د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دویښتانو ناروغي او علاج یې

خیریوسی
24.09.2007

دویښتانو ناروغي او علاج یې
*دویښتانود رژیدولود علاج
دسر دویښتانو رژیدل خاصتا دنزلې ویښتان یاد کلګۍ ویښتان که دانسان عمر ودریمی لسیزی ته رسیدلی وی دنزلی یا دګلګی ويښتان یې رژیږی نو به وراثی وی که ددی خلاف وی نو به دویټامینو ( ویټامین ای ، ویټامین بی) دکموالی لامل وی او یا جلدی ناروغي وی
*دویښتانو درژیدو دپاره بادرنګ + ذردکه + جرجیر :
دورځی نیم کلیو بادرنک دپوټکی سره + دوی دانی ذردکی دپوټکی سره + یوه دسته جرجیر خوړل و ویښتانو ته زیاته ګټه لری ځکه چی دویښتانو رژیدل دویټامینو دکموالی له وجی رژیږی

څو نسخی دویښتانو دژیدولو دپاره :
* دری ډوله تیل :
دری ډوله تیل سره ګډ کړی دزیتون تیل +پراپین +دتریخ بادام تیل ټول سره ګډ کړی تر خوب دمخه په څو څاڅکو ویښتا ن ا ودسرنزله غوړه کړی وروسته ویښتان په غټه ږمونځ ږمونځ کړی او په ټوکره کی یې وتړی سهار ویښتان پریولی او ښه داده چی د صابون په اوبو پریولل سی او لس دقیقی دسر پوست وموښل سی دسر دپوست موښل 10 دقیقې یو لوی سر دی دویښتانو دناروغي په جوړولو کی باید ودغه زیاته پاملرنه وسی
*زعتر :
زعتر ښه میده کړی دهغه څخه یوه ډکه کاچوغه په یو ګیلاس عادی اوبو کی واچوی 24 ساعته وروسته یې صاف کړی وروسته دخوب نه مخکی سر په غوړ کړی هره ورځ په 24 ساعته کی یوار دا کار تکرار کړی

* بیې :
دبیې مندکی دویښتانو درژیدولو او ددسر دخنګری دپاره ښه درمل دی
یوه کوچنې کاچوغه دبیې میده مندکی په یو ګیلاس عادی اوبو کی واچوی سریې ورپټ کړی 24 ساعته یې پریږدی دپام وړ باید هره ورځ تازه جوړسی زاړه استعمال نه سی وروسته یې صافکړی او سر په غوړ کړی اود سر پست باید نیم ساعت وموښل سی دا کار باید یوه میاشت وسی
*ملۍ :
دملۍ ډیر خوړل دویښتانو دشنه کیدو دپاره ګټور دی
دملۍ جوس دپراپینو سره ګډکړی اود سر پوټکی دورځی یو ځل په غوړ کړی

Soybeen* سایبین باغلی :
څلور کاچوغی د سایبین باغلی دورځی خوړل وویښتانو ته ډیره ګټه رسوی
دوی کاچوغی دتازه ادرک اوبه +3 کاچوغی دکونجوتو تیل ښه سره ګډ کړی نزله او ککری په غوړه کړی

Barsley Seeds دبارسلې تخم :
دضعیفو ویښتانو دپاره یوه غټه کاچوغه دبارسلی میده تخم په یو ګلاس اوبو کی واچوی 12 ساعته یې داسی پریږدی وروسته تر 12 ساعتو دسر پوټکی دخوب تر مخه په غوړ کړی په اوله اونۍ کی هره ورځ یو ځل په دوهمه اونی کی دری ورځی په دریمه اونۍ کی دوه ځله وروسته په اونۍ کی یو ځل غوړیږی
دویښتانو دقوت دپاره :
5 غټی کاچوغی میده ګندنه + یو لیټر اوبه + نیم لیټر عادی سرکه په دیګ کی واچوی او اور پسی بل کړی دنیم ساعت دپاره چی ښه را وایشیږی وروسته یې په مرطبانه کی واچوی دورځی یوځله سر په غوړیږی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more