د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د ښوونكي درناوى

pukhtoon
16.08.2007

د ښوونكي درناوى
هارون الرشيدد يو نامتو خليفه و.
هغه له بغداد څخه د يوې پراخې امپراتورۍ چارې سمبالولې. هغه د مامون او امين په نومونو دوه زامن لرل. هغوى دواړه د ښه خوى خاوندان او منونكي كوچنيان وو. هغوى يو ښوونكى درلود چې كورته به ورته او د هغوى روزنه به يې كوله. هغوى دواړو له خپله ښوونكي سره مينه درلوده او د هغه ډېر درناوى يې كاوه.
ښوونكې به چې پر ټغر كښيناست نو هلكانو ت به يې له ښوونې وړاندې پنگې واِيستې.امين او مامون دواړه د خپل ښوونكي په خدمت ډېر خوښېدل. كله چې به د ښوونكي د تګ وخت شو، نو دواړو به منأه كړه او ند هغه پنگې به يې سمې كړې.
يوه ورځ هغوى دواړو په پنگو پسې منأه كړه او هڅه يې كوله چې يو له بل څخه يې وتښتوي. ښوونكي وليدل،چې د پنگو په سمولو يې شخړه ده. هغه د هغوى په دې مينه او درناوي ډېر خوښ شو او ورته يې وويل:" زه ډېر خوښ يم، چې تاسې دواړه غواړۍ زما سره مرسته وكړىْ، خو زه به په دې لاډېر خوښ شم، كه شخړه ونه كړىْ." بيا يې مشوره وركړه ،چې "تاسې ولې يوه يوه تنگه نه راوړىْ چې زه يې پر پښو كړم."
مامون او امين دواړو ومنله او په ګأه يې ند خپل ښوونكي د خدمت وياړ ترلاسه كړ. ښوونكي د خپلو زده كوونكو په خاكسارۍ بې كچه خوښ شو. هغه دا كيسه خليفه هارون الرشيد ته وكړه . هغه پر خپلو زامنو ووياړېد، او د ښوونكي د درناوي له امله يې دواړو ته انعام وركړ.
دواړه مامون او امين د خپل پلار په م څېر پاچاهان شول. د هغوى ټول رعيت له دې كيسې خبرو. هر وخت به ويل كېدل چې څښتن تعالى هغوى دواړوته د خاكسارۍ او ښوونكي ته د درناوي بدل وركړ.
په دې كيسه كې دواړو هلكان يو ښه مثال شول .مونإبايد هڅه وكړو،چې له ښوونكي سره د هغوى له مينې څه زده كړو. ښوونكى موإ ته علم رازده كوي، نو د كورنۍ د يوه غړي په څېر يې بايد درناوى وشي. اسلام مونإ ته ښوونه كوي،چې دخپلو ښوونكو درناوى وكړو او غوإ ورته ونيسو.
د شېراز ماښامنۍ( د ماښام أوأۍ)
يو ځل د شيخ سعدي په نامه يو لوى عالم د خپل ملګري ليدو ته لاړ.
ملګري يې د سعدي ډېر تود هركلى او ښه ميلمه پالنه وكړه. په ماښامنۍ كې يې أول أول خواړه د شيخ سعدي په مخكې كيښودل . كله چې شسخ سعدي خواړه وليدل، نو په ډېره تلوسه يې وويل:" اى د شېراز ماښامنۍ!"
ددې خبرو په اورېدو سره يې ملګرى په دې فكر كې شو، چې شيخ ته كومه پخوانۍ أوأۍ ورپه ياد شوه، چې په خپل ښار شېراز كې يې خوړلې. كوربه وارخطا او خجالت، دا فكر يې كاوه چې پوره تيارى يې نه وكړى، او يا خواړه دومره ښه نه وو چې شيخ پرې خوښ شي.
ملګري يو ځل بيا شيخ سعدي ته د ماښامنۍ بلنه وركړه ، او تر هغې يې غوره ميلمستيا برابره كړه. كله چې شيخ سعدي پر دسترخوان كښيناست، يو ځل بيا يې اوسېلى وايست،" اى، د شېراز ماښامنۍ!."
ملګرى يې بيا وارخطا شو.
شيخ يو نامتو ليكوال او ښوونكى وو. نو ملګري يې فكر وكړ،چې ګواكې هغه به د ډېر پرمختللي ژوند خاوند وي. نو ځكه ييې په راتلونكي كې شيخ يو ځل بيا ميلمه كړ،اوتر پخوا يې ډېره بشپړه ميلمستيا وركړه . د كوربه د حيرانولو لپاره شيخ سعدي يو ځل بيا په تلوسې سره وويل: " اى، د شېراز ماښامنۍ!."
كوربه له حيرانتيا پرته به څه نه شول كولاى، چې شيخ په شېراز كې څه أول أوأۍ خوړلې وه. له كوربه څخه د دريمې ماښامنۍ تر مننې وروسته شيخ كور ته روان شو.
په هر أول، ملګرى يې د شيخ ښار ته د ورتلو په تكل كې شو، چې وويني هغه هلته څه أول أوأۍ خوري. لإې ورځې پس، دغه ملګرى د شېراز ښارته لاړ او د شيخ سعدي د كور ور يې وټكاوه. شيخ د ميلمه پر ليدو ډېره خوښ شو، د ننه يې بلنه وركړه او په يوه هوسا ځاى كې يې كيناوه.
ملګرى په ډېره ليوالتيا أوأۍ ته سترګې وې، خو كله چې ماښامنۍ راغله ، شيخ ورته ساده ورځنۍ أوأۍ راوړه. ملګرى يې هك پك شو."د شېراز پر ماښامنۍ څه شوي وو،چې ده به هر وخت دومره ډېره يادوله ؟"
هغه يوه بله ورځ هم صبر وكړ، او يو ځل بيا، يوه ساده او عادي أوأۍ راوړل شوه. ملګرى يې ډېر خواشينى شوى و.
هغه اّخر پوښتنه وكړه ." هغه د شېراز أوأۍ چېرته ده چې تابه هره ورځ يادوله؟"
شيخ ځوابه وركړ،"همدا اوس ستا په مخكې ده."
ملګرى وترهېد او ويې پوښتل،"دا هغه أوأۍ ده چگې تا هر ځل ماته يادوله؟"
شيخ سعدي ځواب وركړ،" هو، دا هغه څه دي چې ما يادول؛ يوه ساده ورځنۍ أوأۍ." بيا يې خپل ملګري ته نصيحت وكړ،" د ملګرو په بلنه كې مونإ بايد پرېمانه او تشريفاتي شيان برابر ن كړو. مونإ بايد ساده او خاكساره و اوسو. د يو ملګري پالنه بايد په داسې أول وشي،چې كه هغه د ډېرې مودې لپاگره هم پاتې شي نو پيټى نه وي.
بيا شيخ وويل:" ستا د كور پرېښودو سبب داو،چې زما پالنه تاته ډېره درنده پريوته ."
دغه كيسه په روښانه توګه دا حقيقت څرګندوي، چې كه موإ غواړو پر خلكو اغيزه پريباسو ، بايد ځانونه هغسې وښيو لكه څنكه چې يو، نه داسې چې موإ فكر كوو چې خلك مو غواړي چې واوسو. موإ بايد تل پخپله واوسو،او هېڅكله ځانونه داسې نه كړو چې د نورو د حيرانتيا سبب شو.
كه موإ له ځانونو سره رېښتيني واوسو،نور خلك به هم ووينو، چې له موإ سره رېښتيني دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more