د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دصرع ( میرګې ) ناروغي علاج

خیریوسی
20.09.2007

دصرع ( میرګې ) ناروغي علاج :
میرګې څه ته وایې :
دمیرګې ناروغ دڅو شبودپاره خپل وعې دلاسه ورکوی که دمیرګې لمرنی حالت وی دڅو ثانیو دپاره داسی حالت ورته پیښیږی لکه چی دچاچی پر ستګو توره شپه سی پر ځای دریږی او یا دناستی کوښښ کوی اوبل حالت هغه دیچی داعصابو تشنجات ورته پیښیږی ځغواریږی لاسونه چنګک کیږی بدن یې لکه تیر او دبعضو کسانو تر خوله زګ هم راځی یا خپله ژبه په غاښوی چیچی
دا حالت دمیرګي ناروغي دعصبی جهاز اضطرابات دی میرګی دری ډوله دی یوډول یې ډیر بل متوسط او بل یې لږ نفسی حرکت وی لکه دچاچی پر سترګو توره شپه سی هغه ماشومان چی پر سترګو یې توره شپه سی باید دډاکتر ژر ښکاره سی چی که دمیرګی دشروع حالت وی چی دهغه ناروغی لوی حالت ته ونه رسیږی
دمیرګې ناروغ باید ښه خوب وکړی که خوب لږ وکړی او یا یې دخوب وخت بدل سی نو به وده ته په ورځ کی څو ځله دا ناروغی پیښیږی دمیرګی ناروغ باید خوابدی نه سی همیشه خوشحاله وساتل سی ولوړو ځایو ته باید ونه خیژی او په اوبوکی لامبو ونه وهی که چیری لابو وهی یوازی پرینښول سی

دمیرګې ناروغ ته لاندی مواد ګټه رسوی:
دمالټې ګل :
دمالټی دتازه ګل اوبه یوه کاچوغه دورځی دری واره خوړل کیږی
پیاز:
پیاز دهاضمی جهاز قوی کوی کولمی پاکوی عصبی جهاز اراموی دمیرګې ناروغ باید دورځی دوی دانی پیاز چی نه غټ اونه واړه وی وخوری
ګل بنفشه :
یوه کاچوغه دبنفشی میده ګل په یوه ګیلاس اوبو کی وایشوی بیایې صاف کړی سهار او ماښام دی وچیښی
تازه توت :
دتوتو خوړل که سره توت وی که تور او که سپین دمیرګې ناروغ ته ډیره ګټه رسوی که څوک دشکری ناروغی ولری هغه دی توت نه خوری
لونګ :
نیمه دچایوکاچوغه میده لونګ لږ څه بوره په ګډه کری کپه یې کړی دورځی یوڅله خوړل کیږی
ګندنه :
ګندنه دمیرګی ضد ده دمیرګې ناروغ باید دورڅی یوه دسته ګندنه وخوری که نس ناستی پیښه سوه یوه کفه میده سپینه ځیره دی وخوری نسناسته به سمه سی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more