د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دونيا اواخرت

اسلام دوست
27.12.2003

ډيرو درنولوستونکو السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ددونيااواخرت ترعنوان ﻻندي غواړم چي په دي موضوع رڼا واچوم چي دونياڅه شی اودڅه مقصد لپاره خدای جل جلاله پيداکړي ده ٠
درنولوستونکو٠ په عربوکښي ويل کيږي چي (( تعرف الاشياؤبالاضدادها)) يعني دشيانوياڅيزونوپيژندګلوي اومعرفت دهغوی په ضديا مقابل لوري سره کيږي لکه شپه اوورځ ؛ځمکه اواسمان ؛مرګ اوژوند؛کافراومسلمان ؛جنت اودوزخ اوداسي نور٠٠٠
نواوس که چيري ددي څيزونو مقابل لورئ نه وي دهغوپيژندګلوي به څنګه وکړئ شي ٠دهمدي قاعدې له مخي دونياداخرت مقابل لورئ ګڼل کيږي ياپه بل عبارت دونيادکاراوعمل ځای اواخرت دهغې نتيجه ياپايله ده ٠په يوحديث شريف کښي راځي چي (( دونياداخرت لپاره کښت اوپټئ دی )) پدي معنی چي په دونيا کښي انسان ته اختيارورکړل شوئ چي په خپل پټي کښي ازغي کري اوکه ګلان ٠ خوالبته نتيجه يا پايله دپه يادولري ٠لوی اوبخښونکي خدای جل جلاله ددونيا پيداکولوڅخه مقصد دادی چي انسانان اوپيريان دهغه جل جلاله عبادت وکړي ٠ځکه خوپه خپل کلام پاک کښي ددي مقصد (دهغه عبادت ) ياده ونه کوي
اوفرمايی چي ٠((( وماخلقت الجن والا نس الا ليعبدون ))) يعني ماانسانان اوپيريان نه دپيداکړي مګردخپل عبا دت لپاره مي پيداکړي ٠
داچي دالله جل جلاله عبادت څرنګه وکړل شي ددي لپاره رب العلمين دانسانانوڅخه خپل استازي اوپيغمبران راوليږل اوانسانانوته يی دهغه دعبادت طريقې وروښودلي ٠اوس چاچي په هغوعمل وکړاووي منل هغه کامياب اوچاچي ورڅخه سروغړه وو نوعمرلپاره يی بيړي تباه شوه ٠
بل پلودي دونياته (دارالامتحان )يادازمايښت ځاي هم ويل کيږي ٠چي بخښونکئ اومهرابان خدای جل جلاله په خپلوبندګانوباندي ډول ؛ډول ازمايښتونه اوامتحانات کوي ٠کله دمال په تاوان اوکله دځان اوکله هم په لوږه اوتنده خپل بنده ګان ازمايی ٠په تيره بيامسلمان اونيکوبنده ګانوباندي داډول ازمايښتونه زيات راځي ٠اوخدای جل جلاله ورڅخه په ( سوره بقره ) کښي داسي ياده ونه کوي ٠
(((ولنبلونكم بشئ من الخوف والجوع ونقص من الاموال والا نفس والثمرات )))
ژباړه ٠٠اوخامخامونږازمايوتاسي په يوشي سره چي هغه عبادت دی ٠ددوښمن له ويري ،له لوږي ،په تاوان دمالونوپه (قسم قسم ) افتونوسره ) اودنفسوياځانونو باندي ( قتل ،مرګ،مرض اوداسي نور٠٠٠
نوويلئ شوچي مسلمان خدای جل جلاله ترازمايښتونولاندي نيسي ٠ ترڅوهغوباندي دصبرپه بدلې کښي ورته داخرت لوی ثواب ورپه برخه کړي ٠
په يوحديث شريف کښي راځي چي ٠٠((( الدنياؤسجن المؤمن وجنت الکافر ))) يعني دونيادمؤمن لپاره بندي خانه ياجيل ده اودکافردپاره باغ دی ٠دهمدي امله يومسلمان بايدخپل زيات وخت دالله جل جلاله په
عبادت کښي ولګوي اودونيوي نيمګړي خوا هشاتوپه فکرکښي ډوبيدل به دده لپاره دخپل قيمتي عمربي ځايه ضياع وي ٠
ﻻندي ديوڅوبزرګانواومجاهده کوونکوقيصې دعبرت په توګه ليکم ٠که څه هم دمونږله وسه به دومره عبادت اپرهيزګاري ونه شي خوولي لږترلږ دومره احساس به راته خامخاکيږي چي زمونږ داخرت څخه بي پرواهي اوغفلت په کومه درجه کښي موقعيت لري ٠
ويل کيږي چي ددين بزرګانوبه کله په ځان داخرت بي پرواهي اوتغافلي احساس وشونوخپل نفس ته به يی داسي سزا ورکوله اوداسي تنبيه اوسياست څخه به يی کاراخسته چي دهغي په بدل کښي ځان باندي به يی اضافي عبادت ﻻزم کړو٠دمثال ډول داسلام دوهم خليفه حضرت عمرفاروق (رض) عادت ووچي کله به دجمعې مونځ ورڅخه قضا شونودومره مال به يی صدقه کښي ورکولوچي مجموعي قيمت به يی دوه سوه زره درهمه جوړيدل ٠همدارنګه دده ځوی (ابن عمر) رض ) نه يوه ورځ دماښام مونځ کښي لږځنډ راغلو نوپه کفاره کښي يی دوه غلامان ازادکړل ٠
حضرت داؤدطائي (رح) به دډوډئ پخولوپرځاي اوړه په اوبوګړوبي کول اوسکل به يی ،کله چي دهغه څخه چا ددي علت پوښتنه وکړه نو داؤدطائي (رح )ورته وويل ٠دوخت نه درلودلوله امله داسي کوم ځکه چي دډوډئ پخولوپه نسبت پدي کښي ماته دومره وخت بچت کيږي چي پنځوس اياتونه پکي تلاوت کولائ شم ٠ يوبل بزرګ چي ( سری السقتی ) رح ) نوميده ،دنوموړي بزرګ دوه کم سل کاله (98) عمروؤاوچاهم دمرګ نه وړاندي دده ډډه په ځمکه لګيدلي نه وه ليدلي ٠
داؤدطائي (رح) ته چاوويل چي تاسوګيره ولي نه ږمنځ کوی ،هغه ورته وويل ٠داچي ګيره ږمنځ کوم ګويا داثا بتوم چي اوزګاريم ؛ (سبحان الله ،هغوی دالله جل جلاله عبادت څخه وزګارنه ؤ اومونږددونياکارواو بارڅخه وزګارنه يو٠)
کرزن وبرۀ (رح )دخپل وخت ابدال وو اودورځې به يی دري وارې قران مجيد ختمولو،خلقوورته وويل چي تاسوولي په خپل ځان دومره تکليف باره وئ ٠ ده ورته وويل چي ددونياعمرڅومره دی ؟ هغوووي ٠اوه زره کاله ،بيايی وويل ٠دقيامت يوه ورځ څومره ده ؟ هغوووي ٠پنځوس زره کاله ،نوده ورته وويل چي ٠اوس تاسوووايی ،هغه به کوم احمق اوليوانئ وي چي داووه ورځوتکليف په بدل دپنځوس ورځوارام اوراحت خوښ نه کړي ٠اودقيامت پنځوس زره کالولپاره که مونږ اوه زره کاله هم ژوندي وواوپرلپسي عبادت کوو بياهم لږدی ٠
داؤؤ دا ددونيااوخرت ترعنوان ﻻندي زمانننئ ليکنه خدای جل جلاله دمونږاوتاسوته هم دنيک عمل توفيق راکړي ،امين
په درناوي
ستاسووروراوخيرخوا اسلام دوست

نه مي ځان تورکړاونه سپين پاتي شو
نه دد نيا شو اونه د دين پا تي شو ٠
٠



ع کريم حليمي
13.01.2004

زما د دين وروه اسلام عليکم !
ب حد ښايسته ليکنه ديکړي ده ٠ هغه ټوله مخلصين وه ٠
چی انسان قلبي عبادات ولري (اخلاص،تقوا،شکر،صبر،رشتا دغه سي انسانان او مبارکانځني جوړيږي
څوک چه مخليص نه وي والله ته٠ عبادت يي نه قبول کيږي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more