د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ښځه د شېخانو قانون په دام کې:

ashna
18.10.2007

[color=darkblue:0e620c5421]ښځه د شېخانو قانون په دام کې: [/color:0e620c5421]
ګران رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه ورځ يوه مېرمن راغله او ورته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم زما نه يوه خطا وشوه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې حاميله شوې خو به نه يې ؟ مېرمن د هو په انداز سر وخوزولو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل ځه لاړه شه او هر کله چې ماشوم وزږېد بيا راشه مېرمن څه موده وروسته بيا راغله او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې زړا خبره ورياده کړه رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې وپوښتل چې ماشوم ته شېدۀ څوک ورکوي مېرمن وويل زه خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل ځه لاړه شه او هر کله چې ماشوم دڅلورو او يا هم څه د ډېرې مودې شو نو بيا راشه سبحان الله٠

رحمت اللعالمين پدغه وخت کې يوه ګوناکاره ښځه د يوۀ ماشوم په خاطر له بند او يا هم د کومې بلې سزا نه خلاصه کړه خو نن په هېواد کې داسې ډېرې مېرمنې د خپلو بې ګونا ماشومانو سره په بند کې بندي پرتې دي چې د دغو ټولو جرمونه د شېخانو د جرمونو په پرتله بېخي په نشت حساب دي٠
پداسې حال کې چې د هېواد اساسي قانون نه څوک خبر هم ندي چې د قانون په نوم څشی شته هم او که (يه )د کندهاريانو خبره , هغه کوم قانون چې د پردو لښکرو لخوا د هېواد لپاره جوړ شوی وو او يا جوړ شوی دی يا به جوړېږي په هغې کې هم شېخانو لتې ووهلې او ټولې دنيا وي مادې يې تر پښو لاندې کړې او اسلامي مادې يې بيا خپله دغه لښکرو چخڼي کړې ځکه چې (تش په نوم) يوې اسلامي محکمې يو مورتجعې د مرګ په سزا محکوم کړو خو همغه ګړۍ بيا اټاليا ته ښه په درناوي روغ رمټ ورسېدۀ٠
نو اوس موږ دې ته د شېخانو قانون ووايو او که د دغو پرهدو پرتو لښکرو قانون؟ پاک الله (ج) مو داسې ورکړه لکه موږ چې مو حېران کړي يو٠
نوی ملا دی نوی دين جوړه وي
مانځه کې بل والضالين جوړه وي

الله دې خېر کړي بدل حال راځي
نښان يې دا دی چې دجال راځي
ميوند اشنا


دا گلونه وژغورئ ای خلکه

ashna
18.10.2007

[color=blue:87bac6d2e7]دا گلونه وژغورئ ای خلکه !! [/color:87bac6d2e7]
مخې ته راغلې یو څو ښځې لکه ستورې
ما په احترام یوې ته غږ کړو چې ترورې

دې ویل ترور به دې هغه نیا وي
زما ځواني او حسن نه وینې شمکورې
ما ژر ترینه وغوښته بخښنه
دې ویل هیله کوم زما خو ورورې

ما ویل خبره داسې ده بي بي
دا تاسې روان یاست په کوم لورې ؟
دې ویل مونږ روان یو محکمې ته
راښکاره یې کړو يو لیک پرې وې يو څو تورې

ما په ځغاسته نظر ولوست دغه لیک
خدای شته دی کیسې وې پکې نورې
پدې کې دغه نورې هم راتاو شوې
چې په ځوانۍ باندې راغلې وې سمسورې

ما بیا ترینه وکړه پوښتنه چې بي بي
د لیک نه معلومېږي د چا مورې ؟
دې ویل هو د همدغې یوې مور یم
دا په ځیر ځیر چې چا ته گورې

ما خبره بېرته په پوښتنه واړوله
لیک کې لیکل شوې دي لور دې په چا پلورې ؟
دې ويل هۍ خولۀ دې ډکه شه په زهرو
دا مې طلاق اخستی د خاوند ځینې په شورې

اوس یې وړم زه محکمې ته
باید دا لور مې راسره وي یو څو نورې
دا چل و راښودلی د جرگې ښځینه غړو ( 1)
هۀ! دا یې لاس لیک هم یې گوتې شنې او تورې

ما بیا یو نظر ولوست دغه لیک
چې په پاړسي و لیکل شوی چطورې
د خاوند نوم سره یې داسې و لکلي
مخکې له وادۀ نه یې په ما کړې وې کوډې

که نه نو زه عاشق وم د مماڼې
خو ډولۍ کې راته ناستې وې گورگورې
د ښځې نوم سره و لیکل شوي
زه او مماڼه دواړه خور ې

په کور لرم دوه ښایسته ښکلې لوڼه
د شپاړسو او د شلو لکه حورې
پدې کې یوې جنۍ په ژړغونې ادا وویل
دا خو د شبنم او د نرگس کیسه ده مورې

خواکې ملگرې هم په خبرو راغله ویل بلې مریم جان
چې انکاري شوې بیا پولیسو ووژلې
ښځې ویل قسم مې دې په الله وي زویه
دا کار راباندې کړی دغه ښځو دی په زورې

او په ټول ولایت کې اوازه ده خپره کړې
چی ښځې د سړو نه په هیڅ ندي کمزورې
نړۍ وال او کلیوال ټول دوی سره دي
یوازی غږ دې پورته کاندي که خاوند پرې زورورې

دا چې ته وای دا لور دې په چا پلورې
گوندې دا کیسه ده ټوله دې غریبې پورې
یو څه موده مخکې هم شوې دا کانې وې
بیا اوازه شوه ویل قاضي سره وې جوړې

ښځې خپله لور راټینگه کړه په غیږ کې
په ژړا شوه ویل خاوند نه وینم درې شې شوې څلورې
او دا لوڼه هم به رانه بوځي دا شیخان
په سر نه لري د پلار سایه او سیورې

وطن ميوند
(1) د جرګې ښځينه غړو نه مراد هغه ښځې دي چې په بېلا بېلو پلمو د خلکو دروازې ډبوي او په هغه کور کې چې نجون د پېغلتوب په درشل کې وي په نښه کېږي چې مشري يې د جرګې ښځينه غړو په لاس کې ده چې نوم يې د ښځو د حقوقو کميسيون دی او يا ( دښځو نه د کميسونو استلو ډله ) چې نېلګی يې د هېواد په شمال کې ايښودل شوی دی او ډېر ژر به يې څانګې په ټول هېواد را زرغونې شي


افغانه، مېرمن خور، ولور د کور دننه هم په امن ندي

ashna
18.10.2007

[color=darkred:730e648973]افغانه، مېرمن خور، ولور د کور دننه هم په امن ندي [/color:730e648973]
میوند اشنا
الله تعالی راته وایي چې ای بنده ستا بت مې د خټې نه جوړ کړی دی او بیا مې پکې روح اچولی دی خو معلومېږي چې کوم ‌ذات زما دا د خټې بت جوړ کړی دی د هغۀ خوښ شوی ندی نو ځکه یې ترې خپل روح ویستی دی اواوس زه د خټې یو تش بت یم .
ماته وایي چې الله یاده وه او دا هم وایي چې الله تعالی ډېر مهربانه او رحیم دی او بیا بیا رحم کونکی دی خو ماته داسې ښکاري چې دا بیا بیا رحم کونکی یوازې په هغه چا مهربانه دی چا چې ماته په لاره کې لوی او د غرۀ همره دېوالونه جوړ کړي دي او زما لاره یې بنده کړې ده ،او زه یې یو جاهل او وروسته پاتې افغان پدې دنیا پېژندلی یم او وار په وار راباندې یوخېژي او بل کوزېږي او زما د مرۍ ستونی یې په ګوتو ټینګ نیولی دی هېڅوک مې غږ غوږ نه اوري .
خو بېګا شپه مې د بیا بیا رحم کونکي کتاب برسېره کړو چې پکې دا فرمان مخې ته راغی ،
وویرېږه د هغې ورځې نه چې لمر راکښل شي او ورک شي او ستوري مات او رڼا ورکه شي او غرونه وښوېږي او کله چې ځنګلي ځناور سره یو ځای شي او سمندرونه اور واخلي او روحونه یو ځل بیا په جسمونو ( د خټو په بتونو ) کې واچول شي او هغه نجونې کومې چې ژوندۍ په ځمکه منډل شوي دي ، ترې وپوښتل به شي چې دوی په کومه ګونا ژوندۍ په ځمکه منډل شوې وې ، او وویرېږه د هغې ورځې نه په کومه ورځ چې د اعمالو دفتر پرانستل شي ، او کله چې د آسمان پرده راکښل شي او د دوزخ اور په غرغرنډو شي او کله چې هیبت رانژدې شي بس پوهه به شي هر بنده چې دۀ د ځانه سره څه راوړي دي .
هن ، د دنیا په دوزخ کې سکور شوی افغان د کوم بل دوزخ د اوره ‌‌ډ‌اروي ! که څه هم زه پدې پوهېږم چې دا د کومو نجونو یادونه کوي چې ژوندۍ په ځمکه منډل شوي دي دا ۱۴۰۰ کاله پخوانۍ خبرې دي خو په ما کې دومره جراّت نشته چې د الله تعالی نه وپوښتم چې نن زما د کور نجونو سره کومې لوبې کېږي د دې ګیله زه چاته وکړم ؟ کوم رب ،کوم مشر ، کوم کشر ، کوم پلار ، کوم ورور،؟ نن که نجونه ژوندۍ په ځمکه نه منډل کېږي خو دوی سره چې کومې لوبې کېږي د دې نه بهتره دا ده چې ژوندۍ په ځمکه ومنډل شي .
زما نجونه په کور دننه په اور کې سوځي زما په مخکې یې غزت او پت شهیدېږي او همدغسې راته په کور زړېږي او که کومه یوه وادۀ هم شي بیا یې د ژوند ملګری د دې جوګه نه وي په عمر ترې لوی او پوخ وي ، زما د کور نجونه نن یوازې د جنسي خوند نېځکې دي هر سړی نا سړی پرې د خپل جنسي خوند ځناورتوب د غزل ، شعر، او د ډموکراسۍ په نوم سړه وي چې دا د سره بېخي جرم نه حسابېږي .
کلی وي که بانډه او که ښار هېڅ پته نه لګي چې کله به یو قمندان صېب د خپلو ځناورانو سره زما د کور په لور راوخوځیږي او په کور به مې ماتم جوړ کړي او زما د کوره به نجونې راوباسي او د ځانه سره به یې بوځي او چې زه بیا ورځم ورځم هغه به یې بیا د خپل کوم ځناور کړي وي او زه بیا دغه پاک لمنه د بیا بیا رحم کونکي په رحم او کرم پرېږدم او کله چې د ځناور ځناور توب سوړشي بیا راته واي چې راشه اوس یې کور ته بوځه خو د کور د راوستو پکې څه پاتې نه وي او زما د مخ د لیدو نه کرکه کوي بس ، قمندان یې بیا په زندان کې واچوي او په سبا له د هېواد راډیوګانې او ټلویزیونه دا خبر خپور او ښکاره کړي چې دغه نجونې د خپلو یارانو سره د کوره تښتېدلې وې او اوس یې کورنۍ نه قبلوي نو ځکه په زندانونو کې پرتې دي خو زه یې په اورېدو اور اخلم ویریتیږم او هېڅ کولای نشم هېڅ ویلای نشم .
د بیا بیا رحم کونکي کتاب په لوستلو مې بیا پېل وکړ لیکل شوي وو.......
ووایه هغه (الله ) د دې قدرت لري چې په تا باندې عذاب راولي دپاسه ( د سر له خوا) او د لاندې (پښوله خوا) او یا تاسو په فرقو وویشي او یو بل سره د جنګ په خوند مو پوهه کړي ( سورة الانعام۶۵)
میوند اشنا


Nazar
11.11.2007

د هغو ١٦٢ کانديدانو له جملې څخه چې د ولسي جرګې لپاره يې د هرات په ولايت کې ځانونه کانديد کړي، ١٨ تنه ( يا ١١%) يې ښځې دي. هرات ولايت ته د يو سفر په ترڅ کې موږ ددې ښځينه کانديدانو له جملې څخه دوو ښځو سره خبرې اترې وکړې چې زيات نظرونه يې سره ورته وو.

٢٦ کلنې اغلې س د کانديدانو له جملې څخه يوه کانديده ده. نوموړې په ايران کې چېرې چې لويه شوې زده کړه کړې ده او کورنۍ يې اوس هم هلته اوسي. اغلې س د هرات ولايت د ښځو د چارو په رياست کې کار کاوه او د ښځو له مسئلو سره په ځانګړي ډول په هغه سيمه کې بلده ده. هغې وويل ” زه به ددغه ولايت د استازې په توګه د ښځينه مسئلو پورې تړلې خپله پوهه او معلومات ولسي جرګې ته ورسوم“.

په ايران کې د زده کړې له بشپړيدو وروسته، اغلې س په دې پوهه شوې چې په کوربه هېواد کې د هغې د پلرني ټاتوبي افغانستان په نسبت زيات امکانات وو.

هغې وويل، ” کله چې ما ايران د افغانستان سره پرتله کړ، ما دا ارمان وکړ چې کاشکې د افغانۍ په ځاى ايرانۍ واى ځکه چې زما هېواد د ايران په څير پرمختللى نه دى او زيات امکانات او آسانتياوې پکې نشته. خو بيا ما فکر وکړ چې ولې؟ زه غواړم دا هېواد د ايران په څير شي. زه پر خپل افغاني تابعيت وياړم. دلته د ښځو نسلونه له خپلو مدني حقونو څخه محروم شوي. که چېرې ولسي جرګې ته د استازې په توګه انتخابه شم، زه به کورنيو محکمو او ښځينه قاضيانوته وړانديز وکړم چې د ميرمنو د هغو حقونو په رغولو کې مرسته وکړي چې له لاسه يې ورکړي. افغانستان بايد په پوره ډول پرمختګ وکړي تر څو خپلواک او په ځان بسيا شي.

اغلې س په دې باور ده چې ښځه د خپلې کورنۍ له ملاتړنه پرته کانديدېدلى نشي؛ نوموړې ادعا کوي چې يوازې لوستې کورنۍ د خپلې لور، خور او ميرمن ملاتړ کوي. کانديدانې به لوړې زده کړې وکړي، لوستې (باسواده) او مترقي به شي ځکه چې دا د دوى پس منظر يا شاليد دى. دا هغه څه دي چې دوى زده کړي.

په هرات کې يوه بله ښځينه کانديده، اغلې م ده چې د ديرشو(٣٠) کلو په شا او خوا کې عمر لري. هغې هم د اغلې س په څېر واده نه دى کړى. د مرستندويې او ملاتړې کورنۍ سر بيره، اغلې م په دې باور ده چې ددې پيغلتوب د هغې د کانديدۍ لپاره ګټور تمام شوى. اغلې م وويل، ”زه يو څو دوستان لرم چې د مقام د تر لاسه کولو په فکر کې وو. د ځينو ملاتړ د هغوى ميړونو کاوه او د ځينو ملاتړ نه کېده. خو په هر صورت، دغه ښځې نه پوهېدې چې دوى به څنګه وشي کړاى چې کابل ته لاړې شي او په ولسي جرګه کې خپله څوکۍ ترلاسه کړي. دوى نشو کولاى چې يوازې لاړې شي او دوى د خپلو کورنيو رېښې هم نشوې ايستلى. همدا موضوع وه چې د دوى له مبارزې څخه يې مخنيوى وکړ.

هغه ښځې چې د کورنيو له خوا يې ملاتړ نه کېږي د کانديديدو په اړه فکر هم نشي کولى. هغې يو مثال ورکړ چې يوه ښځه د خپل ميړه او وروڼو له خوا يوازې ددې لپاره د کانديدۍ د پاڼو سپارلو ته پرېنښودل شوه چې ټول خلک به يې عکس وګوري. اغلې م وويل، ” دوى هغې ته وويل چې که چېرې هغه خپل عکس واخلي او په پوسترونو او راى پاڼو باندې راڅرګند شي، نو دا کورنۍ ته د شرم او غيرت موضوع ده.

د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د ښځو د حقونو مسؤوله اغلې کاکړ د هغو خنډونو په هکله پوره خبرتيا لري چې ښځينه کانديدانې ورسره لاس او ګريوان دي. او دا يوازې هغه خنډونه دي چې ښځينه کانديدانې په راى پاڼه کې ورسره مخامخ کيږي. يو وارې چې خنډونه له منځه ولاړ شي، ښځې بيا د راى پاڼو په صندوقونو کې له نورو خنډونو سره مخامخ کيږي.

اغلې کاکړ وويل،”کله چې زه د ولايت ډېرو لريو پرتو کليوالو سيمو ته لاړم او د نوم ليکنې په هکله مې له ټولنو سره خبرې وکړې، ما د ښځينه کانديدانو د کانديدۍ په وړاندې سخت مخالف غبرګون واوريد“. يوه سړي راته وويل چې زه به خپل لاس پرې کړم خو ښځې ته به رايه ور نه کړم. کله چې هغه دا خبره وکړه ځينې کسان مسکي شول مګر يوڅو نور بيا ور سره موافق وو. اغلې کاکړ وويل چې د دغو کړو وړو د له منځه وړلو لپاره بايد نيغ په نيغه له نارينه وو سره خبرې تر سره شي. ”هغې زياته کړه، دا ځکه چې دوى هغه څوک دي چې په ښځو باندې کنټرول لري چې رايه ور کړي او که نه“. زما په اند دا ډېره مهمه ده چې په ټولنه کې د ملايانو او د مخورو مشرانو سره خبرې ترسره شي. ځکه چې ددوى له خوښې پرته ښځې نه شي کولاى چې ځان کانديد او رايه ورکړي. دوى د ښځو سياسي حقونه کنټرولوي."

د ډېرو نارينه وو په قول چې هغې ور سره خبرې کړې دي، د ښځو په حقونو باندې د تسلط د در لودلو يوازنى لامل دا دى چې ښځو ته د زياتو حقونو ورکول د نارينه وو پر حقونو باندې تېرى دى. هغې وويل، "هغوى چې وائي دوى به ښځو ته رايه ور نه کړي په دې عقيده دي چې د ښځو مرام او کړنلارې به د نارينه وو د حقونود غصب او د پښو لاندې کېدو سبب شي". " په حقيقت کې دا خبره نه ده. تر کومه ځايه چې ما د ښځينه کانديدانو سره خبرې کړې دي هغوى د ټولو خلکو په وړاندې د هر ډول توپيرونو د له منځه وړلو پلوى کوي. ښځې برابري غواړي – دا په دې معنا چې ټولې ډلې يو شان موقع او حقوق لري – نه دا چې يوه ډله له بلې ډلې لږ حقوق لري.کله چې موږ له هغوى څخه د انتخاباتي کمپاين (منډو ترړو) د تکتيکونو په هکله پوښتنه وکړه، دواړو ښځو تاييد کړه چې دوى تر دې دمه د خپلې ستراتېژى په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې؛ په دې سربېره ښځينه کانديدانو خپلو مالي ستونزو ته اشاره وکړه چې ددوى په ورستيو پرېکړو کې عمده عامل دى. د تبليغاتي اعلانونو، پوسټرونو د چاپولو او ټرانسپورټي وسايلو د لګښت او نورو لګښتونو له امله، دواړو ښځينه کانديدانو د مخامخ فعاليتونو تر سره کول او په خپله انتخاباتي حوزې ته تلل، د امکان په صورت کې په عامه ځايونو او نورو پروګرامونو کې خلکو ته د وينا کولو پرېکړه کړې. د ښځو لپاره د کمپاين دوره په ډېرو هغو دوديزو ټولنو کې يوه لويه ستونزه ده چېرته چې کورنۍ نه غواړي چې د دوى ښځې او لوڼې دې د باندې ووځي او له پردو سره دې خبرې وکړي. خو بيا هم د نومول شوو کانديدانو له ډلې څخه به يو لړ ښځې ولاړې شي او د ملي شورا د عيانوپه مجلس (ولسي جرګه) کې به چې په افغانستان کې په تيرو ٣٠ کلونو کې د لومړي ځل لپاره جوړېږي، په سلو کې تر ٢٥ پورې څوکۍ ترلاسه کړي.

اغلې کاکړ وويل، ”يو ځل چې ښځينه استازې کابل ته راشي دوى به هغه شک په ډاګه کړي چې دوى د څه شي وړتيا لري“.موږ هيله من يو چې د پايلو په توګه به په کړو وړو کې تغيرات ووينو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more