د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دپښتو سيمئيز وييونه (لغات)

رښتینی
02.09.2007

دپښتو سيمئيز وييونه (لغات)

خداي دي وبښي زموږ زړو اناګانو او او نيكونو به هم د bbcراډيو
خامخا اوريدله نو موز هم هغه مهال د كمال بهزادي له (داااااااااالندن دي)
كړيكي سره ډير نابلده نه و خو څرنګه چي زموږ ډيرۍ زڼيګوره د خواري
اوغريبي له پاره خليجي هيوادونو ته تلل او راتلل نو طبعا به يي يو
څو توري د عربي ژبي زده و بيا به چي كورونو ته راغلل نو په خپله شډله
پښتو كي به يي د عربي ژبي ګوډ مات توري خامخا كارول چي يو له هغو
نه بي بي سي هم و او موخه به يي هغه تكي توري اوبه وي چي په ښايسته
ډبيو كي بندي شوي وي او په تيريدلو كي يي نيمايي ته وا دسپوږمو په لاره
ولاړي (...) نو مونږ به حيران دريان پاتي شوو چي داد اوسپني ، شيشو او
پلاستيكي ډبي ټول دبي بي سي د والو دي خو په ځينو كي توري او به او
په نورو كي سپينه پښتو !!!
دا خو هسي ماشومانه خيالونه و خو اصل خبري ته اوس را ګرځم هغه دا چي
موږكله په الف با دپوهيدلو وړ شوو نو د بي بي سي د اوريدلو مينه خو لا
مخكي انا او نيكه په مغزو كي را كرلي وه نوطبعا هر وخت به مو اوريدله
او كه به د كوم لمانځه له وخت سره د بي بي سي وخت په ټكر كي و نو ډيرو
د بي بي سي عاشقانو به د ملا صيب له اوږده تلاوت نه شكايت كاوه

لنډه داچي يو وخت بي بي سي يو پروګرام د پيلوځي په نامه پيل كړ نو
خداي شته چي دا پروګرام په ما ښه لګيده خو له بده مرغه چي له لويه سره
د پروګرام دنامه (پيلوځی) په معنا نه پوهيدم .
يوه مازديګر په جومات كي ناست وو نو يوه جومات وال ملوك اكا ته وويل :
ملوك اكا نن په بازار كي په هغه فلاني كوڅه كي ډير تيز روان وي خير خو به و ؟
ملوك اكا له سيني يوڅه تنګ و سمدستي يي په تروشه ټنډه ورغبرګه كړه :
تا په ما پسي څه پيلوځي اخيستي دي ؟؟

خير دوي به په خپل ځاي پريږدو زه د ملوك اكا خبري ته حيران هم شوم
او خوشاله هم ليږ ځنډ وروسته مي ملوك اكا ته وويل دا پيلوځۍ څه شي
ته وايي ده راته وويل دا به په خواد زنغوزي (شايد سم به مي ليكلي وي )
د وني يوه غوړه دړه بله كړل شوه او د الكين يا څراغ په ځاي به كارول كيدله
او هغه به موږ پيلوځي بلله

باور وكړئ چي دا تشريح ماته هغه ملوك اكا كړي ده چي دي درښتياو په
ډګر كي دي او موږ ددرواغو اوپه ده پسي مو لارده .

يو بل وخت بيا اودل اكا خپل زوي ته واده كاوه اودل اكا و ډير سنګين سړۍ
خو تش په توره به يي تروشه ټنډه نيولي وه نو په واده كي خو به ټوكمارانو هر
وخت دده ګونځي ګونځي تندي ته پټي پټي اشاري كولي چي واده تير شو چا
ورته وويل اودل اكا واده خو په خير تير شو اوس خو به دي اډونه په ارام شوي وي ؟
ده ورته وويل ياره چي دا (كا ويل) هم تير شي نو بيا به مو اډونه سم په ارام شي

كاويل ؟؟؟!!!!

زه بيا كاويل ته حيران شوم له پوښتني وروسته را ته وويل شول چي كاويل
نكاح او د نكاح مراسمو ته وايي
(خداي دي وكړي چي دا توري مي سم ليكلي وي )

نو اوس مي موخه دا ده چي زموږ پښتو ډيره بډايه او غني ژبه ده او خورا
په زړه پوري خزاني لري موږ كه له بلي ژبي نه توري را اخلو او يا په ډيرو
ستونزو سره نوي نوي بي ډنګه توري جوړوو دا به ښه نه وي چي له خپلو
دښتو او درو نه يي را ټول كړو ؟

په خپلو پښتنو سيمو كي وګرځو او د ملوك او اودل اكا په څير دپښتو د ارزښتناكو
ملغلرو له راليږدوونكو او ساتونكو سپينږيرو نه يي واورو او خوندي يي كړو ؟؟

اوس خو داكار ډير ستونزمن هم نه ده په دي ټول افغان كي د ډيرو سيمو ښه
پوهه كسان برخوال دي له دوي سره به خامخا څه وي نو كه هغه هر يو دلته
هغه ورته ياد خپل سيمئيز توري وليكي پښتو ته به ګټه ونه رسوي ؟
او د پښتو له څيړونكو سره به مرسته ونكړي ؟

ستاسو نظر ونه او درسره پښتو سيمئيز وييونه
په دي بحث كي راسره شريك كړئ ؟

مننه


مازدیګر
24.11.2007

پشتو لرغونی ژبه ده او ښه ډیره پانګه لری
نه پوهیږو زموږ
ښه تکړه عالمان او پوهان په ځای ددی چه
لږ پلټنه وکړی ولی زر پردیو ژبو ته مخ ورواړوی او بیا
په دی ویلو چه ټولی ژبی یو له بله راکړه ورکړه کوی ځان خلاص
کړی حال دا چه زموږ په خپله زبه کی د هر لغت لباره یو دوه نه
لسګونه خپل شته پکار خو داده چه موږ دا خپل وکاروو تر څو عام شی
او سیمیز پاتی نشی نه دا چه پردی عام کړو او خپل همداسی بیګانه باتی شی
ګورو زموږ ددی پاڼی څومره ملګری خبر دی چه دالاندی توری پښتانه د کومو
شیانو لپاره او په کومو معناوو استعمالوی
۱ پیڅول ؟
۲ سپڼکی؟
۳ څوسنده؟
۴ وکي؟
۵ ورا؟
۶ ښیخي؟
۷ ګوتۍ؟
۸ ویر اوسی؟
۹ ګنډه؟
۱۰ کندری؟
۱۱ خوشې؟
۱۲ پڼه؟
۱۳ کړاڅې؟

په درناوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more