د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

شاعر مليون

ashna
18.10.2007

[color=blue:8c9b666889]شاعر مليون : لومړی (١)[/color:8c9b666889]
د شاعر مليون تر عنوان لاندې د عربي ژبې يو ټلويزن چې د ابوظبي په نوم دی يوه خپرونه درلوده چې پکې د خليجي هېوادونو شاعرانو ګډون کړی وو چې د قطر يو ځوان شاعر پدغه مشاعره کې وځلېد او د شاعر المليون په نوم جائزه يې وګټله خو ځوان شاعر د جائزې ترلاسه کولو په مهال د هوښ پځای د جوش نه کار واخست او وېوېل چې زه دا ملنونه په غريبواو حجتمنو خلکو ويشم نو ما هسې د ځانه سره ووېل چې ته اوس دۀ ته وګوره چې لاره ګودر ترې ورک دی چې د دې غريبو سره سره ستا نه هم سړی غوږونه غوڅکړي ((خو خېر الله تعالی يې هم هغه چاته ورکوي چې يې بېرته د الله تعالی په بندګانو وويشي نو اوس په ما کې دومره جذبه دکومه شوه چې د ولس او خوارو غريبو سره يې ولرم هسې تش په نوم لکه د نورو چغې او يا رمباړې وهم خو پدغسې وخت کې چې ملنونه مې په لاس کې وي بيا يې په لټه کې نه يم )) او دغه بنډار يا مشاعره يې وبولئ د ابوظبي د ولي العهد لخوا جوړه شوی وه چې ښاغلی په هېواد کې د ( القوات المسلحه) مشري هم په غاړه لري٠
دا پورته خبرې مې ځکه رايادې شوې چې په پلازمېنه کابل کې هم ورته شاعر مليون بنډارونه تر اوسه پورې په پټه کېدل خو اوس د ښکارې ډګرته راووتل چې په مليون کې توپير نشته٠٠٠٠٠ او نور بس پوهه شئ کنه ٠
که حقيقت وايم دا خپل سر مې په دار دی
هر يو د غوړ لستوڼي يار دی
د کابل په شاعر مليون کې نه يوازې شاعرانو ګډون کړی وو بلکې د نور مسلکونو خاوندانو هم پکې په زړه پورې ګډا زما مطلب دی ګډون کړی وو
١ لومړی توپير يې د عربي شاعر مليون سره په نوم کې دی هغه شاعر مليون او دا د( سولې جائزه) چې ګټونکونکي اوس داسې هم وايي که د سولې لپاره هلې ځلې داسې وي لکه چې دا مونږ کړي دي نو بياخو دا نړۍ ګل او ګلزار ده هسې دا خلک د دروغو وايي چې
غرځي نن بمونه پدې غرونو
هر يو بم مې خاص په زړه لګي
دا هم ترهګري ده اوس؟
دواړو خواوته پښتانۀ لګي
٢ دوهم توپير يې په مشر کې دی ولي العهد په هېواد کې د خپلو وطني قواو مشري په غاړه لري او د کابل مشر بيا پرې پښه اړوي او د بېلا بېلو وطنونو د قواو مشري په غاړه لري هغه هم اوس خلک وايې چې تش په نوم والله علم؟
درېم٣ توپير يې په بانکي چېک کې دی :د ابو ظبي شاعر مليون چېک باندې يوازې عربي ليکل شوې وه او د کابل په شاعر مليون چېک باندې پاړسي او انګرېزي ليکل شوې وه دا ځکه چې د کابل شاعر مليون چېک په واشينګټن کې ((د شمالي ټلوالې تجارتي مرکزتاسې افغان سفارت وبولئ کنه نو پکې ناست ښاغلي او اغلي ورته افغانستاني سفارت واي)) ټاپه شوی وو او د هغوی خو پښتو ليک په افغانۍ هم بديشي نو ځکه يې پرې يوازې پاړسي او انګرېزي ليکلې وه او د افغانۍ پځای ډالر
چيک مې راغلی د امريکانه
څو يې پکې ليکلي دي
ويلی نشمه شرمېږم
خو پېسې پکې ډالر دي
نور بيا٠٠٠


شاعر مليون وروستی وروستۍ برخه :

ashna
18.10.2007

[color=blue:bcc7da3a5c]شاعر مليون وروستی وروستۍ برخه [/color:bcc7da3a5c]:
د عربي ټلويزن ابوظبي خپل شاعر مليون ورپسې وغځولو او اوس په بېلا بېلو عربي هېوادونو کې ګرځي او شاعران لټوي او د ټلويزن دغه خپرونه په زړۀ پورې خپرونه ده د نورو خپرونو په پرتله چې يوه ښائسته ښکلې ٢٥ کلنه مېرمن يې چارې په مخ بيا يې او دا چې پدې کې به څوک او د کوم هېواد شاعر يا شاعره وځليږي د وخت نه دوخته ده٠
خو په کابل کې د سولې جائزې د دې اعلان سره سره وويشل شوې چې روان وجاړي کال د ليکوالانو ،شاعرانو ، او يو شمېر نورو مسلکونو خاوندانو لپار بختور دی پدې شرط چې نوموړي ښاغلي او اغلي د امريکا د متحده هلته دلته غلامانو ښار ته وفادار وي او يا هم د نوموړي ښار کاغذ ولري (( يا يې کوم خېښ مېښ په اوسني خپلوکه دولت کې وي )) ځکه چې افغاني کاغذ درلودونکو سره او افغانانو ته وفادار سره زمونږ کومه خواخوږي نشته که چېرې وای نو د اټاليا د يو وګړي ژورناليست سره چې کوم دوه افغانان نيول شوي و نو نن به د هغوی مېندې بې زامنو نه وای چې يو يې موټر چلوکې و او بل يې د همدغه مسلک خاوند و چا ته چې نن تمغې لګولکېږي او دا خو په خپل ځای پاتې ده چې کورونه يې د اسمان نه په نښه کړو او دا غلامانو ښار ته وفادار بيا داسې راپور خپرکړي چې د ناټو ځواکون په سلګونو شکمن طالبان د خاورو لاندې کړل چې دغه نوم دم ګړۍ په هېواد کې نه په انسانيت کې راځي او نه په بشريت کې٠
که مونږ لږ ښه ورته ځير شو نو وبه وينو چې هغه ښاغلي او اغلي چې پدغه شرائطو پوره دي نه يې يوازې تنخواګانې په ډالرو دي بلکې زمونږ د ړندو په ټولنه کې بيا داسې شهرت هم لري ( دغه پلانی صېب يا صاحبه، کيسه ليکونکی ليکونکې ، شاعر ، ژورنالست، اديب،وغېره وغېره خو لنډه دا چې ٠٠٠
خېښخورۍ په ماموريت کې رواج بياموند
موثره رابطه خدېږو جنسي ده
ولسوالان حاکمان شول نور څه غواړي
دا جرګه زمونږ بې شکه ولسي ده
پای
ميونداشنا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more