د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دا څرنګه پښتو ده

pattang
16.08.2008

دا څرنګه پښتو ده ? ټوله ( دۍ دۍ) ده ، (ي) او (ې) هېڅ درک نلري٠

د ښاغلي کمال سادات دشعر یو ه نمونه
غــــــــــــــــــــــــزل
څانګو پناه کړۍ دۍ ګلونو پنـــــــــــــــــــــاه کړۍ دۍ
ګل رانه په خــــــــــــــــداي ګو ديوالونو پناه کړۍ دۍ
خلکو راته شيــــــــــــخ وايې چې مه ورځـه ګناه لري
دلته کې جانان خوکتــــــــــــــــــــــابونو پناه کړۍ دۍ
خداي به يې د سولې امـــــــــــــنيت په شپو کې راولي
اوس مي که ملګرۍ هـــــــــــــــجرتونو پناه کړۍ دۍ
ورک د دغه غرونه شي چې سمــي شي او دښـتي شي
خوست رانه د جګو جګو غرونو پـــــــــــناه کړۍ دۍ
دلته يې مه ګورۍ چرته پروت به په کوم غره کې وي
آه!کمال سادات خو پيغورونو پـــــــــــــــــناه کړۍ دۍ


مازدیګر
17.08.2008

پتنګ صیب
دادپښتو ګناه نه ده د ټایپ کونکي ګناه ده
کمال سادات خو ښه شعر لیکلی ده نو د(ی) ګانو په استعمال خو به خامخا پوهیږي
والله اعلم بالصواب


Nazar
18.08.2008

نـــــوم : جوهرګل
تخلص : منګل
دپلارنوم : حاجي ګل « منګل»
زوکــړه : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : ميرزکه
کلى : انډوام

کرکه
مينه لــــــــه زړۀ لرې ده دهر سړي
کرکـــــه اوس ملګرې ده د هر سړي
ځـــه مظلومه! هسې نـه تباه دې کړي
زړۀ جوړلـــــه کمرې ده د هر سړي
وجـــــه داده يولــــــه بل نفرت کوي
جنګ پـــــه دې خبرې ده د هر سړي
کرکــــه ده چې وينـه بهوي زمــــــوږ
کـــــور وران ستمګرې ده دهر سړي
اې( جوهره) ! زړۀ چې نرم شوى دى
ستــا پــــه دې غزلې ده د هـــر سړي

نـــــوم : لجمر خان
تخلص : غريبکار
دپلارنوم : سيد خان
زوکــړه : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر نهم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : درګي
کلى : دخي
قــــوم : تڼى

غزل
محبت يې چې پــه مـال او پـه دولت شي
مــــه يې وينـه کــه دا حوره د جنت شي
د مـړو سترګـو پــه څښلو عادت نـــه يم
د شرابــودې کـه څومـره ښـه صفت شي
د ستــــــم خبـــره نـــــــــه منم پښـتو ده
پښتنو خو تـــل جنګونــه پــه غيرت شي
ليونتوب دى ليونتوب دى نــــه پـوهيږي
اللــه هـېر کړي د بنـده پــــه اشارت شي
دا د دوه ورځو ژوندون دى ښه يې پـالـه
خواخربـه دې قسمت د خـاورو څټ شي
(غريبکاره)! طمع مــــه لـره مخلوق تـه
ښـــه هغــــه چې د الله پــه رضايت شي


ډاکتر څپاند
05.09.2008

دتفصيلاتوترمخه نن سهاروختي دزرمت ولسوالۍ په مرکزتعميرکي ملي پوځ په ګزمه راوتلی وو چي سترګي يی دپوليسوپه یوه وسله واله ډله ولګيدې.دغي ډلي یونیفورم نه وو اغوستی اوځينو يی[color=white:8f5138f51e] رډبرالا [/color:8f5138f51e]روژه هم خوړله.پوځ له هغوي پیژندپاڼي وغوښتلې خوپولیسو ورنکړې،خوکله چي پوځيانوترې دیونیفورم اغوستلو اوروژې نه خوړلو غوښتوکړه،پوليسو
[color=red:8f5138f51e] بده پری ومنله [/color:8f5138f51e]دا پورتنی کلمات يا جملي له کمه ځايه په پښتو کی  پيدا شوی?

رډبرالا،بده پری ومنله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more