د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خـــــــــــــــبـــر تــــیـــا

ډاکتر وطنمل
13.04.2008

[color=blue:23553595a7]
درنو ، منلو او محترمو لوستونکو خویندو او ورونو السلام علیکم !

د تل له پاره په یاد وساتئ ،کله چې په ټول افغان کې لیکنې کوئ په
جدي توګه له ضد اسلامي لیکنو څخه ډډه وکړئ . دغه راز د ملتپالنې
او ولسواکۍ پر ضد تبلیغ هم منع دی او د سرغړونې په تکرارولو سره
د ټول افغان څخه د ویستلو له سزا سره مخامخ کیدای شي .
هیله ده :

۱ــ په اشخاصو بحث مه کوئ او پر موضوع بحث وکړئ ، ټوله لیکنه نه، یواځې اویواځې د مطلب ټکی اقتباس کړئ او بیطرفه پرې وغږیږئ ۰

۲ــ د قلم عفت وساتئ او هغه کلمه چې د ځان له پاره یې نه خوښوئ
بل چا ته یې په هیڅ صورت مه کاروئ !

۳ ــ وخت مو قیمتي وګڼئ او یواځې ګټوز ومطالب وړاندې کړئ ،که د سکالو په اړه خپله شننه اوتحلیل ووړاندې کړئ ، ډیره ګټه به مو رسولې وي، او که نه، نو چوپ پاتې شئ ، چاته د تریخ ځواب او چېړلو پر ځای به مودغسې متودیکه اصولي او دسیپلنیزه چوپتیا تر هرڅه ګټوره تمامیږي!

۴ ــ په درنښت او درناوي کې تر نورو لومړی او مخګامه و اوسئ ، الله تعالی
به ستاسې قدر وکړي او درانه به مو وساتي !

۵ـــ که افغان یې له افغان سره مینه وکړئ ، د ورورۍ احساس پیاوړی کړيئ
او چاته موقع هم مه ورکوئ چې د افغانۍ ورورئ له ستر نعمت څخه مو
بی برخې کړي، له امو نه تر اټکه افغان یو دی ، یو ورور ،یو ملت ، یو تن
او یو بدن دی، که خپله لوړتیا غواړئ دغه ستر او ځواکمن وحدت د زړه
په مینه او وینه وپالئ، وده ورکړئ او لوړ یې وساتئ !

۶ ــ ټول افغان ستاسې د کور توده چرګۍ خوږه جرګه او مرکه ده، په درنواو خوږو خبرو، درنښت او متقابل درناوي ، مینې او محبت مو ځان دروند او سنبال کړئ، ددې چرګۍ جرګه او مرکه درنه، توده او خوږه
وساتئ !

۷ـــ که څوک د ځواب ویلو هڅه نلري، تشه رایه څرګندول او د مخالف یا موافق
اعلان یواځې نظر پوښتنو ته پریږدئ ۰ بٍحث او نظر پوښتنه سره یوشی نه دي،
په بحث کې شننه ، دلیل ویل ( استدلال ) اړین دی!

د پورتنیو ټکو په پام کې ساتنې څخه مو ډیره مننه!
ومن الله التوفیق ![/color:23553595a7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more