د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

زردالو

Hamim
31.07.2007

د پرليكه لوستلو لپاره ددې موضوع عربي لينك:
http://www.lovely0s mile.com/ ?View=Archive&Msg_Id=1283


زردالو

محتويات:

- د زرداليو په تركيب كې زيات شمېرڅيزونه وجود لري، د زردالو ميوه، زړي او كنډ يا سرېښ په لسګونو بېلابېل مركبات لري.
- د زردالو په ميوه كې اوبه، (0,9%) پروټين، (12%)كربوهيډراټ وجود لري چې د هغو له ډلې څخه سكر – شكري مواد- ( سكروز، مالتوز، ګلوكوز او اينولين....) نېږدې لس په سلو كې وجود لري چې په هغو كې ريښكۍ، پكټين، نشا، آشګر، يا دباغي مواد، ازوتي مواد Azote, nitrogen ، هضموونكي مواد، ويټامينونه او نور معدني مواد شته دي.

- او د زرداليو زړي (مندكې) د B15 ويټامين، د اميغدالينAmygdaline مواد او هضموونكي مواد لري.

ګټې او استعمال يې:

د زرداليو ميوه له ډېر پخوا څخه رواج او د خوړو وړ ګرځېدلې ده، همدارنګه د علاجي موادو په توګه يې هم استعمال درلود.... د چين لرغوني طبيبانو به د ټوخي د ارامولو لپاره د زردالو له زړو (مندكو) څخه كار اخيست.
او د معاصرو داروګانو په تركيب او جوړولوكې د زرداليو تيل يا غوړ د ځينو هغو داروګانو د ذوب كوونكو موادو په موخه استعمالېږي كوم چې د ستنې يا نېښ لګولو له لارې په يوغړي كې او يا له پوستكي لاندې وركول كېږي، لكه څنګه چې د ځينو ملهمونو په جوړښت كې كار ترې اخيستل كېږي.
د زرداليو صمغ (كنډ يا چوخڼى) همدارنګه د طبي تصنيعي اهدافو په موخه استعمالېږي.
پوهان پدې اند دي چې د پاكستان په ځينو قبائلوكې د اوږده عمر له لاملونو څخه يوهم د زياتو زرداليو خوړل دي. پوهان دا هم انګېري چې زردالو د وينې په تقويه كې څه ناڅه رول لري لكه څنګه چې ينې ته لازيات فعاليت وربښي.
روغتياپوهان زياتره د زړه، شرايينو او د وينې لږوالي يا كمزورۍ Anemia د ناروغۍ لرونكي د زرداليو خوړولو ته تشويقوي.
زردالو د A او C ډېرزيات ويټامينونه لري (چې د ميوې په ډله كې يواځې زردالو د مانجو او شفتالو ترڅنګ د ويټامين A په ړومبي كتار كې راځي) لكه څنګه چې د (اوسپنې، په ځانګړې توګه پوټاشيوم) معادن هم لري، لدې كبله د انسان د معافيت Immunity د سيسټم په پياوړتياكې ښه رول لري او نننۍ كلمې Large intestine د سرطان له ناروغۍ څخه ساتي.
د (ليټريل) پرهغو موادو چې د زردالو د ونې د ښاخونو په تركيب كې راځي، څېړنې په دې عقيده دي چې نوموړي مواد د سرطان د ناروغۍ روغتيا او علاج دي.
په زردالوكې پيټاكاروټين هم شته چې حجرې يا ژونكې له درېدو څخه ساتي او د زړه ستونزې كموي لكه څنګه چې وينه له پرنډ كېدو څخه ساتي او له ځينوناروغيوڅخه د سترګو حفاظت كوي (په ځانګړې توګه ژېړى يا ژېړې اوبه)، لكه څنګه چې انسان د سرطان د ناروغۍ له ځينو ډولونو څخه ساتنه كوي. او زردالو د وينې د فشار د تنظيم په عمليه كې ونډه لري (په ځانګړې توګه وچ زردالو چې زيات شمېر پوټاشيوم درلودونكي دي).

لكه څنګه چې زردالو زيات شمېر داسې تاري مواد لري چې په اوبو كې د ذوبان قابليت لري، همداراز په وينه كې د سكر او كولسټرول په تنظيم كې ونډه اخلي. د غذا خوړولو پروخت زردالو د مرښت احساس پياوړى كوي، لدې كبله زردالو د وزن د كموالي په پرهېز كې ښه ګڼل شوي دي.

لكه څنګه چې زردالو اوسپنه او ويټامين C لري چې جسم د وينې له كمښت او كمزورتيا څخه ساتي. او د رزدالوميوه زيات شمېر داسې ويټامينونه لري چې د اعصابو ساتنه كوي او د نمو په عمليه كې ورسره مرسته كوي، ستړيا او ستومانۍ له منځه وړي.

د خوړلو طريقه:

- تازه زردالو بايد په يخچال كې د يوې اونۍ لپاره وساتل شي.
- زردالو د حلوياتو او مربياتو له ډولونو څخه دي، چې په (عربي هېوادونوكې) ترې د خوږ، خوندور او داسې "مشروبات او خواړه" جوړېږي چې د روژې په مباركه مياشت كې يې روژه نيوونكي، عام خلك په زياته كچه رانيسي.

اما د هغو وچو زرداليوخوړل چې (نسواري رنګ) ولري هم ډېرې ګټې لري. او هغه وچ زردالو چې ژيړ او نارنجي رنګ ولري، دوى ګوګړي مواد Sulfur dioxide لري چې ځينې وخت د سالنډۍ Asthma د ناروغۍ لرونكو د حساسيت لامل ګرځي.
د زرداليو ځينې مندكې زهرلرونكې دي، خو د زردالو د مندكو تيل يا غوړ د ښكلا په برابرونو (د پټوكي د باندنې طبقې يا پوست كريمونو) او د درملو په ځينو ډولونوكې كارېږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more