د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دخوار ملا اذان

زرملوال
20.08.2007

سلامونه او نيكي هيلي خوږو وروڼو او خويندو !

ډيره موده مي په ټول افغان كي څه نه دي ليكلي كله كله به مي سر را ښكاره كړ يوه نيمه ليكنه به مي ولوستله او بيرته به مي وتاړه ځكه چي زمونړ لويه ستونزه لا په ځاي پرته ده او هغه په ټوليزه توګه د نظرونو په تبادله ښه نه پوهيدل دي او له ټول افغان نه مو هماغه د هيواد سپيره خاوره جوړه كړي ده
لكه هلته چي څه دعمل په ميدان كي سره كوي مونږ دلته هم هماسي مورچي سره نيولي دي او د لفظي جګړو ډګر مو تود ساتلي دي او دومره سپكي سپوري سره ويل كيږي چي دشرافت خاوندان يي په يواځي لوستلو خواشيني شي څه معني په هغو كي برخه اخيستل او يا يو نظر تائيدول او كوم بل ردول !!!

زمونږپه سيمئيزه اصطلاح كي چي څوك سپكه خوله ښوروي هغه ته
(پوچ خولي) وايو او باور وكړئ چي له يوه پوچ خولي انسان نه زمونږ
په ټولنه كي خلك ورټ او كركه كوي او زړه يي نه غواړي له هغه سره
ناسته پاسته وكړي

او كه ديوه پوچ خولي انسان سر او نور بدن وكتل شي نو خامخا به
به يي په بدن كي زاړه يا تازه پرهارونه بياموندل شي ځكه زمونږټولنه
طبعا له پوچ او پاش (فحش) نه كركه كوي

تاسو به دپښتنو دمشرانو په ناستو او مجلسونو كي كينستي ياست
هلته څومره په ادب او احترام سره له يوه بل سره خبري كيږي او
څومره دمشر او كشر احترام وجود لري !!!

مونږ هم ددي ټبر اولاد يو ولي مو تحمل او زغم له لاسه وركړي دي ؟

ولي مونږ دقلم عفت او سپيڅلتيا په پښو كي دل كړي او له منځه وړي ده ؟

ولي مونږ دمخالف لوري نظر ته احترام نه كوو ؟

مونږ ته خپل دين په غوره اخلاقو څومره ټينګاركړي دي ؟

پښتانه وايي دخوار ملا اذان څوك نه اوري زه هم پوهيږم
چي په خبره به مي څوك پياز هم ونه خوري خو په هر صورت
انبياو به خپلو قامونو ته ويل چي زمونږله دعوت نه موخه يواځي
د خلكو اصلاح ده بل غرض نلرو (ان اريد الا الاصلاح ما استطعت )

او لكه ملا نصر دين چي يوه كلي ته ورغلي و خلكو ته يي ويلي و
چي هله ژر كوئ ډوډۍ را وړئ كه نه هغه كاني به درباندي وكړم
لكه هغه دبل كلي په خلكو مي چي وكړي خلك يوڅه وويريدل او
ډوډئ ورته راوړه ده چي كله ډوډۍ وخوړله خلكو ورته وويل
چي ملا صيب له هغه بل كلي سره دي څه وكړل ؟
ده ورته وويل له هغو نه مي ډوډۍ وغوښتله او را يي نكړه .
خلكو ورته وويل نو بيا ؟
ده ورته وويل بيا ! بيا مي په ځاي پريښو دل او دا ده تاسو ته را غلم

نو زه به هم خپل كار كوم ځكه د خوار ملا اذان څوك نه اوري

په احترام

ورور مو زرملوال


نقاد
20.08.2007

زرملوال صیب هرکله راشې ، ډیره موده پس دېسر راښکاره کړ او زه دې هم دومره په خپل راتګ خوښ او وهڅولم چې دادی له یوۀ اوږدۀ ځنډ څخه وروسته له تاسو سره ګډون کوم .همدغه خبره ده چې د ټول افغان سرمشریزه یې دې ته اړ کړې چې بیلابیلې لارې چارې لټوی او ازمایي یې ، څو ومومی چې په څه ډول کیدای شي د بی نزاکته خبرو مخه ونیول شی او هر لیکونکی هڅه وکړي یو ښه تکست Text ( ادبی ، علمی او منطقي مطلب ) وړاندې کړي . ددې هدف له پاره ښایي هر لیکونکی لږ ترلږه شاوخوا ۸۰۰ تورو لیکلو ته اړشي ، څو په لیکنه کې له اندنې او سوچ څخه کار واخلي او د وړاندې شوې موضوع یو بل یا نوی اړخ هم وڅیړي . داسې بریښي چې په دې معیار سره هم د لنډوګنډو او احساساتی څرګندونو مخه یو څه ونیول شي او هم د لیکنو په څرنګوالی کې یومثبت بدلون رامنځته شي .
سربیره په ې به لاښه او غوره وي چې د بی ادبه ویزونو په کاررولو سره د لیکونکی لیکنه د نه نشرېدلو له ګواښ سره مخامخ شي . نو یو داسې سیستم باید عیار شي چې یواځې دښو خبرو ، ګټورو لیکنو ، ادبی اومنطقی مضمونونو نشرول په کې ممکن اوسی او که برعکس سپورې سپکې ولري له سره نه نشریږي .
په درنښت


pattang
20.08.2007

انډيوالا نو که مضامين يا ليکنې يواځې تر ټولنيزو او طبعي علوموپورې تړلي وي
نو ستاسي خبره روغه ده اوکه دافغانستان په نني اوتېر سياسي حالتونو خبرې
کيږي نوامکان نلرې چې له ځانګړيو پېغرو او سپکو سپاندود فوروم خالي شي ٠،
څکه څوک به دخا-ئن ، لاس-پو-څي ، م-خ-بر، جن-ګي ج-نا-يت -کار او داسې نور...... نومونه اخلي ٠
نال-ت پر لا س-پو-څي رژيم ، دا خو غلطه خبره نده ، بلکې يو واقعت دی٠
هو پوچې خبرې ، کورنۍ اود بحث ګډونکو ته ، پښتني کلتور نه قبلوي ٠

lllllddsfssssssssssssasjfhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhh
hhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhh
hhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhh
hhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhkdsfffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffdjdsjkdslkfdddddddldfljsdlfdl
sklffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
ffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
ffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff fffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffff

سړی ئي له ٨٥٠ حروفوڅخه داسې هم اوږدولی شي ? نو داسې وريانت به
څکوۍ ??


mehman
20.08.2007

[quote:23a62ce478]انډيوالا نو که مضامين يا ليکنې يواځې تر ټولنيزو او طبعي علوموپورې تړلي وي
نو ستاسي خبره روغه ده اوکه دافغانستان په نني اوتېر سياسي حالتونو خبرې کيږي نوامکان نلرې چې له ځانګړيو پېغرو او سپکو سپاندود فوروم خالي شي ٠، څکه څوک به دخا-ئن ، لاس-پو-څي ، م-خ-بر، جن-ګي ج-نا-يت -کار او داسې نور...... نومونه اخلي ٠
نال-ت پر لا س-پو-څي رژيم ، دا خو غلطه خبره نده ، بلکې يو واقعت دی٠
هو پوچې خبرې ، کورنۍ اود بحث ګډونکو ته ، پښتني کلتور نه قبلوي ٠
lllllddsfssssssssssssasjfhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhh
hhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhh
hhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhh
hhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhkdsffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffffffffffffffffffffffffffffffdjdsjkdslkfdddddddldfljsdlfdlsklfffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
ffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
fffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffffff
له ٨٥٠ حروفوځخه يې سړی داسې هم اوږدلی شي ? نو داسې وريانت به څکوۍ ??
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ[/quote:23a62ce478]
دوستان عزیز آقایون زرملوال و نقاد سلام بر شما!
ما در کشور خود یک ضرب المثل داریم که میگوید: دزد به سر خود پر دارد !
شما در فوروم تول افغان به صورت عام از استفادۀ کلمات نادرست وتوهین آمیز شکایت نموده بودیدو از کدام شخص معین نام نبرده اید
ولی طوریکه میبینیم عامل اصلی این اهانت ها و دشنام ها برادر ما آقای پتنگ به رغبت خود دست خود را بلند نموده تلاش مینماید تا از دشنام های خود که ورد زبان شان شده دفاع نمایند.
آقای پتنگ به این باور است هر کسی را که او دشنام میدهد سزاوار دشنام است و بد تر ازان کسی را بی ناموس خطاب کردن به نظر آقای پتنگ دشنام نیست. کسی را که مغایر نظر شان باشد جاسوس این و آن و نوکر این و آن خطاب نمودن اهانت نیست . هر گاه گپ به خواهر ومادر برسد آنرا دشنام میپندارد. جای تاسف است که او بالای استفاده از کلمات میل خود استادگی دارد و Admin هم طوریکه باید، مداخله نمیکند. طبعاً نوشته های شان به نحو باعث عکس العمل دیگران میگردد که عاقبت کار به همه روشن است.
با تقدیم حرمت


زرملوال
21.08.2007

محترم نقاد صيب او محترم مهمان ورور او پتنګ صيب سلامونه او نيكي هيلي

پتنګ صيب ليكي

[code:1:def31a04a4]نال-ت پر لا س-پو-څي رژيم ، دا خو غلطه خبره نده ، بلکې يو واقعت دی٠[/code:1:def31a04a4]

ښاغلي پتنګ دا نالت يا لعنت ډير كارول شرعا ناسم كار ده ته كولي شي
ددي حقيقت يوه برخه(لاسپوڅۍ رژيم) را واخلي او په خپلو ليكنو كي يي وكاروي البته كه ډير ضرورت ورته پيښيده او كه نه ما درته وويل چي
په خوله يا قلم دلعنت ډير كارول شرعا هم ناسم كار ده

ځكه په يوه حديث كي را ځي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم ميرمنو ته جهنم ته د هغوي د تګ لاملونه بيانول يو لا مل يي دا ورته وښود چي

( وتكثرن اللعن ) تاسو لعنت ډير واياست نو خير زما موخه ده نه ده چي
په فلاني او فلاني لعنت ويل ښه كار نه ده بلكي مطلقا نالت يا لعنت ډير ويل
ناسم كار ده

نوره مو خوښه خپله او په نيكوچارو كي موفقيت درته غواړم
................................................................
....................................................................
........................................................................
..............................................................................
.................................................................................................................................................................................................................................................................................................................


pattang
21.08.2007

مهمانه وروره !
تاسو ته اطمنان در کوم چې زه دنورو قومونو په نقص کار نکوم اونه يوه داسې
مفکوره لرم ٠ کوم شی چې زه ئي غواړم هغه دپښتنو حقوق ، مدني افغا نستان
دخپل کلتور- ، مذهب په غيږ کې او دجنګي جنايتکارانو محاکمه ده اوبس٠

[quote:165cb5c8ef]ښاغلي پتنګ دا نالت يا ***** ډير كارول شرعا ناسم كار ده ته كولي شي
ددي حقيقت يوه برخه(لاسپوڅۍ رژيم) را واخلي او په خپلو ليكنو كي يي وكاروي
البته كه ډير ضرورت ورته پيښيده او كه نه ما درته وويل چي
په *** يا قلم د***** ډير كارول شرعا هم ناسم كار ده
ځكه په يوه حديث كي را ځي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم ميرمنو ته جهنم ته د
هغوي د تګ لاملونه بيانول يو لا مل يي دا ورته وښود چي
( وتكثرن اللعن ) تاسو ***** ډير واياست نو خير زما موخه ده نه ده چي
په فلاني او فلاني ***** ويل ښه كار نه ده بلكي مطلقا نالت يا ***** ډير ويل
ناسم كار ده نوره مو خوښه خپله او په نيكوچارو كي موفقيت درته غواړم[/quote:165cb5c8ef]
زرملوال صيب سلام عليکم !
ښه شوه چې را پيدا شوې ، ليک دې سم نه لولستل کيږي خوزه به يې در لنډه کړم :
[color=darkred:165cb5c8ef] :==>[/color:165cb5c8ef] کوم کسان چې شريعت ته ملا مت وي ، او په
زرګونو انسانان يې وژلي وي ، خارجيان يې ملک ته را وستلي وي او عيسويت
په غريبو خلقو کې خپره وي نو دوی لع-نت-ي دي او که نه ? زمونږ په ځای کې خلک
داسې وايې :
لع-نت ، لا ن-ت دخدای د وې پر داسې کسانووي ، نو که په زرمت کې لوی شوی
يې دا اصطلا ح هلته هم خلک استعماله وي .
[color=darkred:165cb5c8ef]==>[/color:165cb5c8ef] (نام-وس) په پښتنو کې يواځې خپلې نکاح
شوې ښځې ته نوائي ، بلکې :
هيواد ، دين ، پښتنولي او ټولو هغو شيانو ته وايې چې پرېښودل يې دسړي
وقار کموي ، بې هويته کوي ئي او روحا خپل انساني ارزښت کم ورته بريښي .
نو ايا ټول هغه انسانان چې دغه حقوقي او انساني اوصاف په نورو خرڅوي
(بي- نام-وسه ) ندي ?

دغه لا ندې شيان دې په پښتو وليکه چې سړی پرې پوه شي !

[quote:165cb5c8ef]يخاطبني السفيه بكل قيح
فأكره أن أكون له مجيبا
يزيد سفاهة قأزيد حلما
كعود زاده الإحراق طيبا
(الامام الشافعي)[/quote:165cb5c8ef][color=#444444:165cb5c8ef][/color:165cb5c8ef]


pattang
21.08.2007

ډاکتر وطنمل صيب !
[color=darkred:27ba269851]په خطائي رانه تکرار شوي ، ړنګه دې شي ،که په 850 حروفو
کې تړلی نوی ، مابه خپله توري ړنګ کړ ي وو٠[/color:27ba269851]

مهمانه وروره !
تاسو ته اطمنان در کوم چې زه دنورو قومونو په نقص کار نکوم اونه يوه داسې
مفکوره لرم ٠ کوم شی چې زه ئي غواړم هغه دپښتنو حقوق ، مدني افغا نستان
دخپل کلتور- ، مذهب په غيږ کې او دجنګي جنايتکارانو محاکمه ده اوبس٠

[quote:27ba269851]ښاغلي پتنګ دا نالت يا ***** ډير كارول شرعا ناسم كار ده ته كولي شي
ددي حقيقت يوه برخه(لاسپوڅۍ رژيم) را واخلي او په خپلو ليكنو كي يي وكاروي البته كه ډير ضرورت ورته پيښيده او كه نه ما درته وويل چي
په *** يا قلم د***** ډير كارول شرعا هم ناسم كار ده
ځكه په يوه حديث كي را ځي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم ميرمنو ته جهنم ته د هغوي د تګ لاملونه بيانول يو لا مل يي دا ورته وښود چي
( وتكثرن اللعن ) تاسو ***** ډير واياست نو خير زما موخه ده نه ده چي
په فلاني او فلاني ***** ويل ښه كار نه ده بلكي مطلقا نالت يا ***** ډير ويل
ناسم كار ده
نوره مو خوښه خپله او په نيكوچارو كي موفقيت درته غواړم[/quote:27ba269851]
زرملوال صيب سلام عليکم !
ښه شوه چې را پيدا شوې ، ليک دې سم نه لولستل کيږي خوزه به يې در لنډه کړم :
:==> کوم کسان چې شريعت ته ملا مت وي ، او په زرګونو انسانان يې وژلي وي ،
خارجيان يې ملک ته را وستلي وي او عيسويت په غريبو خلقو کې خپره وي
نو دوی لع-نت-ي دي او که نه ? زمونږ په ځای کې خلک داسې وايې :
لع-نت ، لا ن-ت دخدای د وې پر داسې کسانووي ، نو که په زرمت کې لوی شوی يې
دا اصطلا ح هلته هم خلک استعماله وي .
==> (نام-وس) په پښتنو کې يواځې خپلې نکاح شوې ښځې ته نوائي ، بلکې :
هيواد ، دين ، پښتنولي او ټولو هغو شيانو ته وايې چې پرېښودل يې دسړي
وقار کموي ، بې هويته کوي ئي او روحا خپل انساني ارزښت کم ورته بريښي .
نو ايا ټول هغه انسانان چې دغه حقوقي او انساني اوصاف خرڅوي
(بي- نام-وسه ) ندي ?

دغه لا ندې شيان دې په پښتو وليکه چې سړی پرې پوه شي !

[quote:27ba269851]يخاطبني السفيه بكل قيح
فأكره أن أكون له مجيبا
يزيد سفاهة قأزيد حلما
كعود زاده الإحراق طيبا
(الامام الشافعي)[/quote:27ba269851]


زرملوال
21.08.2007

سلامونه او نيكي هيلي

ښاغلي پتنګ ليكلي :

[code:1:6d31d41cd1]
زرملوال صيب سلام عليکم !
ښه شوه چې را پيدا شوې ، ليک دې سم نه لولستل کيږي خوزه به يې در لنډه کړم :
:==> کوم کسان چې شريعت ته ملا مت وي ، او په زرګونو انسانان يې وژلي وي ،
خارجيان يې ملک ته را وستلي وي او عيسويت په غريبو خلقو کې خپره وي
نو دوی لع-نت-ي دي او که نه ? زمونږ په ځای کې خلک داسې وايې :
لع-نت ، لا ن-ت دخدای د وې پر داسې کسانووي ، نو که په زرمت کې لوی شوی يې
دا اصطلا ح هلته هم خلک استعماله وي[/code:1:6d31d41cd1]

محترم پتنګ صيب ما په خپله ليكنه كي كوشش وكړچي ستاله دا پورتني
نيوكي ځان وژغورم او ليكلي مي هم دي چي :

[code:1:6d31d41cd1]زما موخه دا نه ده چي
په فلاني او فلاني لعنت ويل ښه كار نه ده بلكي مطلقا نالت يا لعنت [color=red]ډير ويل[/color]
ناسم كار ده [/code:1:6d31d41cd1]

خو متاسفانه چي ستا له نيوكي بيا هم خوندي نشوم پاتي

په درنښت
.......................................................
.........................................................
............
..........................................................
.........................................................
..........................................................
...........................................................
...........................................................
...........................................................
.............................................................
.....................................................



ع کريم حليمي
22.08.2007

 محترم او ګران ورورمي پتنګ صاحب ،درنو او مکرمو وړونو 
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
محترما ! تاسو ليکلي چه : ((-(نام-وس) په پښتنو کې يواځې خپلې نکاح شوې ښځې ته نوائي ، بلکې :
هيواد ، دين ، پښتنولي او ټولو هغو شيانو ته وايې چې پرېښودل يې دسړي
وقار کموي ، بې هويته کوي ئي او روحا خپل انساني ارزښت کم ورته بريښي .))

ستاسو له پورته ليکنه  سل په سل کښي منم ، ماشاالله 
او پر دې سربېره ،بياهم  د (ن ا م وس ) د لغت په استعمال درسره موافق نه يم 
تاسو به واياست چه ولي ، په سبب د دې چه دغه لغت دومره قبح  ، چه اندازه 
نه لري ، هو ! سته داسي خلک چه ٠٠٠٠٠ به نه لري خو په استعمال سره ئې 
تاسو بې نزاکته معلومېږی ، خدای ناکرده !!

ستاسو په نظر چه هر څوک يا هر حکومت بې ٠٠٠٠٠ معلوميږي ، دابه ښه وي 
چه په عوض کښي ئې بې پرنسيپه ، بداخلاقه او بې قاعدې وبولۍ 
 مطلب او هدف په کښي عيني شئ  دی ٠ 

تاسو په نظر ،چه و بې٠٠٠٠٠ ته مو د بې٠٠٠٠٠ خطاب کړېوي  په خپله ليکنه کښي 
نو ستاسو  عالي نظر او ليکني درجه راکښته کړي د  101 درجې ته !

هو ! د خبرو ازادي ستاسو مسلم حق دي ، خو د" ټول افغان " د ملي او اسلامي 
پاڼی حيثيت ساتل زموږ تولو له غاړي دي ، او هم به هره ورځ تاسو ته مخ 
نه در اوړي ، (چه مکرم پتنګ صاحب د بدو خبرو پلار دي  ) خدای ناکرده 

او دا چه ل ع ن ت ليکۍ په عوض ئې وليکئ چه : مايه د نفرت او ترې متنفر يم 
او يا ملت ترې متنفر دی 

په ډېر درنښت او مينه 

 



24.08.2007

که په کنځئلو یاښکنځئلو خبرې او په جنګ جګړو وطن نۀ ورانېدای اوپرې جوړیدلای، زمونږهیواد به تر ټولو ودان او په هره برخه کې به مو خبری بریالۍ او میوه لرونکې وای . او چې داسې نۀ ده ، نو کیدای شي زمونږ د وروسته پاتیوالي یو اړسټ (علت ) په همدغو کنځلو او جګړو کې پروت وي . په داسې حال کې چې له جنګ جګړو څخه تیریدل او په خبرو کی بد رد نه ویل هډو سخت کار نه دی، مونږ ولې د ښه پوهاوي او ملي پرمختګ په سپېڅلې موخه د دغو دوه زهرجنو ستاینتوکو له کارولو څخه د ټول عمر له پاره مخ وګرځوو او که څوک ددې له پاره سل زره افغانۍ هم راکړي یوه کنځل او د سپکاوي یو وییزی هم چاته ونه کاروو .
دا کار به مونږ نور هم منطق ، شننې او اندنې ته اړباسي او د بد ویزي پر ځای به هغه کړنې او چلندونه رابرڅیره کړو چې ګواکې د هغی په پلمه مونږ چاته بد وییزي کاروو . که د کرزي حکومت ته خاین وایو، نو زیاتی کوو، او که یې هغه کارونه په ګوته کړو چې له اړسټه ( سببه) یې حکومت ته د خاین ناوړه وییزی کاروو، نو په دې صورت کې په چا زیاتی نه کوو! هو مونږ نه یواځې پر حکومت تیری کوو چې خاین ورته وایو، بلکې په ګرانو لوستونکو هم زیاتی کوووچې ددغسې یو تیري کونکي وییز لوستلو ته یې اړباسو .
سربیره په دې له یوۀ سره غلته چلندتوګه ده چې یوحکومت له رښتیني بدلمَن (بدیل)پرته غلبېلو ل (تنقیدو) غواړو .
[color=white:4cc0ee7db4]آیا طالبان د کرزي صیب د حکومت په وړاندې یو ښه بدلمن ګڼلی شو ؟ [/color:4cc0ee7db4]
زما په اند ددی له پاره باید یو ډیر ژور ، اوږود او اعجاز لرونکی تیوریکي کار تر سره شي څو دا ثٍابته کړي چې طالب رژیم د اوسني حکومت څخه هم ښه دی، او ښه به شي . آیا دا کار شونکیدای شي ؟
او تر څو چې سړی دا نشي په ثبوت رسولی نو د طالب په ژرنده اوبه ور سمول ښايي
د لا ستر جرم او لویې ملي غمیزی سبب وګرځي . ددی مسولیت به بیا د چا په غاړه وي؟ ایا همداسې نه ده ؟


رښتینی
24.08.2007

ټولو وروڼو او ځواكمن صيب ته سلام

محترم ځواكم صيب ولا ستا ليكني خو به مخكي دومره سختي نه وي
داڅه چل ده اوس سم پري پوهه نشوم او ځيني نامانوس (البته زما په
اند) وييونه او توري مو كارولي دي

زه د دا ډول نګه پښتوتورو له كارولو سره مخالفت نلرم خوكه په يوه
كوچني ليكنه كي دومره ډير وكارول شي نو بيا كيدي شي ډيرۍ لوستوال
سم پري پوهه نه شي
.......................................................................
.......................................................................
.......................................................................
.......................................................................
.......................................................................
.......................................................................
.......................................................................
.......................................................................
.......................................................................
........................................................................
.....
........................................................................
........................................................................
..................................................


M Tahir
02.09.2007

ځواکمن صيب !
ښاغلي حامد ورور په تاييد بايد ووايم چې ستاسو د اړست ، اړستې ،بد وييزې ، بدلمَن او داسې نور وييزونه فکر نه کوم چې دود به شي ځکه چې بيخي ادبي او علمي نه بريښي!
البته! د روانې موضوع په اړه بايد ووايم چې دکرزي لپاره هره کلمه په واقعيت کې د اوسني رژيم دغوښنې برخې=شمالي ټلوالې لپاره کارول کيږي يوازې د کرزي صيب شخصيت ترې متصور نه دی!اماداچې کرزی صيب يې په سرکې راځي ځکه ترې په ټوله مانا برائت نه لري!

تاسود روان ملي مقاومت د دريځ والو دريځ غندلی اويوخيانت موهم بللی خود ګران هيواد داصلي او اکثريتي ټبر / پښتون ملت سره مود نړيوال ښکيلاک روان زور زياتی او په دغه زياتي کې د اقليتونو پراخې ونډې مو کله زړۀ دردولی؟
اياپښتانۀ حق نه لري چې دخپلواکۍ لپاره هراړخيزه مبارزه وکړي ؟ او که يې لري ! نوکله چې دنړيوال ښکيلاک ترچترلاندې دپښتنو پرضدټول ملي او بين المللي سياسي،نظامي اوفرهنګي ارګانونه په حرکت راځي اياپښتانه حق نه لري چې د نظامي مقاومت ترڅنګ فرهنګي اوسياسي مبارزه هم وکړي ؟؟
اونړيوالواو هيوادوالو ته ووايي چې مونږ ترورستان نه يو زمونږ هيواد اشغال شوی اود خپلواکۍ مبارزه دځان روا او انساني حق بولو!
په مينه ستاسو طائر



02.09.2007

محمدطائرصیب ،
بښنه غواړم ما خو پښتو لیکلې او تاسو پرې پوه شوي نه یاست ، وګورئ ما د خیانت کلمه په په دې تړاو کارولې وه :
[quote:50016781a6]که د کرزي حکومت ته خاین وایو، نو زیاتی کوو، او که یې هغه کارونه په ګوته کړو چې له سببه یې حکومت ته د خاین ناوړه وییزی کاروو، نو په دې صورت کې په چا زیاتی نه کوو!
هو مونږ نه یواځې پر حکومت تیری کوو چې خاین ورته وایو، بلکې په ګرانو لوستونکو هم زیاتی کوووچې ددغسې یو تیري کونکي وییز لوستلو ته یې اړباسو . [/quote:50016781a6]
خو دکرزي له حکومت څخه تاسې روان ملي مقاومت جوړ کړی او پورتنی مطلب مو داسې اړولی دی :
[quote:50016781a6]تاسو روان ملي مقاومت غندلی اويوخيانت موهم بللی خود ګران هيواد داصلي او اکثريتي ټبر / پښتون ملت سره مود نړيوال ښکيلاک روان زور زياتی او په دغه زياتي کې د اقليتونو پراخې ونډې مو کله زړۀ دردولی؟ [/quote:50016781a6]

که ادعا مو دا وای چې د کرزي د حکومت پلوی مو کړی، نو دا هم سمه نه ده ، ځکه د کرزي حکومت او هغه ته د خاین دکلمې کارول هسې د یوه منفي مٍٍثال په توګه یادې شوي چې په سمه لیکنه کې ددغسې منفي اصطلاحاتو کارول ناسم بولم، هدف نه کرزی او نه یې حکومت و، بلکی صرف یو مٍثال راوړل و چې که څوک خاین وي ښه داده چې د خاین پرځای یې خیانت په ګوته شي ، نۀ داچې د خیانت د ښودلو پر ځای ورته خاین خاین تکرار شي . دا مونږ او تاسې ته موقع راکوي چې د استدلال پر ځای تل په ښکنځلو بسنه وکړو!
داچې تاسې لیکلي :
[quote:50016781a6]اياپښتانۀ حق نه لري چې دخپلواکۍ لپاره هراړخيزه مبارزه وکړي ؟ او که يې لري ! نوکله چې دنړيوال ښکيلاک ترچترلاندې دپښتنو پرضدټول ملي او بين المللي سياسي،نظامي اوفرهنګي ارګانونه په حرکت راځي اياپښتانه حق نه لري چې د نظامي مقاومت ترڅنګ فرهنګي اوسياسي مبارزه هم وکړي ؟؟ [/quote:50016781a6]
د طالب تر مشرۍ لاندې دې هر اړخیزه مبارزه نه، بلکی یواخې اسلامي مبارزه امکان لری، هغه هم یواځې هغه ړنده اسلامي مبارزه چې ملي آزادۍ بښونکی خوی نه ، بلکی ضد ملي پنجابي بڼه ولري ! آیا دې ډول مبارزې ته سیاسي او فرهنګي مبارزه ویلی شو چې اوبه د پاکستان او پاکستاني بړیڅو(طالبانو) په ژرنده ور سموي ؟؟؟؟
که طالبان د پاکستان پر ضد و جنګیږي نو ملي خصلت به یې ثابت او د امریکایانو په ضد به یې هم ملاتړ وشي ! د مجاهدینو ترخه تجربه داښيي چې د پاکستان یا پاکستان پلوو پړیڅو په مشرۍ جنګیدل نه یواځې ملي آزادي له منځه وړي بلکې
وطن ورانوي او ستره تباهي منځته راوړي او تر ټولو زیات د پښتنو د ورکاوي او نابودۍ او ملی غمیزې سبب ګرځي !
آی همداسې نه ده ؟
د افغانانوملي مبارزې او پاڅونونه تل د قومي مشرانو په مشرۍ تر سره شوي ، خو د ملایانو او روحاني مشرانو ملاتړ به هم ورسره و، نو آزادي یې رامنځته کولای شوه.
قومونه نشي کولای د ملي آزادۍ پر ضد عمل وکړي، خو د ملا او طالب مشري ملي آزادي نه پیژني او د اسلام په نامه تل پاکستان د هر ملي خیانت او جنایت له پاره کارولي او کارولی ئې شي! آیا همداسې نه ده؟
که همداسې وي نوپه اصطلاح « سیاسیون »او« فرهنګیان » دې لومړی مهرباني وکړي، دطالب او ملا په څیر غیر ملي او آن ضدملي خواکونو پسې دې نه درومي ، بلکې هغوی دې د ځان پسې سوق کړي او تر ملي څارنې لاندې دی رهبري کړي، نو هله بیا د پښتون مقاومت ته د ملي مقاومت نوم ورکولی شو او د ژغورنده بري چانس به هم ولري !
که داسې نه وي نو په یوه غلطه پوځی لار دوه یا درې ځلې تکرار تلل به له اړونده پښتنو څخه په نړۍ کې د انسان نوم هم سلب کاندي !

آیا داسې لوریېنه به د پښتنو سره مینه وي که پر هغوی لغته ؟



02.09.2007

ټولو ورونو او حامد صيب ته سلام .
ګرانه دتنقید لغوی معنی تاسوته ښه مالومه ه چې غلبیلولو ، ښه او بد، حقیقت او غیرحقیقت سره بیلولو ته وایی .

اړسټ د بنسټ په تشابه سره غوره شوی ، نو هغه اساس ، سټ یا سټه چې د معلول
رامنځته کول ورته اړ تیا لری ، ورته اړ وي . دغسې اړ سټ نو بیا علت ګڼلی شو . که څوک علت ته تر دې لا ښه وییزی پیدا کړي خوښ به شم .

وییزی = لغت = کلمه ، جمع یې : وییزي ، وییزونه ، ستایننوم یې : وییز ، وییزه .

ویی ډیرلنډ دی او اهنګ یې راته مانوس نه بریښي

صفت ستاین نوم بلل شی ، خو د صفت په کلمه نوم راوړل د تیروتنې سبب ګرځی چې ایا مطلب ترې :

۱ـ صفت دی ، اوکه

۲ــ نوم، ا و که

۳ـ صفتی نوم ؟

له دې کبله باید د نوم پرځای د ستاین سره توکی زیات او ستاینتوکی وبللشي او یا کوم بل لا مناسب وروستاړی ورته وموندل شي !

له پوښتنې څخه مو یوه نړۍ مننه !


M Tahir
03.09.2007

ښاغلی ځواکمن صيب
بياهم سلامونه او ښې چارې
ماله تاسوڅخه داپوښتنه کړې وه:
[color=white:e1bcf08f29]تاسود روان ملي مقاومت د دريځ والو دريځ غندلی اويوخيانت موهم بللی خود ګران هيواد داصلي او اکثريتي ټبر / پښتون ملت سره مود نړيوال ښکيلاک روان زور زياتی او په دغه زياتي کې د اقليتونو پراخې ونډې مو کله زړۀ دردولی؟[/color:e1bcf08f29]
خو خدايزده چې تاسو دکوم پټ مصلحت او جوړجاړي له مخې بې جوابه پرېيښې !؟
خوپه هرصورت دابه هم پرډاګه شي چې دتبرګي خلې ته ولې مالوچ راځي!
او دامصلحت مو دلته هم دپام وړ دی چې ليکلي مودي:
[quote:e1bcf08f29]د افغانانوملي مبارزې او پاڅونونه تل د قومي مشرانو په مشرۍ تر سره شوي ، خو د ملایانو او روحاني مشرانو ملاتړ به هم ورسره و، نو آزادي یې رامنځته کولای شوه.[/quote:e1bcf08f29]

په داسې حال کې چې دپښتنو ملي مبارزې او سراسري قيامونه تل د ديني عالمانوپه مدبرانه قيادت کې د جهاد اوخپلواکۍ ترعنوان لاندې رهبري شوي او هروخت يې اسلامي بڼه لرلې ، که سترميرويس نيکۀ د ايران د صفوي واکمنۍ پرضددخپلواکۍ مبارزه اعلان کړې اوکه غازي امان الله خان دانګريزي استعمارڅخه دهيواد خپلواکۍ ژغورلې ،که دسرولښکرو پرضدد سپېڅلي جها د لپاره سراسري قيامونه شوي ،که دلوی افغانستان د حتمي تجزيې پرضد د ملي مقاومت پيل شوی او که .....! دامريکاپه مشرۍ دنړيوال ښکيلاک دبربنډتېري په مقابل کې يو وارې بيا دلوی کندهار،لوی ننګرهار او لويې پکتيامېړني زلميان دغلامۍ دترټنې اوخپلواکۍ دساتنې لپاره دجهادسنګرونه تاودۀ ساتلي ، دمشرۍ اورهبرۍ وياړيې ديني عالمانو ګټلی ،قومي مشرانوتل ورڅخه ملاتړکړی !

دغه راز داخبرې مو هم ډېرې دلچسپې ښکاري:
[quote:e1bcf08f29]قومونه نشي کولای د ملي آزادۍ پر ضد عمل وکړي، خو د ملا او طالب مشري ملي آزادي نه پیژني او د اسلام په نامه تل پاکستان د هر ملي خیانت او جنایت له پاره کارولي [/quote:e1bcf08f29]
رښتياهم چې قومونه د ملي آزادۍ پرضد عمل نه شي کولای! خوبدبختانه چې هروخت دقومي مشرانو دجاطلبۍ پربنسټ دې ته اړکيږي چې دپورته مفهوم (ملي آزادۍ)پرضدپراخه عمل وکړي خوله نيکه مرغه د ديني عالمانوپه رهبرۍکې بېرته سره راټوليږي او دخانانو، نوابانواوګوډاګيانوپرضدسرتاسري قيام کوي او دجهاد اومقاومت ترنارې لاندې خپلواکۍ او استقلال ګټي!
[quote:e1bcf08f29]
د طالب تر مشرۍ لاندې دې هر اړخیزه مبارزه نه، بلکی یواخې اسلامي مبارزه امکان لری، هغه هم یواځې هغه ړنده اسلامي مبارزه چې ملي آزادۍ بښونکی خوی نه ، بلکی ضد ملي پنجابي بڼه ولري ![/quote:e1bcf08f29]
دطالب ترمشرۍ لاندې اسلامي مبارزه [color=white:e1bcf08f29] +[/color:e1bcf08f29] د حکمتيار او مولوي محمد يونس خالص له قلمي او عملي سنګر څخه هراړخيزه مبارزه ! د افغاني سنګر زلميانوته دباور روحيه ورکوي او دښمنانان له افغاني غرور او ملي مورال څخه ويروي!
هو.....!
اسلامي مبارزې د الله تعالی درضايت ترڅنګ تل ملي آزادۍ هم ګټلې خو د ملي مبارزې تر پاک نامۀ لاندې غيراسلامي (چې اسلامي بڼه ونه لري ) مجهولې هلې ځلې افغانانوته هيڅ هم نۀ شي ورکولای برعکس! هروخت له دې ځايه د افغانيت پرضد پټه جګړه شوې! دپښتنو اصلي مشران، ديني عالمان ،ليکوالان او مبارزين ترټل شوي اودپنجابي ايجنټانوپه نوم له هيواد څخه شړل شوي !
دپښتنو دښمنانانو د ځينوګوډاګيو فرهنګيانو،ژورنالستانو او قومي مشرانوپه کارولوسره د[color=white:e1bcf08f29]ملي [/color:e1bcf08f29]له کلمې څخه په ګټه پورته کولو په لومړي سرکې دنېشنلسټي افکارو په زور اسلامي احساسات ځپلي اوبيايي له سياسي اوفرهنګي ډګرڅخه دپښتنوالي اوافغانيت پرضد پراخه اقدام کړی !

[quote:e1bcf08f29][color=blue:e1bcf08f29]که طالبان د پاکستان پر ضد و جنګیږي نو ملي خصلت به یې ثابت او د امریکایانو په ضد به یې هم ملاتړ وشي ![/color:e1bcf08f29][/quote:e1bcf08f29]
ځواکمن صيب !
زموږ هيواد امريکايانو اشغال کړی پاکستان نه!
نو ترهغه وخته چې پاکستان پر افغانستان د امريکايانو په څېر بربنډ او ناروا يرغل نه وي کړی دابه يو ډير نامعقول شرط وي چې دطالب دافغانيت ثبوت بلل کيږي!
هو کله چې پاکستان افغانستان اشغال ،افغانان يې ووژل او ځورول بيادپاکستان پرخلاف دطالب په ګډون د هرافغان نه جنګېدل به دملي خصلت سوال مطرح کوي !
[color=white:e1bcf08f29] دلته بايد داهم پرې ورزيات شي چې دهندوستان په ګوډاګي توب دپاکستان پرخلاف جنګېدل دې د ملي خصلت معيار نه وي! [/color:e1bcf08f29]
بلکې دهريرغلګر اوښکيلاکګر ځواک پروړاندې له افغاني پولو دفاع کول ملي اوافغاني خصلت اوحميت بلل کيږي چې پردې بنسټ دامريکايانوپرخلاف ټولې هلې ځلې افغاني دي او پنجابي نوم ورکول سترخيانت دی!
په مينه ستاسو طائر


پښتون زلمی
03.09.2007

[quote:6cdda54b2a="محمد طائر"]ښاغلی ځواکمن صيب
بياهم سلامونه او ښې چارې
ماله تاسوڅخه داپوښتنه کړې وه:
[color=white:6cdda54b2a]تاسود روان ملي مقاومت د دريځ والو دريځ غندلی اويوخيانت موهم بللی خود ګران هيواد داصلي او اکثريتي ټبر / پښتون ملت سره مود نړيوال ښکيلاک روان زور زياتی او په دغه زياتي کې د اقليتونو پراخې ونډې مو کله زړۀ دردولی؟[/color:6cdda54b2a]
خو خدايزده چې تاسو دکوم پټ مصلحت او جوړجاړي له مخې بې جوابه پرېيښې !؟
خوپه هرصورت دابه هم پرډاګه شي چې دتبرګي خلې ته ولې مالوچ راځي!
او دامصلحت مو دلته هم دپام وړ دی چې ليکلي مودي:
[quote:6cdda54b2a]د افغانانوملي مبارزې او پاڅونونه تل د قومي مشرانو په مشرۍ تر سره شوي ، خو د ملایانو او روحاني مشرانو ملاتړ به هم ورسره و، نو آزادي یې رامنځته کولای شوه.[/quote:6cdda54b2a]

په داسې حال کې چې دپښتنو ملي مبارزې او سراسري قيامونه تل د ديني عالمانوپه مدبرانه قيادت کې د جهاد اوخپلواکۍ ترعنوان لاندې رهبري شوي او هروخت يې اسلامي بڼه لرلې ، که سترميرويس نيکۀ د ايران د صفوي واکمنۍ پرضددخپلواکۍ مبارزه اعلان کړې اوکه غازي امان الله خان دانګريزي استعمارڅخه دهيواد خپلواکۍ ژغورلې ،که دسرولښکرو پرضدد سپېڅلي جها د لپاره سراسري قيامونه شوي ،که دلوی افغانستان د حتمي تجزيې پرضد د ملي مقاومت پيل شوی او که .....! دامريکاپه مشرۍ دنړيوال ښکيلاک دبربنډتېري په مقابل کې يو وارې بيا دلوی کندهار،لوی ننګرهار او لويې پکتيامېړني زلميان دغلامۍ دترټنې اوخپلواکۍ دساتنې لپاره دجهادسنګرونه تاودۀ ساتلي ، دمشرۍ اورهبرۍ وياړيې ديني عالمانو ګټلی ،قومي مشرانوتل ورڅخه ملاتړکړی !

په مينه ستاسو طائر[/quote:6cdda54b2a]

ِپه زړه ګران ورور محمد طائر ته ګیډۍ ګیډۍ، غنچی غنچی سلامونه وړاندی کوم

محترما: ځواکمن صاحب له ډیره وخته راهیسی ډیری ښې اصلاحي لیکنی کولي، هغه ټکو ته يي دافغانانو مخ راړاوه، کومو ټکو کې چی دهغوي ګټې خوندي وي، او ډیرې لیکنې يي داوسني جنګیالیو، او پتمنو افغاني لښکرو لپاره اصلاحي جنبه لري.
باید له هغی استفاده وشي، ځکه چی دښکیلاګ په ضد اوسنۍ مبارزه ډیر نیمګړتیاوي لري، هغه به باید هغوي ته ورپه ګوته شي، چی له ځانو څخه يي وباسي، البته دغه مبارزه د بنیاد له نظره، یوه مشروع او قانونی مبارزه ده.

خو نه پوهیږم، په دغو آخرو ورځو کې دځواکمن صاحب قلم یو څه سرکشي شروع کړی، او الله شته چی ما زړه نه کوو، چی څه ورته ولیکم، ځکه چی هغه ما باندی دهغو دښکلو لیکنو له وجهی ګران دۍ.

طائر صاحب:
ډیر ښې خبری مو ورته لیکلې، او امید دۍ چی دغو خبرو سره يي دذهن کړکۍ خلاصي شوي وي.
الله مو قلم تاند، او همت څپاند لره.
او ځواکمن صاحب ته یو بار بیا وایم:
چی دغه دپښتنو مسلمان جنګیالي به دمسلمانانو پښتنو حقوق په دغې خپلی مبارزی تر لاسه کوي.
او که دغه مبارزه خداي مه کړه ودریده، نو دپښتنو دتباهۍ لپاره به نورې نورې دروازی خلاصیږي.

یوه خبره بله غواړم: هغه دا چه:
ډیر ښکلۍ وخت دی، او ډیر ښکلې موقع ده، او ډیر ښایسته فرصت دې،
چی دپښتونخوا ه غیرتي پښتانه هم دآزادۍ بیرغ اوچت کړي، او دهمیش لپاره دښکیلاګرو پنجاپیانو ټغر ورټول کړي،
ځکه که دغه خلکو مونږ ته عدل ، انصاف، اسلام راوړۍ وې، نو مونږ به هم ورسره منلاي وې، خو دغو تورمخو پنجاپیانو کې نه عدل شته، نه انصاف شته، او نه دین شته، بل ددغو تورمخو پنجاپیانو لا دیني دولت، هغه دانګریز دوختونو یو امتداد دۍ، چی د آي اس آی شبکې غړي يي اساسي او پاخه نمایندګان دي.

نو الله جل جلاله دې وکړي چی دغه دلر پښتانه هم غیرت وکړي، او په یوه آواز سره، په یوه دروند حرکت دتورمخو لادینیانو ټغر ورټول کړي.

کوشان ته دا وایم:
خبرې دی بې أساسه دي، او خپله ستاسې دمخکنیو لیکنو سره تضاد لري،
که میرویس نیکه سیاسي سړۍ وو، خو تاسې یو ځاي خپله لیکلې وو، چی هغه مکې مکرمې ته تللې وو، حج يي وکړ، او صفوي یهودي دولت په ضد يي پښتنو ته دمکې مکرمی دعلماوو فتواګانې راوړي.
بله دا واوره: صفویان په مسلمانانو کې چا حساب کړي،
صفویان دیهودو بچي وو، او دهغوي دولت دنړیوالو یهودو په لاس منځ ته راغلۍ، ځکه خو دشاهانو په وخت کې به ایران داسرائیلو پیلوټان او فوج تربیه کیده.

پاتې شوه، دغلجیانو او ابدالیانو جګړه، دسدوزیانو خپلې داخلي جګړې، دسدوزیانو او محمدازیانو جګړې، نو هغه داخلي شخړې وې، جهاد ورته نشو ویلاي، او نه ورته هم پاڅون ویلاي شو.

پاتې شوه دغازی أمان الله خان جګړه، نو هغې هم اسلامي بڼه لرله، او ځکه خو هغه ته افغانانو دغازي لقب ورکړ.
خو کله چی غازی أمان الله داروپا له سفره راستون شو، او ایدیالوجي تغیر په کې راغلې، خپله ښځه يي بې پردې او بی حجابه کړه،
نو پښتنو پرې کوتک کیښود، او له افغانستان څخه يي پښې سپکې کړې.

پاتې شو: بچې سقاو، نو هغه داسلام نوم څخه هسې استفادې کولي، هغه یو لوټمار او قطاع طریق وو، او دخلکو څخه به يي ښځې بوتللې.

دروسانو سره جګړه هم دعلماوو څخه شروع شوې، او بیا ملت ورپسې ودریدلې، او له ملک څخه يي پښې ورسپکې کړي.

او اوسنۍ مبارزه هم دیني اسلامي، او عینې وخت وطني بڼه لري.

نیشنلسټان، او بیځایه ډنډورچیان، په تبلیغاتو کې تکړه دي، خو یو هم دمال او سر قربانۍ ته په هیڅ وجه نه تیاریږي.

نور هم لا څه شته، خو ګورو به.


pattang
03.09.2007

وروره ددغولا ندېنيو کر ښو مطلب که واضح کړې ښه به وي :
نيشنلستان څوک دي او.......??

[quote:4a7b855883]نیشنلسټان، او بیځایه ډنډورچیان، په تبلیغاتو کې تکړه دي، خو یو هم دمال او سر قربانۍ ته په هیڅ وجه نه تیاریږي. [/quote:4a7b855883]


پښتون زلمی
03.09.2007

[quote:b46494be0b="pattang"]وروره ددغولا ندېنيو کر ښو مطلب که واضح کړې ښه به وي :
نيشنلستان څوک دي او.......??

[quote:b46494be0b]نیشنلسټان، او بیځایه ډنډورچیان، په تبلیغاتو کې تکړه دي، خو یو هم دمال او سر قربانۍ ته په هیڅ وجه نه تیاریږي. [/quote:b46494be0b][/quote:b46494be0b]

زړه ته نږدی پتنګ صاحب:
ډیره يي نه اوږدم،
موخه مې افغان ملتیان او هغه نشنلسټان دي، چی هوايي طور سره ځان ته مسلمانان وايي، او په خپل منشور کې اسلام، اسلامي دولت، اسلامي سیاست نه لري،
یو مثال يي رسول الأمین دي، چی نه دین پیژني نه خداي، او شپه او ورځ يي له ځان څخه بې پردې ښځې تاوي کړي وي.
او دغه خلک دپښتنو جنګیالې له خپل شرعي، او قانوني مبارزې څخه منع کوې، او هم یې دیته نه پریږدې چی خپلې مبارزي اسلامي بڼه ورکړي.
بلکه اوسنې حالت کې يي له جنګې مبارزي څخه منعه کوي، او ترې غوښتنه کوې چی دهغوي په منشور ورسره لاړ شي.

یا په بل عبارت، چی ژبنې تعصب لپاره کار کوي، او اسلام نه پیژني، خو په عملې میدان کې يي هغه خپلې ژبې ته هیڅ رنګ قربانې نه ده ورکړې او نه یې ورکوي.
نو له دغه رنګ خلکو څخه هیله لرم، چی څنګه ځانته مسلمانان وايي، نو باید خپل منشور اسلامي کړي، او ددغه منشور په رڼا دخپلو پښتنو ورڼو غصب شوې حقوق وغواړي، نه چې ملا، عالم، او دینداره اشخاصو پورې ټوکې مسخرې وکړي، او مستقیما او غیر مستقیم کوښښ وکړي، چی هغوي له سیاسې صحني لري کړي، او ورته وايي: چی ستاسو ځاي دمحرابونو کونجونه دي، حق نه لرۍ چی ترې راووځۍ، حال دا چی اسلام هم دین دی، هم دنیا، هم سیاست، باید دغه ټول علماء، مسلکې اشخاص، او دمختلفو علومو سپشلسټان خپل منځ کې یو بل سره همغږه وي.
اسلام هیڅکله دهیڅ رنګ تمدن مخه نه نیسې، البته مجتمع نه پریږدې، چی دفساد اخلاقي په طرف سوق شي.

آخر کې دعلامه سید جمال الدین أفغانې یوه خبره لیکم، چی هغه رحمه الله یو مسیحي انګریز ته کړې وه:
علامه دغه مسیحي ته داسې وویل: ((تاسې هغه وخت پرمختګ وکړ، چی خپل دین ته مو شا کړه، او مونږ هغه وخت شاته لاړو، چی خپل دین ته مو شا کړه)).

عمر رضي الله عنه فرمايي: ((مونږ مسلمانان داسې خلک یو، چی الله جل جلاله مونږ عزت له اسلام له برکته بخښلۍ، نو هر کله که مونږ په بل څه کې عزت ولټوو، نو الله به مو ذلیل کړي.)).

ورور مو: أفغان پښتون.


M Tahir
04.09.2007

ښاغلی افغان پښتون وروره
سلامونه او نيکې هيلې مو ومنئ!
ستاسو د ارږښتناکې ليکنې په تاييد بايد وايم چې داوسنۍ مبارزې ځينې نيمګړتياوې شايد په سياسي اوفرهنګي مبارزه کې خلاصې شي خوله بده مرغه چې دسياسي او فرهنګي مبارزې لپاره زموږ"سياسيون"فرهنګيان مرسته نه کوي!
البته له افغاني هدف اوبڼې سره يي دځواکمن صيب په څېردتکړه ليکوالانواختلاف دسړي دصبرکاسه ډکوي او پريکنده خبرو اترو ته اړکيږي!
ځکه په سيمه کې روانې ټولې هلې ځلې افغاني اوهدف يې دغلامۍ ترټل او دخپلواکۍ ساتل دي نوپردې اساس دپنجابي نوم ورکول پخپله دملي ګټوپرخلاف کاردی چې پايلې به يي تل دکورنيو اوباندينيو دښمنانوپرګټوڅرخي!
او دکوشاند ليکنې په جواب کې ستاسو(افغان پښتون)خبرې په ټوله مانا بشپړبولم اومنندوی مويم!
پۀ مينه ستاسو طائر



04.09.2007

طاير صیب سلامونه !
که ما د [quote:1012d085d8] روان ملي مقاومت د دريځ والو دريځ غندلی اويوخيانت ... بللی [/quote:1012d085d8] وي ، لومړي به دلایل ورسره وئ ، تاسو باید هغه دلایل رد کړئ .
دوهم داچې ما مفصل ځواب درکړ، په هغه ځای کې نه د ملي مقاومت کلمه شته او نه یې غندل، که چیرې ستاسې زما کومه پخوانۍ لیکنه په پام کې وي نوتاسو باید هغه ځای کټمټ راواخلئ چې ما په کې ملي مقاومت غندلی وي !
دریم داچې که جهاد وي که ملي مقاومت د هغې پایلې له نظره باید وازرول شي چې
دشورویانو پر ضد د ملت برحقه پاڅون د پاکستان د لاسلرني او د هغه د ګوډاګیو اسلامي جهادي تنظیمونو او طالبا نوله لاسه د افغان ملت وطن تاریخ ، حیثیت د بربادۍ او ملی غمیزې سبب شو ددې مسولیت د چا په غاړه دی ؟ مالومه ده چې د پاکستان او دهغه د ګوډاګیو ملا یانو او جهادي تنظیمونو په غاړه !
[code:1:1012d085d8]هو کله چې پاکستان افغانستان اشغال ،افغانان يې ووژل او ځورول بيادپاکستان پرخلاف دطالب په ګډون د هرافغان نه جنګېدل به دملي خصلت سوال مطرح کوي ! [/code:1:1012d085d8]
له اټکه تر ډیورن لاین پورې افغاني خاوره چا اشغال کړې او د چا په لاس کې ده ؟
کوم طالب ،کوم ملا او کوم تنظیم دې تر اوسه پورې د وطن ددغې سپېڅلې خاورې د آزادۍ غږ قدرې هم پورته کړی ؟؟؟؟؟ حتی برعکس طالب ، ملا او مجاهد دې د همدې خاورې د آزادۍ پر ضد دپاکستان غلامي نه کوي ؟؟؟؟
او پاکستان خو تر اوسه د امریکا سره ولاړ دی نو بیا ولې د طالب ملا ماته ده اوپر ضد يې نه یواځې یو ټس قدرې هم نه کوي ، بلکې دوی اوس هم د ISI په دیکته چلیږي . تاسۍ دا پاتې وطن د غلام په غلامانو چاته ګټئ ؟
که څوک وايي چې په افغاني مقاومت کې دې بیا د پاکستان لاس نه وي څو د افغان غمیزه تکرار نشي او هغه ډلې دې د مقاومت مشري نه کوي چې کولمې يې د آی . اس . آی سره تړلې وي ، آیا دا بده خبره ده ؟ آیا غواړئ چې دا پاتې خاوره هم بی جنګه پاکستان ته وسپارئ ؟؟؟


پښتون زلمی
04.09.2007

[quote:319d3f4697="کوشان"]ښاغلی وهاج اليياس افغان پښتون[/quote:319d3f4697]

کوشان غوږونه دي خلاص ونیسه:
زه په قوم أفغان یعني پښتون یم، ځکه خو ځما دغه نوم رښتیا ده، دروغ نه دي، اګر که زه دخپل شخص لپاره یو بل نوم هم لرم، چی دلته مطرح نه دې،
ځما نوم الیاس نه دې، او نه ما دلته ځانته الیاس نومه غوره کړې، نو ته څنګه ما په هغه نوم مخاطبوي چی ما ځان ته نه دې اختیار کړې، هسې خیال دي وي، چې مقابل کې تاته هم داسې څه وویل شي، چې تا سره مناسب وي.
او ددې وهاج څخه ولې دومره سوځې، لکه چې ډیر يي راخیستې يي، هر کله چې دچا خبره درباندې دستونه ((اسهال)) ولګوي، نو هغه خبره وهاج ته منسوبه کړې، نه پوهیږم: دا ډیر وخت کیږي چی پته يي نه لګیږي، الله دې را پیدا کړي، چې لږ بیا په منډو شي.

[quote:319d3f4697="کوشان"]کومه ليکنه چې ما د ميرويس نيکه په هکله کړې يو وار بيا يې ولوله ،
چې زما موخه څه وه ؟؟

خو ميرويس نيکه همدې غيرتي او په خپل دين ولاړ پښتنو ته يې ويلې
چې دغه تورانيانو زمونږه هيواد باندې قبضه اچولې ، پر مونږ ظلمونه کوي ،
بېګناه مو وژني ، زمونږ ښځې هم تښتوي ،زمونږ کورونه هم په زوره اخلي
او داسې نور ..
نو ميرويس نيکه دغو غيرتي خلګو ته يې وويل چې زما ملا وتړئ ،
زه به تاسي د تورانيانو او د هغوی د ظلمونو د شره خلاص کړم .

خو دغه غيرتي ولس ميرويس نيکه ته يې وويل چې ته کاپر شوی يې
ځکه ته غواړې د يومسلمان دولت په وړاندې قيام وکړې .
نو ميرويس نيکه خو پوهيده چې دغه ولس په هوښياري کې ساری نلري ،
ځکه خو دوۍ ته يې وويل چې هر هغه څوګ چې زما پر ناموس لاس اچوي ،
زما کور ورانوي ، جزيه رانه اخلي ، ولاوو که مسلمان هم وي،
دوه چيرې کومه يې .

نو څنګه چې ميرويس نيکه ته د هغه د ولس اندي توان او سويه مالومه وه ،
ځکه خو عربستان ته ولاړاو د هغه ځای د ملايانو نه يې تصديق خط
واخست چې که يو مسلمان پادشاه په خپل ولس ظلم کوي ، نو د هغه په
وړاندې قيام کول کفر ندی .
کله چې ميرويس نيکه بېرته ستون شوو او تصديق خط لې ولس ته وښوده ،
بيا خلګ ورپسې ودرېدل .او همدا وه چې بيا ميرويس نيکه وويل :

که زه نه وی
په دا غيرت به دې دا هسې درختل څوګ

او ډيره يې کړه چې :

زما په خوله کې وېښته شنه شوو خو زما خبرې تاسي ونه منلې ،
سره له دې چې زه تاسو سره په پښتو غږېږم . خو د يو عرب
د ليک په ليدلو پايڅې مو بډ وهلي او داسې راپسې منډې وهئ
وښانو .

نو ميرويس نيکه ته خو روښانه وه چې د دې ولس روحيات د دوۍ
په لاس کې ندي ، او دوۍ غير له اسلام نه بل شی نه پېژني .
خو ميرويس نيکه غيرت او خپلواکۍ يې هم پېژندله ، ځکه خو
د يو مسلمان پادشاه په وړاندې يې داسې يو غورځنګ جوړ کړ چې د
هماغه وخت د مسلمان پادشاه پرتوګ زېړ شولو او خلګو ته يې
وښود چې که مسلمان هم وي او ستا کلتور ته احترام نه کوي ،
پرې يې نږدئ .

نو ميرويس نيکه د يو مسلمان پادشاه په وړاندې جګړه کوله او د
هغه جګړه د خپلواکۍ جګړه وه او دې جګړې باندې د جهاد نوم
ايښودل د ميرويس نيکه قيام ته سپکاوی دی او بس.[/quote:319d3f4697]

ګوره کوشانه: دوستانو دې درته خیټه له ګنګیو ډکه کړې، وشرمیږه، خو ته پښتون نه يي تا ته به شرم له کومه راشي،
په نقدي ، موضوعي څیړني نه پوهیږي، ایله دې دپښتنو سپکاوۍ پسې راخیستې، خو حیران زه دیته یم، چی دا دسایټ اډمینانو ولې دومره غوږونه مړه اچولې، او په سترګو يي لاسونه ایښې، چې ستا ددې سپکاویو مخه ونیسې.
میرویس نیکه، فتوی راوړه، ځانته دظالمانو په ضد دجګړې نه، بلکه ددغو خلکو ددیني نفوذ دبندولو هم، ځکه څنګه چی دشیعه ګانو دین بیخي بدل دې، نو دمکې ټولو علماوو په یو آواز دا فتوی وه، چې دغه شیعه ګان نفوذ ته په هیڅ ډول پرینښودل شي،
کو(شا)نیه: تاریخ ته مراجعه وکړه، داکاډیمیسن کاندید اعظم سیستانې هغه کتاب ته مراجعه وکړه، چی دصفوي واکمنۍ پر ضد يي دافغانانو پاڅونونو باره کې لیکلې دی.

[quote:319d3f4697="کوشان"]ښاغلي افغان پښتون ليکلي :

[quote:319d3f4697]صفویان دیهودو بچي وو، او دهغوي دولت دنړیوالو یهودو په لاس منځ ته راغلۍ، ځکه خو دشاهانو په وخت کې به ایران داسرائیلو پیلوټان او فوج تربیه کیده.[/quote:319d3f4697]
اګر که تبصرې ته اړتيا نلري خو
زه په دې اند وم چې الوتکه د رايټ د ورونو له خوا د لمړي ځل
د پاره جوړه شوې وه ، او راته پته نه وه چې د صفوي دولت په وخت کې
هم الوتکې موجودې وې او ايران دومره د الوتلو په صنعت کې
مخکې وو چې يهودي پيلوټانو ته يې ښوونه ورکوله ؟؟
:lol:

دا خبره حتماً د وهابيانو په تاريخ کې ليکل شوې ده او که ..!!؟؟[/quote:319d3f4697]

دلته دې بیا عورت بربنډیږي، چی تاریخ باره کې دی هیڅ معلومات نشته، او هسې دړندو غونډاري ولې،
کو(شا)نیه: دصفویانو دولت دخمیني دانقلاب دکامیابیدا پورې امتداد درلود، او دخمینې انقلاب په اتیاوومو کلونو کې کامیاب شو، او داسرائیلو دولت په 1948 کې منځ ته راغلې، نو ستا دغه تبصره او تحلیل ستا ددماغو پوره وضاحت کوي.

[quote:319d3f4697="کوشان"]ښاغلي پښتون ليکلي :

[quote:319d3f4697]پاتې شوه، ددرانیانو او ابدالیانو جګړه، نو هغه داخلي شخړه وه، جهاد ورته نشو ویلاي، او نه ورته هم پاڅون ویلاي شو.[/quote:319d3f4697]

که تاسي لږ غوندې همدا خبره روښانه کړئ چې دغه درانيان
څوګ ول او ابداليان څوګ ؟؟[/quote:319d3f4697]

کو(شا)نیه: دلته دابدالیانو او دراینانو دتاریخ مسئله مطرح نه وه، او نه ده، او که شوه او خبرې مې پرې کولې، نو بیا ضرور ما دغسې معلومات ورکړې.
ځما موخه دلته یواځې او یواځې دافغانانو خپلمنځې جګړو ته یوه اشاره وه، ما داسې نه دي ویلي: (دابدالیانو او درانیانو تر منځ)، ځما موخه هغه جنګونه چې دابدالیانو (سدوزیانو) او غلجیانو تر مینځ واقع شوي دي، څنګه چې بهرني سیاستوالو او ځواکونو ددغه قومونو تر منځ نفاق واچوه، او دغو قومونو څو څو ځایه جګړي کړي، آن تر دې چی دشاه اشرف هوتک (دمیرویس نیکه وراره) واکمني چی دنادر افشار په لاس چپه کیدله، دهرات ابدالیانو هم ددغه غلجي شااشرف په نسکویدو کې ونډه لرله.
همدارنګه موخه مې دابدالیانو خپل بیخي داخلې جنګونه وو، لکه څنګه چی دتیمور خان بچو خپل منځ کې کړي، همدارنګه هغه جګړي چې دسدوزیانو او محمدزایانو تر مینځ شوي دي.

کو(شا)نیه: ته خو ایله هغه خبرې کوه چې خپل استشراقي مشران يې درته کوي، ته دافغانستان له تاریخ څخه څه خبر يي.

[quote:319d3f4697="کوشان"]ښاغلی افغان پښتون

خدای پوهېږي چې نور څومره خلګ شته چې ستا خبرې ورته درندې ښکاري ،
او هغه هم په داسې حال کې چې ته د دراني او ابدالي په توپير هم نه پوهېږيې .[/quote:319d3f4697]

دلته خلک ځما شخص ته نه ګوري، ځما لیکنې ارزوي، ځکه چې دې فورم کې 99 په سلو کې خلک له ماسره شخصي رابطه نه لري اونه مي پیژني.


پښتون زلمی
04.09.2007

[quote:fe2fcd6f6e="کوشان"][

خو په کوم ډول چې ته د خلګو نوم خطابوې ،// څنګه چې تا زما نوم ليکلی دی //
د هغې روزنې او ښوونې استازيتوب کوي کوم چې ستا مور او پلار درته په کورنۍ کې درکړې .حتماً پلار به دې ډير په همدې صفت نومولی يې چې نورو ته دا صفت کاروې .

نو په کومو الفاضو چې تا خپله ليکنه کړې ، هغه د دې ښکارندوی دی چې په پښتنو کې هم بې روزنې او بې ښوونې خلګ شته .
زه شخصاً په دې شرمېږم چې ته هم يو پښتون يې ، ځکه ته اداب ء معاشرت نلرې .[/quote:fe2fcd6f6e]

تردی د لا زیاتو ځوابي الفاظو لایق يي، ته نه پښتون يي، نه دپښتو په سنګ تیر شوې يي، او نه دې په (ستا په خبره) په پوښتو دولس ګهنټې خبرې کړي،

داسې خطاب مې ځکه تا ته وکړه، چې لږې سترګې وغړوې، او خپلو لیکنو ته متوجه شۍ ، چې تر کم حده پورې په کې دپښتو او پښتنو سپکاوې په ډیر منافقتآمیزه طریقه کوې.
ځکه نو تاسره له دغه رنګ ژبې پرته بله ژبه نه چلیږي.

او که خپل حیثیت دې ونه پيژنده، او بیا هم داسلام، پښتو، او پښتنو سپکاوۍ پسې دې بډې ووهلې، نو دغه رنګ ځوابې حملو ته به يي ټینګه نه کړې، ځکه چې مونږ هم ګوتې لرو، او هم دکمبیوټر کیبورډ چې په پښتو ژبه ستا لپاره ښه ښایسته، او ښکلې ښکنځل کولاي شي.


زرملوال
04.09.2007

ما دا بحث په دي ليكنه پيل كړي و :

[color=white:fc89788129]سلامونه او نيكي هيلي خوږو وروڼو او خويندو !

ډيره موده مي په ټول افغان كي څه نه دي ليكلي كله كله به مي سر را ښكاره كړ يوه نيمه ليكنه به مي ولوستله او بيرته به مي وتاړه ځكه چي زمونړ لويه ستونزه لا په ځاي پرته ده او هغه په ټوليزه توګه د نظرونو په تبادله ښه نه پوهيدل دي او له ټول افغان نه مو هماغه د هيواد سپيره خاوره جوړه كړي ده
لكه هلته چي څه دعمل په ميدان كي سره كوي مونږ دلته هم هماسي مورچي سره نيولي دي او د لفظي جګړو ډګر مو تود ساتلي دي او دومره سپكي سپوري سره ويل كيږي چي دشرافت خاوندان يي په يواځي لوستلو خواشيني شي څه معني په هغو كي برخه اخيستل او يا يو نظر تائيدول او كوم بل ردول !!!

زمونږپه سيمئيزه اصطلاح كي چي څوك سپكه خوله ښوروي هغه ته
(پوچ خولي) وايو او باور وكړئ چي له يوه پوچ خولي انسان نه زمونږ
په ټولنه كي خلك ورټ او كركه كوي او زړه يي نه غواړي له هغه سره
ناسته پاسته وكړي

او كه ديوه پوچ خولي انسان سر او نور بدن وكتل شي نو خامخا به
به يي په بدن كي زاړه يا تازه پرهارونه بياموندل شي ځكه زمونږټولنه
طبعا له پوچ او پاش (فحش) نه كركه كوي

تاسو به دپښتنو دمشرانو په ناستو او مجلسونو كي كينستي ياست
هلته څومره په ادب او احترام سره له يوه بل سره خبري كيږي او
څومره دمشر او كشر احترام وجود لري !!!

مونږ هم ددي ټبر اولاد يو ولي مو تحمل او زغم له لاسه وركړي دي ؟

ولي مونږ دقلم عفت او سپيڅلتيا په پښو كي دل كړي او له منځه وړي ده ؟

ولي مونږ دمخالف لوري نظر ته احترام نه كوو ؟

مونږ ته خپل دين په غوره اخلاقو څومره ټينګاركړي دي ؟

پښتانه وايي دخوار ملا اذان څوك نه اوري زه هم پوهيږم
چي په خبره به مي څوك پياز هم ونه خوري خو په هر صورت
انبياو به خپلو قامونو ته ويل چي زمونږله دعوت نه موخه يواځي
د خلكو اصلاح ده بل غرض نلرو (ان اريد الا الاصلاح ما استطعت )

او لكه ملا نصر دين چي يوه كلي ته ورغلي و خلكو ته يي ويلي و
چي هله ژر كوئ ډوډۍ را وړئ كه نه هغه كاني به درباندي وكړم
لكه هغه دبل كلي په خلكو مي چي وكړي خلك يوڅه وويريدل او
ډوډئ ورته راوړه ده چي كله ډوډۍ وخوړله خلكو ورته وويل
چي ملا صيب له هغه بل كلي سره دي څه وكړل ؟
ده ورته وويل له هغو نه مي ډوډۍ وغوښتله او را يي نكړه .
خلكو ورته وويل نو بيا ؟
ده ورته وويل بيا ! بيا مي په ځاي پريښو دل او دا ده تاسو ته را غلم

نو زه به هم خپل كار كوم ځكه د خوار ملا اذان څوك نه اوري

په احترام [/color:fc89788129]

اوبيا هم په احترام



04.09.2007

دروند ورور افغان پښتون ته سلام !
دا سمه ده چې زمونږ ملي پاڅونونه د اسلام د بیرغ لاندې تر سره شوي، خو د بري په صورت کې یې چې کومه لانجه حل کړې هغه تل ملي وه نه عقیدوي او اسلامي . د اسلام یا هر دین موضوع د ملي مسایلو حل نه وي بلکې برعکس ډیر پیښ شوي چې په مذ‌هبي جنګونو کې ملي تیری تر سره شوی او ملي لانجې یې منځته راوړي .
د مذ‌‌هب په نامه تبلیغ زمونو ملي مسله پښتونستان د هند دآزادۍ او پاکستان د جوړېدو په وخت کې تر پشسو لاندې کړه او تر نن ورځې پورې همغه تبلیغ دی چې پاکستان رمونږ ملایان . طالبان او مجغدين د ډیورن د کرښې د استحکام له پاره
په سیاسي توګه لکه میلوګان کاروي !
داچې د افغان په ملي پاڅونونو کې کې اسلام او سني مذ هب رول لوبولی، دا معنی نه لري چې د پاڅونونو رهبري ، هدف، دنده او خصلت مذهبي و ، که یې رهبري مذهبي وای نو احمد شاه به آباسین دافغانستان پوله نه وای ټاکلې په داسې حالت کې چې هند یې فتح کړی هم و او میرویس نیکه به یواځې په خبلواکه کندهار بسنه نه وای کړې . د هوتکو بري او د ایران نیولو هم د شیعه او سني ترمنځ تضاد حل نه کړ، ایرانیان یې سني نه کړل، بلکې ایران ته یې صرف خپل قومي زور وښود چې ګواکې ایران پر پښتنو حکومت نشي کولای او بس . البته د لوی افغانستان د قومونو سني اتحاد په کې ستر رول لوبولی خوله دغه اتحادڅخه افغاني قومونو د افغانستان ددولت په زیږولو کې کار واخیست نه مذ‌هبي ځواکونو . که رهبري مذهبی وای نو د ملاعمر غوندې خلافت به یې رامنځته کړی وای چې د جهاد له ختمیدو سره سم دداخلي اختلافاتو له کبله ډیر ژر له منځه هم تللی وای . په درنښت !


پښتون زلمی
04.09.2007

دروند دقدر وړ ورور ځواکمن صاحب:
په خیر راغلې:

محترما: زه در سره ډیره حده پورې بیخي موافق یم، دافغانانو پاڅونونو او جنګونو هر وخت داسلامې بڼې تر څنګ وطني او ملي بڼه هم لرله، صحي ده، چی داسلام له مخې دمسلمانانو تر مینځ باید حدود نه وي، سرحدات ختم وي، مونږ له شرعي نګاه څخه دانګریزانو له خوا په ټاکل شوو حدودو شرعا اعتراف نه کوو، خو لیکن دغو حدودو سره اوس تعامل ضروري بولو (موخه می د ډیورنډ کرښه نه ده عامه خبره کوم)،
په دې معنا چې مونږ مسلمان افغانان اړ یو، چې خپل یو خپلواک اسلامي وطن ولرو، چې حدود او پولې يي معلومې وي.
په داسې وخت کې چې اوس مسلمانان ټوټه ټوټه دې، او له هر طرفه ځپل کیږي، بلکه له داخل څخه يي خپل حکومتونه ځپې،او هر حکومت خپل ځانته حدود ټاکلې دي، یا ورته ټاکل شوي دي، چې دګاونډې هیوادونو له تیري څخه يي خوندي غواړې، او ددغو حکومتونو ټول غړي اګر که مسلمانان دي، خپلو دغو حدودو ته انتما لري، افتخار پرې کوي، او دفاع هم ترې کوي، ولو که دغه دفاع هغوي دیوه مسلمان دولت سره او مسلمانانو سره جنګ ته اړ باسي.
نو داسې وخت کې داسلامي خلافت خوب لیدل یوه لویه بیعقلي بولم، او داسې دولت لکه چې طالبانو منځ ته راووست، او داسلامي خلافت یا امارت نوم يي ورکړ، پدې معنا چې دغه دولت به خپل حدودي نفوذ نورې نړۍ ته غځوې، دغه کار ځما له نظره یو لویه سیاسي غلطي، او نه جبریدونکې بیعقلي ده.
اګر که طالبانو په چا حمله نه وه کړې، خو دغه نوم يي ډیر خلک ویرولې وو.

نو زه دیوه مسلمان افغان په حیث په افغانستان کې اسلامي وطنې دولت غواړم، ځکه چې دافغانستان خلک 99 په سلو کې مسلمانان دې، او دپښتو لپاره په کې دزمري برخه غواړم ځکه چې لویه سلنه دهمدوي په برخه ده، او دقربانۍ او ددفاع حالت کې دوي تر هرچا مخکې دي.

خو څنګه چې مونږ مسلمان یو، او داسلام درد راسره دې، او غواړو چې پخوانۍ خلافت منځ ته راوړو، نو هغه داسې کیداي شي، چي ځمونږ وطني اسلامي دولت کې، او په هر اسلامې دولت کې داسلامې خلافت لپاره پوره تبلیغات او کار وکړاي شي، دخلکو ذهنونه برابر شي، که دغه پروژي په ډیرو اسلامي هیوادونو کې کامیابې شوې، نو دغه اړوند اسلامي دولتونه دې سره یو ځاي شي، او یو خلافت دې منځ ته راوړي.

او یا داسې کیداي شي، چې مثلا ځمونږ افغاني وطني اسلامي دولت ښه پیاوړې شي، تر څو ددې جوګه شي، چې نور دولتونه په وار وار په سیاسې فشار، اتحاد، یا ائتلافونو په طریقه را لاندي کړي، لکه څنګه چې مسکو، یا روسيي جمهوري دولتونه یو یو لاندې کول، او یوه لوي شوروي اتحاد يي را منځ ته کړ.
او یا څنګه چې امریکې ډیر ولایتونه لاندې کړل، او یو لوي فیدرالي حکومت يې را مینځ ته کړ.

أما دې اوس نازک وخت کې، له سیاست څخه بې برخې طالبان راپاڅیږي، او یو ضعیف امارت منځ ته راولې، چې ټولې نړۍ ته چیلینج ورکوي، او دمختلفو هیوادونو مسلمانانو ته وايي، چی تکړه شۍ، راځۍ دلته، ستاسو خپل کور دۍ، افغاني پاسپورتونه واخلۍ، ځکه چې خلافت دې، او تاسې هم په کې حق لرۍ، دا زه یوه لویه غلطي بولم.، بلکه یوه لویه بیعقلي ده.

البته له دې ټولو سره سره دښکیلاګرو په ضد مقاومت یوه اسلامي ملي وجیبه بولم، او دا عقیده لرم چې : آزادي اخیستل کیږي ورکول کیږي نه.
صحي ده چې دپښتنو جنګیالیو کې نیمګړتیاوې زښته زیاتې دي، خو پکار داده چې دغه نیمګړتیاوې سیاسي ملتپالان، او فرهنګیان پوره کړي، نه داسی چې دخیر په غونډې ورته کښیني، نه خپله څه کوي، او سربیره ځوانان له کار څخه وباسي، او خپلې اسلامې، وطني، ملي، او پښتنې دندې سر ته رسولو ته يي نه پریږدي.

په درنښت: افغان پښتون.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more