د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ای زما وطنه......... خان غني خان


هيواد شېرزاد
01.09.2002

^
^
د لرې پښتونخوا د خوږ ژبي او په پښتو مين شاعر (( خان غني خان )) ښکلې ترانه!

[size=24:8d57cd4bb3][color=darkblue:8d57cd4bb3]<<<<<<<<<<< ای زما وطنه >>>>>>>>>>>>[/color:8d57cd4bb3][/size:8d57cd4bb3]

اي زما وطنه د لعلونو خزانې زما
.............................. ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
×××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
ستا سر چې وي ټيټ نو زه به شان او شوکت څه کړمه
................ ته چې خوا او زار يې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې زه به خوب او راحت څه کړمه
....................... مسته به دې خاوره کړم په وينه مستانې زما
.....................................................................[color=darkblue:8d57cd4bb3]اي زما وطنه[/color:8d57cd4bb3]

عقل مې ايرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
...................... سترګې مې قربان شه ستالپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
....................... ستا زړه کې پرتې دي ټولې تلې افسانې زما
....................................................................[color=darkblue:8d57cd4bb3]اي زما وطنه[/color:8d57cd4bb3]
يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان
..................... يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان
.............................. نر يمه پښتون يم تاته يادې افسانې زما
.................................................................... [color=darkblue:8d57cd4bb3]اي زما وطنه

[/color:8d57cd4bb3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more