د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

De watan sekhe leri Akhter

N
07.11.2003

دوطن څخه لېري أختر
چې أختر پرټول عالم دئ, زماېې څه؟
چې پرماباندي ماتم دئ, ﻻنورڅه؟
أخترچې رانژدي سې, دپسرلې غوندي وږمه سې
لېلا, مجنون په شانې دمېنې أوازه سې
چې جلا مې نن صنم دئ, ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي...........................

أخترچې رانژدي سې,واړه,لوېان هوس کړي
دمېنې په رڼاکې بېلتون,دوښمنئ بس کړي
چې په زړه کې مې تورتم دئ,ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي...........................

أخترچې را نژدي سې, شاوخواته وګورمه
پردي ېم,بېګانه ېم په خپل ځان و شرمېږمه
چې بدمرغه مې قدمدئ, ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي............................
دوام لري


N
08.11.2003

أخترچې رانژدي سې, زه دبل وطن کوڅوکې
بې اوره وېلې کېږم دخپل وطن غموکې
چې ژوندون مې جهنم دئ, ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي....................

أختر چې رانژدي سې, زه دبل په کلې کوريم
دچانه ګېله وکړم راشړلې افغان ورورېم
چې له هرچا مقدم دئ, ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي...................

أخترچې رانژدي سې, ماول ېاربه مې پخلا سې
پرماېې نظرنسته وأغېارته په خنداسې
چې رقېب ته مې سر خم دئ, ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي....................
دوام لري.


N
09.11.2003

أخترچې رانژدي سې, ماول زه ښه خدمتګاره
سوګندوقسمونه چې ترمرګه ستالپاره
چې مات کړئ مې قسم دئ,ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي.....................

أخترچې رانژدي سې,ماول زه به هم تکل کړم
غماز به رانسکورکړم پرڅښتن به توکل کړم
ملامې ماته , وس مې کم دئ,ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي..................

أختر چې رانژ دي سې, ېوه هېله را پېداسې
أفغان به سره ېوسې دوښمن به سخت رسواسې
چې ترپښوﻻندي مو برم دئ, ﻻنورڅه؟
چې پرماباندي...................

أخترچې رانژدي سې,ﻻس مې پورته په دعاسې
**سنګېن**ېمه زهېره که أفغان سره پخلاسې

ېار, أغېار راته په چم دئ, ﻻنورڅه؟
چې پر ما باندي ماتم دئ, ﻻنورڅه؟
پاي.


HOTAK-amin
15.12.2003

له مزلو مو پښې تڼا کي ، زړونه ستړ ي
د ا ر ما ن ﻻ ر ه ا و ږ د ه ، اندونه ستړ ي

د و ختو نو بر ګو ستر ګو ، لو ۍ څپيړ و
له اذل نه يي کړل ټول سوچو نه ستړ ي

پر چمن د خيال مو بس د ازغو شپې سوې
په ژړا ، فرياد د ز ړ و ز خمو نه ستړ ي

ستا سخا زموږ په ژوند کي وه همدومره
ستړي موږ ،ستړی مو روح ، مزلونه ستړي

په ليمو کي سوې ړندې چينې د اوښکو
جام را پوره کړه أی ساقي وختونه ستړي

نن مو روح ستا ميکده کي ياغي سو ې
ځکه ، هست نه مو نصيب ګامونه ستړ ي

نوبيا،ستړۍ خيال پرغيږ دجانان ميشت کړه
چي مرحم سي د ا مين ، خيا لو نه ستړ ي
١٤،١٢،٢٠٠٣ع کال
تو ر نې ، بيلژ يک
[size=18:bf67fa2df0][/size:bf67fa2df0]


HOTAK-amin
16.12.2003

دڅه لپاره راغلو ؟ څه لپاره سره ځو؟؛
ساقي چي ميکدې نه دي ،خماره سره ځو
خمار دي له اذله څخه زموږ په خټه کړۍ
يوازي دغه موږ يو چي زارزاره سره ځو
دژوند په خم کي نه سوو ﻻمبوزن اونه ملاح
نه زيرۍ ډوبيدو کي چي له ياره سره ځو
ساقي دژوندون خيال مي دخم په می موړ نه سو
پيالې را پيمانه کړه چي بيزاره سره ځو
ګناه نه ده صواب ، پيالې چي سر پر سر سي ماتي
مدهوش څيري ګريوان به له چغاره سره ځو
خمار او داذل تنده که ماته زما امين سي
منصور غوندي، په مينه سر له داره سره ځو

دعيسوي کال ١٦،١٢،٢٠٠٣
تورنې ، بيلژيک


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more