د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

اوښ او ګيدړ

khattak
03.01.2008

[color=red:d17c42c075][size=24:d17c42c075]اوښ او ګيدړ[/size:d17c42c075][/color:d17c42c075]
داسې وايي چې ګيدړ او اوښ دوستان وو
د ځنګل ټول ځناور ورته حېران وو
يوه ورځ اوښ ته ګيدړ ووې چې وروره
د درياب نه پورې غاړې ته وګوره
که دې خيال وي په پټي کې خربوزې دي
بوي په ما يې دلته لګي ښې خوږې دي
زه چې لاړ شو خپل نصيب به ورنه اوخورو
خټکي چې نن ونه خورو بيا به څه خورو
اوښ هم خوښه د ګيدړ دا مشوره شوه
خو ګيدړ ته پکښې پېښه خطره شوه
هسې نه درياب کښې ډوب شم زما ياره
دي ژورې دا اوبه زما د پاره
ورته اوښ ووې چې مه کړه هيڅ وسواس
تا به پورې کړمه نېغ اوبو د پاس
ګيدړ سور چې شو په اوښ مزه يې ورکړه
اوښ ته وايي قدم چاغ کړه شابه زرکړه
په څو دانګو کښې اوښ پورې په درياب شو
د ګيدړ زړګی خوشحاله بې حساب شو
دواړه سر شو په مزه خوري خربوزې
کله کله وي ، تل نه وي دا مزې
چې ګيدړ موړ شو، اونګي يې کړو يې بلند
ورته اوښ ووې دا چغې دې کړه بند
ستا آواز که تر مالي ورسيدلو
اوس به راشي موږ به مړه کړي په وهلو
خو ګيدړ ورته وئېل دا مې عادت دی
اونګيدل په مړه خېټه مې فطرت دی
آخر راغللو باغوان کوتک په لاس
اوښ په ځان نه پوهيدو شو بدحواس
ګيدړ پټ شولو په بوټو کښې څه رنګ
اوښ ترې نه شو پټيدلی چې ؤ دنګ
اوښ يې ښه ودربولو په کوتک
آخر ځان يې ترې نه خلاص کړو په ترپک
د درياب په غاړه ناست ورته خپل يار ؤ
مطلب دا ګيدړ د اوښ په انتظار ؤ
ګيدړ پورته اوښ ته کښېناستو په شا
د اوښ اوس هم خوږيدله ډېره ملا
مېنځ درياب کښې اوښ غوپه شو په اوبو
ګيدړ چغې کړلې سر شو په توبو
اوښه وروره دا ته څه کوی ډوبېږم
ورته اوښ ووې چې زه هم نه صبرېږم
د سزا نه پس غوپې زما عادت دی
ته دې ډوب شې خو کينه زما فطرت دی
څه کرې هغه به رېبې دا متل دی
ای سحره! خپل عمل د لارې مل دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more