د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

جان وطن!قربان وطن!

جاويدشينوارى
05.11.2003

جان وطن!قربان وطن!
ستا په محبت كى زمونږ زړونه دى روښان وطن
جان وطن قربان وطن
يه وطنه ستا يو مونږ ستا ځنى فدا يو مونږ
ته زمونږ زيارت يى مونږ يو ستا مجاوران وطــن
جان وطن قربان وطن
ستا په مينه پا يومونږ ستا په خدمت ښايو مونږ
ته زمونږ شمع مونږه ستا يو پمنګان وطن
جان وطن قربان وطن
ستا زيب و زينت غواړو خداى نه ستاعزت غواړو
ته زمونږ مور يى مونږه ستا يو فرزندان وطن
جان وطن قربان وطن
ګور مو د نيكو يى ته تنګ د پښتنو يى ته
جان وطن قربان وطن
ګور مو د نيكو يى ته تنګ د پښتنو يى ته
مونږلاس په نامه څير مي ستا سو غلامان وطن
جان وطن قربان وطن
خټه د اسلام يى ته لوړ په هر مقام يى ته
زه ملنګ جان ستا يم ته زمونږ ګلستان وطن
جان وطن قربان وطن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more