د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دسوزک علاج

خیریوسی
13.10.2007

دسوزک علاج :
که چیری:
» دمتیازو رنګ تغیر موندلی وی ،دمتیازو سوزک وی ،متیازی بندی وی
کیدای سی چی دپوښتورګی یامثانی التهاب وی دا لاندی پنځه شیان وناروغ ته زیاته ګټه رسوی

1ـ دورځی یوګیلاس شات څښل

2ـ یو پاو میده توری دانی (سیاه دانه ) په یو کیلو شات ګډه کړی یوه کاچوغه دورځی دری ځله تر ډوډی وروسته خوړل کیږی

3ـ کرم ښه پاک پریولی او په خلا ط کی یې واچوی لږ څه اوبه ورواچوی وروسته یې صاف کړی لږ مالګه ورواچوی چی خوند یې سم سی ویې څښی

4ـ دورځی 8 ګیلاسه اوبه څښل
5 ـ یوه کاچوغه دکرفسcelery تخم په یو ګیلاس اوبو کی لږ وایشوی او صاف یې کړی چی ساړه سی ویې څښی

په درناوی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خلا ط څه ته وايي؟


ډوکتر څپاند
09.03.2009

دسوزاک ناروغی،لکه څنګه چه په پورتني بحث کی توضيح شوی ده،داسی يو
حالت دی چه نارغ د ميتازوياتبول (urination)په وخت کی سوخت،درد او 
ناراحتي احساسوی (dysuria).ددی سره کيدی شي دبندش احساس اوياهم دژر
ژر تبول کولو احساس ملګری وي٠
ناروغ شايد تبه،کانګی اود خيټي درد هم ولري٠
دسوزاک ناروغي معمولا دادرار دمجرا دکتنۍ برخې دالتهاب نه رامنځ ته کيږي٠
دالتهاب سبب ميکروبونه دي٠داميکروبونه په نارمل ډول په کولمو کی ژوند
کوی،مګر کله ناکله د ادرار مجرا ته لاره پيدا او په مثانه کي نشونما او د
ناروغتياسبب شي٠داډول سوزاک په ځوانو نجونو کی،خاصتا تر واده روسته ډير
معمول وي٠
هغه ځوانان چه خواوشا چکرونه وهی او خپل صحت ته توجه نلري،نو دمقابل
جانب يا sexual partner نه په ځيني خاصو ميکروبونو اخته کیدي شي٠
ددی جملی نه دوه ډير معمول دي چه يو ئی د gonorrhea او دويم ئی دchlamydia په نامه ياديږي٠داناروغۍ په ډیر اسانی سره ،دsex دعمل په
ذريعه انتقاليږي٠که خدای مکړه څوک پدی ناوغی اخته شوی وي اوياهم
دخطر احساص وکړي،نو ژرتر ژره دی ډاکتر ته مرجعه وکړي،تداوي ئی اسانه
او ډيره موثره ده٠
په سپينږیرو نارينوو کی دپروستات غده لويه شي چه کيدای شي دسوزاک باعث
وګرزي٠دغه راز د پرستات غټوالی دبندش او دميکربونو د نشونما زمينه هم
برابرولی شي٠ 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more