د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

پرمخ باندی ددانوعلاج

افغانزاده
15.09.2007

ډیرومحترموډاکټرصاحبانو!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
قدرمنو:- پرمخ باندی می روزانه دانې راخیژی اوبیابیرته خپله وچی اوورکیژی
کله کله یوه یوه دانه چی تقریباترنوروغټه هم شی ډیروخت پاته یی
ډیرورسره په تکلیف یم هیله ده معلومات به راکړی
په خورادرنښت


دځوانانو دانی

خیریوسی
16.09.2007

افغانزاده صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مخکی تر دی چی څه ولیکم وګرانو لوستنکو او تاسو ته دروژی دمبارکی میاشتی مبارکی وایم
وروره تاسو خپله پوښتنه دډاکټرانو صاحبانو څخه کړی ده ددوی په اجازه به زه داڅو کړښی درته ولیکم کیدای شی چی ډاکټران صاحبان وتاسو ته اړین ځواب ووایی او زما پر دغه ګوډه ماته لیکنه اکتفاونه کړی
دځوانانو دانې کومه خطرناکه ناروغي نه ده دا ډیرو ځوانانو پر مخ کله چی وبلوغ ته ورسیږی ښکاره کیږی باید دصبر څخه کار واخستل سی او دواده کولو وروسته دغه دانی پخپله سمیږی دځوانو ددانو ناروغ باید په دانو لاس ونه وهی اودا کوښښ ونه کړی چی هغه سپینی اوبه ځنی راوباسی ولی چی دانی نوری زیاتیږی او پر مخ باندی دټپ اثر پاته کیږی ، مخ باید په عادی صابون پریولل نه سی په دغه ناروغی کی باید ډیر فکر ونه وهل سی
دډاکټر په مشوره سره دماشومانو په صابون او یا طبی صابون سره پریولل سی
ملخوځی ، جرجیر ، پیاز ، هوږه باید وخوړل سی
اوهم دا رنګه باید کامله غذا وخوړل سی چی په هغه کی پروتین ، کربوهیدرات ، ويټامینونه ، معدنی مالګی وجود ولری
دنشویاتو ، خوږو ، شکولاته، ډیر غوړ ، پلۍ ، او پیروی څخه باید پرهیز وسی
دا څو نسخی دځوانانو ددانو دپاره به زه وتاته ولیکم
• هوږه وړی وړی ټوټې کړه او پر دانو باندی یې دوه ځله سهار او ماښام کښیږده که څه هم لږ درد کوی لاکن نتیجه یې ښه ده
• * یوکوچنی موټ دبابونه ګل په دوه ګیلاسه اوبو کی 20 دقیقی وایشوه وروسته یې صاف کړه دورځی دوه ځله دانې په ولړه
دبابونه ګل ما خپله تجریبه کړی دی دیو ماشوم پرمخ یوه دانه دوی میاشتی وه هغه ماشوم به لاس په واهه کله به کوچنی اوکله به لږ غټه سوه یوه ورځ ما چای چیښلی هغه ماشوم راغی زما ورته پام سو نو می یوه دانه دبابونه ګل په چایو کی خیشت کړی او پر دانه می کښیښودی پلاسترمی پر واچوی پسله لس دقیقی دهغی دانی نښان بیخی ورک سو صرف دیوی ستنی دسر په اندازه سوروالی معلومیدی هغه هم یوه ورځ وروسته بیخی ورک سو او دانه پر مخ جوړه سوه
• ګازره ( ذردکه ) تراش کړه او دلیمبو اوبه ورواچوه نیم ساعت یې داسی پریږده وروسته یې پر مخ کښیږده
• یو دقهوی ګیلاس دانار اوبه + یوه دچایو کاچوغه سرکه دواړه سره ګډ کړه او دورځی څو واره مخ په ولړه

په درناوی


افغانزاده
17.09.2007

گران ورورajaza صاحب الله تعالی موروغ جوړاوخوشحاله لره
قدرمنه :-
[quote:99f7299d74]دځوانانو دانې کومه خطرناکه ناروغي نه ده دا ډیرو ځوانانو پر مخ کله چی وبلوغ ته ورسیږی ښکاره کیږی باید دصبر څخه کار واخستل سی او دواده کولو وروسته دغه دانی پخپله سمیږی [/quote:99f7299d74]
همدغه موضوع دواده څخه اته میاشتی ورسته درته لیکم چی پرمخ باندی همداسی
دانی دی همدالته چی می دکوموډاکټرصاحبانوسره کتلی هغوراته ویلی چی ګرم
شیان به نه خوری
هیله ده کوم معلومات به راکړی
په ډیراحترم
دستاسوورورافغانزاده


خیریوسی
17.09.2007

افغانزاده صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره زه ستاسو سره په دی خبر ه موافق یم چی دځوانانو دانی به د واده سره څه اړه نه لری
دځوانانود دانو وخت په میرمنو کی د 16 کلنی – 18 کلنی پوری زیاتی وی او په ځوانانو کی د18 کلنی – 19 کلنی پوری زیاتی وی او کارپوهان وایې چی ددریمی لسزی په شروع کی دهلکانو دانی پخپله سمیږی
کیدای شی چی دا څو لاملونه دی دځوانانو دانی زیاتی کړی
• دحیض نه مخکی
• کله چی میرمن بلاربه سی
• هغه میرمنی چی دبلاربیدو ضد درمل خوری
• کله ناکله چی عمر 40 کلنی ته ورسیږی 5٪ میرمنی او 1٪ نارینه
• بیکتریا (بروبیو )
• هغه درمل چی سپورټ مینان یې دپلو دغټوالی دپاره خوری
• PHENYTOIN دمیرګۍ درمل
• RIFAMPICIN دسل درمل
• LITHIUM درمل
• هغه کیمیاوی مواد لکه صناعی تیل چی دکار په ځای کی وجود لری
• ډیره ګرمی او هوا هم مرطوبه وی
وروره ما دډاکټر زیامل صاحب یوه په زړه پوری لیکنه په دی باره کی لوستی وه اوس می هیره ده چی په بینوا ویب پاڼه کی وه او که په بل کوم ويب پاڼه که هغه پیدا کړی ډیرپه زړه پوری معلومات یې لیکی دی

په درناوی


خیریوسی
19.09.2007

افغانزاده صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دغه څو نسخی دخوانانو ددانو دپاره می نن تر سترګو سو ی وتاسو او لوستنکو ته به یې ولیکم

اوله نسخه : کاهو COMMON LETTUCE
څو پاڼی دکاهو په شېدو کی پرنرم اور دیوی دقیقی دپاره وایشوی د شیېدو څخه باید پیروی ټول سوی وی یوه پاڼه څلور ټوټې کړی اوپر مخ یا ددانو پر ځای یې ګرم کښیږدی ناروغ باید ستونی ستخ پروت وی دکاهو پاڼی دی مخ 20 – 30 دقیقو پوری کښیږدی وروسته دی مخ پریولی

دوهمه نسخه : توری دانی + انار پوست + سرکه
توری د انی او انار پوست به يوه اندازه په هاونګ کی میده کړی چی داسی ښکاره سی لکه دواړه چی يو شی دی وروسته به یې په یوه ګیلاس اوبو کی واچوی بیا به یوه غټه کاچوغه ( دپیرینیو ) سرکه ورواچوی په دغه مخلوط به دانی ولړی یتر یوساعت وروسته به مخ په یخو اوبو پریولی

دریمه نسخه :
6غټی کاچوغی شات ( ګبین) +یوه کاچوغه دلیمبو اوبه +یوه کاچوغه ګلسرین ټول سره ګډ کړی مخ یا دانی په لږی یو ساعت وروسته مخ پریولی

څلرمه نسخه :
بنفشیی کرم CABBAGE به ښه دکوفتی په ماشین میده کړی وروسته به یې پر دانو دنیم ساعت دپاره پر دانو کښیږدی وروسته به مخ پریولی

په درناوی


خیریوسی
20.09.2007

یو موټ دخزامی ( اللافندر) ګل ښه میده +یوه دمستو کاچوغه تازه پیروی
+ دوی د مستو کاچوغی دزیتون تیل ټول سره ګډ کړه په جوړه سوی خلطه مخ او دانی ولړه 20 دقیقې یې پریږده وروسته مخ په اوبو پریوله
کتاب : زیت زیتون دواء لكل داء 137 مخ
دکتاب دپیداکیدولو ځای :قطر - مكتبة ابن القيم تليفون شميره: 4863533 – 4873533
مينه او مننه


خیریوسی
20.09.2007

اول به معده په پرافینو پریولی ( پرافین به وچښی ) چی معده پاکه سی یو ځله
دوهم مخ به دبابونه دګل په اوبو پریولی لکه څنګه چی مخکی یادونه سوی ده
دریم مخ دبابونه ګل په صابون پریولی
ځلرم دوی کاچوغی میده ملخوڅی به يو ګیلاس اوبو کی و چیښی
اول ، دوهم ، دریم ، څلرم دا کار به 180 ورځی یا ددانو تر جوړیدو تکرار کړی
په وړیا درملتون کی هم دا نسخه لیکلی http://alkozay.blogspot.com

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more