د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ايا افغاني خويندې بايد اولسمشرۍ ته د کانديد کيدلو حق ولري که نه ؟

نقاد
23.12.2003

[color=blue:2d177a9fd0]ګرانو خويندواووروڼوته سلامونه [/color:2d177a9fd0]٠
په نوي اساسي قانون کې د قانون په وړاندې ښځې او نارينه اتباع يو ډول او مساوي تسويد شوي او تصويب کيږي . ايا په دې بنسټ بايد ښځه او نارينه يو ډول د ولسمشرۍ مقام ته کانديد شي، لکه څنګه چې د ګاونډي پاکستان په اسلامي جمهوريت کې ښځې دغه حق هم لري او هم يې ترې ګټه پورته کړې ده. البته بينظير بهوتو د صدارت مقام په ټول ټاکنو کې ګټلی او خايسته ښه موده د هغه هيواد صدر په توګه پاتې شوې وه ، کوم چې تر ټولو لوړ دولتي مقام دی .
١ ــ ايا ستاسو له انده دا کار به د نوي اساسي قانون له مخې امکان ولري او
که نه؟.
٢ ــ ستاسو خپل اند څنګه دی چې ښځې بايد ولسمشرۍ ته د کانديد کيدلو حق ولري
که نه ؟


اسلام دوست
25.12.2003

قدرمن ورورپاڅون صيب السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
تاسوډيره په زړه پوري موضوع راپورته کړي ٠زما په انددولسمشرئ لپاره دښځې کانديدل دوه اړخونه لري٠چي يواړخ ته يی اسلامي اوبل اړخ ته يی غيراسلامي ياغربي ديموکراسي ويل کيږي ٠
په اسلامي اړخ کښي ښځه نه شي کولائ نه يواځي داچي دولسمشرئ لپاره کانديده شي بلکي هرهغه دنده چي په هغي کښي ښځه په نارينه باندي حاکميت ولري دهغې لپاره داسلام له نظره روا نه ده ٠
داچي ولي ښځه دهيوادمشري نه شي کولائ ؟ ددې پوښتنې ځواب (داسلام تعليم ،ښځه اوپاچاهي )ترعنوان ﻻندي چي دښاغلي طالب جان ليکنه ده ليده ﻻئ شئ ٠
نوپاڅون صيب په دي استنادزماپه نظرښځه دمشرئ وړنه بولم ٠اوترکومه حده چي تاسودپاکستان ياده ونه کړي ده نو وروره ٠اسلام ديومذهب نوم دی نه دافرادوياهيوادونوچي هغه دليل وګڼل شي ٠پدي معنی چي په پاکستان ياکوم بل اسلامي ملک کښي دښځې مشري دامعنی نه شي لرﻻئ چي هغه داسلامي احکامو په وړاندي کوم دليل وګڼو٠ياپه بل عبارت که يوڅوک کومه ګناه کوي نومونږ دانشو ويلئ چي هغه ګناه کوي مونږيی هم بايد وکړو٠
داخويی اسلامي اړخ ؤ٠رابه شو دغربي ديموکرراسئ اړخ ته چي اوس زمونږهيوادکښي ښه په جوش کښي ده نوزه فکرکوم چي په داسي شرائطوکښي ښځې نه يواځي داچي دولسمشرئ لپاره کانديدلائ شي بلکي که ټول وزارتونه هم ورکړل شي ددوی حق بلل کيږي ٠هغه له دي امله چي داډول ديموکراسي کښي هرهغه څه چي دښځې خوښ وي دهغې حق دی اوکه برعکس دښځې خوښ نه وي بيادهغوحقوق ترپښولاندي کولو په معنی دی ٠دمثال په توګه تاسوبه خبروئ چي په دي وروستيووختونوکښي په مزارشريف کښي دښځوميله
يامنډايی بيرته شروع شوه٠ داميله به هره مياشت په معلومې نيټې دمزارشريف ښارکښي کيږي اودافغانستان،ايران،اوزبکستان،اودروسي جينکوپه شمول دځينونوروهيوادونوجينکئ به خلکوته دبولئ کولولپاره وړاندي اودغواګانوياچارپايانوپه څيربه خرڅيږي ٠که څه هم په دي ميلې دوه مياشتې مخکښي بنديزلګيدلئ وؤ خوولي اوس دابنديزبيرته پورته کړل شو٠ښايی دکرزي ادارې مهرابانئ له مخي به دادښځو حق بلل شوئ وي ٠
نوپاڅون صيب اوس چي په افغانستان کښي اسلامي حکومت وجودنلري نوپداسي حالاتوکښي دښځوکانديدل کوم عيب نه ګڼل کيږي عينالکه په کوم غربي هيوادکښي چي عادي دی
٠په درونددرناوي
ستاسووروراسلام دوست


نقاد
28.12.2003

محترم وروه اسلام دوست او انسان دوست صاحبه ، سلام او مننه مې ومنه چې د خپل نظر څرګندونه مو د اسلام
دوستۍ په رڼا کې وکړه ، خو د انساندوستۍ او ژوندانه د غوښتنو له مخې مو ورته کومه کتنه نه ده کړې . البته
اسلام له نظره ډير غښتلي دﻻيل ښاغلي طالب حان ورور وړاندې کړي و، خو نور لوستونکي به هم پرې نظر وړاندې کړي ، ښايې موضوع داسې يو حل ته ورسيږي چې د اسلام د مبارکو ارشاداتو سره له نقض او نفې پرته
ښځو ته په بيلابيلو اداري او قضايي سطحو کې د مشرۍ امکانات ورکړي ، او يا هم نه. نو درنو لوستونکو ستاسو ځوابونو او غبرګونو نو ته هم سترګې په ﻻره يو . والسلام



ع کريم حليمي
15.01.2004

ګرانو لوستنکو سلام
ام سلمه دعباسيانو دلمړی امپراطور ابوالعباس سفاح ملکه وه ٠ سفاح داموانو د کورنی د سقوط ورسته په 132 هجری قمری کال کی امير او څلور کاله ورسته مړ سو٠ ام سلمه دمخزم دټبر څه وه ٠ دا په لمړی سر کې د عبدالله بن وليد مخزومی سره واده وه کله چی هغه مړ سو د دې دوهمم ميړه بدالعزيز بن ملک اموی وو هغههم ژر مړ سو ٠ استاد حسن ابراهيمی حسن د اسلام د سياسی تاريخ ليکونکی پر نامتو مورخ (مسعودی ) حواله ورکوی واېې
ام سلمه ابو العباس سفاح وليدی هغه ئی خوښ سو او خپله مينځه ئی ور وليږل اودا پيغام ئی ورکې ٠ چې امسلمه غواړی دده ماينه سي څرنګه چې ام سلمه د لوړی کورنی او بډايه ميرمن وه ٠ دمينځې په ﻻس کې ئې وهغه ته
٧ سووه ديناره هم ولږل چه د واده خرڅ په وکړي ٠ کله چې مينځی د ام سلمې پيام و ابو العباس ته ورساوه نوموړی ورته وويل چې دی فقير دی اوثروت نه لری ٠ مينځې ٧ سوه ديناره وړکړه ٠ سفاح د ام سلمې سره واده وکړ وايی چې ام سلمی د واده په شپه کې جواهر نشانه قيمتی کالی اغوستی وه ٠ ام سلمه پر ابوالعباس سفاح زياته ګرانه وه ٠ کله چې خليفه هم سو د هغې په مشوره ئی کارونه کول
نو به اول ښځه رئس جمهوره نه غواړو ٠ داسی يو رئس جمهور انتخاب کو چه ښځه يی هم د FRIST LADY رول ولوبوی٠ نو به په ورسته 20 کاله کی به ورته امادګی ولری ٠ اوس ملت اماده نه دی
لکه په امريکاکی ...........................................................٠
ع٠ک٠حليمي


نقاد
19.01.2004

درونو لوستونکو!
د هرې ټولنې د تکامل او پرمختګ پړاو په هغې ټولنې کې د ښځو له دريځ او موقف څخه معلوميږي ، که مونږ په پښتنو کې د ښځې موقف ته وګورو ، داسې بريښي چې پښتانه ﻻ اوس هم د ډبرتوږنې او سمسه ييز ژوند له پړاوه نه دي راوتلي . تصادفي نه بريښي چې د سترې محکمې مشر هم يو پښتون دينپوه دی . تر نن ورځې پورې په پښتنو کې داسې تصورات موندل کيږي چې په کورنۍ کې د نارينه ماشوم په زوکړه د جلۍ د زيږيد نې تر انډول زياته خوښي او وياړ ښودل کيږي . که دوی د قبل لا سلام د عربو د جاهليت په څير جونې له زيږيدو وروسته ژوندۍ په ګور نه ښخوي، نو هغه څه چې يې بيا په ژوند کوي ، د ګور له ښخولو کم نه وي .د ورونو په وړاندې خويندې په کورونو کې لکه مينځې د کو ر په پراخه زندان کې د مور سره يو ډول کاريږي او له پيغلتوب وروسته لکه په اخور تړلي حيوانات خرڅيږي او له پلرني اخور څخه د خسرګنۍ په اخور پورې تړل کيږي . که د
حکومت ويره نه وي دوی په خپلو ښځينه ماشومانو نه د ښوونځي او نه د يني درس وايي ، له ميراث څخه خو داسې محرومې وې چې هغه لږه برخه هم چې ورته اسلام ټاکلې او د نارينه په انډول نيمه برخه يې شرعي حق وي، هغه هم پښتانه نه ورکوي ، د ژوند د راتلونکي ملګري (ميړه )په ټاکلو کې هم د انتخاب او انتساب حق نه لري . نو په دغسې حالاتو کې چې د قانون او قانونيت او د نارينه و سره د ښځو د مساوات خبرې کيږي ، د پښتنو روح او ذهنيت سمد ﻻسه د نجات يوې بلی مرجع ته پناه وړي او آن څوارلس سوه کاله شا ته درومي ، هغه لومړنيو (ابتدايي) قوانينو ته مخ اړوي چې په هغه وخت کې پر ښځو باندې د جاهليت د ظلمونو پر ضد د اسلام مبار ک دين وضع کړل ، چې په خپل وخت کې دا بې شکه يو انقلابي ټولنيز عمل ؤ ، ځکه ښځې يې ژوندۍ په ګور کولو څخه خلاصې کړې . خو داچې په مرګ نيولي په درد راضي کيږي ، نو ښځې هم د ګور له مرګ څخه د خلاصې له پاره هغه وخت راضي شوې چې د کور عمري قيد پر ځان ومني . خو دا د يو ، دوه يا درې .. ښځينه نسلونو له پاره
عمري قيد نه ؤ، دې قيد تر نن ورځې پورې په پښتنو کې ١٤ سوه کاله يعنې ١٤ پيړۍ دوام وکړ ، او د ښځو له پاره خو دمجاهدينو ستره محکمه اوس هم غواړي :
...................................[color=red:fedd14aeb7]څو چې دا جهان ودان وي ، کور به ګور غوندې زندان وي .[/color:fedd14aeb7]
نو داساسي قانون دا ماده به ،چې ښځې او سړي د قانون ل مخې سره يو برابر او مساوي دي ، ګام په ګام د ټوپکيانو ، وسله والو ډلو او حجري قاضيانو تر پښو لاندې غوبل کيږي . ددې غوبل مخنيوی سرسختانه مبارزه له مونږ ټولو څخه غواړي .


م ن غروال
19.02.2004

ښاغلۍ پاڅونوال صاحب
له سلامو وروسته تاسو ډيره ښه ليکنه کړېده خو زه دې ته حيران يم چه څنګه ﻻ تر اوسه معززو خويندو نور څه ندي ليکلي؟٠ په هر حال اما حقيت د افغاني ټولنې د ښځو په هکله همدا دی څه تاسو ليکلي دي٠ بعضو نو ماشأالله داسلامي رواياتو له مخې دومره کوڅه راتنګه کړي چه نور د تګ محال پکي نه وي، که څنګه؟
په درناوې



ع کريم حليمي
20.02.2004

ډيرو محترمو افغانانو سلام ٠
کله چه اميرعبدالرحمان خان پر کافرستان غزا شروع کړه ډير د اسلامی اصولو سره برابر عمل وو٠
ايا غولامان کول ئی اسلامی عمل وو؟ هيڅ حق موږ نه در لودی چه پر خانانوئی تقسم کو او يا ئی يو پربل مو خرڅول ٠ او هغه وخت چه په اروپا او امريکا کی غولامی بنده سوه موږ هم لاس ځنی واخستی ولی ؟
اوس چه امريکا وايی چه ښځه دی هم په افغانستان کی کار وکی موږ وايو يا ښځه اميره کيدای نسی
کله چه غل امير سو او پر ځان ئی نوم خادم دين رسول الله کښيښود هيڅ ملا عاليم نه وايی نه ئی ويلی وه
چه د رسول ص دين د څه وو٠ دين خو د الله ج دی ٠ نبی خو شريعت لری نه دين ٠
زموږ د پاره عيب دی چه ښځی ته د کار اجازه ور نه کړو ٠ ايا ښځی په افغانستان کی وزارت نه درلود ٠
او که په افغان کی دمخه اسلام نه وو ٠ ولی عبدالخالق واسعی چه پلار ئی (خادم دين رسول الله) په توپ کی
په هوا کی٠ ولی محمد امين خوګيڼی قاضی د قاضيانو نه وو چه دواړو د سنا دوره هم تيره کړی
عبدالهادی داوی نه وو ٠ مولوی صالح محمد ٠ چدا ټوله ما ليدلی ٠ په ژوند کی دغه دوی ندی ويلی
چه ښځه د کار حق نلری ٠ که چيری کار وکی ٠ يو څوک دا ليکلايسی چه دښځی کار کول ګناه کبيره ده؟
ولی پر اقتصاد قصه نه جوړه وو چه (البربوا) څنګه کيږی چه قاطع بنده ده او نارواده او دسپی خرڅول ربا ده
مزدوری اخستل چه خالونه وهی پر بدن ربا ده ٠ پر (سود) افغان څه نوای ولی دده پيسوته تاوان رسيږی
ولی د خور حق دی ورکی چه پلار دی مړ سو ٠ ولی پر شرابو څه نه وايو چه داټوله ګناه کبيره دی
دغه عملونه دا اؤس په کابل کی شروع دی ٠ ښځه چيری ده رياست چيری دی ٠
په امريکا کی تر اوسه نسوه رئيس جمهوره ٠ اصلی موضع چه انسانان دمرګه راوګرځی ٠ موږ ته ﻻزمه
ده ٠ چه دغه مړی چه هر ورځ کيږی ٠ علاج ئی وسی ٠ او ليکنی پر وسی
هر هغه عمل چه فساد په جوړيږی هغه اسلامی ندی ٠ هر عمل چه فساد دمنځه وړی هغه اسلامی عمل دی
که فرضأ زما فاميل کار کار کوی په امريکا کی ٠ اوبيا ليکنی وکم چه ښځه حق نلری چه رئيسه سی
زما د پاره دا منافقت دی ٠
حليمي


نقاد
01.03.2004

[quote:3c5cdaf64f]قدرمن ورورپاڅون صيب السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
تاسوډيره په زړه پوري موضوع راپورته کړي ٠زما په انددولسمشرئ لپاره دښځې کانديدل دوه اړخونه لري٠چي يواړخ ته يی اسلامي اوبل اړخ ته يی غيراسلامي ياغربي ديموکراسي ويل کيږي ٠
په اسلامي اړخ کښي ښځه نه شي کولائ نه يواځي داچي دولسمشرئ لپاره کانديده شي بلکي هرهغه دنده چي په هغي کښي ښځه په نارينه باندي حاکميت ولري دهغې لپاره داسلام له نظره روا نه ده ٠[/quote:3c5cdaf64f]

محترم اسلام دوست صاحب السلام عليکم . ګرانه روره ستاسو په اند ښځه د هرې ادارې ، هر ګروپ او هرې کاري ډلې له مشرۍ څخه چې نارينه غړي هم ولري بايد بي برخې پاتې شي . دا خو دا معنی لري چې که يوه ښځه د وزارت د مقام استعداد او تعليمات هم ولري، بايد د هغه وزارت يو سرکتابت هم ونکړي څو په نورو نارينه کاتبانو امره نشي . لوړترينه ماموره به ايله په خوارۍ تر کتابته پورې رسيږي، نورې ټولې به صرف د وزارتونو پياده ګري، جاروکشي او پاک کاري کوي ؟ نارينه مامورينو ته به چايونه پخوي ، سګرټدانۍ او کاغذ دانۍ په او ميز او چوکۍ به پاکوي او داسې نور ؟ او که هلته هم نارينه مزدوران او خدمه موجوده وي ، د هغوی د امر ﻻندې به کار کوي ؟ آيا دا به له نژادي آپارتايد او بردګۍ نه هم بدتر اندود نه وي ؟
ښه دده چې نارينه وګړي هيڅکله هم د ښځو د اسلام او اسلاميت پورې څه کار او غرض ونه لري، او هغه پخپله خپل اسلام او خپل ژوندانه ته پريږدي . زه باور لرم چې ښځې تر نارينه و ډيرې دينداره ، پر هيز ګاره او خدای دوسته او علم غوښتونکی مخلوق دی او پ ټولنه کې يواځې رغنده رول لوبول غواړي . جنګ جګړې او تباهي تر اوسه پوري تل نارينه واکمنانو منځتهﻻراوړي دي ، خو ناوړه پايلې يې بيا په ښځو باندې تحميل شوي دي . ښځې په تيره بيا پښتنې خويندې ددې وړ دي چې که ذهني او تعليمي امادګي يې اجازه ورکوي د هيواد په سياسي مرتابه کې غټه ونډ ه واخلي .په تيره بيا په ديموکراسۍ کې چې تر اولس مشره پورې هر کس د اولس د استازو تر کنترول لاندې د کار کولو حق لري او بي کنتروله کار په کې نشته


يؤبفلس

عبير
15.07.2005

ؤءبايلبلات


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more