د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سوال ۳

مازدیګر
18.11.2007

مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه راکړه

بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه

ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه

غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړم
ډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه

سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتې
خوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه
پیر محمد کاروان
دا او داسی نور زرګونه اشعار شته چه د مور لوړ مقام پکی ستایل شوی ده
د پښتو په شمول دنړیۍ دهرې ژبې شاعرانو لیکوالو مذهبی مشرانو دمور
ستر مقام ته په خپل انداز د درناوی څرکندونه کړی ده
داسلام مقدس دین خو جنت د مور تر پښو لاندی کړی ده
خو پخپله دا دی مور نوم یو په زړه پوری اړخ لری او هغه داده چه دنړۍ په ډیرو
ژبو بلکه شاوخوا ټولو ژبو کی چه د (مور) لپاره کوم نوم استعمالیږې په هغه
کی د ټول بشر د مور لپاره د مشترک درناوی او مینی په څیر یو توری (م) هم
مشترک کاریږی دمثال په توګه د څو مهمو ژبو نه اقتباس را اخلو
پښتانه مور ته مور وایی فارسیوان مادر هندیان او پاکستانیان مان دوی دا ن ته نقطه نه ورکوی
عربان (ام) انګریزان mother روسان matb یا دا b دوی لږه مختلفه لیکی
چه ما دانګریزۍ هغه ولیکله افریقایان ma دنمارکیان نو لکه چه هغه د چا خبره
بس دومره کوی چه پښتو په رومن لیکی هغۍ وایی mor یا moder ایټالیایان
وایی mader پرتګالیان وایی mae دوی په خپل رسم الخط کی دا a ته په
سر یو زبر غوندی کږه کرښه ور ایښې وی فرانسویان خدای وهلی مور ته هم
mere یانې میری یا میره مور وایی نو یا خو به دوی میره مور پیژنی نه
او یا به سکه میندو ته د میری مور په سترګه ګوری والله اعلم
په دی لټون کی ما فقط جاپانۍ ژبه وموندله چه په هغی کی دمور لپاره
څه (هاها یایا هوها)غوندی اوازونه باسې او مطلب یی ځنې مور یا به
ادی وی او (م) توری پکی نه کاروی جاپانیان بی له هغه هم زیار کښ
خلک دی په تکلیف روږدی دی
سوال دادی چه دا ټولی ژبی خو نو هاغه د تاریخ پوهانو په اصطلاح
د یوی کورنی هم نه دی بیا نو ولی په دی ټولو کی دمور د نوم لپاره
د(م) توری کاریږی چه حتی په ځینو کی دمور لپاره کوم توصیفی
نوم کارول کیږی لکه موږ پښتانه وایو مورکه یا مورکۍ عربان امی
انګریزان ماما هندیان امان جی او داسی نور په هغو کی هم (م) شامل وی
چه دمور په نوم کی د (م) د توری دلازم ګډون به څه لامل وی؟

په مینه او احترام



18.11.2007

[quote:aa01839813]چه دمور په نوم کی د (م) د توری دلازم ګډون به څه لامل وی؟ [/quote:aa01839813]

نوی زیږیدلی ماشوم ایله په بیله ژړلی شي، خو کله چې نه ژاړي او بیا هم یو آواز تولیدوي ښايي شونډې یې بندې وي چې (م! م!) ویلی شي. وروسته چې شونډې پرانیځي نو ورو ورو ما ،وایي او له ما څخه ، مي، مو مم او مور ته هم رسیدای شي .
داچې جاپانیان او ځینې نور له دې آسانۍ څخه کار نه اخلي ښايي د هغوی په ژبه کې
تر دې هم آسانه آوازونه وي چې ماشوم لومړی د هغوی سره روږدی کوي او له م ، ما ، مي مو او مم ته بّه څه آړتیا نه لري ، والله اعلم بالثواب!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more