د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

لابراتواري آزموينې څرګندوي چې د انار په ...

Nazar
04.02.2008

لابراتواري آزموينې څرګندوي چې د انار په اوبو کې يو ډول کيمياوي توکي شته چې د پروسټېټ (پروستات) د سرطان د پرمختګ مخنيوی کوي.د UCLA يا University of California at Los Angeles ساينسپوهان وايي چې د انار په اوبو کې د يو ډول طبيعي کيميايي مرکبات شته چې د پروسټېټ سرطان د لوييدو مخه نيسي.د څېړونکو مشر Navindra Seeram PhD وايي چې دا کيميايي ماده چې د ellagitannines په نامه يادېږي، له انار سربېره په نورو مېوو لکه ځمکني توت کې هم شته.د څېړونکو په اند، د انارو د اوبو له څښلو وروسته له هغې څخه Ellagitannines آزادېږي او له هضېدو وروسته د Urolithins په نامه يو ډول کيميايي ماده جوړوي چې ښايي د پروسټېټ سرطان پر ضد اغېزه وکړي.د Seeram څېړونکې ډلې خپله نوموړي تيوري په خپل لابراتوار کې تر آزمينې لاندې ونيوله.
دوی يو څه انار وپېرودل او د هغه د پوستکي څخه يې اوبه و ويستلې او په هغه کې يې د Ellagitannines څومره والې مالوم کړ. وروسته دوې د انارو دغه اوبه په موږکانو کې د پروسټېټ پېوند شويو سرطاني ژوندينکو (حجراتو) پر ضد وآزمويلې.دوې يو شمېر دغه موږکانو ته چې د پروسټېټ سرطاني ژوندينکې ورته پېوند شوې وې، د انارو اوبه ور وڅښولې، او يو شمېر نورو ته يې په ګېډه کې پيچکارې سره ور زرق کړې. د پرتله (مقايسه) کولو لپاره، دوې يې شمېر نورو موږکانو ته Placebo محلولات چې په ترکيب کې يې د انارو اوبه نه وې، وڅښول اويا يې په ګېده کې ور زرق کړل. دوې وموندله چې په هغه موږکانو کې چې د انارو اوبه ورته څښول شوې يا زرق شوې وې، د کنټرول ګروپ موږکانو په پرتله د پروسټېټ سرطاني ژوندينکو څو ځلې لږه نمو کړې وه.تر دې وروسته نورو موږکانو ته Urolithins د خولې لارې او يا هم په ګېډه کې زرقولو له لارې ورکول شول. د انار له اوبو څخه دغه مشتق شوي کيميايي توکي د موږکانو په پروسټېټ، لويو او وړو کولمو کې د نورو انساجو په پرتله ډېر جذب شول. له دې ټولو څخه څېړونکو داسې پايلنيوی وکړ چې د په انارو کې شته Ellagitannins په موږکانو کې د پروسټېټ سرطان د پرمختګ مخنيوی کوي خو هغه ټول ټال له منځه نه وړي. دا چې د انارو اوبه په انسانانو کې هم د پروسټېټ پر سرطان ورته اغېزه لري او که نه، لا نورو څېړنو ته اړتيا لري.
نوموړې څېړنې په Journal of Agricultural and Food Chemistry کې خپرې شوي دي.


Nazar
04.02.2008

په سرطان او الزهاېمر ناروغۍ باندې د شين چاې اغېزې
د ډاکټر عيسی ستانکزي ژباړهیوه مسلمان څیړاند یو ځل بیا وویل چې شین چاي دسرطان او الزهاېمر په ضد دي . دامریکا په مشیګان پوهنتون کې یو مسلمان څیړاند وویل:شین چاي دروماټیزم، سرطان او الزهاېمر په ضد ښه اغېزې لري . دماشي انټرنیټي سایټ ولیکل صلاح الدين عودبن احمد په خپل علمي تحقیق کې ثابته کړه چې شین چاي ۳۰ یا ۴۰ سلنه پولیفینول ماده لري او دغه ماده دسرطان مخه نیسي دغه څیړاند ویلي دي شین چاي له سرطان سره په مبارزه کې ډیره مرسته کوي اوپردې سربېره دوزن له کمولو او دزړه ټکان له منظمولو سره مرسته کوي .همداراز دمشیګان پوهنتو ن دغه څیړاند ویلي دي چې شین چاي انسان له الزهایمر ناروغۍ خوندي ساتي .


Nazar
04.02.2008

خپګان يا Depression د زړه له حملې ياMyocardial infarction نه وروسته د زړه په درملنې بدې اغيزې لري.
د تړون جليلي ژباړهديپرس (خپه) ناروغان د زړه له حملې نه وروسته سم نه رغيږي او د زړه د هغو ناروغانو په پرتله چې بيا هم له ژوند نه خوند اخلي، کم عمر کوي.
د زړه په حمله کې نه يواځې زړه ته زيان رسېږي، بلکې د ناروغ روحي حالت هم زيانمن کېږي. تقريباُ د زړه د نيمو ناروغانو سره د د يپريشن او ويرې علامې پيدا کېږي. دا خبره له يوې څيړنې چې اليزابيت مارتينس دخپلې دکتورا لپاره کړيده په ډاګه شوې ده.
په هغه ناروغانو کې چې د ديپريشن علامې پکې پيداکېږي د هغه ناروغانو په پرتله چې ډيپرېشن نلري، د يوې نوې د زړه حملې چانس درې ځله زيات دی.
د څيړونکې غوښتنه ده چې د زړه د حملې د علاج سره سم دې ناروغ د يو سايکولوجست له خوا هم په منظم ډول وکتل شي او طبي درملنه دې د رواني رغونې سره سمه پر مخ لاړه شي.
مارتينس دغه څيړنه د څلورو کالو په موده کې د زړه په ٥٠٠ ناروغانو په دوه جلاجلا روغتونونو کې سرته ورسوله. دغه ناروغان په منځني ډول يونيم کال تر څيړنې لاندې وو.
که چيرې تاسې د زړه ناروغ ياست او يا مو د زړه حمله تېره کړي وي. کېدای شي د زړه د بيا حملې وېره او يا له دې حملې وروسته تاسې ته د خپګان او مايوسئ حالت مخه وکړي. نو د دغه خپګان د علاج او يا مخنيوي لپاره غوره ده چې دخپل معالج ډاکتر په مشوره د يو سايکولوجست سره هم دخپلې ويرې او يا خپګان په هکله خبرې وکړۍهالند تيلبورخ ، مې ، ٢٠٠٧ کال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more