د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دروژې په تيره بيا دوروستۍ لسيزي فضيلت


طالب جان
18.11.2003

دروژې مبارکه مياشت چي په عربي ژبه کي ورته درمضان مياشت ويله کيږي پالونکي رب پدي مياشت کي خپل بندګان دازمويني په ډول له څو حلالو شيانو لکه خوړل،څښل او له خپلي چنغلې سره دورځي لخوا له ريښتيني يو ځاي کيدا څخه منع کوي تر څو خلکوته معلومه شي چي دخداي جل جلا له دامر منونکي څوک او له امر څخه سررغړونکي څوک دي . له بله پلوه دامياشت په نورو ټولو مياشتو غوره اودبرکت څښتنه ده الله تعالي پدي مياشت کي ډير فضيلتونه ايښي دي مونږ دلته دروژي دفضيلتونو په تيره بيا دوروستيو لسوورځودفضيلتونو په اړه يو څو احاديث دبيلګي په توګه ستاسي په خدمت کي وړاندي کوو .
[color=blue:6df48bacc1]رمضان ته ولي رمضان وا يي ؟ [/color:6df48bacc1]
رمّضان چي دميم په سر يي زور دي د(( سوځوونکي )) په معنا ده روژي ته رمضان ځکه وايي چي ترټولو لومړی چي ددي مياشت نو م ښودل کيده نوپه هغه کال پدي مياشت کي سخته سوځوونکي ګرمي وه له همدې کبله دي مياشت ته درمضان نوم ورکړل شو .
[color=indigo:6df48bacc1]دروژې فرضيت [/color:6df48bacc1]٠
درمضان المبارک دمياشتي روژي له نبوي هجرت څخه اتلس مياشتي وروسته په دوهم يا په لسم دشعبان دقبلې له تحويل څخه يوه مياشت ورورسته فرض وګرځول شوې . مرقات ٢٢٩ مخ ٤ټوک . مراقي الفلاح ٣٤٦ مخ .
[color=blue:6df48bacc1]روژه په چا فرض ده ؟ [/color:6df48bacc1]
درمضان دمياشتي ټولي روژې نيول په هر مسلمان ، عقلمند ، بالغ ، روغ ، نر او ښځه باندي فرض دي . شامي ٣٧٢-٣٧١ مخونه ١ ټوک .
[color=indigo:6df48bacc1]دروژي شرعي حکمونه [/color:6df48bacc1]:
هر څوک چي دروژي له فرضيت څخه منکر وي هغه کافردې .ردالمحتار٣٧٣ مخ ٢ ټوک هدايه ٢١١مخ ١ ټوک
[color=red:6df48bacc1]دروژي نه نيونکی [/color:6df48bacc1]: هر څوک چي بي له کومه شرعي عذره روژه نه نيسي نو سخت ګناهګار او فاسق ورته ويل کيږي . .
[color=blue:6df48bacc1]دروژي او په تيره بيا دوروستيو لسو ورځو فضايل [/color:6df48bacc1].
قرآني آيت دي: (( اناانزلناه في ليلة القدر ))سورةالقدرآيت لمبر ١ ټوک ٣٠ .
ژباړه :په تحقيق سره چي مونږ دا قرآن دقدر په شپه نازل کړيدي . يعني دقدر په شپه قرانکريم له لوح محفوظ څخه نږدي اسمان ته په يوه وار نازل کړل شو تفسيرروح المعاني ٥٧٣ مخ ٣٠ ټوک .
همداراز دقدر شپه چي له زرو مياشتو څخه غوره ده دصحيحواحاديثو په بنسټ په اخيرو لسو ورځو کي ريښتيني ده .په آيت شريف کي راځي : (( ليلة القدر خير من الف شهر )) سورةالقدر ٣ آيت ٣٠ ټوک .
ژباړه : دقدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده . په دي اړه په تفسيرروح المعاني کي راغلي چي (( وباالجملة الاقوال فيها مختلفة جدا الي ان الاکثرين علي انها في العشرالاواخر لکثرة الاحاديث الصحيحة في ذلک . روح المعاني ٥٧٥ مخ ٣٠ ټوک .
ژباړه : داچي دقدرشپه کومه ده پدي اړه ډير مختلف اقوال موجوددي مګر دزياتو علماو په اند دقدر شپه د ګڼوصحيحو احاديثو له مخي دروژي په اخيرو لسو ورځو کي يقيني ده . له دي څخه دا څرګنديږي چي دقدر شپه دروژي په اخيرو لسو ورځو کي مو جوده ده نو ددي شپي عبادت دزرو مياشتو((٨٣ کلونو او ٤ مياشتو )) ترعبادت غوره دې نو دا څومره لوي فضيلت دي الله تعالي دي ددي شپي عبادت اودهغه ثواب زمونږ او ستاسي په برخه کړي . آمين ثم آمين
په حديث شريف کي راځي (( عن عايشة رضي الله عنها قالت کان رسول الله صلي الله عليه وسلم يجتهد في العشرالاواخر ماﻻيجتهد في غيره )) رواه مسلم مشکوة ١٨٢ مخ ١ ټوک .
ژباړه: حضرت ام المؤ منين عايشه صديقه رضي الله عنها فرمايي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم چي به درمضان داخيرو لسو شپو په عبادت کي څومره ډير کوښښ کاوه په نورو ورځو کي به يي دومره نه کاوه .
دروژي بل فضيلت دادې چي دنفلو په کولو سره انسان ته دفرضو ثواب ورکول کيږي او دفرضو په کولو سره ديوه فرض داداکولو په بدل کي د اوياو فرضو ثواب ورکول کيږي .
((عن سلمان فارسي قال خطبنا رسول الله صلي الله عليه وسلم في اخير يوم من شعبان فقال يايها الناس قد اظلکم شهر عظيم شهر مبارک شهر فيه ليلة خير من الف شهر جعل الله صيامه فريضة وقيام ليلة تطوعا من تقرب فيه بخصلة من الخير کان کمن ادي فريضة فيما سواه ومن ادي فريضة فيه کان کمن ادي سبعين فريضة فيما سواه )) مشکوة ١٧٤ مخ ١ ټوک .
ژباړه :سلمان فارسي رضي الله عنه فرمايلي چي دشعبان دمياشتي په اخيره ورځ مونږ ته ديوي خطبي په ترڅ کي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي اي خلکو په تاسي باندي باندي يوه لويه او مبارکه مياشت راتلونکي ده داسي مياشت چي په هغي کي يوه شپه ده چي تر زرو مياشتو غوره ده ددي ((مياشتي روژه الله تعالي فرض ګرځولي ده اوپه دي مياشت کي دعبادت لپاره دشپي دريدل نفل دي په دي مياشت کي ديوي نيکي ثواب دنوروورځو دفرض عبادت له ثواب سره برابر دي او که چا يو فرض پکي ادا کړ نو هغه ته به دنوروورځو داوياو فرض لمونځونو برابر ثواب ورکول کيږي .
همداراز په بل حديث شريف کي راځي چي ((عن ابي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلي الله عليه وسلم انه قال يغفرلامته في اخير ليلة في رمضان قيل يا رسول الله أ هي ليلة القدر ؟ قال ﻻ ولکن العامل انما يوفي اجره اذا قضي عمله )) رواه احمد مشکوة ١٧٤ مخ ١ ټوک .
ژباړه : له ابي هريره رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرما يلي دي چي دروژي په اخيره شپه محمدي امت بښل کيږي صحابه ؤ عرض وکړ چي ايا له دي څخه دقدر شپه مرادده ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي نه بلکه اصل خبره داده چي کارکوونکې دکار له پوره کولو وروسته داجر مستحق دي .
يعني مزدور ته هغه وخت خپله مزدوري ورکول کيږي کله چي دې کار پوره کړي نو درمضان په اخيره شپه ځکه دوي بښل کيږي چي دا شپه ددوي د عمل دپورا کيدا شپه ده . نايروهمداراز په بل حديث شريف کي راغلي دي چي ((عن عايشة رضي الله عنها قالت کان رسول الله صلي الله عليه وسلم اذا دخل العشر شد ميزره واحيي ليله وايقظ اهله )) متفق عليه مشکوة ١٨٢ مخ ٢ټوک .
ژباړه : ام المؤمنين عايشه صديقه رضي الله عنها فرمايي چي کله به دروژې اخيري لس ورځي راغلي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به خپل پرتوګ ټينګ کړ (( يعني دعبادت لپاره به يي مټي راونغښتې )) او ټوله شپه به يي دعبادت لپاره ژونديي (( ويښه )) تيروله او خپل کورني به يي لمانځه ته را جګول .
له دي حديث څخه معلومه شوه چي دشپې دعبادت لپاره د خپل نو رو کورنيانو راجګول هم سنت دي الله تعالي دي مونږ او تاسي ته دي سنت په راژوندي کولو تو فيق راکړي آمين ثم آمين .
دروژي مبارکي يو بل فضيلت دادي چي په روژه کي ټول شيطانان او شري پيريانان تړل کيږي د رحمت دروازي پرانستل کيږي او ددوزخ دروازي تړل کيږي په حديث کي راځي چي (( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم اذاکان اول ليلة من رمضان صفدت الشياطين ومردة الجن و غلقت ابواب النار فلم يفتح منها باب وفتحت ابواب الجنة فلم يغلق منها باب وينادي مناد يا باغي الخير اقبل ويا باغي الشر اقصر ولله عتقا ء من النار وذلک کل ليلة )) رواه اترمذي وابن ماجه مشکوة ١٧٣ مخ ١ ټوک .
ژباړه :له حضرت ابي هريره رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي : دروژي په لومړۍ ورځ شيطانان اوسر کښه پيريان وتړل شي اوددوزخ ټولي دروازې وتړل شي بيا دروژې تر پايه هيڅ دروازه نه پرانستل کيږي اود جنت ټولي دروازي پرانستل شي بيا دروژې تر پايه هيڅ دروازه نه تړل کيږي اود خداي جل جلا له لخوا يو ناري وهونکې ناري وهي چي اي نيکي غوښتونکو مخکي شۍ (( نيک عملونه وکړۍ )) او اي شر غوښتونکو ودريږۍ (( شري کارونه او بد کړه وړه )) مه کوۍ او ډير خلک الله تعالي له دوزخ څخه ازادوي اودا لړۍ هره شپه روانه وي .
په بل حديث شريف کي بيا داسي راغلي د ي چي (( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم اذادخل رمضان فتحت ابواب السماء وفي رواية فتحت ابواب الجنة وغلقت ابواب جهنم وسلسلة الشياطين وفي رواية فتحت ابواب الرحمة )) متفق عليه مشکوة ١٧٣ مخ ١ټوک .
ژباړه : له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي کله چي درمضان روژه راشي نو داسمان دروازې پرانستل شي په يوه روايت کي بيا راغلي چي دجنت دروازې پرانستل شي په يوه بل روايت کي بيا راغلي چي درحمت دروازې پرانستل شي او ددوزخ دروازې وتړل شي او شيطانا ن وتړل شي . له دي حديثونو څخه معلومه شوه چي روژه دنيکيو دکولو او دديو دپريښودلو مياشت ده کله چي شيطانان تړل شوي وي اود رحمت دروازي خلاصي وي نو ښايي چي انسان عبادت وکړي او نور ټول کارونه په خپل ځاي پريږدي .
په بل حديث شريف کي راځي چي (( عن سهل بن سعد قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم في الجنة ثمانية ابواب منها باب يسمي الريان ﻻيدخله الاالصائمون )) متفق عليه مشکوة ١٧٣ مخ ١ټوک .
ژباړه : له حضرت سهل رضي الله عنه څخه روايت دې چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي : دجنت اته دروازي دي چي يوه يي (( ريان )) نوميږي يعني سيرابوونکي له دي دروازي به فقط روژه نيونکي جنت ته داخليږي .
داڅومره لوي فضيلت دي الله دي مونږ اوتاسي ټول ددي وړوګرځوي چي له ټولو دروازو جنت ته ور ننوځو آمين ثم آمين .
په بل حديث شريف کي راغلي دي چي دروژه نيونکي ټول ګناهونه ورته بښل کيږي .
(( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه ومن قام رمضان ايمانه واحتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه ومن قام ليلة القدر ايمانا واحتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه )) متفق عليه مشکوة ١٧٣ مخ ١ ټوک .
ژباړه :له ابي هريره رضي الله عنه څخه روايت دې چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي چاچي له ايمانه سره دثواب په نيت روژه ونيوله نو دهغه تيرټول ګناهونه به بښل کيږي همداراز چاچي له ايمان سره دثواب په نيت په روژه کي دعبادت لپاره قيام وکړ نو دهغه تير ټول ګناهونه به بښل کيږي او چاچي دقدر په شپه دثواب په نيت له ايمانه سره قيام وکړ نو دهغه تير ټول ګناهونه به بښل کيږي . له ګناهونو څخه تيريدل څومره لوي فضيلت دي الله دي زمونږ ټول ګناهونه را معاف کاندي آمين ثم آمين
په يوه بل حديث شريف کي بيا راځي چي روژه او قرانکريم دواړه دانسان شفاعت کوي .
((عن عبدالله بن عمرو رضي الله عنه ان رسول الله صلي اله عليه وسلم قال الصيام والقرآن يشفعان للعبد يقول الصيام اي رب اني منعته الطعام والشهوات باالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعني فيه فيشفعان )) رواه البيهقي في شعب الايمان مشکوة ١٧٣ مخ ١ ټوک .
ژباړه :حضرت عبد الله بن عمرو رضي الله عنه فرمايلي دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي روژه او قرآن دواړه دبنده لپاره سپارښتنه کوي روژه به وايي چي اي ربه دا بنده ما دورځي له خوراک او نورو خواهشاتو له پوره کولو څخه منع کړي وو نو دده په حق کي ځما شفاعت ومنه او قرآن به وايي چي مادابنده خوب ته نه و پريښې نو دده پپه حق کي ځما سپارښتنه يا شفاعت ومنه نو پاک رب به دواړو سپارښتنه قبوله کړي . له دي څخه په ډاګه شوه چي خداي جل جلا له په خپلو بندګانو ډير شفقت کوي اودهغوي دبښلو لپاره په نبيانو برسيره د قرآن او روژي شفاعت هم قبلوي .
الله تعالی دي زمونږ او ستاسي ټول ګناهونه راوبښي او مونږ اوتاسي ته دي خداي پاک په قران او حديثو دعمل کولو توفيق راپه برخه کړي آمين ثم آ مين .يې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more