د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غوږشه ملنګ جان ته!


مجيب انګار
17.11.2003

خوښ په جزيروکې يم ملګری له خپل يارسره
څه به کړم ګلشن په ټيټوسترګوله اغيارسره
يوخروارسره زرنه ښه دی يومثقال شرف ماله
لنګ وهلی خوښ يم،خوچې يم له اقتدارسره
زرهنره محوه شي که مخ شي له همت سره
غردانه دانه شي دباعزموله ګوزارسره
خداي مې دې نواب نه کړي چې حکم کاندي بل په ما
ښه چلم ورداريم دخپل قام يوخدمتګارسره
خداي مې دې ښايسته دبې ننګۍ په نکټايي نه کړي
کوتې کوتې مخ ښه يم دتوروله پرهارسره
ماملنګ جان غوره ملنګي کړه دخپل قام مخ کې
داسې دارايي به نه وي بل سرمايه دارسره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more