د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ډينګ او لومبړه

khattak
16.11.2007

[color=darkred:425d856bc4]ډينګ او لومبړه
داسې وايي د لومبړ او ډينګ دوستي وه
په ظاهره يې په خپلو کښې راستي وه
يوه ورځ ورته لومبړ ووې چې وروره
د خدای ورکړه ده که غوړه وي که سپوره
نن غرمې ته به ډوډۍ ما سره وخورې
يعني نن ډوډۍ به مونږه کره وخورې
ډينګ مېلمه شولو لومبړ يې شو کوربه
په پلېټ کښې ورته پېښ يې کړه ښوروه
د لومبړ پلېټ کښې ژبه ګرځيدله
خو د ډينګ ايله مښوکه لونديدله
مطلب دا چې لومبړ ډک کړو خپل لړمون
ډينګ په وږي ګېډه کورته شو راستون
خلک وايي ډينګ کم عقل وي خو ګوره
خلاصوي به ځان اوس څنګه د پيغوره
د لومبړ نه اخستو چې ډينګ رخصت
د ماښام ډوډۍ يې ورکړلو دعوت
ډينګ کوله د لومبړ چې مېلمستيا
مرتبان کښې ورته پېښ يې کړه ښوروا
په مزه مزه چې ډينګ ښوروا توژله
لومبړ هسې وچه ژبه ړقوله
په مړه ګېډه ډينګ وخواړه هر څه
وه لومبړ ورته نيولي چينګه خله
څه کرې هغه به رېبې دا متل دې
ای سحره نور د هر چا نصيب خپل دې[/color:425d856bc4][color=darkred:425d856bc4][/color:425d856bc4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more