د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د افغان په نوم راپاڅه

روښان
26.11.2003

پاک آرمان دې خاورې کيږي، خپل آرمان په نوم راپـــــــاڅــــه
چې دروند ځان درنه ورک نه شي، د خپل ځان په نوم راپاڅــه
د پـــــردو په لمسه څلــــــــــــه د يو بــــــــــــــــل سره کــــــــينه کـــړئ
په دې يو کور د افغــــان کې، د افغان پـــــــــه نوم راپـــــــــــاڅــــه
بل څوک کله دې نـــــړۍ کې، دي دا ستـــــــــا په څير لوېدلـــــي
د ټول قام عزت لپاره، د ټول قام پـــــــــه نـــــــــــوم راپــــــــــاڅـــــه
په ياد راوړه تير وختونه له دښمن نـــــــــــــه ګيلې مــــــــــه کــــــړه
له ميرويس نـــــه الهام واخله، احمد خان پــــــــــه نـــــوم راپـاڅه
چې ستا مينې ته اغيــــــار نن، په خيرنو سترګــــــو ګـــــــــــوري
پت د مينې دې ثابت کړه، د جانـــــــان پـــه نــــــــــوم راپـــــــــــاڅه
تير تاريخ درځنې غواړي، ننګ د مـــــــور پــــه پــــــــاک پوړني
ته دې پاکې مور پـــه ننګه، د وجدان پــــــــه نــــــــوم راپـــــــــاڅه
له دښمن نه زړه سوی غواړې، چې شې خلاص ظلم او ستم نه
زاري لار د خــــــــلاصون نــــــــه ده، د تــــــوپـــــان په نوم راپاڅه [/list]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more