او جوړ لره
يو خبره چې د ياده مې ونوځې كه نوي تازه شعرونه لري نو ټول افغان ته يې راوليږه ډير به خوښ شم
ستا د شعرونه تږى



طالب جان
24.05.2003

وروره اړم صيب ژوندي اوسي نور هم دي خاينانو ته ا٠ړ مشه او تر څو چي دي په توبو نه وي راوستلي چي پري يي نژدي د ټول افغان ښكلي صفحي له لاري مو هميشه په خپلو ښايسته شعرونو نازوه بريالي او نازولي اوسي په مينه او مننه


سلامونه!

ويښ ځلمی
20.06.2003

قدرمنو وروڼو هر يو ثناخيل او طالب جانه زما نيکې هيلې او تاوده سلامونه ومنی
خدای دې وکړي چې روغ او جوړ اوسې. ښکاره خبره ده چې ستاسو ليکنو ته ناوخته ځواب وايم ددې اصلي وجه دا وه چې زه خپل د ښوؤنځي په آزموينو بوخت وم.
بايد تاسو دواړو ته او ددغه بحثي فورم نورو غړو ته دا په ډاګه کړم چې زه ويښ ځلمی يم او زه اسماعيل اړم نه يم. اسمعيل اړم سره پيژندګلوي لرم. هغوي زمونږ د هيواد يو تکړه شاعر او سندرغاړۍ دی. ددې برعکس زه يو زده کوؤنکۍ يم .
طالب جانه په راتلونکي کې به زه د اړم صيب نور شعرونه هم دلته وليکم!

خوشحاله اوسۍ


د طالب جان په فرمايش

ويښ ځلمی
21.06.2003

[color=white:32e77e1ec0]د اسمعيل اړم يو بل شعر
..........................................اخلي انتقام..........................................
اخلي انتقام رانه راغلۍ بيا فرنګ دی
......................................سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی
دوه نيم ميليونه يې مړه کړه امريکې سره روسانو
................................................رپېږي بيرقونه لور په لور په شهيدانو
کوڅې زمونږه ډکې دي په کونډو يتيمانو
......................................تاريخ زمونږ شاهد دی پدې پوه شی افغانانو
خر هماغه خر خو بدل شوی يې پالنګ دی
................................................چړي دی که طالب يا تنظيمونه ملايان
دا ټول همدوي پيدا کړه دغه هر چاته عيان
........................................افغان په افغان وژني پدې ملک کې خاينان
پخوا نه يې روزلي دغه کار ته ګوډاګيان
...........................................راغلي دښمنان دا يې چل دا يې نيرنګ دی
سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی
........................................................عجيبه نتيجه او ثمره شوه د جهاد
چاپير رانه دښمن دی ځانته وايمه آزاد
..........................................مادي او معنوي سرمايه لوټ شوه په هيواد
وطن مې دړې وړې دښمنانو کړ برباد
....................................په شمع سوزيدلۍ ځای په ځاۍ وينم پتنګ دی
سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی
...............................زمونږ ملک يې اشغال ايران عراق ته کړي ګواښونه
ځای پر ځای قوې د بيګانه پرتې جنګونه
...........................................شخصي ګټې لپاره خلګ وژني او مرګونه
تر سترګو يې لاندې کړي دي کانونه معدنونه
......................................لاسونه ورته يو کړی د افغان په وطن ننګ دی
سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی
......................................ازبک دی که تاجک او هزاره دی زمونږ وروڼه
ځان دې پدې پوه کړه بل څوک ندي ای پښتونه
.........................................دښمن مو جنګوي خپلو کې وژني دا قومونه
مرګ ته د افغان يې غزولي دي دامونه
....................................راغلۍ شاه شجاع ورسره خوا کې تيمر لنګ دی
سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی
...................................دا زنځير شلولي وحشيان بند پخپل زنځير کړی
آزاد ترينه وطن او دښمنان د خاورو ګير کړی
.......................................................الله اکبر سره نعره بيا د تکبير کړی
غږ د آزادۍ خولې نه پورته په تدبير کړی
.........................................ننګ چې په وطن نکړي اړمه دا بې ننګ دی
...................سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی.....................
[/color:32e77e1ec0]



هيواد شېرزاد
22.06.2003

ګران او د قدر وړ ورور ويښ ځلمي ته :!:
لومړی تر هر څه زما درانده سلامونه ومنه.

د اړم صيب ډېر ښکلي شعرونه مو په پاڼه کې ليکلي دي، رب العالمين دې نورې برياوې هم درکړي.

زما يوه غوښتنه وه: هغه دا که چېرې تاسې په راتلونکي کې وکوﻻئ شئ چې شعرونه د شعرونو په برخه ( بخش ) کې وليکئ، زما په اند دا به ښه شي.


ويښ ځلمی
23.06.2003

ګرانه هيواد جانه خدائ دې مه کموه!
له نيکو هيلو نه دې ډيره مننه او کور دې ودان . څرنګه چې تاسو ګورۍ د اړم صيب شعرونه (سياسي) اړخ لري نو ځکه ما ته دغه د سياسي بحثونو ځای مناسبه ښکاره شو. خو ستاسو نظر هم بد نه دی انشاءالله چې پس له دې به همداسې وکړم څرنګه چې مو وړانديز کړی. کچيرته ستاسو دا هم خوښه وي چې زه همدا ليکل شوي شعرونه د شعرونو په ځای کې وليکم او له دغه ځای نه يې ړنګ کړم نو بس صرف يوه اشاره راکۍ.؟

ستاسو مخلص
ويښ ځلمی



هيواد شېرزاد
24.06.2003

ګرانه وروره سلام مې ومنه
له ځواب څخه مو يوه دنيا مننه٠
ستا خبر پرځای ده چې د اړم صيب زياتره اشعار سياسي بڼه لري٠ زما غوښتنه دا وه چې په [color=darkblue:53dc165984]راتلونکې[/color:53dc165984] کې که تاسې وکوﻻئ شئ چې شعرونه د شعرونو په برخه کې وليکلائ شئ نو ښه به وي، او دا چې هلته په (( سياسي، ادبي او ټولنيز بحثونو)) کې ليکل شوي هغوئ دې هملته وي٠ :)


Re: سلامونه!


طالب جان
24.06.2003

[quote:8bff3e0f0a="ويښ ځلمی"]قدرمنو وروڼو هر يو ثناخيل او طالب جانه زما نيکې هيلې او تاوده سلامونه ومنی
خدای دې وکړي چې روغ او جوړ اوسې. ښکاره خبره ده چې ستاسو ليکنو ته ناوخته ځواب وايم ددې اصلي وجه دا وه چې زه خپل د ښوؤنځي په آزموينو بوخت وم.
بايد تاسو دواړو ته او ددغه بحثي فورم نورو غړو ته دا په ډاګه کړم چې زه ويښ ځلمی يم او زه اسماعيل اړم نه يم. اسمعيل اړم سره پيژندګلوي لرم. هغوي زمونږ د هيواد يو تکړه شاعر او سندرغاړۍ دی. ددې برعکس زه يو زده کوؤنکۍ يم .
طالب جانه په راتلونکي کې به زه د اړم صيب نور شعرونه هم دلته وليکم!

خوشحاله اوسۍ[/quote:8bff3e0f0a]ګرانه وروره ويښ ځلمي صيب سلامونه مي ومنۍ هميشه ځلمی اوسی دمسلمانانو په مقابل کي دکفارو چا لونو ته ويښ اوسۍ وروره ستاسي په اړه چي ما کومه سهوه کړي د هغي په وجه له تاسي درانه او قدرمن ورور څخه بخښنه غواړم وروره تاسي چي داړم صيب کوم خوندور اشعار دلته ليکلي دي الله پاک دي تاسي ته اجر درکړي په راتلونکي کي مو هم مه هيروۍ .


سلامونه!

ويښ ځلمی
24.06.2003

قدرمنو ورونو هر يو هيواد شيرزاد او طالب جانه ستړي مه شۍ!
پس له سلامونو لمړئ هيواد ورور ته عرض کوم چې بلکل سمه ده پس له دې به شعرونه هماغلته ليکم. خدائ مو خوشحاله لره.
طالب جانه خدائ دې نه کوي چې تاسو سهوه وکړئ. د بښنې وړ خبره نده. ستا له نيکو خبرو او له نيکو هيلو منندوئ يم. خدائ دې ښه درسره وکړي.
ستاسو مخلص
ويښ ځلمی


ويښ ځلمی
07.02.2004

ليکلنې نېټه : ٥ شنبه سپتمبر 12, 2002 8:53 pm عنوان : شمله

--------------------------------------------------------------------------------

................................................................شمله....................................................
خاورو ايرو کې مې پرته ده تار په تار شمله
...................................................................ټوټې ټوټې کړه دښمنانو په بمبارد شمله
په څه گناه ئې رانيولې هرېخوا کشېږي
.....................................................................ځما د کنړ او د لغمان او ننگرهار شمله
خوست ، پکتيا کې مې شملې ته وينم اور اچوي
.................................................................غواړي چې وسوزوي دوي د قندهار شمله
چا له پکول ، قره قولې، چا له چپنې کړه زار
............................................................................چا کړه بدله د عربو په چلتار شمله
د احمدشاه او ميرويس خان شمله خوشحاله سره
................................................................گورم لاسو کې چې خرڅېږي په بازار شمله
ستاسو شملو ته دې هم خير وي چې به څه پې کېږي
............................................................دښمنان غواړي چې ځوړنده کړي په دار شمله
شمله به څنگه له دښمنه پاس په سر ټينگه شي
....................................................................وينم لوېدلې ده لړځيږي، ده په ډار شمله
ځما شملې ته کړي گواښونه رنگارنگ غليمان
...............................................................نه پرېږدي نور ځما په سر باندې اغيار شمله
په ټول هېواد کې مې شملې ته خطره پېښه ده
.........................................................................څومره ځورېږي له کابله تر مزار شمله
په وينو سره د زړه په زخم، په گولېو سورۍ
............................................................دښمن ويشتلې خپل هېواد نه ده زار زار شمله
د ځانکندن خولې پرې ماتې دي بس ساه ورکوي
................................................................ستا د راتلو لاره څاري سترگې په لار شمله
د غېرت نښې پکې نه وينم بې ننگه ښکاري
..................................................................خوشې په سر خوزوي هسې راته يار شمله
له تا نه هلته ما نه دلته شمله ورکه شوله
..............................................................چې وه پرېيښې په ميراث نيکه او پلار شمله
که د شملې په ټينگولو کې عمل ونکړو
.........................................................................کله به ټينگه شي اړمه په گفتار شمله

مشهور سندرغاړی او شاعر اسماعيل اړم


ويښ ځلمی
07.02.2004

ليکلنې نېټه : شنبه سپتمبر 14, 2002 11:14 pm عنوان : کرزئ د قندهار دی

--------------------------------------------------------------------------------

........................................کرزئ د قندهار دی........................................
د امريکا په زور راغلئ څه واکدار دی
....................وائي کرزئ د قندهار دی
..............................................په کابينه کې ئې څو غله داړماران شامل کړه
.............................................لاسونه ئې سره د بل په وينو قاتلان شامل کړه
..........................................دا وينې څکونکي د ملت څو دښمنان شامل کړه
دا خلک وپوښتی چه څوک ئې طرفدار دی
.........................وائي کرزئ د قندهار دی
.................................................د مجاهد او ملحد د واړو گډ پلان وگوری
.................................................داسې ملنډې مسخرې نن په افغان وگوری
................................................دا وطن وران وايه په څه دا شهيدان وگوری
دا ئې څه لوبې شروع کړي دا څه کار دی
......................وائي کرزئ د قندهار دی
.....................................................ددوي پې څه چه بې گناه په قندهار مري
......................................................يا په قندوز او پکتيا او ننگرهار مري
...............................................خېر که افغان ولس هرچېرته په بمبارد مري
هسې دی ناست دی په چوکۍ د بل اختيار دی
...............................وائي کرزئ د قندهار دی
.....................................................په سرنوشت زمونږه لوبې بهرنيان کوي
.................................................دا به تر څو په مونږ د نورو گوډاگيان کوي
....................................................څو به ظلمونه په مظلوم دا ظالمان کوي
چې خاينانو ته قدرت ورکي غدار دی
...................وائي کرزی د قندهار دی
................................................خلگ به تر کومه غولوي قره قولۍ باندې
.................................................يا په چپنه او پکول، شخه لونگۍ باندې
............................................کله چلېږي داسې خلگ په دوه رنگۍ باندې
په لباسو څوک نه غولېږي چې هوښيار دی
..........................وائي کرزی د قندهار دی
........................................کارمل پدې باندې مجرم ؤ چې روسانو راوست
............................................چې ئې قدرت له لاسه ورکه بهرنيانو راوست
................................................وائي د نورو گوډ کې ؤ گوډاگيانو راوست
دی هم پردو دلته راوستئ بل ئې يار دی
......................وائي کرزی د قندهار دی
...........................................دا يو متل چې پردئ کټ تر نيمو شپو وي ياره
...................................................د غلام شاته به بادار وائې ترڅو وي ياره
...............................................چې بادار تښتي گوډاگئ هم په وتو وي ياره
هغه به تل وي چې پخپل مټ استوار دی
.......................وائي کرزی د قندهار دی
.................................................اړمه څو چې د قدرت رسي ريښتيا وليکه
.......................................................له چا نه مه وېرېږه دغه په هر چا وليکه
................................................که وي په تا کې يا په بل هم ئې په ما وليکه
افغان ولس دی مين شوئ په اشعار دی
....................وائي کرزی د قندهار دی
_________________
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پېدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

بېرته سر ته


وطنمل
Site Admin

دغړيتوب نېټه: 24 جولاي 2002
ليکنې: 31

ليکلنې نېټه : ٢ شنبه سپتمبر 23, 2002 9:14 pm عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

امريکايانو خو دشمالي اتلاف سره دوښمني نشوه کوﻻی، هغوی د امريکا ددوښمن په راپرځولو کې غټه مرسته ورسره کړې وه ، بيا هم يې پرې کرزي غوندې يو پښتون ومانه که پښتنو د القاعدې او طالبانو په ضد پاڅون او
ټينګاوی کړیوای هم به يې ډيرقدرت تر ﻻسه کړی و او هم به د پاکستاني ښکېلاک ( طالب)څخه خلاص شوي وای ـ خوايي کله چې په اذل کې عقل وېشل کېده پوښتانه هلته هم غيرحاضر ووـ
پاتی شو کرزی ، هغه رښتيا هم واک نلري اوګناه يې نشته، که له قدرته استعفا وکړي ضرر به يې له فايدې څخه
ډير زېات وي ولسلام ـ

بېرته سر ته


ويښ ځلمی

دغړيتوب نېټه: 16 اګست 2002
ليکنې: 38
ځای: افغانستان
ليکلنې نېټه : ٤ شنبه سپتمبر 25, 2002 3:39 pm عنوان : د اروزگان خونړۍ واده

--------------------------------------------------------------------------------

_______________________د اروزگان خونړۍ واده_______________________
......لاسونه په نکريزو هلته چا په وينو سره کړه
دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
................................................................ښکاره شو د وفا لباس کې راغئ خو جفا کړي
............................................................پخوا دې هم سره کړي نن دې بيا په وينو سره کړه
...............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
...............زمونږ د پت عزت دښمنو څه لوبې مو وکړې
څه روس په وينو سره کړه ،څه امريکا په وينو سره کړه
.........دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
......................................................بمونه دې گذار کړه خوېندې مېندې مو دې مړې کړې
.................................................................ځوانان دې هم وژلي بې گناه په وينو سره کړه
..............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
........نن گوره جنازې چې يو په يو له کوره وځي
.دا ټول دې د واده ډولئ تر خوا په وينو سره کړه
دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
................................................................په يو او په بل نوم باندې مو وژني ښه پوهېږم
...................................................................بيا وائي راته دا چې اسامه په وينو سره کړه
..............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
......تر څو به زمونږ وينې ستا پدې پلمو بهېږي
نا حقه دې په کور کې ناوې شاه په وينو سره کړه
دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
..................................................................کسات مې درنه اخلم د افغان بچی يم پوه شه
.....................................................................ظالمه مظلومان دې ناروا په وينو سره کړه
.............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
......................قلم پلاس اړم يم ستا د ظلم تاريخ ليکم
دروغ نه وايمه ريښتيا دی، تا ريښتيا په وينو سره کړه
..........دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
....................................................................لاسونه په نکريزو هلته چا په وينو سره کړه
..............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
_________________
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پېدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

بېرته سر ته


ويښ ځلمی

دغړيتوب نېټه: 16 اګست 2002
ليکنې: 38
ځای: افغانستان
ليکلنې نېټه : جمعه سپتمبر 27, 2002 11:30 pm عنوان : د ننگېالو په وطن

--------------------------------------------------------------------------------

..................................................د ننگېالو په وطن..................................................
..........د ننگېالو په وطن څه لوبې اغيار کوي
څه ئې چې زړه غواړي هغه پخپل اختيار کوي
..........................................................څوټنگه سري ئې پېدا کړه په پېسو اخيستي
................................................................د خپلو گټو پخاطر هر يخوا بمبارد کوي
د خوېندو مېندو په کيسه کې ندی وروڼه وژني
....د گران هېواد په ورانېدو کې مې تلوار کوي
................................................................په کنډواله وطن کې ځانته خزانې لټوي
...........................................................روس ،امريکا دلته زمونږ په سر قمار کوي
چې د وطن احساس او مينه ئې پزړه کې نه وي
......داسې خاين پخپله خاوره کې لوټمار کوي
..........................................................د پت عزت دښمنو څومره بې پتي پېښه کړه
...........................................................ځما د ننگ په سيمه هر بې ننگ گذار کوي
په وينوسره لاسونه ښکاري لا مظلوم له وينو
...........په ورور وژنه لوټماريو افتخار کوي
..............................................ظالم زمونږ غوښې په سيخ کړې ترې کباب جوړوي
..........................................................ناسته په مزو کې د دښمن سره بانډار کوي
دوي دې دا وکړي خېر، د هر ظلم انجام شته دی
...............ددې بې پتو ملگري کله پت يار کوي
....................................................چې هر سړی حساب ته کش د عدالت نظام شي
..................................................................اړم ددې ورځې راتلو ته انتظار کوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more