د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټولو مسلمانانوته د واړه اختر مبارکي وايم

pattang
29.09.2008

دټولو پښتنو ،ا فغانانو مسلمانانو وروڼو د خدای پاک لمنځونه او روژې قبولې
کړي ، ټوله ته د وروري په مينه دې واړه اختر مبارکي ورکوم٠
الله پاک دې مسلمانان دظالمانو له منګلوڅخه خلاص کړي ٠

په پښتني مينه
ورور موپتنګ


صافی
29.09.2008

درنو خویندو او ورنو ! هرچیرته چې یاست اختر مو مبارک شه،عبادتونه مو قبول او دلوی څیښتن څخه دا هیله لرم چې دا نیکمرغه ورځې ټولو هیواد والو ته د حقیقی نیکمرغۍ زیزﺉ وي ،هيواد اوهيواد وال مو له نفاقه خلاص، اودسمې لار یې لارښونه مو په برخه کړي.


عبد السلام
29.09.2008

دبحث دفوروم درنو دوستانو، مشرانو،کشرانو او همزولو ټولوته د ورورۍ په فضاکې د نومونو په اخیستلو هر یو درنو اوښاغلو پتنګ،حلیمی،وطنمل، غیرت، وهاج ساپی،حامد، عاجزه، غوټۍ وربل،عایشه، نقاد، محمد حسن،هوتک، بدر، روان، مختار، سدوزﺉ،پتوال، ممتاز،غفار، افغان پښتون،مومن،مازدیګر ، شفق ،باتور، نبیل ، فدا، او هغو درنو ته چې نومونه یې دقلم دقیده پاتی ته دواړه اختر مبارکی وایم او دلویه خدایه دهیواد او هیوادوالو دسرلولړۍ اوسوګالۍ استدعا کوم.
او هیلمن یم دبحثو خونې په راتلو کې لا تودې وساتو.
په ټولې درناوۍ
عبد السلام


و.افغان
30.09.2008

زه هم په خپل وار دټول افغان ټولو درنو غړو ته، دافغانستان مسلمان باهمته ولس ته،
او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دکوچني اختر مبارکي وایم.
تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال.
خداي ځمونږ او ستاسی ټولو روژه، تراویح، تهجدونه او ټول عبادات په خپل دربار
کې قبول او منظور کړي.

خداي جل جلاله دی دهمیش لپآره ځمونږ له ګډ کور افغانستان څخه خصوصا، او له
ټولی اسلامي نړۍ څخه عموما، دظلم، او غم ټغر ټول کړي.

په درنښت


دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دکوچني اختر مبارکي وایم

ګلامخان
30.09.2008

[quote:1cb463f299]زه هم په خپل وار دټول افغان ټولو درنو غړو ته، دافغانستان مسلمان باهمته ولس ته،
او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دکوچني اختر مبارکي وایم.
تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال.
خداي ځمونږ او ستاسی ټولو روژه، تراویح، تهجدونه او ټول عبادات په خپل دربار
کې قبول او منظور کړي.

خداي جل جلاله دی دهمیش لپآره ځمونږ له ګډ کور افغانستان څخه خصوصا، او له
ټولی اسلامي نړۍ څخه عموما، دظلم، او غم ټغر ټول کړي. [/quote:1cb463f299]


اختر مو مبارک شه

..Ahmadzai
30.09.2008

سلامونه او نيکې هيلې

[quote:95026433c2][color=darkred:95026433c2]زه هم په خپل وار دټول افغان ټولو درنو غړو ته، دافغانستان مسلمان باهمته ولس ته،
او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دکوچني اختر مبارکي وایم.
تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال.
خداي ځمونږ او ستاسی ټولو روژه، تراویح، تهجدونه او ټول عبادات په خپل دربار
کې قبول او منظور کړي.

خداي جل جلاله دی دهمیش لپآره ځمونږ له ګډ کور افغانستان څخه خصوصا، او له
ټولی اسلامي نړۍ څخه عموما، دظلم، او غم ټغر ټول کړي. [/color:95026433c2]
[/quote:95026433c2]
وکل عام و انتم بالف خير
اعاده الله عليکم بالمن والبرکه
په ډير درنښت
جلال احمدزی


hotak
30.09.2008

ګرانويارانو!
زه هم پخپل وارسره خپلوټولوهيوادوالوپه تېره بيادټول افغان دخواږه فورم خوږو ملګروپه زياته بیا مولوي عبدالکريم حليمي صېب ته دزړه له کومي داخترمبارکي وايم.
الله موروژې،تراويح،نفلونه،ختمونه اوټول عبادتونه قبول کړي.
الله دي دخپل ځانګړي فضل اوکرم له مخي سږنی اختردغاصبو،یرغلګرواوصليبي لښکرولپاره دماتي اوحتمي شکست اختروګرځوي. سره لدې چي نن داخترمبارکه ورځ ده خووالله بالله ثم تالله که مي خوښۍ اوخنداته زړه ښه کيږي.ماته دشينډنډ،کنړاوزرمت هغه بېګناه ميرمني اوماشوم شهيدان راياديږي چي دجلندرشاه اوامريکايي سپوله لاري داړل شوي او وروسته په شهادت رسول شويدي........
مينه اومننه


اختر مو نيكمرغه

خیریوسی
30.09.2008

زه هم په خپل وار سره وټو لو ورڼو ته دکوچنې اختر مبارک وایم الله سبحان وتعالی دی زموږ اوتاسو عبادتونه قبول کړی اوتاسو ټولو ته دومره خوشحالی غواړم لکه :
دپسرلې ګلونه ،دافغانستان غرونه ،دکندهار دباغو بلګونه ،دعربستان دبیبان ریګونه ،دهندوستان فلمونه ،دهالنډ مارکیټونه ،دپاریس عطرونه ،دناروی سېندونه ،دلندن ښارونه،داسترالیا پسونه ،دبنګلدیش بارانونه
دپاکستان دالونه ،دمصریانو شینونه ۰
روغ جوړ او بریالي اوسی


Re: اختر مو نيكمرغه

wazirafghan
30.09.2008

ټولو هیوادوالو ته دی کوچنې اختر مبارک وي.
او په تیره بیا ګران عاجزه ورور ته خو دی بیا بیا مبارک وي.

[quote:62eda03edb="ajaza"]زه هم په خپل وار سره وټو لو ورڼو ته دکوچنې اختر مبارک وایم الله سبحان وتعالی دی زموږ اوتاسو عبادتونه قبول کړی اوتاسو ټولو ته دومره خوشحالی غواړم لکه :
دپسرلې ګلونه ،دافغانستان غرونه ،دکندهار دباغو بلګونه ،دعربستان دبیبان ریګونه ،دهندوستان فلمونه ،دهالنډ مارکیټونه ،دپاریس عطرونه ،دناروی سېندونه ،دلندن ښارونه،داسترالیا پسونه ،دبنګلدیش بارانونه
دپاکستان دالونه ،دمصریانو شینونه ۰
روغ جوړ او بریالي اوسی[/quote:62eda03edb]

:) :)



ع کريم حليمي
30.09.2008

السلام عليکم و رحمته الله و برکاته 
درنو ، قدرمنو ، مکرمو ، محترمو ، مودب او بانزاکته هوتک صاحب او 
پتنګ،باتور،ډاکتروطنمل، غیرت،استاد وهاج ساپی،منلی حامد، عاجزه، دانشمندي غوټۍ وربل،عایشه، نقاد، محمد حسن،، بدر، روان، سدوزﺉ،پتوال، ممتاز،غفار، افغان پښتون،مومن،مازدیګر
اول دي خدا وکړي چه ټول صالح الاعمال مو د الله ج په دربار کي قبول کړي وي، 
تاسواو ستاسو پتمني کورنيو ته د زړه له کومي د کمکي اختر په مناسبت
مبارکي وايم ،تاسوته  دلجمعه او خوږ د خير اوږد ژوند د رب العزت له 
درګاه څخه غواړم ، امين

په درنښت 


ډاکتر وطنمل
01.10.2008

درونو او قدرمنو خويندو ورونو محترم او مکرم مولینا حلیمي صیب، محترم وهاج ساپي صیب ، ګران او منلي پتنګ صیب، ښاغلي باتور، محترم
حامدصیب، ګرانې عایشې خور ، دروند ښاغلي محمد حسن صیب ، محترم
غفار او ۰۰۰۰ټولو قدرمنو لیکونکو او لوستونکو ا لسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !

دفلاح اونصرت، رحمت اوبرکت ، مغفرت او واقعي نجات مياشت رمضان روژې، لمونځونه ،تراويح ، تلاوت ، ختمونه، اعتکاف او نفلونه او ټول عبادات مو دالله سبحانه وتعالی په دربار کی قبول او منظور شه اودهمدې بريا په هيله مو نېکمرغه کوچني اختر مبارک شه ! په ژوند کې ډیرې بریاوې خوښۍ او نیکمرغۍ
تاسو ټولو ته د لوی خدای څخه غواړم۰
ورونو !
که څه هم انسان دنورو ځمکنيو ژويو او نباتاتو په شان له خاورې او اوبو يعنې خټې څخه پيداشوی ، خو په انديز ځواک سره هغه نه یواځې پر طبيعت حاکم ګرځېدلي، بلکې په انداوپوهه يې د روحانيت درڼا وړانګوته هم د اروا په لور يوه کړکۍ پرانيستلې ده چې در وژې په مبارکه مياشت کې له رڼا څخه ډکه وي او دنفسي نړۍ کنج کنج ته دروحانيت وړانګې رسوي!
دقبولې شوې روژې په مياشت ،په تيره په ورستيو لسوورځوکې دغه وړانګې د ﻻيزرپشان د ګناهونو پېټي او درمندونه سيزي او دمؤمنانو مسلمانانو راتلونکې ته ﻻره هم له ګناهونو څخه لکه اوښکه پاکه ،رڼه اودلمرپه څېر روښانه ساتي ٠ الله تعالی دې مونږاوتاسې ټولو ته د روحانيت رڼا ، مغفرت او دالله تعالی قرب او لقأ را په برخه کړي او د روژې په برکت دې په افغانستان کې سوله او ملی واکمني ،
پرمختګ ، اسلامي او ولسواکه ټولنه را منځته کړي۰
آمين ثم امين !


زرملوال
04.10.2008

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

زه هم په خپل وار سره دټول افغان ټولو ګډونکوونکو او ټولو مسلمانانو
ته دواړه اختر مبارکی وایم الله مو ټول صالح اعمال قبول کړه او لوی څښتن
دی زموږ ولس اوټولو مسلمانانو ته دقران ریښتونی پیروی ورپه برخه کړی
چی په همدی کی واقعی نجاة ده

په مینه او درنښت

ستاسو ورور زرملوال


عادل عادل
06.10.2008

په خپل وار سره ټولو مسلمانو خویندو او وروڼو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم.

الله پاک دې ددغه اختر په برکت د مسلمانانو نصرت وکړي. امین


عبدالله عبد
06.10.2008

زه هم په خپل وار سره د تیر شوی کوچنی اختر مبارکی ټولو هیوادوالو او په ځانګړی ډول د ټول افغان محترمو غړو ته ډالی کوم.الله پاک د د ټولو لمنځونه،تراویح ،نفلونه،خیراتونه قبول کړی.او د الله پاک نه نورسوال کوو چی په ګران هیواد کی صلحه او قراری راولی او دا دجنګ ټغر زمونږ د هیواد نه ټول کړی او مونږ ټول په اتفاق او اتحاد کړی.
امین


باتور
14.10.2008

د دې پاڼي ټولودرنو چلونکو، ليکونکو او لوستونکو ته د ډېرو سلامونو او احترامونو د عرض نه وروسته د تير کوچني اختر مبارکي وړاندي کوم . . خدای پاک دي د ټولو عبادتونه، دعاوي او نېکي آرزوګاني قبولي کړي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more