د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ديارانو ياد

زهيرشينواری
04.12.2003

......................................................................................[size=24:d9c09d5a35]د يارانو ياد[/size:d9c09d5a35]
خدای دې لري، ياران مې ډير وو، خو په ټولو کې مې يو يار ډير ياديږي. نوم يې “مرچکی” و، خو د ګوړې نه هم خوږو، نه پوهيږم چيرته به وي ؟ ډير ښه سړی و، تل به يې خوله له خندا ډکه وه، د زغم او حوصلې خويې هيڅ پوښتنه مه کوه، چې لس څپيړې دې وهلی وای، ده به درته ويلي نه وای چې ستا په مخ څو سترګې دي.
کليوالو به ويل : کاشکې د مرچکي نوم شيرين وای او د شيرين نوم مرچکی وای. “شيرين” زمونږ بل يار و، نوم يې شيرين و، خو د مرچکی نه تريخ و. د يوې خبرې نه چا ورسره بله نه شوه کولی. په نه خبره به د هر چا سره لاس او ګريوان و. خو ددې ټول تر يخوالي سره بيا هم خلکو ورته هره ورځ د شيرين غږ کاوه. ځکه چې نوم يې شيرين و.
نه پوهيږم “ تورګل” ياربه په کوم وطن وي؟ ډير ښايسته سړی و. درنګ له پلوه د سپينې پاغوندې نه هم تک سپين و، خو مور او پلار له دې ويرې چی له نظره نه شي، نوم يې ورباندې تورګل ايښی و. کليوالو بيا ګل ترينه شکولی و او (( توری )) به يې ورته وايه . توری ښه غټ پټ ،هډور او چناري سړی و، تل به يې پاکې، ښايسته او نوې جامې اغوستې وې .په اول ځل به چې څوک ورسره مخامخ شو ل ، د ده باډي ، کش پش او ښايسته جامې به يې وليدې، نو فکر به يې کاوه چې په څلور کنجه دنيا کې به له ده نه هوښيار، پوه او ځيرک سړی نه وي. خو چې کله به يې په خبرو پيل وکړ او يو غر به يې په بل غر وويشت، نو ژربه پوه شوې چې سړی مړی نه دی، بس په سر کې يې د مغزو په ځای بوس پراته دي. ځينو کليوالو به ويل چې کاشکې باډي د تور ګل وای او هوښياري دښايسته ګل وای.
“ ښايسته ګل “ زمونږ يو بل يارو. نوم يې ښايسته ګل و، خو د بدرنګو نه لابدرنګ و. وچ پوچ، تش د څو هډوکو يو اسکليټ و. پلنه پوزه ، پيړې شونډې، ببرې وروځې، پپړ غوږونه، غټ سر، ټيټه ونه، تک زيړ اوږده غاښونه، بس داسې يو شی ولکه يوماشوم چې کيني او د خټونه يوه څيره جوړه کړي. خوپه پوهه او هوښيارۍ کې دومره وړاندې وچې شل تورګله په يوه ښايسته ګل پسې نه شورسيداۍ ددې ټولو بدرنګيو سره سره بياهم خلکو ورته ښايسته ګل ويل ،ځکه چې نوم يې ښايسته ګل و.
نه پوهيږم چې “ سخي “ يار به مړوي او که ژوندی؟
زمونږ په منځ کې هغه ډير پيسه داراو پيسه دوست و. ښې ډيرې پيسې يې لرلې، خو نه يې پخپله خوړلې او نه يې اونه يې بل چاته ورکولې .هغه ورځ مې ښه په ياد ده چې د ګاونډي زوی په وارخطايې راغی او ورته ويې ويل : سخي کا کا! پلار مې مړ دی، د کفن پيسې نه لرم، که يو څو روپۍ په پور راکړې، ټول عمر به درته دعا ګانې کوم.
سخي يار چې دا خبره واوريده، نو په ټنده يې دولس بجې شوې او په غوسه يې ورته وويل: وراره ګله! په کومه لار چې راغلی يې په هماغې بيرته لاړ شه: له دې ټولو کړوړو سره بيا هم خلکو ورته سخي ويلو ، ځکه چې نوم يې سخي و او د انوم ورباندې مور او پلار ايښی و.
........................................................انجنير ستانه مير زهير شينواری
.........................................................پيښور ښار _ 1999 م کال



هيواد شېرزاد
04.12.2003

محترم شينواری صيب، ښې چارې!
که رښتيا درته ووايم کيسه مو لنډه وه خو دومره خوږه او په زړه پورې وه چې مه کوه پوښتنه. نو ماته دا سوال پيدا شو چې دا کيسه د چا ده؟ تاسې ليکلې ده او که بل چا؟ يو ځل بيا وايم، ډېره مې خوښه شوه.
ستاسې دنورو همداسې خوږو کيسو په تمه[size=24:eb70c23313]....[/size:eb70c23313]


مننه

Bawary
04.12.2003

ګرانه شينواري صا حيب لومړۍ زما سلا مونه ومنۍ ، تر سلا مونو وروسته تاسو ته د يارانو دليکني په څير د نورو ليکنو لپاره د زيات برې او د قلم توان هيله کوم٠ زه دزړه له کومي ستاسو همداشان نورو ليکنو ته منتظريم٠ هيله ده چي غوښتنه می هيره نکړی ٠ ديادوني ده چي ستاسو دا ليکنه مي څوځله له سره ولوستل او بيا مي دنورو دوستانوسره ولستل او په هر ځل لوستلو به ې خوند او مزه نور زيا تيده٠
ستاد ليکنو لوستونکۍ باوري


هيوااد صيب سلامونه

زهيرشينواری
07.12.2003

هيواد صيب سلامونه !
ستاسو له نيکو پيرزوينو نه يوه نړۍ مننه ، ليکنه زما خپله ده او په ايډټ کې مې خپل نوم ورزيات کړ



هيواد شېرزاد
07.12.2003

محترم شينواری صيب، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ[size=24:189a20e656]![/size:189a20e656]
د ځواب څخه مو يوه نړۍ مننه[size=24:189a20e656].[/size:189a20e656]
خدای پاک مو په قلم برکت کړه[size=24:189a20e656].[/size:189a20e656]
مونږ ستاسو نورو ليکنو ته سترګې په ﻻر يو[size=24:189a20e656]...[/size:189a20e656]


Re: ديارانو ياد

نقاد
18.12.2003

[quote:a842b63384="زهيرشينواری"]......................................................................................[size=24:a842b63384]د يارانو ياد[/size:a842b63384]
خدای دې لري، ياران مې ډير وو، خو په ټولو کې مې يو يار ډير ياديږي. نوم يې “مرچکی” و، خو د ګوړې نه هم خوږو، نه پوهيږم چيرته به وي ؟ ډير ښه سړی و، تل به يې خوله له خندا ډکه وه، د زغم او حوصلې خويې هيڅ پوښتنه مه کوه، چې لس څپيړې دې وهلی وای، ده به درته ويلي نه وای چې ستا په مخ څو سترګې دي.
کليوالو به ويل چې کاشکې د مرچکي نوم شيرين وای او د شيرين نوم مرچکی وای. “شيرين” زمونږ بل يار و، نوم يې شيرين و، خو د مرچکی نه تريخ و. د يوې خبرې نه چا ورسره بله نه شوه کولی. په نه خبره به د هر چا سره لاس او ګريوان و. خو ددې ټول تر يخوالي سره بيا هم هره ورځ خلکو ورته د شيرين غږ کاوه. ځکه چې نوم يې شيرين و.
نه پوهيږم “ تورګل” ياربه په کوم وطن وي؟ ډير ښايسته سړی و. درنګ له پلوه د سپينې پاغوندې نه هم تک سپين و، خو مور او پلار له دې ويرې چی له نظره نه شي، نوم يې ورباندې تورګل ايښی و. کليوالو بيا ګل ترينه شکولی و او (( توری )) به يې ورته وايه . توری ښه غټ پټ ،هډور او چناري سړی و، تل به يې پاکې، ښايسته او نوې جامې اغوستې وې .په اول ځل به چې څوک ورسره مخامخ شو ل ، د ده باډي ، کش پش او ښايسته جامې به يې وليدې، نو فکر به يې کاوه چې په څلور کنجه دنيا کې به له ده نه هوښيار، پوه او ځيرک سړی نه وي. خو چې کله به يې په خبرو پيل وکړ او يو غر به يې په بل غر وويشت، نو ژربه پوه شوې چې سړی مړی نه دی، بس په سر کې يې د مغزو په ځای بوس پراته دي. ځينو کليوالو به ويل چې کاشکې باډي د تور ګل وای او هوښياري دښايسته ګل وای.
“ ښايسته ګل “ زمونږ يو بل يارو. نوم يې ښايسته ګل و، خو د بدرنګو نه لابدرنګ و. وچ پوچ، تش د څو هډوکو يو اسکليټ و. پلنه پوزه ، پيړې شونډې، ببرې وروځې، پپړ غوږونه، غټ سر، ټيټه ونه، تک زيړ اوږده غاښونه، بس داسې يو شی ولکه يوماشوم چې کيني او د خټونه يوه څيره جوړه کړي. خوپه پوهه او هوښيارۍ کې دومره وړاندې وچې شل تورګله په يوه ښايسته ګل پسې نه شورسيداۍ ددې ټولو بدرنګيو سره سره بياهم خلکو ورته ښايسته ګل ويل ،ځکه چې نوم يې ښايسته ګل و.
نه پوهيږم چې “ سخي “ يار به مړوي او که ژوندی؟
زمونږ په منځ کې هغه ډير پيسه داراو پيسه دوست و. ښې ډيرې پيسې يې لرلې، خو نه يې پخپله خوړلې او نه يې اونه يې بل چاته ورکولې .هغه ورځ مې ښه په ياد ده چې د ګاونډي زوی په وارخطايې راغی او ورته ويې ويل : سخي کا کا! پلار مې مړ دی، د کفن پيسې نه لرم، که يو څو روپۍ په پور راکړې، ټول عمر به درته دعا ګانې کوم.
سخي يار چې دا خبره واوريده، نو په ټنده يې دولس بجې شوې او په غوسه يې ورته وويل: وراره ګله! په کومه لار چې راغلی يې په هماغې بيرته لاړ شه: له دې ټولو کړوړو سره بيا هم خلکو ورته سخي ويلو ، ځکه چې نوم يې سخي و او د انوم ورباندې مور او پلار ايښی و.
........................................................انجنير ستانه مير زهير شينواری
.........................................................پيښور ښار _ 1999 م کال[/quote:a842b63384]

واه واه ، ماشأالله ، ډيره ښکلې ،لنډه ، غونډه منډه او ((کږه وږه خوږه )) کيسه وه ، په قلم مو برکت شه .
نتيجه داچې :
[color=darkblue:a842b63384]څوک په تش نوم نه سړی کيږي ،سړی هغه دی چې يې خوی د سړو وينه ![/color:a842b63384]


Hafizulla zazai
15.01.2004

سلام ښاغلی شېنواره وروره٠
په عمر د برکت شه وﻻ چه ډيره په زړه پوری لېکنه مو کړی ده او ستاسو د نورو خوږو قصو په تمه ٠

پښتانه واړه ناپوه دی په ېو بل کاندی غورزۍ
چه يو سر کاندې راپورته بل ېئ ؤ وهئ مغزې

سره ېو شي کنې ورک کيږو


مننه او درناوی

زهيرشينواری
16.01.2004

د ټولو دوستانوڅخه يوه دنيا مننه کوم چې زما دغه ليکنه يې خوښه کړی ده ، ستاسو پيرزوينو ماته قوت راکړ چې په راتلونکې کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړم . په ډيره مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more