د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دسرطان دنارغي علاج

خیریوسی
09.10.2007

دسرطان دنارغي علاج :

أخرج ابن ماجة عن عبدالله ابن مسعود قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عَلَيْكُمْ بِالشِّفَاءَيْنِ الْعَسَلِ وَالْقُرْآنِ ، وأخرج إبن ماجة عَنْ عَلِيٍّ رَضِي اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم خَيْرُ الدَّوَاءِ الْقُرْآنُ

جنرال شاکر ثنیان دسرطان دناروغي له امله دخپل ژوند څخه مایوسه سو وامریکاته دعلاج دپاره ولاړی کله چی ډاکترانو دده ناروغي معلومه کړه چی د دماغی سرطان دی او دهغه عملیات ډیر خطرناکه دی نو وخپل کورته مایوسه راستون سو یو رنځپوه وهغه ته دا لاندی نسخه وښودله
1ـ نیم کیلو شات سدر
2ـ دری دمستو کاچوغی توری دانې ( سیاه دانه )
3ـ یوه میانه غوټه هوږه
دنسخې جوړول :

تور دانې به میده کړی
اوږه به سپنه کړی اوبه یې کوټی وروسته به هّوږه ،شات، او توری دانی سره ګډی کړی

یوه میانه کاچوغه هر سهار په تشه خوا خوړل کیږی
یوه ټوټه دنخود په اندازه مُر( ترخی کونډری ) او یوه وړه ټوټه توره هریړه دیوګیلاس شيدو سره دری میاشتی خوړل کیږی
دپام وړ : دشفا ایاتونه باید پرنوموړی درمل وویل سی

دری میاشتی وروسته جنرال وامریکا ته ولاړی کله چی ډاکترانو معاینات وکړی هغوی ته څرګنده سوه چی سرطان انکماش سوی دی او عملیات یې په ډیره اسانی سره وکړی
نومړی نسخه یوبل ناورغ چی دحلق سرطان یې ؤ هم استعمال کړه الله جل جلاله دهغه دشفا سبب وګرځوی

په درناوی


كريم كامران
13.02.2010

السلام علیکم محترم خیر یوسې صیب
په دغه ټکي مې سر خلاص نه شو
[quote:5dec01c6f2]اوبه یې کوټی [/quote:5dec01c6f2]

او تاسو لیکلي
[quote:5dec01c6f2]یوه ټوټه دنخود په اندازه مُر( ترخی کونډری ) او یوه وړه ټوټه توره هریړه دیوګیلاس شيدو سره دری میاشتی خوړل کیږی [/quote:5dec01c6f2]
آیا دا جلا نسخه ده که دلومړۍ هغې جز دی؟؟

ستاسو له معلوماتو یوه نړۍ مننه


خیریوسی
14.02.2010

محترم کریم کامران صاحب وروسته تر سلام دکرکټ دبریا مبارکی وتاسو او ټولو افغانانو ته وایم
وروره ستاسو پوښتنه پر ځای ده کور دی ودان
نسخه دوی برخی ده :
دلمړۍ برخی اړین مواد :
1ـ نیم کیلو اصلی شات( عسل )
2ـ وانجه ( سیاه دانه )
3ـ یوه میانه غوټه هوږه
دری دخوړو کاچوغی میده وانجه په شات ګډ کړی هوږه سپینه ګړی او ویې کوټي
کوټلی هوږه به دشاتو ( عسلو ) او سیاه دانې سره ګډه کړی
ناروغ به یوه میانه کاچوغه سهار په تشه خوا خوری
دوهمه برخه :
یوه کوچني ټوټه دنخود په اندازه ترخې کونډری ( مُر ) او توره هریړه د دیوه ګیلاس شیدو سره چې په شات ( عسل ) خوږی وی خوړل کیږی
ناروغ دی نوموړی نسخه دری میاشی پرلپسی استعمال کړی
خیریوسې


عادل عادل
18.02.2010

سلامونه

خیر یوسې وروره الله مو ټول خیرونه او بې شمیره اجرونه او ثوابونه نصیب کړه، آمین

وروره ما د سرطان یو ناروغ پیژندئ چې د سترګې لاندې برخه کې یې یوه توره مادرزاد زخه وه او دغه زخه دده د ژوند په وروستیو کلونو کې بالاخره په سرطان بدله شوله، زخم یې سترګې ته خپور شو، او داسې مرحلې ته ورسید چې ډاکټرانو ځواب ورکړ.

نوموړئ سړئ چې پخپله هم ددین جید عالم و، بالاخره د خپل یوه نژدې دوست په لارښوونه سره یې یوه بل دوست ملا صیب ته مراجعه وکړه چې د عامو دانو دم او دعا یې کوله چې د نوموړي ناعلاجه دانه یې هم دم کړه او د دوو هفتو په اوږدو کې وچه او په بشپړه توګه له منځه ولاړه.

د پورتني منځګړي شخص له قوله چې دغه دم د [color=white:dddfd5e0b1]سورې بقرې هغه آیت شریف دئ چې د مردارې او خنځیر د غوښې یادونه پکې شوې ده، [/color:dddfd5e0b1]

دی وایي چې که چیرته د غه ټکئ د یوه معتقد مسلمان ساینسپوه سره چې دیني عالم هم وي شریک کړل شي، نو لرې نه ده چې د همدې آیت شریف د معاناتو او تفسیر په رڼا کې به داسې یو واکسین یا دوا کشف او جوړ کړای شي چې د سرطان د مهلکې ناروغئ مخنیوئ او یا علاج وکړي.


رښتینی
06.03.2010

.
خیریوسی وروره تل دخیر په کارونو بوخت یی الله دی بریالی
او ددنی او اخرت ډیر ډیرخیرونه په برخه که حبة السوداء ، عسل
اوثوم واقعی مجرب او ان دشفا له پاره منصوصی دواوی دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more