د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

وفادار سپی

khattak
24.11.2007

[size=18:5c7f00240f]وفادار سپی[/size:5c7f00240f]
داسې وايي يو سړي ساتلې سپی ؤ
د مالک ښه وفادار ؤ مېړنی ؤ
دا سړی ځانله صحرا کښې وسيدلو
ورسره لس کلن ځوی هم لوئيدلو
د سړي وه ښځه مړه نور يې څوک نه وو
ځوی او پلار به دوه په دوه کور کښې پراته وو
چې سړی به کله ووتو له کوره
نو دې سپي به ورته کور ساتلو وروره
يوه ورځ چې دا سړی راغلو خپل کور ته
نو کيدلو ورته سپی ډېر هورته پورته
چې د سپي خله ګوري وينو باندې سره
پرېشان شي د ځوی غم شي ورسره
داسې ښکاري لکه سپی مې ليونې شو
په فوري توګه علاج دده مرګې شو
سپي څټلې چې د خپل مالک څپلۍ
ده پرې کېښوه د ټوپک توره شپېلۍ
په يو ډز سره د سپي ځنې وزګار شو
اوده ځوی يې چې ډز واوريدو بېدار شو
چې دالان کښې مړ ليوه يې وليدلو
نو بيا سر شو د خپل مخ سر په وهلو
دا وئېل يې خپل محسن مې ووژلو
هو، بېشکه زه جوګه يم د رټلو
ای سحره اول سوچ دې ښه پکار
په تادۍ سره دې څوک نه کوي کار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more