د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

اسلام،ښځه،تعليم اوپاچاهي يي

Anonymous
21.11.2003

بسم الله الرحمن الرحيم
کله چي الله تعالي حضرت ادم عليه السلام پيداکړ نو جنت يي دهغه کور وګر ځاوه مګر دجنت له شنو باغونو او رنګا رنګ ښکلاؤ سره سره الله تعالي دادم عليه السلام په زړه کي ديوه بل نعمت دورکړي احساس په زړه کي ور واچاوه دانعمت دانسانانو مور حضرت حوا عليها السلام وه کله چي الله تعالي ادم عليه السلام ته حوا انا دجوړې په څيرورکړه نو دادم عليه السلام زړه تسکين سترګي يي ډکي او زړه يي يخ شو او دجنت دټولو نعمتونو په حقيقي ښکلا وپوهيدو دټولو نعمتونو په اخير کي دحوا انا پيدايښت دوه ماناوي لري لمړی دا چي پاک رب نړۍ ته وښيي چي ښځه ددنياتر ټولو نعمتونو لوي نعمت اودانسانانو دتسکين او ارام يوه خورا خوږه ذريعه ده دوهم داچي نړۍ پدي وپوهيږي چي ښځه دانساني تمدن دجوړښت محور او دژوندانه دباغ يو ښايسته او نازک ګل دی .
ټولنه له ښځي سره هر اړخيز تړاو لري ښځه دميړه لپاره تسکين ، داولاد لپاره مربي اودانساني جامعې لپاره لوي ضرورت دی .
په اسلام کي دښځي او نر په حقوقو کي هيڅ فرق نه ليدل کيږي لکه څنګه چي ټولنه له نر او ښځي څخه جوړيږي نو دټولني دجوړښت په بنسټ دښځي او نر دکار دائره جلاجلا ده همدا راز په ټولنه کي ددوي مسؤليتونه هم متعين دي کچيري نر دخپلو مسؤليتونو ځيني برخه په ښځه ورواچوي او ياښځه داسي وکړي نو داسلام له نظره دا تيری بلل کيږي .
دنر او ښځي په اړه په قرانکريم کي ويل شوي : (( الرجال قوامون علي النساء بما فضل الله بعضهم علي بعض وبما انفقوا من اموالهم )) النسا ء ايت ٣٤ ټوک ٥
ژباړه !نارينه په ښځينه و باندي حاکم دي له دي سببه چي الله تعالي ځينو ((نرو)) ته په ځينو نورو (( ښځو )) باندي (( قدرتي )) بر تري ورکړيده (( اوبل لدي سببه )) چي سړو خپل مالونه په ښځو مصرف کړيدي .
ياني دښځي نفقه په ميړه ، دمور نفقه په اوﻻد ، دلورنفقه په پلار فرض کړل شوه پدي ډول ښځي دنفقې پيداکولو له هر ډول ستونزو څخه په کور کي په ارام وساتل شوې له بله پلوه له الهي عادﻻنه قانون سره سم ښځو ته دنفقې په بدله کي نارينه وته قدرتي حاکميت ورکړل شو پدي ډول نر او ښځي ته دګيلې کولو هيڅ ګنجا يش پاتي نشو .
په اسلام کي دنرو او ښځو حقوق يو شان دي . نرو ته خداي پاک دخپل استعداد مطابق حقوق ورکړي دي او ښځو ته يي دخپل نرقدرتي خداي جل جلا له قوي پيدا کړې ځکه نو دسختو او مشکل ترينو کارونو پړه دده په غا ړه ور اچول شويده او د ښځي دکار حدود ددي دخلقي کمزوري په بنسټ فقط تر کوره محدود دي او بس . دهمد ي قدرتي توپير له کبله خداي پاک رسالت ، نبوت ، امامت کبري ، امامت صغري ، دديني شعائرو قيام لکه اذان ، اقامت ، خطبه او تکبيرات تشريق دنارينه و ځانګړتياوي ګر ځولي دي .
دښځو دقدرتي کمزوري په اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي : دښځو عقل او دين دواړه نا مکمل دي ځکه چي ددوو ښځو شاهدي د يوه سړي له شاهدي سره برابره د ه دا يي دعقل دکمزوري دليل دی همداراز ښځي ته په مياشت کي يووار حيض ورځي په هغو شپو ورځو کي ښځي دلمانځه ، تلاوت اونورو عباداتو له په ځاي راوړلو څخه معذوري وي نو دا يي ددين دکمزوري دليل شو .
پوښتنه : دلته ځيني کسان دا پوښتنه کوي چي ددوو ښځو شاهدې ولې ديوه سړي سره برابره ده حال دا چي دواړه انسانان دي ؟؟؟؟
ځواب : ددي پوښتني ځواب خداي پاک په همدي ايت کي ذکر کړی چي په لنډډول يي موږ بيانوو دخدايي قدرتي کمزوري په بنسټ ښځه هير جنه ده واقعه يي ډير ژر له ياده وځي نو په شاهدي کي ځکه دوه ښځي ضروري دي چي که واقعه ديوې هېره نو دوهمه به يي وريادوي دلته هم شاهدي په اصل کي يوه ښځه وايي دوهمه ښځه دهيري په وخت داصلي واقعې دوريادولو لپاره ور سره ځي .
په اسلامي شريعت کي دښځي دکار دايره فقط ترکوره پوري محدوده ده او بس .
لکه چي مخکي مو وويل چي ټولنه له نر اوښځي نه جوړيږي اونر قدرتي قوي اوښځه کمزوري پيداشويده نو له همدې کبله ښځي ته دکور دکارونو اوداوﻻدد تربيي دنده ور سپارل شويده ((ديادوني وړده چي که چيري ښځي په کورکي نارينه نه درلودل اوواړه اولادونه ورله غاړي وو نوبيا شريعت ښځي ته له کوره دباندي داوﻻد دنفقې دبرابرولو لپاره دکار اجازه ورکوي خو کوښښ به داکوي چي تر ماښام له مخه بايد کورته راشي اوشپه له خپله کوره دباندي تيره نکړي ))او نر يي پدي مکلف کړی چي له کوره دباندي کارونه او دښځي دنفقې برابرولو پوره پوره انتظامات وکړي لاندي موږ هغه دﻻيل ذکرکوو په کومو کي چي ښځي ته په کورکي داوسېدلو حکم شوېدې .
((وقرن في بيوتکن وﻻ تبرجن تبرج الجاهلية الاولي )) الاحزاب ايت ٣٣ ټوک ٢١
ژباړه ! په خپلو کورونو کي په قرار واوسيږۍ او دجاهليت دزمانې دسينګار په څير ځانونه مه سينګاروۍ .
ښځوته په کور کي دکيناستلو لپاره تر دې هم بل صريح دليل پيدا کيداي شي ؟؟؟
ددي ايت شريف تشريح بيا په حديث شريف کي پدي ډول راغلي ده . ((والمرأة راعية علي اهل بيت زوجها وولده وهي مسؤلة عنهم ))صحيح بخاري کتاب الاحکام حديث ٧١٣٨
ژباړه !اوښځه دخپل ميړه دکور په اوسيدونکو او دهغه په اوﻻد نګرانه دده او همدا ښځه ددوي ذمه داره ده . له دي حديث شريف څخه په ډاګه شوه چي له اسلامي نقطۀ نظره دښځي ذمه داري دکور دنظام ساتنه ، داوﻻد تربيت اودنورو کورني امورو انتظام او انسجام دی له کوره دباندي کومه ذمه داري ښځي ته نده سپارل شوي .
همداراز په بل حديث کي راځي : ((المرأة عورة فاذاخرجت استشرفها الشيطان )) جامع الترمذي ابواب النکاح حديث لمبر ١١٨٣ .ژباړه ! ښځه يو پټ شې دې کله چي دا له کوره څخه ووځي نو شيطان ددي څارنه کوي .له همدي کبله دښځي لپاره کور غوره دی تر څو دشيطان له څارني خلاصه او له هر ډول فتنې څخه په امن کي وي دلته دا خبر ديادولو وړده چي له دا سي احاديثو څخه په استفادې سره ځيني کسان دښځو په حق کي سختي کوي او حتي چي دټولو خرابيوريښه يي بولي (( لکه څنګه چي زموږ ځينو وروڼو اوخويندو په خپلوليکنو کي ددي پړه په ملايانو وراچولي ده )) ريښتيا هم په حقيقت کي دايو ډيرناوړه رجحان دي چي زموږ په ټولنه کي ځيني کسان ښځه دټولو خرابيو سر بولي ځما په اند داله تعصب اوتنګ نظري څخه ډک تمايل دې اوترخپله وسه بايد دداسي خلکو حوصله شکني وشي او له هري لاري بايد کوښښ وشي چي داسي خلکوته دقران او حديث په رڼاکي حقايق بيان شي ترڅو داخلک دښځو په حقوقو پوه او له دي ډول ناوړي نظريي څخه ﻻس په سر شي دداسي اياتونو اوحديثونو هيڅکله دا معني نه ده چي ګواکي ښځه نو دټولو خرابيو سرده بلکه ددي معني داده چي: وروڼو ...لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده چي دانساني ټولني په جوړښت کي ښځي ته ډير ضرورت ليدل کيږي نو کله چي ښځه دباندي ووځي نو دضرورت په بنسټ دټولني دوګړو پام ددي خواته کيږي پدي ډول دنر او ښځي دواړو په ذهن کي فاسد خياﻻت او ناوړه تصورات رامنځ ته کيږي دلته شيطان عليه اللعنة له موقع څخه په استفادې سره نر او ښځه په ګناه اخته کوي اودا خو ټولو مسلمانو ورونو ته معلومه ده چي داسلامي ټولني په جوړښت کي ښځه فعاله ونډه لري نو ﻻزما دښځي نيک اخلاق ټولنه نيک خويه اودښځي بد اخلاق ټولنه فاسده وي په ټولنه کي دښځي دزيات رول درلودلو په بنسټ اسلام دښځي اخلاقو ته زياته پاملرنه کوي . له همدي کبله هغه ډير اسلامي شعاير او احکام چي له کوره دباندي ادا کيږي له ښځي څخه ساقط شويدي
لکه د جمعې لمونځ چي په ايتونو او احاديثو کي يي ډير فضيلت راغلې دی او نارينه و ته پکي دګډون کولو تا ئېد شوېدې مګر له ښځي څخه دجمعې لمونځ ساقط دی رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي (( الجمعة حق واجب علي کل مسلم في جما عة اﻻ اربعة عبد مملوک اوامرأة او صبي او مريض )) سنن ابو داود باب الجمعة للمملوک والمرأة حديث لمبر ١٠٦٧ .ژباړه ! د جمعې لمونځ په جمعه ادا کول په هر مسلمان وا جب دې پرته له څلورو کسانو مريي ، ښځه ، هلک او مريض . سره له ډيره فضيلته په ښځه دجمعې لمونځ وا جب ندې بلکه دا لله تعالي له عادﻻنه نظام سره سم ښځه چي په کور کي کوم لمونځ کوي پاک رب دي ته دکور په لمانځه همدو مره ثواب ورکوي لکه نر ته چي د جمعي په لمانځه ورکو ل کيږي .
همداراز نرو ته دجنازې ترشا دتللو امر شوېدې مګر حضرت ام عطيه رضي الله عنها فرما يي چي ! ((نهينا عن اتباع الجنا ئز ))صحيح بخاري ١ ټوک ١٧٠ مخ .ژباړه ! موږ دجنازو تر شا له تللو څخه منع کړل شوي يو .
همداراز اسلامي شريعت ښځي ته دتنها سفر کولو اجازه نه ورکوي اووايي چي کچيري ښځي د (( شرعي سفر )) اراده وکړه نو بايد چي له دې سره يو محرم لکه پلار ،ورور ، ميړه يا هم ځوم موجود وي که محرم نه و نو په سفر تلل ندي ورته روا حتي که په ښځه حج هم فرض شو او محرم يي نه وو نو دحج سفر هم نه ده ورته روا هو په اخير کي به دحج بدل وصيت ضرور کوي .
همدا راز په ښځو باندي په(( جمه ))يا جمعه لمونځ هم واجب نه دی او په کور کي دښځي تنها لمونځ دمسجد تر جماعت يا جمعي ډير ثواب لري .
پوښتنه :درسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي خو به ښځي دشپې لخوا دلمانځه داداکولو لپاره مسجد ته تلی ؟؟؟
ځواب !که څه هم هغوي به دشپې لخوا مسجد ته تلې مګر رسول الله صلي الله عليه وسلم بيا هم دهغوي په اړه فرمايلي ((و بيوتهن خير لهن )) ابو داود کتاب الصلوة باب خروج النساة الي المساجد حديث ٥٦٧ .
ژباړه !او ددوي کورونه ددوې ((ښځو ))لپاره غوره دي له دې حديث شريف څخه واضحه شوه چي درسول الله صلي الله عليه وسلم هم دښځو په اړه په کور کي لمونځ ادا کول خوښ وو حضرت عايشې رضي الله عنها چي د رسول الله له وفات څخه وروسته دښځو په اړه دزمانی تغير وليد نو ويي فرمايل چي که رسول الله صلي الله عليه وسلم د زمانی دا حاﻻت ليدلي واي نو مسجد ته به يي دښځو په راتګ په ډاګه بنديز لګولی وو داخو دمسلمانانو دمور حضرت عايشې صديقې رضي الله تعالي عنها زمانه وه نو او س زموږ او ستاسي په زمانه څه فکر کوۍ ؟؟؟؟؟
همدا راز په ښځو جهاد هم ندې فرض په حديث کي راځي چي ((ليس علي النساء غزوة وﻻ جمعة وﻻ تشيع جناز ة )) مجمع الزوائد ٢ټوک ١٧٠ مخ .ژباړه !په ښځو باندي جهاد ، جمعه او دجنازو تر شا تلل فرض ندي . لکه څنګه چي په ښځو جهاد فرض نه دی له همدي کبله رسول الله صلي الله عليه وسلم د غنيمت په مال کي دوي ته ټاکلي برخه نده ټاکلي .
پوښتنه : کله چي په ښځو جهاد نه و فرض نو رسول الله صلي الله عليه و سلم به دوي ولي له ځانه سره جهادته بوتلی ؟؟؟
ځواب : درسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي په جهاد کي د ښځو دګډون دا مانا نه ده چي ګواکي په دوي جهاد فرض وو بلکه دا دهغوي غوښتنه وه چي په غزا کي دزخمي مجاهدينو زخمونه درمل کړي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به دوي غزاګانو ته ځکه بيودې په دي اړه حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمايلي چي ((وقد کان يغزو بهن فيداوين الجرحي و يحذين من الغنيمة واما بسهم فلم يضرب لهن )) صحيح مسلم کتاب الجهاد باب النسا ء الغازيات حديث لمبر ٤٤٤٨ . ژباړه !رسول الله صلي الله عليه وسلم به ښځي جهاد ته بيولې اوهغوي به ټپيان درمل کول او له غنيمت مال څخه به يي هغوي ته دانعام په ډول څه شی ورکول مګر ددوي لپاره په غنيمت کي ټاکلي برخه نه وه مقرره شوي نن سبا هم که کومه ښځه وغواړي چي دثواب دګټلو لپاره دجهاد ګرم سنګر نور هم په خپلو پاکو وينو ګرم کړي نو دا روا دي او ډير دثواب کاردې .
په جمع لمونځ ، جهاد اونورعبادتونه ډير اجر اوثواب لري مګر لکه څنګه چي پدي ټولو کي له کور څخه وتنه ﻻزمي خبره وه نو ځکه له ښځو څخه ددي شيانو په ځاي راوړل ساقط شويدي همداراز له دي ټولو اياتونو او احاديثو څخه معلومه شوه چي ښځه بايد تل په خپل کور کي واو سيږې .
نن سبا چي غربي خنزيرانو دښځو دازدي يا له نارينه وسره دمساوات کومي تش په نامه ناري شروع کړي مونږ مسلمانان بايد پدي هيڅکله ونه غوليږو دا چيغي په ظاهره ډيري غوړي معلوميږي مګر په حقيقت کي يي له ښځو څخه دخرڅلاو تجارتي مال جوړکړی د څو ډالرو په مقابل کي يي دښځو عزتونه تر پښو ﻻندي کړي اود کور با عفته ښځي يي په هوټلونو ،تلويزونونو ،هوايي ډګرونو او نورو بازارونو کي د حيوان صفته انساني درند ګانو په منګلو کي ور کړيدي او په ټولنه کي يي دښځو حيا ، شرف ، وقار اوعزت تار تار کړې او په حقيقت کي يي له ښځو نه ازادي سلب کړي او دغلامي او له شرمه ډک ژوند په تيرولو يي مجبوري کړي .
ددي څه تازه بيلگه دښاغلي حامد جان كرزي صاحب دحكومت هغه پريكړه ده چي دفلپاين په پلازمينه منيلا كي يي په راتلونكي مياشت كي دنړي دښکلا دملكي دټاكلو دمسابقي لپاره يوه ځوانه افغانه انجلي ويدا صمدزۍ هلته واستوله.تاسي ټولو وروڼو او خوندو ښايي هغه عكسونه دنيټ پر مخ او ياهم په محلي مطبوعاتو كي كتلي وي.باور وكړي چي زه دلته ددغي موضوع په نفس ياداّوري باندي شرميږم مگر څه وكړم د خپلي ادعا دثبوت لپاره مجبوريم چي يو څه خپل وجدان قانع كړم. زموږ ددغي درني پاڼي يوي ګډون كونكي خور خاټول هم ددي عكس لپاره لينك وركړيدي افغانان وروڼه بايددعبرت اخستلو لپاره يووار دا عکسونه وګوري ترڅو زموږ مسلمان پر دين وطن او ناموس باندي مين وروڼه او خوندي دښاغلي كرزي صاحب له دغه "اسلامي!!!" او "افغاني" اقدام نه په ښه ډول با خبره شي. كه څه هم دكرزي صاحب دسياسي ژوند په پاڼه باندي نوري ډيري داسي كارنامي ثبت دي چي زموږ تاريخ به يي هيڅكله هم له ياده ونه باسي.مگر د ويدا جاني بربنډول او په لوڅ لغړ حالت كي منيلا ته استول يو داسي جرم دي چي هيڅوك يي هم نه شي بښلاي.دا يو داسي لوي جرم دي چي يو څوك كه دښاغلي كرزي صاحب سكه ورور هم وي او يا دازادي او ډيموكراسۍ هر څومره ليواله او عاشق هم وي وبه يي نه زغمي.
زه حيران دي ته يم چي كرزي صاحب خپله ميرمن دارگ دلوړو ډبرينو ديوالونو ترشا ساتلي ده او دنيوزويک ښځينه خبريالانو ته يي هم له هغي سره دليدلو اجازه نه ده وركړي مگر ويدا صمد زيي چي ديوي محلي ورځپاڼي په اّند دكرزي په حكومت كي ديوه وزير خورځه ده نه يواځي داچي لوڅه لغړه او بي لباسه كړه بلكه مانيلا ته يي هم ورواستوله ترڅو هلته انگريزان او دنړي له ګوټ ګوټ نه راغلي جنسي ليونيان يي په خپلو لاسونو دبدن د مختلفو غړو اندازه وگوري . استغفر الله موږنه پوهيږو چي زموږ دډيموكراسي او ازادي طرفدار وروڼه او خوندي به دغه حالت څنگه تعبيروي؟ په ډيموكراسي كي خو كله ناكله دغسي ترخي پيښي هم رامنځته كيږي او دانسان خپل ناموس هم ترخطر او ګواښ لاندي راځي. له دي پرته په كابل كي په سلگونو نوري فاحشه خاني پرانستلي شويدي.دكابل دنوي ښار په سيمه كي دچينايانو فاحشه خانه له هيچا هم پټه نه ده. په رډ براّلا ډول باندي دزنا او لواطت لپاره لاري اواريږي. او دا هرڅه دښاغلي كرزي تر پزه لاندي ترسره كيږي.
يو چا خبره راته كوله چي دكابل دپيداگوژي په انستيتوت كي دوو استازانو يوه بله ښځينه استازه رانيولي وه او غوښتل يي چي له هغي سره ناروا جنسي عمل ترسره كړي.او داهرڅه دتفريح په ګړۍكي ترسره كيدل.نورو استازانو چي دا حالت ليدلي نو غوښتل يي چي دوي سره منع كړي مگر هغوي په ډيره بي شرمي سره ورته وويل چي وروڼو تاسي په موږ باندي څه كار لرۍ؟ ((مايان ميخواهيم ديموکراسي رادرعمل تطبيق کنيم )) موږ غواړو چي ډيموكراسي په عمل كي پياده كړو!!!
نو اوس تاسي په خپله قضاوت وكړۍ چي زموږ هيواد څومره په تيزي سره دكفر او ضلالت ديوي لويي كندي خواته ور روان دي.
گرانو او محترمو وروڼو او خويندو! په ايمان سره وواياست چي اّيا تاسي په دغه أول حالت خوښ ياست؟
گومان كوم چي ستاسي ټولو ځواب به (( نه )) وي. په دي صورت كي زما قضاوت دادي چي تاسي مطلقاً غربي ټيپه ډيموكراسي او امريكايي نظام او په تيره بيا دښاغلي كرزي اداره نه غواړي.
راځۍ چي داسلام لپاره سره "هو" كړو او دكفر لپاره "نه" او "هيڅكله نه"

دښځوزده كړه داسلام له نظره
په اسلام کي داسلامي احکامو دزده کړي اوداوﻻد دښې اسلامي روزني لپاره نه يواځي دا چي دښځو تعليم ته اجازه ورکړل شوي بلکه دنارينه په څير په ښځه هم تعليم فرض ګڼل شوېدی . په حديث شريف کي راځي چي (( العلم فريضة علي کل مسلم ومسلمة )) تعليم په نارينه او ښځينه مسلمان باندي فرض دی . همداراز دښځو داسلامي تعليم دلاسته راوړلو لپاره يو دليل دا هم دې چي دصحا به و کرامو ميرمني به ام المؤمنين حضرت عايشي رضي الله عنها او رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دشرعي مسايلو او دنورو هغو مسايلو چي تر ښځو پوري اړه لري دپوښتني لپاره راتلې . البته دښځو دتعليم لپاره هم اسلامي شريعت يو څو شرطونه لري
اول : کچيري دښځي تعليم په کور کي ترسره شي دا به غوره وي مګر که له کوره دباندي دمدرسې انتظام وي نو په هغه صورت کي ښځه بايد مکمله پرده وکړي او بيا بايد ووځي په ايت شريف کي راځي (( قل لازواجک وبناتک ونسا ء المؤ منين يد نين عليهن من جلا بيبهن )) الاحزاب ايت ٥٩ ټوک ٢٢ .
ژ باړه : ووايه (( اې رسول الله )) خپلو ښځو ته دي او لوڼو ته دي اود ((نورو )) مسلمانانو ښځوته چي ځوړند دي کړي په ځانونو خپلو باندي څادرونه خپل .
له ايت شريف څخه په ډاګه شوه چي که ښځي دڅه عذر پر بنسټ له کوره دباندي وځي نو ښايي چي ځانونه په خپلو څادرونو يا چادريو يا حجا بونو كي ونغاړي اوپه ښه ډول يي پټ کړي تر څو ونه پيژندل شي . په بل ايت کي دامهات المؤ منين په اړه الله تعالي فرمايلي چي : (( و اذا سأ لتموهن شيأ فسأ لوهن من وراء حجاب )) الاحزاب ٥٣ ايت ٢٢ ټوک .ژباړه : او کله چي تاسي له دوي څخه څه پوښتنه کوۍ نو نو دا پوښتنه دپردې ترشا کوۍ . دلته هم په ايت کي دپردي امر شوی .
يوه بله شرعي مسأله ده چي دښځي غږ هم عورت (( پټ شی )) دې نو ځکه که څوک ميلمه کورته راشي او نارينه په کور کي نه وي نو ښځه دي هغه طبعي اوقدرتي نرم غږ په درانده غږ بدلوي اوپه سخته او له غوسي ډكه لهجه دي له ميلمه سره داړتيا سره سمي خبري کوي . نوله دي ټولو څخه معلومه شوه چي له کوره دباندي دتعليم په وخت بايد ښځه ډير له احتياط څخه کار واخلي اودا ټول شرعي امور په ځاي کړي .
دوهم : غر بيانو نن سبا دښځو اونرو دمساوات په نامه دښځو اونرو ګډ تعليم رواج کړې له همدې کبله په غرب کي داخلاقي جرايمو زياتي پيښي په تعليمي مراکزو کي کيږي أن تردي چي په مکتبونو کي متعلمينو ته جنسي معلومات ورکول کيږي په دې ډول لويديځ ښوونځي دزناو خوندي مرکزونه ګڼل کيږي دوولس کلني وړې نجوني چي دا يي دهوس اوځواني شپې وي دحيوان صفته انساني درندګانو دناوړه جنسي خواهشاتو ښکار کيږي پدي ډول هغه دډيري کم عمرۍ په وخت د مورتوب د درانه بار په اوچتولو مجبوري کيږي ايا دا انصاف دي ؟؟؟ ايا دا ازادي ده؟؟؟ ايا دا مساوات دي ؟؟؟ لعنت دي وي پداسي ټولنه او دا ډول مساوات او ازادۍ باندي!!!
نو ددغه ډول فحشا او اخلاقي فساد د مخنيوي په مقصد اسلام يواځي يو اصل موږ ته راښودلي دي او هغه داچي په اسلامي ټولنه كي دنامحرمه ښځي او نارينه ګډ ژوند او زده كړه له څيلمي حرامه ده او دهغي دجواز لپاره دانسانانو له خوا وړاندي كيدونكي ټول عقلي دلايل دقراني لارښونو په وړاندي هيڅ ارزښت نلري.

دريم: لومړي بايد ښځي ته داسلامي علومو زده كړه وركړل شي.وروسته كه چيري په عصري علومو كي دداسي فن تعليم وركول شي چي هغه يواځي ترښځو پوري اړه ولري نو ددي څه اجازه هم په اسلامي شريعت كي وركول شويده. دساري په ډول دطب علم.لكه چي تاسي ټولو ته بهتره معلومه ده چي ښځينه ډيري داسي ناروغۍلري چي نارينه ډاكترانو ته يي په خلاص مټ نه شي بيانولاي او يواځي ښځينه ډاكتراني كولاي شي چي هغه ورنه واوري ځكه نو كه ښځه دطب زده كړه وكړي ښه به وي.همداراز ځيني نوري داسي برخي هم شته چي ښځينه كولاي شي چي په هغي كي زده كړي ترلاسه كړي.مگر پاتي شوي نوري زده کړي لكه پيلوټي، انجينري او نور نو لكه چي دطبيعي جوړښت له مخي يواځي په نارينه وو پوري ځانګړي دي ځكه نو ښځينه وو ته په هغي كي دكاركولو هيڅ اړتيا نشته.
اوس نو دلته دا خبره هم دپام وړ ارزښت تر لاسه كوي چي طالبانو نو ولي له دغو ټولو شرعي رخصتونو سره سره دښځو په زده كړه باندي مطلق بنديز لگولي وو؟
ددي پوښتني ځواب ډير ساده دي او هغه داچي موږ بايد دښځو دزده كړي او په دفترونو او ادارو كي دهغوي دكار ترمنځ فرق وكړو.طالبانو هيڅكله هم دښځو په زده كړه مطلق بنديز نه وو لگولي بلكه هغوي يواځي ښځي له دولتي او شخصي دفترونو او دوايرو نه كورونو ته استولي وي مگر له هغه سره يي هغوي ته خپل مياشتني حقوق په خپل وخت تاديه كول.متاسفانه دښځو په زده كړه باندي د بنديز خبره لويديځي ميډيا دومره په زور او شور تبليغ كوله چي دهغي په ټس كي دطالبانو د ويونكو ټول هغه سپيناوي او وضاحتونه هم گردجن شوي وو.موږ افغانانو هم هغه دچا خبره دخپل غوږ دكتلو پر ځاي په سپي پسي منډه اخستي وه او دمتعصبو غربي او يهودي رسنيو خبري او تبليغات مو په پټو سترگو منلي وو.كله چي په وروستيو وختونو كي داقتصادي اصلاحاتو په مټه د طالبانو اسلامي امارت يو څه پيسګۍ لاسته راوړي نو سم له لاسه يي دكابل په ښار او دهيواد په ځينو نورو ولايتونو كي دښځينه وو دزده كړي پروسه په كارواچوله او دكابل دمكروريانو په سيمه كي يي يوه لويه ښځينه ښوونځي جوړه كړه چي شپږو سوو انجونو زده كړه پكي كوله.دطالبانو چارواكو څو څوځله دغربي ميډيا نمايندگان پر دغو ښوونځيو گرځولي دي.مگر دزماني گردش وگوري چي نن دهماغي ښوونځي مديره په پيښور كي مهاجره ده او دښاغلي كرزي صاحب اداري ته له طالبانو سره دهمكاري په جرم مطلوبه هم ده.
دښځي پاچاهي له اسلامي نقطۀ نظره
دښځي دپاچاهي مسأله داسلامي امت په تاريخ کي يوه متفق عليه مسأله ده اوددي مسألې دبداهت اوروڼوالي له کبله هيڅ ليکلو ياويلو ته ضرورت نشته همداراز دا حقيقت هم په خپل ځاي کره او ثابت دی چي دښځي اونر جسماني جوړښت ، عملي صلاحيت ، قوت اودائرۀ کار مختلف دي يوکوچنی هلک هم پدي ښه پوهيږي چي که په مساجدوکي دامامت مسأله ده که دجنګي ميدانونو سفرونه اويا هم دهېواد دپاچاهي خبره نودا ټول کارونه په اسلام کي نر ته سپارل شوي اويواځي هغه يي په ښه ډول سرته رسوﻻي شي مګرداکارونه ښځو ته سپارل دهغوي دقدرتي کمزوري په بنياد پر هغوي ظلم او تېری دی .دلته موږ درې شرعي دﻻيل ذکر کوو چي دښځي دپاچا هي په نارواوالي صريح دﻻيل دي
اول : قرأني اياتونه .
تردي له مخه چي موږ دسورة احزاب کوم اياتونه ذکر کړل له هغوي څخه معلومه شوه چي شرعا سړی په ښځه حاکم دی او ښځه محکومه ده خو که اوس موږه راوﻻړ شو او ښځه حاکمه کړو نو دا د قرأ ني ايت خلاف کار دی ځکه چي دهغو ايتونو له مخي دښځي حکمراني ناروا ده همداراز په قرأنکريم کي راځي چي (( وللرجال عليهن درجة )) البقره ٢٢٨ ايت ٢ټوک
ژباړه : او شته دسړو لپاره دښځو(( په مقابل کي)) فضيلت .
له دي ايت څخه په ډاګه شوه چي سړي په ښځو غوره دي نو ځکه هم امامت کبرا دسړو حق دی نه دښځو . اوس که ښځي راوﻻړي شي اودامامت غوښتنه وکړي نو دا غوښتنه ناروا او دسړو په حق باندي دګونډې وهلو په معنا دي ځکه چي په ايت کي راځي چي :
(( وﻻ تتمنوا ما فضل الله به بعضکم علي بعض )) النساء ٣٢ايت ٥ټوک .
ژباړه : تاسي دهغه څه غوښتنه مه کوۍ دکومو په وسيله چي ځينو ستاسو ((نارينه ؤ ته )) په ځيني نورو (( ښځينه ؤ )) باندي بهتري او ((برتري )) ورکړيده .
معلومه شوه چي خداي تعالي نر دځينو ځانګړتيا وپه بنسټ دامارت په څير ځينونورودرنو کارونو ته غوره کړيدی نو ځکه ښځه شرعا حق نلري چي ددي په اړه د ولي او څنګه پوښتنه وکړي اويا دنارينه په حق دخپلي خيټي داچولو کو ښښ وکړي .
دوهم : احاديث رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي :
(( لن يفلح قوم ولو امرهم امرأ ة )) صحيح بخاري کتاب المغازي حديث لمبر ٧٠٩٩ .
ژ باړه : هغه قوم به هيڅکله کاميابي ونه مومي کومو چي دخپلو معاملاتو ذمه ښځي ته ور وسپارله . لږ وړاندي پدي حديث کي دا صراحت شته چي کله چي دايران خلکو خپله حکمرانه ښځه وګرځوله نو رسو ل الله صلي الله عليه وسلم دا ارشاد وفرمايه دا حديث شريف دښځي دپاچاهي په نارواوالي ښکاره دليل دی .
همداراز په بل حديث شريف کي راځي :
(( اذا کانت امراءکم خيارکم واغنيا ءکم سمحا ءکم وامورکم شوري بينکم فظهر الارض خير لکم من بطنها واذاکانت امرا ءکم شرارکم واغنيا ءکم بخلاءکم وامورکم الي نسا ءکم فبطن الارض خير لکم من ظهرها )) جامع الترمذي ابواب الفتن ٥٢ مخ ٢ټوک .
ژباړه : کله چي ستاسي اميران ښه خلک وي او ستاسي شتمن سخيان وي او ستاسي معاملات د خپل منځي شورا په ترڅ کي ترسره کيږي نو دځمکي سر تاسي ته دځمکي تر تل (( بيخ)) غوره دی اوکه ستاسي اميران بدخلک وي او ستاسي شتمن بخيلان وي او ستاسي معاملات ښځو ته سپارل شويوي نو بيا دځمکي تل تاسي ته دځمکي تر سر غوره دی .
دا حديث خو دښځودحکمراني د عدم جواز په اړه دومره صريح دليل دی چي هيڅ تشريح ته ضرورت نلري لنډ مطلب يي دادی چي انسان ته دښځي تر پاچاهي منلو مرګ بهتر دی .
له حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم يو لښکر چيري دغزا لپاره ليږلی وو له هغه ځايه څخه يوه تن مجاهد د فتحي زيرې راوړ رسول الله چي دا زيرې واوريدو نو لمړی يي دشکر سجده ادا کړه اوبيا يي له پيغام راوړونکي څخه د غزا تفصيلات وپوښتل د تفصيل بيانولو په ترڅ کي نوموړي مجاهد وويل چي : (( وکانت تليهم امرأة )) ياني زموږ ددښمن پاچا يوه ښځه وه پدي ځاي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي (( هلکت الرجال حين اطاعت النساء )) ژباړه : کله چي نرو دښځو پاچاهي يا حکمراني ومنله او فرمانبرداري يي وکړه نو دوي تباه او برباد شو .دا واقعه مستدرک حاکم په ٢٩١ مخ ٤ټوک کي په کتاب الادب باب سجد ة الشکر کي ليکلي ده لدي حديث څخه څرګنده شوه چي دښځي پاچاهي دقوم او مليت لپاره هلاکت تباهي او بربادي ده .
پدي اړه خورا ډير احاديث موجوددي مګر موږ فقط د دليل نيولو لپاره په همدې احاديثو بسنه کوو.
دريم (( اجماع )) دقرانکريم او مبارکو احاديثو دذکر شوو ټولو دﻻيلو په رڼاکي د څوارلسمي پيړۍ په هر پيړ کي دامت مسلمه پدي باندي اجماع شويده چي په اسلام کي دحکومت کولو ذمه داري ښځي ته سپارل ناروا دي او په کومه خبره باندي دامت اجماع د شريعت يو مستقل دليل دی په پورتنۍ مسأله کي داجماع دثبوت لپاره موږ ﻻندي اقتباسات ذکر کوو .
علامه ابن حزم چي د اجماعي مسايلو د څيړني لپاره کوم کتاب ليکلی پدي کتاب کي هغه ليکي : (( واتفقوا علي ان الامامة لا تجوز لامرأة )) مراتب الاجماع لابن حزم ١٢٦ مخ . ژباړه : ټول علما پدي متفق دي چي دحکومت پاچاهي کول دښځي لپاره ناروا دي . شيخ الاسلام علامه ابن تيميه رحمه الله چي دابن حزم رحمه الله په نوموړي کتاب کوم نقد (( نيوکه )) کړيدی او ځيني هغه مسائل يي ذکر کړيدي کومو ته چي علامه ابن حزم اجماعي ويلي دي مګر دابن تيميه په نزد په هغو ځينو مسائلو کي اوس هم اختلاف موجود دی پدي ګوت نيونه کي علامه ابن تيميه دښځو دپاچاهي په مسأله کي په علامه ابن حزم هيڅ نيوکه نده کړي له دي څخه معلومه شوه چي پدي مسأله کي علامه ابن تيميه رحمه الله هم داجماع قائل دی .
امام الحرمين علامه جويني رحمه الله چي په خپل وتلي کتاب (( غياث الامم )) کي د حکومت دمشري لپاره دامير کوم صفات بيان کړي دي په هغه کي يي ليکلي دي چي (( ومن الصفات اللازمة المعتبرة : الذکورة والحرية وتحيزة العقل والبلوغ )) غياث الامم ٨٢ مخ مطبوعه قطر ،
ژباړه : د حکومت دامير لپاره چي کوم ﻻزمي او معتبر صفات دي هغه: (( نارينه توب ))، ازادي ، عقل اوبلوغ دي .
علامه قلقشندي رحمه الله چي دادب وانشاء اود تاريخ وسياست امام ګڼل کيږي هغه په خپل کتاب کي چي داسلامي سياست داصولو په اړه يي ليکلی کاږي : (( الاول الذکورة ..... والمعني في ذلک ان الامامﻻيستغني عن الاختلاط با الرجال والمشاورة معهم في الامور وامرأة ممنوعة من ذالک ولأ ن المرأة ناقصة في امر نفسها حتي ﻻتملک النکاح فلا تجعل اليها الوﻻ ية علي غيرها )) .
ژباړه :د(( حکومت داميرلپاره)) لمړی شرط نارينه توب دی او ددي حکم حکمت دادی چي دحکومت مشر له سړو سره اختلاط او په اړونده مسايلو له هغوي سره مشورې کوي او ښځه لدي شيانو څخه منعي ده همدا راز دښځي په خپل ځان وﻻيت ډير کمزوری دی ان تردې چي هغه په نکاح کي وليه نشي ګرځيدﻻې نو له همدې کبله په نورو باندي هم دهغې وﻻيت نه چليږي .
امام بغوي رحمه الله چي دپنځمي پيړۍ وتلی مفسر ، محدث او فقيه دی هغه فرمايي :
(( اتفقوا علي ان المرأ ة ﻻ تصلح ان تکون اماما لان الامام يحتاج الي الخروج لا قامة امرالجهاد واقيام بامور المسلمين وامرأة عورة ﻻ تصلح للبروز )) شرح السنة ٧٧مخ ١٠ ټوک باب کراهية تولية نساء مطبوع بيروت .ژباړه : ټول امت پدې متفق دی چي ښځه دحکومت سربراه نشي جوړيدﻻي ځکه چي امام دجهاد اودمسلمانانو دنورو کارونو داصلاح لپاره دباندي وځي او ښځه يو پټ شی دی دهغي په عامه مجمع کي ښکاريدل ناروا دي .
قاضي ابوبکر ابن العربي رحمه الله د حضرت ابو بکره رحمه الله دحديث له بيانولو وروسته فرمايي (( وهذا نص في ان المرأة ﻻتکون خليفة وﻻ خلاف فيه )) احکام القران لابن العربي سورة النمل .ژ باړه : اودا ((مخکي بيان شوی حديث )) پدي باندي نص دی چي ښځه خليفه نشي جوړيداې او پدي کي هيڅ اختلاف نشته .
نوموړي مفسر علامه قرطبي رحمه الله په خپل وتلي تفسير کي دابن العربي رحمه الله پورتنی اقتباس ذکر کړی اود هغه تائيد يي کړی او يلي يي دي چي پدې مسأله کي دعلماو تر منځ هيڅ اختلاف نشته . تفسير قرطبي ١٨٣ مخ ١٣ ټوک سورة النمل . د ښځودپاچاهي په مسأله کي امام غزالي رحمه الله فرمايي : (( الرابع الذکورية فلا تنعقد الامامة لامرأة وان اتصفت بجميع خصال الکمال وصفات الاستقلال )) فضائح باطنية للغزالي ١٨٠ مخ مأ خوذ من عبدالله الدميجي (( الامامة العظمي )) ٢٤٥ مخ . ژباړه : دسربراهي څلورم شرط نارينه والی دی له همدې کبله دښځي امامت جائز ندی که څه هم په هغي کي د ازادي او کمال ټول صفات موجود وي .
دعقايدو او کلام نزدې ټول کتابونه دامامت او سياست له احکامو څخه بحث کوي پدي ټولو کتابونو کي دامامت په شرطونو کي دامام لپاره د ذکوريت يا نارينه توب شرط د يوه اجتماعي شرط په توګه ذکر شوېدی . پدې اړه وتلي عالم علامه سعد الدين التفتازاني رحمه الله ليکي !(( يشترط في الامام ان يکون مکلفا ، حرا ، ذکرا ، عدﻻ )) شرح المقاصد مخ٢٧٧ ټوک ٢ .
ژباړه : دحکومتي مشر لپاره شرط دادې چي هغه به عاقل ، بالغ ، ازاد ، نارينه او عادل به وي .
دفقهاو ، محدثينو او داسلامي سياست دعالمانو دا يو څو اقتباسات موږ دبيلګي په توګه ذکر کړل تر څو زموږ ګرانو روڼو او با عفته خويندو ته دا څرګنده شي چي د حکو مت دمشر لپاره نارينه توب يو مهم شرط دی او دا چي ښځه هيڅکله پاچاهي نشي کوﻻي او پدي مسأله کي هيڅ اختلاف نشته .
ددي مسألې په پاي کي به موږ داوسنۍ زمانې د ځينو هغو څيړونکو چي داسلامي سياست په نامه يي کتابونه ليکلي يو څو اقوال راواخلو تر څو ﻻروښانه شي چي هغوي ټول پدي متفق دي چي دښځي دپاچاهي په نارواتوب باندي د امت اجماع ده .
پدي اړه ډاکتر محمد منير عجلاني ليکي : (( ﻻنعرف بين المسلمين من اجاز خلافة المرأة فا الاجماع في هذه القضية تام لم يشذ عنه احد )) عبقرية الاسلام في اصول الحکم ٧٠ مخ مطبوعه دارالنفا ئس بيروت ١٤٠٥.
ژباړه : موږ ته په مسلمانانو کي هيڅ داسي عالم ندی معلوم چي هغه دي د ښځي پاچاهي روا بللي وي له همدي کبله پدي مسأله کي اجماع ده اوددي اجماع په خلاف هيڅ يو شاذ او نادر قول هم وجود نلري .
ډاکتر محمد ضياء الدين الريس داسلام دسياسي احکامو په اړه ډير زيات تحقيق کړې او خورا لوي کتاب يي ليکلی هغه ليکي چي :
(( اذا کان قدوقع بينهم خلاف فيما يتعلق با القضاء فلم يرو عنهم خلاف فيما يتعلق با الا مامة بل الکل متفق علي انه ﻻيجوز ان يليها امرأة )) النظريات الاسلامية السياسية ٢٩٤ مخ مطبوعه دار التراث القاهره ١٩٧٦ . ژباړه :که څه هم دفقهاو په منځ کي دښځي د قضا په اړه اختلاف شته (( چي ايا ښځه قاضيه جوړيداي شي که نه )) ليکن د ښځي دپاچاهي په اړه هيڅ اختلاف نه ليدل کيږي بلکه ټول پدي سره متفق دي چي ښځي ته دحکومت واګي په ﻻس کي ورکول ناروا دي .
ډاکتر ابراهيم يوسف عجو پدي اړه ليکي : (( مما اجمعت عليه الامة علي ان المرأة ﻻ يجوز لها ان تلي رياسة الدولة )) تعليق تهذيب الرياسة وترتيب السياسة للقلعي ٨٢ مخ
ژباړه : پدې خبره ټول امت متفق دې چي ښځي ته دکوم رياست پاچاهي ورکول ناروادي
عبدالله بن عمر بن سليمان الدميجي ليکي : (( من شروط الامام ان يکون ذکرا وﻻخلاف في ذلک بين العلما )) الامامةالعظمي عند اهل السنة ٢٤٣ مخ .ژباړه :دحکومت د چلونکي په شرطونو کي دا خبره ګډه ده چي نارينه به وي اود علماؤ په منځ کي پدې خبره کي هيڅ اختلاف نشته .
داوسنۍ زمانې وتلي مفسر علامه محمد امين الشنقيطي رحمه الله په خپل تفسير اضواءالبيان في تفسيرالقرأن بالقرأن ٦٥ مخ اول ټوک کي همدا پورتني الفاظ ليکلي او ددي خبري پخلی يي کړی چي په پورتنۍ مسأله کي د علماو تر منځ هيڅ اختلاف نه ليدل کيږي .

د ملکه بلقيس پيښه
زموږ په زمانه کي ځيني په اصطلاح روڼ اندي او ازاد نظره طبقه دښځو دپاچاهي دروا بللو لپاره د ملکه بلقيس دپاچاهي حواله ورکوي اووايي چي بلقيس پاچا وه نو اوس هم دښځو پاچاهي روا ده مګر دا يوه جاهلانه ويناده ځکه چي دبلقيس په اړه هدهدحضرت سليمان عليه السلام ته پدي ټکو خبر ورکړ چي : (( وجدتها وقومها يسجدون للشمس من دون الله )) سورة النمل ٢٤ ايت ١٩ ټوک .
ژباړه : ما دا بلقيس اوددي قوم پداسي حالت کي پيداکړل چي دوي له خدايه ماسيوا لمر ته سجدې کولې . لدي څخه معلومه شوه چي بلقيس ﻻ هغه وخت مسلمانه نه وه ا و دلمر عبادت به يي کاوو نو نو ديوې لمر پرستي ښځي په کړو سره څنګه يو مو حد مسلمان استدﻻل نيسي ايا دا حما قت ندې ؟؟؟
دوهم داچي دبلقيس له پاچاهي څخه موږ هغه وخت دليل نيوﻻي شواي کچيري حضرت سليمان عليه السلام ددي فرمان برداري کړي واي او ددي پاچاهي يي په ځان منلي واي حال دا چي سليمان عليه السلام ددي بر عکس کار کړې وو او بلقيس ته يي په زغرده ويلي وو چي بايد د سليمان عليه السلام حکومت ته د تسليمي سر ټيټ کاندي د سليمان عليه السلا دهغه خط په اړه چي بلقيس ته يي ور ليږلې و په قرانکريم کي راغلي چي (( اﻻ تعلوا علي وأ توني مسلمين )) النمل ايت ٣١ ټوک ١٩ .
ژباړه : تاسي (( بلقيس او قوم يي )) ځما په مقابل کي سر مه جګوۍ او ځما فرمانبردار واو سيږۍ . لدي ايت شريف څخه په ډاګه شوه چي سليمان عليه السلام په دوي خپله حکمراني مسلطوله نه دا چي دبلقيس حکومت يي پر ځان مانه په همدې توګه نه يواځي داچي سليمان عليه السلام دبلقيس حکومت تسليم نه کړ بلکه هغه يي دخپل حکم تابعداران وګرځول پدي واقعه کي هيڅ داسي نښه نشته چي سليمان عليه السلام دي د بلقيس حکومت روا بللې وي او يا دې هغه تسليم کړې وي . کچيري بالفرض والمحال داسي څه شوي هم وي نو زموږ دخوږ نبي ددواړو جهانو سردار حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم (( ځما مور او پلار دي تر ده قربان شي )) دشريعت په راتلو سره پخواني ټول شريعتونه منسوخ شو نو دپخوانيو شريعتونوکوم کاراوس زموږ لپاره دليل نشي ګرځيداي پداسي حال کي چي دهغه کار په خلاف زموږ په شريعت کي صريح نصوص او اقوال مو جوددي .
دا ده دښځو دخلافت يا پاچاهي په اړه داسلامي شريعت کړنلاره خداي جل جلا له دي وکړي چي ځما دغه نيمګړي ليکنه به د ټول افغان د ښايسته ويب پاڼي محترموجوړونکو او ددي ويبپاڼي نورو درنو کارکونکو وروڼو او خويندو ته دتسلي او تشفي وړ وګرځي . واخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمين


فرهنګي افغان
29.11.2003

ګران ورور او يا ګرانې خورې ميلمه ! سلامونه او ښې چارې .
ستا سو غوره او ستاسو د زيار او زحمت ليکنه مو د ښځو په باب ولوستله ، باور وکړۍ ما ته ډېره په زړه پورې وه او حيران شوم چې په نني عصر او زمان کې هم لکه تاسو د حجر د دوران داسې کسان پېدا کيږي چې د خدای ( ج ) پر اوامرو او پېرزونيو سترګې پټوي او دومره د تعصب په اور کې سوځي چې له خپلې کورنۍ سره هم خبرې ناروا ګڼي .ستاسو په ليکنه کې اصلاْ ښځه انسان نه ده ( چې زموږ او د سالم بشر له نظره داسې نه ده ) ، ستاسو له نظره خداې تعالی دوه ډوله انسانان خلق کړي چې يو يې نارينه او بل يې ښځې !!!! دا ډېره جالبه او په زړه پورې ده . لوي خدای هيڅکله هم خپل بند ه ګان په دغه ډول نه دي وېشلي لکه چې تاسو يې وېشي او بيا اسلامي رنګ هم ورکوۍ . د لوي خدای ( ج ) په نزد د هغه ټول بندګان يو شان او له برابرو حقوقو څخه برخمن دي او دا ستاسو په شان متحجره کسان او له اسلام نه نا خبره کسان دي چې افغاني ښځې د څلور دېوالو بنديانې کوۍ او هغوي ته ان د خبرو حق نه ورکوۍ .تاسو او ستاسو په شان کسانو د پښتنو د کورونو د تا لان او وروسته پاتې والي مسْوليت په غاړه لري . يو وار مو د امان الله خان په وخت کې دا فساد راپيل کړ چې بيا ستاسو له بېعقلۍ نه په استفادې د سقو ځوي پر افغانانو مسلط شو او ستا او زما جرړې يې يو شان ووېستلې او بيا په دا نورو تېرو پنځوسو کلونو کې بيا د کفر او الحاد او د ښځو په نامه د هياهوي په راپورته کولو مو دا دی دوهمې او دريمې سقوۍ ته زمينه برابره کړه او په خپلو ناسمو تدبيرونو سره مو د پښتون کور وران کړ او پښتون مو دنيا ته يو متحجر او وروسته پاتې او وحشي قام ( خداي دې نه کړي ) معرفي کړ .ولې ؟ آخر ولې ؟ دا په کوم اورلړلي مکتب کې تاسو روزل شوي ياست چې ښوونځي سوځوۍ ، معلم او ښوونکی وژنۍ ، لارې اوسرکونه ورانوۍ او د هر بدلون سره مخالفت کوۍ ؟ دا ولې ؟ دا وطن خو ستاسو په شان کسانو له لاسه د پولۍ ټک ته کېناست او هپڅ دېوال يې بې مرميو پاتې نشو .تاسو دا روسان دهمدې لپاره شړل چې د دا نورو کافرانو نوکري وکړۍ ؟ ګوره وروره ! زه له تا نه هيله لرم د پښتنون د سپکاوۍ خبرې مه ليکه ، او دا هڅه مه کوه چې د خدای مخلوق په دې او هغې ووېشې .دا حق تاسو نه لرۍ او بيا په انترنيت کې .ته په دغه ډول ليکنې سره پښتون او پښتانه يو غير مهذب قام معرفي کوې ( چې داسې نه ده او ستاسو په شان کسانو ليکنې د ټول افغان او پښتون څخه استازېتوب هم نه کوي ) دا ډېره حيرانوونکې خبره ده چې تاسو ځانته مسلمان وايي او بيا د ښځو په وړاندې دومره قرونه وسطي افکار لرۍ او هڅه کوۍ چې ورته مذهبي رنګ هم ورکړۍ !!! دا يوه خبره واوره . ته هيڅ حق نه لري ښکنځل وکړې او د خدای مخلوق ته په بدو الفاظو خطاب وکړې .او کنه نو ستاسو په شان کسانو پېدا کول او معرفي کول به د افغان ولس او افغاني مېرمنو يوه ضروري دنده او مهمه وظيفه وي . زه هيله لرم زما دغه دوستانه يادونې او د ورورۍ څرګندونې په پام کې ولرۍ او هڅه و نه کړۍ چې د پښتنو د بدنامۍ او بد فرهنګۍ نمونه شۍ ،بې له شکه موږ د افغاني اصلو او اسلامي مقراراتو او ارشاداتو په رڼا کې د ښځو د با حيا ژوند او کار طرفداران يو او د ښځو حيا او لازم ستر يو مهم او ضروري امر ګڼو خو په ياد ولرۍ چې نور نو هغه وخت تېر شوی چې ستا اويا زما په بدۍ کې زما او يا ستا له کوره ځوانې نجونې او ان وړې معصومه نجونې بل چا ته ورنکاح شي او يا نو نور هغه وختونه تېر شول چې زموږ په يوه پټکه به د کور د نجونو او ښځو ساه ختله ، ځکه دا خو تاسو د خپل مجاهدت په پايله کې نړېوال ميلمانه افغانستان ته راوبلل او اوس ستاسو دغه دوستان د ښځو او نارينوو د حقوقو برابري غواړي .پرون خو دې ويلې چې روسان راغلي اوس څه وايي ؟ دغه د ښځو روانه آزادي تاسو د خپلو لويديځو ميلمنو په وجود کې راوړه اوس نو دا خبره مه کوه چې خنځران او نور او نور .... دا د ښځو آزادي دې رباني غواړي ، سياف يې غواړي ، مجددي يې غواړي ، مسعود او فهيم يې غواړي ،ګل آغا او حاجي دين محمد ، او ستاسو دا بل ملګری تورن اسماعيل ، او ستاسو کمونست انډيوال دوستم او عطا محمد او خليلي او د نورو تنظيمونو مشران يې غواړي نو فکر کوم نور نو ما او تا ته ځای نه پاتې کيږي چې د ښځو په وړاندې توپک راواخلو او لکه يو کافر خپل زړه په ښځو تش کړو .وروره دنيا پر بله روانه ده ، پر هغه چې لوي خدای ( ج ) يې په قرآن کې يادونه کړې ، د پرمختګ او ځان پېژندنې او په نهايت کې د خدای پېژندنې پر خوا .ښځه او نارينه ديني مکلفيت لري چې په برابره توګه په نويو علومو کې د خپل پاک الله څرکونه پيدا کړي او د واحد او لاشريک خدای په لاره راتلونکي انسانان لارښوونه کړي .زه فکر کوم چې نور نو همدومره بس ده او که چېرې تاسو نور بحث ته ادامه ورکوۍ نو زما له نظره د اسلام او زموږ د لوی خدای له احکامو خارجيږۍ او دا اجازه موږ تاسو ته نه درکوو چې انسانانو ته ښکنځل وکړۍ ، کېدای شي ستاسو همغه ليکل شوې ښکنځلې ستاسو په وړاندې د يوې ادعا ښه وسيله وګرځي . ډېره مننه . هيله ده چې د دغو دوستانه خبرو زغم ولرې او کنه نو ..... لوي خدای دې افغاني مېرمنې او ښځې له ستم او نابرابريو څخه وژغوري . و من الله توفيق


hotak
03.12.2003

دروند ورور فرهنګي افغان او محترم ميلمه صاحبانو ته سلامونه
اختر مو مبارك شه او ښي چاري.تركومه چي زه ګومان كوم دغه ليكنه ما له دي نه مخكي د اسلام په فورم كي لوستلي ده ماته ښكاري ددي فورم د اسلام د صفحي درانه او پياوړي ديني عالم او دانشمن ښاغلي طالب جان صاحب د كوم بل ورور يا خور په ځواب كي ليكلي وه.
ما دطالب جان صاحب نوري ليكني هم په پوره غور سره لوستلي دي او دغه يوه يي هم ما ولوستله.زه داسي ګومان كوم چي هغه يو ښه عالم دي.دهغوي روڼ فكري خو آن له دي نه په ډاګه كيږي چي هره موضوع په پوره تفصيل سره څيړي او بله داچي ښايي لومړي او يا هم څويم ديني عالم دي چي د انټرنټ نړۍ ته يي مخه كړيده.
زه دغه فورم په منظم ډول ګورم مګر څه ليكم نه ځكه يو خو فرصت نه وي او بل داچي د اخلاقوو او حووصلي له پلوه ترفرهنګي افغان صاحب نه هم ډيرزړه تنګي يم.زه ډاريږم هسي نه څوك رانه خوابدي نه شي.
په هرصورت د ښاغلي فرهنګي افغان ورور د ځوابي ليكني په ځواب كي مي جرأت وكړ.
فرهنګي افغان صاحب هرڅوك چي ديوه ځانګړي فكر نظر او آيديالوژۍ د خپرولو كار په مخه اخستي وي هغه له ځانه سره دهغي د جواز پوره دلايل هم لري. ښاغلي طالب جان صاحب يو عالم فاضل انسان دي.هغه هڅه كوي چي خپله دغه بلنه په تولنه كي عامه كړي او ددي لپاره تل داسلامي شريعت له مخي دلايل زموږ او ستاسي مخي ته ږدي او زه يقين لرم چي هغه په خپل كار كي پوره بريالي دي.
پورته موضوع ته وګوره هغه يوازي دقرآن حديث او سلفو په قول بسنه نه ده كړي بلكي د اوس مهال ياني دكمپيوتر,اتوم او دتخنيك دزماني دعلماوو نظرونه يي هم په پوره تفصيل سره وركړيدي. بيا نو موږ ولي بايد هغه دحجر دزماني سړي شو او زه يا ته خامتما دكمپيوټر دزماني خلك؟؟؟
بله داچي تاسي ميلمه ورور(چي غالبا همدا طالب جان به وي) باندي تور لګولي چي هغه دحجر دقرون وسطى دخلكو آندود او نظر لري. نو وروره زما په آند دا خو ډيره دفخر خبره ده ځكه چي داسلام سپيڅلي دين هم په اصل كي په همدغو پيړيو كي رامنځته شويدي او دقرون وسطى نظر لرل په اصل كي دصدر اسلام دخلكو له نظر لرلو سره مصادف دي.ځكه نو ميلمه ورور بايد په دي اعزاز ووياړي.
داسمه ده چي اسلام دروڼ آندي دين دي مګر ددي مانا داهم والله كه وي چي زما او ستا په څير للو او پتو دي نو په ديني احكامو دغه ډول ملنډي پيل كړي.
دښځو په اړه داسلام او شريعت حكم همدغه دي دا چي زه او ته يي په بله اړوو هغه خو نو بيا زموږ ناپوهي ده.
تاسي ميلمه په دي ملامته كړي چي هغه لويديځوالو ته دخنزيرانو نوم وركړي او په خپله ځان مو له ياده وتلي چي ميلمه ته مو څه ډول""فرهنګي"" ښكنځلي كړيدي؟؟؟
زه نه دميلمه مدافع وكيل يم او نه هم دطالب جان البته چاچي حق ويلي وي او علميت يي ماته په ثبوت رسيدلي وي زه دهغوي قدر كوم او دفاع يي پر ځان فرض بولم.كيداي شي ميلمه له خپل ځان او خپل نظر نه ددفاع لپاره پخپله هم مټي راونغاړي البته زه دلته فقط دومره وايم چي دين او شريعت نبايد دخپل عقل تابع كړو بلكي خپل عقلونه دشريعت او دين تابع كړو.
هره خبره چي كوو يا يي ترديد كوو بايد چي پوره او قانع كونكي دلايل وړاندي كړو نه دا چي دليونيانو په شان چا ته ځاني تهديد وركړو.پام كوي دافورم د پنجشيريانو او امريكايي پلوه اداري د امنيت ملي پاڼه نه ده چي يوڅوك وبل چا ته دتعقيب او پيداكولو خبرداري وركړي. دټول افغان پاڼي مسئولين هم بايد دغه ډول ليكني كنترول كړي.
پاتي شوه دفرهنګي افغان داخبره چي ښځي او نر دده له نظره سره برابر دي او هيڅ فرق يي نشته نو وروره موږ ته خو يي يو مثال ووايه.يو ځاي يي مثال راوښيه.
البته دكرزيانو او پنجشيريانو اوسنۍ اسلامي او انتقالي اداره دميرمنو او نارينه وو دفرق دله منځه وړلو لپاره په پوره جديت سره كاركوي.
دفرهنګي افغان لپاره به دا ډيره په زړه پوري وي چي هغه ته وښودل شي چي دكرزي اداره ځنګه دافغاني او په تيره بيا دهغو پښتنو ښځو دپرمختګ لپاره چي فرهنګي افغان يي دهمدردي دعوه هم لري څومره په اخلاص كار كوي.
لاندي عكسونه وګوري او ددغو فاحشو شاته دافغانستان داسلامي انتقالي اداري مونوګرام په پوره غور سره وګوري. .
[url]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20031203/i/r1563411456.jpg[/url]
[url]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20031203/i/r707973252.jpg[/url]
[url]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20031203/i/r1982816323.jpg[/url]
[url]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20031203/i/r2650274436.jpg[/url]
[url]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20031203/i/r15392841.jpg[/url]
]


نقاد
04.12.2003

درنو او عزتمنو لوستونکو ، سلام پر تاسې ، مونږ له وياړلی او په اسلامي ښوونو کې پياوړي ورور طالب جان څخه د زړه له کومي مننه کړې اوکوو يې چې د اسلام او اسلامي شريعت له نظره يې د قناعت وړ او په زړه پورې مغلومات د ښځې او د ښځو د رول په هکله وړاندې کړي دي . نوموړي په دې اړه د ايتونو سره همغه تفسير او تشرېح هم وړاندې کړې ده چې ١٤ سوه کلونه پخوا د حضرت محمد (ص) پخپله کړې وه ، چې په ثقه توب و سابقه کې طالب جان يو بي ساری مغلومات وړاندې کړی دی ، الله (ج) دې اجرونه ورکړي .

طالب جان د ښځو په پلوۍ ښکلې جملې ليکلي او وايي چې :
ځيني کسان دښځو په حق کي سختي کوي او حتي چي دټولو خرابيوريښه يي بولي (( لکه څنګه چي زموږ ځينو وروڼو اوخويندو په خپلوليکنو کي ددي پړه په ملايانو وراچولي ده )) ريښتيا هم په حقيقت کي دايو ډيرناوړه رجحان دي چي زموږ په ټولنه کي ځيني کسان ښځه دټولو خرابيو سر بولي ځما په اند داله تعصب اوتنګ نظري څخه ډک تمايل دې اوترخپله وسه بايد دداسي خلکو حوصله شکني وشي او له هري لاري بايد کوښښ وشي چي داسي خلکوته دقران او حديث په رڼاکي حقايق بيان شي ترڅو داخلک دښځو په حقوقو پوه او له دي ډول ناوړي نظريي څخه ﻻس په سر شي دداسي اياتونو اوحديثونو هيڅکله دا معني نه ده چي ګواکي ښځه نو دټولو خرابيو سرده بلکه ددي معني داده چي: وروڼو ...لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده چي دانساني ټولني په جوړښت کي ښځي ته ډير ضرورت ليدل کيږي نو کله چي ښځه دباندي ووځي نو دضرورت په بنسټ دټولني دوګړو پام ددي خواته کيږي پدي ډول دنر او ښځي دواړو په ذهن کي فاسد خياﻻت او ناوړه تصورات رامنځ ته کيږي دلته شيطان عليه اللعنة له موقع څخه په استفادې سره نر او ښځه په ګناه اخته کوي اودا خو ټولو مسلمانو ورونو ته معلومه ده چي داسلامي ټولني په جوړښت کي ښځه فعاله ونډه لري نو ﻻزما دښځي نيک اخلاق ټولنه نيک خويه اودښځي بد اخلاق ټولنه فاسده وي په ټولنه کي دښځي دزيات رول درلودلو په بنسټ اسلام دښځي اخلاقو ته زياته پاملرنه کوي . له همدي کبله هغه ډير اسلامي شعاير او احکام چي له کوره دباندي ادا کيږي له ښځي څخه ساقط شويدي

نوموړی د هغو دﻻيلو په سرکې ، په کومو کي چي ښځي ته په کورکي داوسېدلو حکم شوېدې ،طور معمول او تر هر دليل معقول او معتبر دليل چې ايت شريف دی راوړي: .
((وقرن في بيوتکن وﻻ تبرجن تبرج الجاهلية الاولي )) الاحزاب ايت ٣٣ ټوک ٢١
ژباړه ! په خپلو کورونو کي په قرار واوسيږۍ او دجاهليت دزمانې دسينګار په څير ځانونه مه سينګاروۍ .

او په بل ځای کې زياتوي چې :
((ديادوني وړده چي که چيري ښځي په کورکي نارينه نه درلودل اوواړه اولادونه ورله غاړي وو نوبيا شريعت ښځي ته له کوره دباندي داوﻻد دنفقې دبرابرولو لپاره دکار اجازه ورکوي خو کوښښ به داکوي چي تر ماښام له مخه بايد کورته راشي اوشپه له خپله کوره دباندي تيره نکړي ))

[color=blue:5fdd2ef6f2]که پورتني ايت شريف ته وګورو هدف د جاهليت د دورې هغه دښځو بيکاره بي روزګاره چټي د ساعت تيرۍ له پاره په ډول او سينګار کې ګرځيدل منع کول دي . داچې له کورونو څخه بهرد ښځو له پاره نه درس و،نه تدريس ،نه ښوونځی و، نه پوهنځی، نه کار و، نه ماموريت او نه وظيفه وه، که دا ټول په خپل معقول او منظم شکل موجود وای ، نو څه فکر کوئ چی ايا ددې ايت شريف شان نزول او د راتګ علت ، د نزول شکل ، محتوا او هدف به همدغسې وای ، چې ښځې دې هرڅه چې له کوره بهر د ځان او ټولنې په خدمت کې سرته رسوي ، هغه دې ټول پريږدي او واپس دې کورونو ته ستنې شي او کرۍ ورځ دې په کورونو کې کښيني؟ [/color:5fdd2ef6f2]
[color=red:5fdd2ef6f2]په پورتني ايت کريمه کې زما په اند بهرد چټي ګرځيدلو، سينګار ښودلو او عياشۍ کولو پر ځای ، او نه بې له دې خطره ، پر کور د قرار اوسيدلو اوپه کورني کار د ځان مصروفولو حکم شوی دی او بس . که ښځې له سينګار پرته په هغه حجاب کې چې د مخ پټول نه ، بلکې د نور ټول بدن او د سردويښتانو پټول غواړي ، کار وکړي ، ښوونځيو، پوهنځيو ، روغتونونو، او نورو مناسبو او پتمنو موسسو کې د کار ، خدمت او ټولنيزفعاليت له پاره لاړی شي ، د پورتني کريمه ايت د هدف او غايې سره به ټکر ونکړي او د هغې منافي به نه وي [/color:5fdd2ef6f2].
بايدد ووايم چې په علنيت او علني ژوند کې اخلاق او پرهيزګاري تر هر بل ځايه زيات تسلط لري او په سيالۍ سره
يېې هر څوک د خپل ټولنيز اخلاقي شرف د لوړاوي لپاره مراعاتوي ،په تيره بيا په مدني ښاري ژوندانه کې دکليوالي اخلاقو د غېر شعوري رواجي او حجري شکلونو پر ځاي د اخلاقي موازينو د اګاهانه شکلونوکچه لوړوي اود تاريخ سره ګام په ګام پرمختګ کوي،ځکه د وګړو تراکم په ژوندانه کې د لوړ ټولګړي روش او چلندغوښتنه کوي
د اوﻻد روزنه او د کور کار، اخلی پخلی په پرمختللو ټولنو کې هم د ښځې په غاړه دی او په مطلوبه توګه يې سر ته رسوي .

[color=blue:5fdd2ef6f2]البته داچې د جمعې له لمانځه څخه نارينه مسلمان مريی هم ((محروم )) شوی دی ، د ښځو او مريانو د دريځ ورته والی او د هغه وخت د روانو حالاتو سره لږ تر لږه د اسلام سازش په ګوته کوي [/color:5fdd2ef6f2]، چې البته زما په اند په بشر دوستۍ او بشري حقوقو کې دغسې محافظه کار ي د اسلام د سپيڅلي دين سره ښه نه بريښي .دا بايد د اسلام لنډمهاله او منځمهاله احکام وي ، نه ابدي . په احاديثو کې البته د همغه خپل وخت اوزمان ضرورتونه او اړتياوې ، ستونځې او خنډونه زيات په نظر کې نيول شوي دي او د خپل وخت او زمان مشکلات يې ښه حل کړي دي . خو کيدای شي چې د هغه وخت يوحل په اوسني وخت د اړونده موضوع د حل له پاره بسنه ونکړي . والسلام .


اسلام دوست
20.12.2003

ډيرودرنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
هغه متل دی چي وايی (ښه مي ترپام بدمه کړي اوبدمي ترپام ښه )دامتل به چي پخوا مونږاوريده نوسرموورباندي نه خلاصيده چي څنګه کيدلای شي چي ديوچاښه ترپام بداوبدترپام ښه وګرځي خودفرهنګي افغان په نوم پورته ليکنې وښودله چي دنوموړي ښه ترپام بد اوبدترپام ښه ګرځيدلي
که يوڅوک دفرهنګي أفغان ليکنه ولولي نوحيرانيږي چي څنګه يوسړی چي ځان ته مسلمان هم وايی دومره جرئت سره قراني مبارکواياتونواونبوي احاديثوباندي سترګې پټي اوهغه دپښتانونړی څخه پاتي راتلوباندي تعبيرکړي قدرمن ورورطالب جان خوهرڅه دقران اوحديث په رڼاکښي بيان کړي دي نه داچي نوموړي خپل نظريارايه وړاندي کړي خوفرهنګي افغان نه يواځي داچي دليکوالی اصول ترپښولاندي کړي بلکي په ګواښوونکوليکنويی دټول افغان پاڼې له شرايطوهم سرغړه ونه کړي
داډول ګواښونه دليکوال ذهني کمزورتيا پرته نورهيڅ معنی نه لري دنړيوالوکفري طاقتونوله خواچي اوس يی په نړۍ پله يوڅه درنده ده دمسلمانانوتعقيب اوپيداکول کومه نوي خبره هم نه ګڼل کيږي که يووخت داسلام خوږ پيغمبرصلی الله عليه وسلم دمکې له سرسختوکفاروڅخه غارثورکښي پناه اخلي خويوځل داسي وخت هم راځي چي دمکي کفاروته دابوسفيان کوردامن ځای په توګه اعلانيږي
بل پلوفرهنګي افغان ښاغلي طالب جان باندي يوچاته دښکنځلوتورلګولی پداسي حال کښي چي ماخوڅوواره دنوموړي ليکنه ولوستله اوهيچاته هم کوم ښکاره ښکنځل مي ترسترګو نه شول البته يواځي دنړۍ کفاروته خنځران ويل شوي وو ،طالب جان خوورته يواځي خنځران ويلي وو خوراځی چي له بخښونکي خدای جل جلاله څخه يی دالانعام په سورت کښي واوروچي خدای جل جلاله ورته : (کاالانعام بل هم اضل ) يعني دغه کافران په مثال دچارپايانودي بلکي له چارپايانوهم بدتردي نوپدي استنادکافرانوته خنځران ويل پرځای اوښه کاردی
يوبل ټکی چي بايدهيره نشي هغه داچي طالب جان په خپله ليکنه کښي( ويداصمدزی )يادافغان عفت لوټ کوونکي پيغله غندلي وه ښايی يويی همداعامل وي چي دفرهنګي افغان غصه يی را پاره ولي وي
زه د ښاغلي طالب جان دفاع نه کوم خوطالب جان چي کومه ليکنه دښځوحقوق په باره کښي کړي هغه تائيده وم اودفاع يی پرځان لازمه ګڼم
مخکښي مووويل طالب جان دښځوپه باره کښي چي کومه ليکنه کړي هغه دهغه نظرنه دی بلکي هغه دقران اوحديث هغه ژباړه ده چي مونږته يی پښتوته راړه ولي ده اودښځوحقوق ورته پخپله پيداکوونکي خدای جل جلاله ورکړي دي يوڅوک که هغه په خپله خوښه څرخوي اوياورته جاهليت اوناپوهي وايی نودايمان په زيان دي وډارشي
که په پښتانوکښي ځيني زورزياتی اوظلم له ښځوسره کيږي دابه ډيره ناانصافي وي چي هغه اسلام ته منسوب کړل شي لکه دبديوله منځه وړلولپاره چي ځيني پښتانه پکښي جينکۍ ورکوي ياځواني جوني زاړواوبوډاګانوته دزياتوپيسوپه بدل کښي وديږي همدارنګه يا په کورکښي له ښځې سره کوم ظلم وزياتی کيږي ياوهل اوټکول کيږي نوداډول زورزياتی په اسلام کښي هم سختی سره منع دی اوهيڅوک بايدورته اسلامي رنګ ورنکړي
نورنوکه څوک په قران اوحديث کښ دښځوحقوق پوښتنه کوي نوهغه ښاغلي طالب جان تفصيل سره بيان کړي همدارنګه نه يواځي داچي دغه حقوق يومؤقت وخت پوري اړه ولري يالرله بلکي ترقيامته پوري دتطبيق وړدي
که چاته دقبول وړوي اوکنه طالب جان خپل مسؤليت ترسره کړی
په درناوي

درپـه يادبـــه درحمان هــــــلته ويــنــــــا شي
چي دې يوديوال ته مخ بل ته دې شاه شي



طالب جان
29.12.2003

[quote . فرهنګي افغان ليکلي
ستا سو غوره او ستاسو د زيار او زحمت ليکنه مو د ښځو په باب ولوستله ، باور وکړۍ ما ته ډېره په زړه پورې وه او حيران شوم چې په نني عصر او زمان کې هم لکه تاسو د حجر د دوران داسې کسان پېدا کيږي چې د خدای ( ج ) پر اوامرو او پېرزونيو سترګې پټوي او دومره د تعصب په اور کې سوځي چې له خپلې کورنۍ سره هم خبرې ناروا ګڼي .ستاسو په ليکنه کې اصلاْ ښځه انسان نه ده ( چې زموږ او د سالم بشر له نظره داسې نه ده ) ، ښځې !!!! ب او دا ستاسو په شان متحجره کسان او له اسلام نه نا خبره کسان دي چې افغاني ښځې د څلور دېوالو بنديانې کوۍ او هغوي ته ان د خبرو حق نه ورکوۍ ستاسو له بېعقلۍ نه په استفادې د سقو ځوي پر افغانانو مسلط شو او پښتون مو دنيا ته يو متحجر او وروسته پاتې او وحشي قام ( خداي دې نه کړي ) معرفي کړ دا وطن خو ستاسو په شان کسانو له لاسه د پولۍ ټک ته کېناست او هپڅ دېوال يې بې مرميو پاتې نشو .زه له تا نه هيله لرم د پښتنون د سپکاوۍ خبرې مه ليکه ،دا حق تاسو نه لرۍ او بيا په انترنيت کې .ته په دغه ډول ليکنې سره پښتون او پښتانه يو غير مهذب قام معرفي کوې ( دا ډېره حيرانوونکې خبره ده چې تاسو ځانته مسلمان وايي او بيا د ښځو په وړاندې دومره قرونه وسطي افکار لرۍ او هڅه کوۍ چې ورته مذهبي رنګ هم ورکړۍ !!! او کنه نو ستاسو په شان کسانو پېدا کول او معرفي کول به د افغان ولس او افغاني مېرمنو يوه ضروري دنده او مهمه وظيفه وي . او هڅه و نه کړۍ چې د پښتنو د بدنامۍ او بد فرهنګۍ نمونه شۍ ،[/quote]

ګرانه محترمه او مکرمه وروره فرهنګي افغان صيب !
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسي تر خه ليکنه مي وکتله دتخنيکي ستونځو له کبله (( چي لا هم رواني دي )) مي ځواب لږ ناوخته وليکلو . ګرانه !!! ما يقينا ((لويديځ وال )) ياغربيان خنزيران بللي مګر دښکنځا په ډول نه بلکه دمشابهت په بنسټ ځکه چي په پورتنۍ ليکنه کي دښځو دازادي خبره روانه وه نو غربيان دښځو په ازادي کي دومره زياتی کوي چي که له ده سره خپل ناموس هم روان وي او څوک يي ورڅخه بوځي يا هم دده په مخ کي بوس وکنار ورسره وکړي نو دی داهم ازادي او دښځو حق بولې نود حيواني ځانګړتياؤد پوهانو دوينا له مخي په ځناورانوکي دا بي غيرتي فقط په خنزير کي پرته ده چي له جوړي سره يي چي هرڅه کيږي نودی هيڅ نو ټس نه ورباندي اخلي نو له همدې کبله غربيان اوخنزيران سره يودي او په غربيانو کي دا بي غيرته خوي ځکه پيداشوې چي دوي دخننزير غوښي په ډير شوق پورته کوي اوطبيعياتودپوهانودوينا له مخي دا خبره هرچا ته معلومه ده چي دهرځناور غوښه چي سړې خوري نو دهغه ځناورخويونه اوکړه وړه په انسان کي را پيداکيږي ددي دﻻيلو په درلودلو سره هر عقلمند انسان په غربيان دخنزير لقب لوروي نو ځکه ماهم دخنزير نوم ددوي لپاره غوره ګڼلې .
پاتي شوه دګواښ خبره نو ګرانه في الحال که دي دا وسله له ځانه سره ساتلي واي ښه به وو که مي کله دبوش او دهغوي دتالي څټو غلامانو په خلا ف کومه خبره ليکلي واې بيا به دي دا وسله راباندي استعمال کړي وه خو دا خبره په ياد ولره چي پدي ګواښونو هغه څوک ويروه چي دبوش بندګان وي زما سر يووار خداي جل جلا له ته په سجده ښکته شوې بل چاته نه ټيټيږي حق ويل ، حق کول ، حق اوريدل اودحق ليدل مونږ ته د نيکونو او پلرونو څخه په ميراث راپاتي دي نو اوس ته سوچ وکړه چي داسي سرښندونکوقهرمانو ته ګواښونه ورکول هغه هم دانټر نيټ له لاري ايا دا به ناپوهي نه وي ?????


hotak
06.01.2004

گرانو ورونو او خويندو سلامونه او افغاني پيرزويني!
يارانو كه مو خوا نه بديږي زه يو وړانديز لرم او هغه داچي راځۍ كم تركمه پدغه فورم كي دزورگويي او تهديد خبري پريږدو.بس مونده چي پوره شل كاله يوازي دفكري او نظري اختلاف له امله سره وژنو؟؟؟
.
فرهنگي صاحب كوم داسي ښه ښكاره شو چي ميلمه ته يي تهديد او گواښ وركړ.خداوراستي هغه مبارك پخپله بيخونده ليكنه سره دټول فورم پاكه فضاء بي خونده كړه.ما گومان كاوه چي فرهنگي افغان صاحب به ريښتيا هم له فرهنگه مړ وي خو هغه دپاړسو يو شعر دي چي اي بسا ارزو كه خاك شد
تيره مياشت سويډن ته ديوه كار لپاره تللي وم.هلته زما يو دخاله زوي اوسيږي.اّن په داودي كي هلته تللي وو. هغه راته كيسه كوله چي دده گاونډيان هزارگان ډير وارخطادي .دسويډن حكومت امر ورته كړي چي په يوه اونۍ كي دي بيرته خپل هيواد ته ستانه شي. ما ورته وويل دا نو كوم ظلم دي؟؟؟هغوي غريبانانو كومه گناه كړيده؟؟؟ . هغه راته وويل چي دسويډن حكومت والله كه ملامت وي. دسويډن حكومت دوي ته وايي اوس چي په هيواد كي نوي شرائط رامنځته شويدي او ټول افغانان بايد ستانه شي او په خپل هيواد كي بيرته خپل كاروبار له سره پيل كړي .نو ورونو او خويندو خفه كيږۍ مه زه له خولي داسي يو څه چړپن يم.نه مو دي په ياد چي خاټول خور راباندي دغړك نوم ايښي دي.غړك خواركۍ خو هسي هم چړپيږي نو دازه چي كله ناكله دلته گلان كرم تاسي بده مه پري منۍ ، ځکه ما تاسو ته سل په سلو كي ټوكي ليکلې وې ، خو ښايي وطنمل ته نامناسبه ښکاره شوې وې ، د ټوکو په فوروم کې مې هم نه وې ليکلې ، نو هغه ړنګې کړې دي . والسلام................ورورمو....نصير احمد هوتك...


women


ع کريم حليمي
12.01.2004

ګرانه وروه طالب جانه سلام!
ستاسو ليکنه مي ولوستله خوند ئی رانکی ولي چه ٠ (ټولې علمی مؤسسي چاته هغه څه ورښئ چه دوي يې غواړي)
تا سو دغه ايات کريمه (جاهليه) خپل دليل ګرزه وئ، خو په دغه ايات کي زه نه وينم ١ چه ټولو ښځو ته خطاب وي٠ ددغه ايات شانزول داسي دی چه مبارک ښځه بي مسؤليته راوتلي وه ، دغه ايات نازل سو٠
او تأويل ئې هم دغه ندي (الله ارشاد کوي چه (ومايعلم تأويه اﻻالله) خداناخواسته مرتکب د ګونابسي ازاده مطالعه په کار ده ،عفوه غواړم ، نه پوهيږم چه تاسو سيته کتابونه خلاص کړي دي که يه (زما١٧کاله کيږي سيته او قرأن ګورم )
ټوکه درسره کوم دغه دلأيل د طالب دی دعالم نه دي
ع٠ک٠حليمي


women


ع کريم حليمي
12.01.2004

ګرانو لوستونکو سلام !
الله فرماېې (الرجال قوامون علی النسأبما فضلالله بعضم علی بعض .....................اخير ايه
دا معنی هر سړۍ پرخپلی ښځي (قوام) دی نه دټولی دنيا پر ښځو ٠ دنکاح په وخت داښځه وائې چه ما خپل نفس
هغه سړي ته ورکي که دغه اقرار نه وکي نکاح نه دصحح٠
١ ٠ افضل ٠ داسي معنی لری لکه د بام ځننی يوه پر بله افضله ده (يوه پر بله لوړه ) اصلأ دا معنی ښه اوبد نه لری
٢ ٠ افضل ٠ چه سړۍ خپلي روپي په نکاح سوی ښځي خرڅوې ورتوائی (غم دي دلالی پر سر مسته دي تازه ګرځی)
دغه افضل معنی ښځه دی ميړه احترام کوی يوطبعی خبره ده (انشاالله دالله دين طبعی دی ع٠ک٠ حليمي
څه چی مي زده وه ومي ليکل



ع کريم حليمي
13.01.2004

ښاغلی هوتک صاحب سلام !
واي اوسپنه چه هر څه ټکوی پولاد ځني جوړيږي ،خټو کي چه خيژي پخيږي ،او په٠٠٠٠٠٠ انسانه خيژي ولي چه کالي ئې مورداريږي ٠٠٠٠٠٠٠ ښه په خبرو او ليکنه کي تأنيس علامه سته بيحجابه بايد نسي٠
ستاسو ليکنه مي ولوستل د معقولو به جواب وکم دکتابي اخلاقو په چوکاټ کي ٠
١په فقه کبرا کې امام صاحب د کفر حکم بند کړيدي٠ امام حنيفه
٢ انسان ځان نسي ساتلاي له کوچنۍ ګوناڅخه٠٠٠٠٠ ايه، مثلا:
٣ که ښځه پوړني پر ځان وانچوي٠٠٠٠٠ ګونا کچنۍ ده
٤ که دکوره را وو زي بی زرورته ٠٠٠٠٠ ګونا کچنۍ ده
٥ که دحکومت وظيفه وکي ٠٠٠٠٠ ګونا کوچنۍ د
٦ که ښځه په ښه اواز خبري کوي٠٠٠٠٠٠ ګوناکچنۍ ده
که څوک دا ثابته کي چه دغه اعمال لويې ګوناوي دي (چه خدای ئی جزا په اور سره ويلی وي ) نو دليل دې راوړي
کچني ګوناهو باندې دنبی امت ټوله اخته دي (اکثره د نبی او مت بريتونه لري)
ښه اخلاق ندي چه پردۍ ښځه څوک مچ کی ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ (کوچني ګوناده)
که زنا وکړ ه حد پر جاری سو دګونا پاکسو ٠
که غلا ،قتل غبط ،رشوت، پر چا دکفر حکم داد اور جزا لری ٠
الله يهودو ته مثال د حمار راوړي دي خدای دي وکی کلام اوعمل زموږيو وي
که څوک مخلص نوی هغه دين نلري،او بياوايی چه لوي ګناوي مه کوي کچبي درمعاف کوم
اوس تاسو اجازه درکوم ماته ووياست کومه وظيفه چه ښځه کوی لويه ګوناده
ښي خبري دنبی اخلاق وه او زه شاګرد يم معلم نه يم
ع٠ک٠حليمي



ع کريم حليمي
13.01.2004

هوتکي صاحب
رشتيا وايم که تاسو تر قرأن،٦نور صحيح او يو تبرانی تر دغه د مخه کم کتاب شولاي سی ډير به خوښ سم
حليمي



ع کريم حليمي
13.01.2004

هوتکه سلام !
تاته معلومه ده چه ټوله احاديث قانون نه دي اکثره ئی اخلاق دي (ماتر اوسه داخلاقوپوليس ند ي ليدلي دغه ته اول يو يي ) دغه طالب چه احاديث رانقل کړي په محکمه کي حکم نه پرې کيږي ٠ ډير احا ديث چي دي زجری دي ٠
په نړۍ ډير قا ضيان ناست دي په ټول اسلامی و طنو کي ښځي ښځي اوکارونه کوي ٠
هو څوک به ښه ليکوال نه وي (چه لوستونکي وی زدکړه کولاسي ) چه قلب ئی ژوندي وی
ما ته زما د ايمان پو ليس د بدو خبرو اجازه نه راکوي
نوټ ٠ که بی عقل وي خداي عفه ورته کوی ٠ اوکه جاهل وي (پرحق سترګی پټونکي) خدای ئی نه خوښوي ٠
قال اعوذ بالله ان اکون من الجاهلين امين مننه خفه مسی


ډاکتر وطنمل
14.01.2004

[quote:fbc22c8841="abdul karim"]هوتکه سلام !
تاته معلومه ده چه ټوله احاديث قانون نه دي اکثره ئی اخلاق دي (ماتر اوسه داخلاقوپوليس ند ي ليدلي دغه ته اول يو يي ) دغه طالب چه احاديث رانقل کړي په محکمه کي حکم نه پرې کيږي ٠ ډير احا ديث چي دي زجری دي ٠
په نړۍ ډير قا ضيان ناست دي په ټول اسلامی و طنو کي ښځي ښځي اوکارونه کوي ٠
هو څوک به ښه ليکوال نه وي (چه لوستونکي وی زدکړه کولاسي ) چه قلب ئی ژوندي وی
ما ته زما د ايمان پو ليس د بدو خبرو اجازه نه راکوي
نوټ ٠ که بی عقل وي خداي عفه ورته کوی ٠ اوکه جاهل وي (پرحق سترګی پټونکي) خدای ئی نه خوښوي ٠
قال اعوذ بالله ان اکون من الجاهلين امين مننه خفه مسی[/quote:fbc22c8841]

[color=blue:fbc22c8841]دروند ، محترم او مکرم ورور حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
ستاسو په راتګ سره زمونږ يو بل داسې ورور په برخه شو چې په ټول افغان کې د اسلامي شريعت او ارشاداتو ډيوه بله ساتي، نو راتګ مو يو نيک فال او د حق او حقيقت غوښتونکو او پلټونکو ته د ډاډ زيری بولم . هيله لرم چې د مسائلو تحليل به نور هم يوې لوړې سطحې ته وخيژي او د اسلامي مطالعاتو په ژورتيا سره به د اسلامي احکاموله تفکيک څخه د ټول افغان لوستونکي خبر او ستاسو له معلوماتو څخه برخمن شي . زه وينم چې تاسو په ليکلو کې يو څه املايي اوانشايې ستونځې لرئ چې انشا الله ژر به يې رفع کړئ . هو لوستل که هر څومره سړی ډير وکړي ، د ليکلو ستونځه پرې نه حليږي ، خو اوس تاسو وينئ، چې علمي او اسلامي تبليغ يواځې شفاهي او يواځې د منبر پر سر نه ، بلکې په ليکنه تر سره کيږي او په دې توګه يې نړيوال شکل موندلی دی . ښايي د فقهې تر څنګ به صرف او نحوه يو بل ضروري علم وي چې ديني عالمان يې بايد حتما ولري ،کوم چې املا او نشأ هم بشپړوي. دپښتو په املا کې تاسو هرډول مرسته له ټول افغان څخه تر ﻻسه کولای شئ ، او زه ددغې پاڼې د مشر مسئول په توګه وياړم که ستاسو په څېر د يوه حليم او فاضل ديني عالم لپاره ددغسې يوه خدمت او مرستې کولو مصدر وګرځم . ومن الله التوفيق . والسلام . ستاسې يو ورور وطنمل [/color:fbc22c8841]


mahboob
22.01.2004

[color=darkred:0f01ade722]وروڼو او خوندو سلامونه مي ومنۍ .
ډيره شه پاڼه ده ټولووروڼوته په خاصه توګه منلي ورور وطنمل ته يي مبارکي وايم .
زه به هم ليکني شروع کړم .[/color:0f01ade722]


mahboob
22.01.2004

تکرارړنګ سو.



ع کريم حليمي
24.02.2004

Allah's Apostle (peace be upon him) said: No one should prevent his family from coming to the mosques. A son of Abdullah ibn Umar said: We would prevent them. Thereupon Abdullah said: I am narrating to you (a command) of Allah's Messenger (peace be upon him) and you (have the audacity) to say (these words). Abdullah (was so annoyed with this) that he did not talk to him till he died.
Transmitted by Ahmad.


نقاد
26.02.2004

[quote:f66e57e39b="abdul karim"]Allah's Apostle (peace be upon him) said: No one should prevent his family from coming to the mosques. A son of Abdullah ibn Umar said: We would prevent them. Thereupon Abdullah said: I am narrating to you (a command) of Allah's Messenger (peace be upon him) and you (have the audacity) to say (these words). Abdullah (was so annoyed with this) that he did not talk to him till he died.
Transmitted by Ahmad.[/quote:f66e57e39b]

ډير دروند ورور حليمي صاحب اسلام عليکم ورحمتُ الله وبرکاتهُ
مهرباني به مو وي ، د اړتيا په صورت کي پښتو په انګليسي تورو ليکې ، که پښتو ليکبڼي کارولئ نه شې
مثلاً پورتنۍ ليکنه مو داسي پيل کيږي (((( د خدائ رسول فرمايلي دي ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ )))
الله مو مل سه د خدائ په امان ..............وسلام



ع کريم حليمي
26.02.2004

محترم او زړه ته راتير د ليکنی همکاره وروره پاڅونوال صاحب سلام عليکم !
پر ليکنه دې نور هم برکت سه٠ په ليکنه دې مې غفطه کيږې ٠
زه ښه پوهيږم چه ليکل هم يو مخصوص علم دی ٠ د ليکلو ،محسوساتو او مبصراتو پوره علم هم د الله تعالی په
عطا کولو حاصليږی ، زه هم غواړم چه دغه رحمت ئی په کوښښ طلب کړم ٠
که دغه حديث په پښتو ترجمه کړم ٠ معنی ئی غلطته کيږی ٠ ولی چه پښتو به ئی دريمه ترجمه سی ٠ مفهوم ئی
له منځه ځی ٠ که دغه حديث عربی راسره موجود وای ٠ نو بمی په پښتو ليکلی وای ٠
اؤس اسلامی علم په عربی يا انګليسی حاصليدای سی يوازی ٠ که ستاسو انګليسی خوښه نده ؟ نو نه به ئی ليکم
خدای په امان٠ ستاسو په دين ورور حليمي



ليلماـ الفت
08.03.2004

ګرانو وړونو سلامونه او ښې چاري
ښاغلي حليمي صاحب ! ستاسي ليکني ډيري څيړنيزي او علمي وي نو که ئې په پښتو وليکئ ډير خلګ به ګټه ځني واخلي ځکه دې ويب پاڼي ته ډير داسي پښتانه راځي چه په انګليسي نه پوهيږي او د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کي کي مېشت دي او په بيلابيلو ژبو کي ئې زده کړي کړي وي نو په ټول افغان ويب پاڼه کي
د عامه پوهه وني او را پوهه وني لپاره يوازي او يوازي دپښتو ژبي څخه کار اخستل کيږي
چه خوا مو بده نه سي زه تاسي ته ډير احترام لرمه او تل ستاسي ليکني تعقيبوم او د يوې زده کونکي په حيث ئې د ځان سبق بولمه :
په کليواله پښتنه مينه



ع کريم حليمي
09.03.2004

ډيرې باحيا ليلماخور او د ټول افغان لوستونکو سلام عليکم ! ورسته تر سلامه ښې هيلې ٠
د حيا ډکې ليکنې په لوستو ډير خوشحاله سوم ٠ ولې چه دغه سې ليکنه تل صحيح او احساس ئې تل درست او
فيصله ئې تل ناطقه وي ٠ اخلاق داسی دي ٠ ترڅو چه د انسان دمخ دوو حجابوته او شخصی منافعو ته تاوان نوي رسيدلې خوابدئ احمقانه احساس دی ٠ د احمقانه خوابدې احساس انشاالله زه نلرم ٠
او دروند پاڅونوال صيب !
ددغه حديث ليکل ضرور وه ولی چه يوه ملګری ليکلی چه ښځي وه مسجد ته دتلو حق نلری ٠
دعبدالله بن عمر څه روايت دی ٠ چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمائيلې ٠ چه مطلب د حديث داسی دی
هيڅ څوک دی خپل فاميل (ښځه) د مسجد د تلو څه نه راګرځوي ٠ اوپه دغه حديث کی امر سوی دی٠
حليمي


عبير
15.07.2005

ټولومحترموګډون كونكو ددي فورم ته سلام ......
محترمو ستاسو ليكني مي ټولي په غور وكتلي ستاسو ځينو ه علمانه ليكنوډيرخوندراكړ
لكن ستاسو ترخوحبرو زيات خواشيني كړم ځكه چي څوك دچادخبري ځواب نه لري چوپ دي پاته شي داڅه بده خبره نه ده خوښكنځل كول بده خره ده بايد دداسي بدو الفاظوڅخه ډډه
وكړي..
په درناوي ستاسو ورور عبير.........


عبير
23.07.2005

محترم حليمي صاحب اومحترمي ليلما خوري اسلام عليكم_
محترمي خوري تاسو ډيره په ږړه پوري موضوع راپورته كړي ده ښاغلي طالب جان ډيره ښه څيړلي او ده اسلامي شريعت له اړخه يه ښه معلوماتي ليكنه پكي كړي ده ښځه لكه څنګه
چي نر دخداي بنده ښځه هم لكه څنګه څي په نر دخداي خوابديږي هم دارنګه په ښځه هم
لنډه دا چي هرڅه دنر هغه دښځي هم لكه جنتونه په اخيرت كي ا وعذابونه نر اوښځه دواړه
ده ټولني غړي دي اوسره لازم او ملزوم دي لكن الهي احكام دنر اوښځي سره بيل دي او په
هر حكم كي دخداي يوخپل حكمت وي او په هر حكم كي يه عزت هم وي داسلام دين ټول د
عزت څخه ډك حقوق ښځي ته وركړي داچي څوك ورباندي عمل نه كوي هغه دهغوي ګناه
مونږ په افغانستان كي دښځو اسلامي حقوق غواړ واوس چي مونږ په افغانستان كي دښځو
حقوق وينو او يايه څوك غوښتونكي دي هغه غربي حقوق دي اوداسلامي حقوقو غوښتنه
يه صرف دعنوان اوددي لپاره چي څوك ور باندي اعتراض ونه كړي ...
چونكي وخت مي ډير كم ده دبحث دپوره څيړلوڅخه معزرت غواړم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more