د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

اتفاق کې برکت وي

khattak
08.11.2007

زميندار او د هغه زامن
داسې وايي چې په خوا يو زميندارؤ
خدای ورکړي ډېرې زمکې وې مالدار ؤ
خپل وطن کښې د نامې جامې خاوند ؤ
د الله نه ډېر راضي په دغه ژوند وو
خدای ورکړي وو څلور ځوانان زامن
توانا او روغ رمټ وو په بدن
خو زامنو کښې يې نه ؤ اتفاق
پلار يې ډېر ؤ پرېشانه په نفاق
پلار به ډېر که نصيحت ورته کولو
خو هغو نه اوريدو نه يې منلو
يوه ورځ کړل پلار راجمع ټول زامن
ورته وايي په ما راغې ځنکدن
آخري وصيت تاسو ته کومه
يو مثال پاتې دنيا ته به پرېږدمه
دا څلور لرګي چې جوړ ترې نه بارګی دې
حقيقت کښې ځانله بس يو ،يو لرګی دې
چا چې راوست په بارګي کښې يو خراش
هغه زوی به مې جوګه وي د شاباش
خپل طاقت کړلو تمام پرې هر يو ورور
خو بارګي باندې يې بر نه شولو زور
چې ناکامه شول نو پلار يې شو ګويان
ښه اوس يو يو لرګی مات کړئ په دې آن
هر يو ورور يو يو لرګی کړو راوچت
هر يو مات کړلو لرګی په لږ طاقت
ډېر که ستړي وو خو مات يې کړل لرګي
ولې تاب يې راوړی نه شو د بارګي
ورته پلار ووې هله به خوشحال زه وی
د بارګي غوندې که يو وی ، څه به ښه وی
راوي وايي زامن ټيټ پښو کې د پلار شو
د نفاق نه لاس په سر شو توبه ګار شو
چې نفاق کوي هغه قوم په زحمت وي
ای سحره! اتفاق کښې برکت وي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more